واصل
د ده نوم پخوا موږ اروېدلی و، خو ښه مونه پیژاند. په ۱۳۵۳ ش کال ښاغلی پوهاند رشاد د ده څو نظمونه خپاره کړل چې د ارزانی او دولت اوانصاری غوندی یی سړی په فکری لحاظ د روښانی فکر یوه کړۍ گڼلای سی. خو په کلام کې یی هنری او شاعرانه ارزښتونه لږ دی.
په دغو خپرو سوو نظمونو کې يوڅو اوږدې غزلی سته، چې د قصيدې تر تعريف لاندی نه راځی خو په ۳۵ مخ کې:
هر چی یو سړی انگار شی
عیال درست پسی بیمارشی
ځینی دی دواړی ارمان كا
څوك د خپل صورت په ډارشی
قصيده ده چې ۳۵ بيته لری، او په پای کې یی داسې ختموی:
نصیحت د کاملانو
د نادان علاج په ډارشی
په اسلام با ندی اقرار که
چې بی سر به ذو الفقارشی
هيڅ حيوان په لاری نه ځی
څو علاج یې په اوسا رشی
وجودونه د چند ڼ ده
نوس یی عین تور ښامارشی
« واصل» واړه اجاره کړه
تر حضورد بدن یی جا رشی
دا سړی که څه هم د خوشحا لخان معاصر اود لسم قرن ژوندی ښکاری، مگر په کلام کې یی کټ مټ د روښانیانو د نظم کړ و قصيد و خصا يص لیدل کیږی، او په هغه ژبه گډ دی چې میرزا او دولت او ارزانی مو د مخه ولیدل.