32

د بغلان ډبر لیک، د روزگان ډبرلیک، د غزني لويكان

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک څوارلس کاله پخوا مالیکلی او چاپ کړی و، خو دويم ټوک يې اوس پښتو ټولني چاپ کړ، مگر افسوس چي دا چاپ بالکل ناقص او نیمگړی دی، او د کتاب نیمه برخه هم نه لري. 

د پښتو ادبياتو تاریخ دويم ټوک ډېر نوي تحقیقات او ادبي پلټني لري، چي تر اوسه به چاته معلومه نه وي، او ښايي چي دغسي هم پټي پاتي شي، او زمانه يې د ليکونکي سره سره د عدم كندي ته لاهوکا، مگر واخلئ له دې کتابه دا یو څپرکی تاسو پخپله پښتو کښي خوندي کړی، گوندي د زلمو پکار ورشی او د پښتو په آئینده پلټنو کښی د دوی رهنما وي. 


یو زر څلور سوه کاله پخوا، یعني د اسلامي دورې په لومړنيو پېړيو کښي د کابل او هندوکش په درو، او د پښتونخوا په ښارونو کښي ځيني محلي د شاهانو کورنۍ پاتي وې چي دوی د هغو پخوانو هفتالیانو (ابداليانو) او هونانو (خانانو) او کوشانيانو بقايا وو، او غالباً دا ابن خرداذ به، کابلان شاه او د بامیان شیران شاه، او د زمینداور داوران شاه او د زوال هفتالي (ابدالي) چي له دوی څخه د مهرگل (میر کهول) کتیبه د روگان په دره شالي کښي شته، دا ټول سره خپلوان وو.

 د دغو شاهي کورنيو تاريخ ښه نه دی معلوم، فقط له ځینو سکو څخه د دوی یوڅو نومونه موږ پیژنو، او دا هم نه ده ښکاره چي د دوی ژبه څه وه؟ خو رسم الخط يي يوناني، اوسره د اناگری، یا کله منگلي هم وو. دلته د دې شاهي کورنيو اصل او تاریخ او وقائع ليکنه مقصد نه ده، بلکي د دوی د ژبي څرک ایستل مو پکار دی او ځکه چي دغه شاهان د پښتونخوا په زړه او زابلستان کښي اوسېدل، نو که د دوی ژبه پښتو نه وه ایا کومه بله ژبه وه؟ او هغه ژبه څه شوه؟

دا معقوله خبره نه ده، چي د يو قوم ژبه، په یوه وار ورکه او مړه او تر خاورو لاندي شي، که کومه ژبه هم مري، دا کار قرنونه غواړي، نو موږ په ټينگه ویلای شو چي د دغو خلکو ژبه به یا پښتو وه يا يوه لهجه، چي هغه به هم ډېره پښتو ته نږدي وه.

د دې تاریخي کشالې د حل کولو او سپردلو لپاره چي کوم دلائل او مثبت سندونه زه لرم، هغه دلته په تفصیل سره لیکم.