ملكيار غرشين
غرشين د پښتنو يو مشهور ستانه قوم دی، چی پخوا یی یو وچ غر سر سبز او آباد کړی و، نو ځکه دوی غرشين بولی، او دا قوم د کندهار خواوو کی اوسی او په شمير ډیر لږ دى.
ملكيار له دغه قومه يو خورا ستانه او مشهور سړی دی، چی د پښتنو مورخانو د ده ذکر پخپلو مشاهیرو کی راوړی دی. نعمت الله هروی لیکی چی: ملکیار د شیخ ابوبکر طوسی معاصر او په ډیلی کی یی یو ځای درلود، چی سلطان شهاب الدین غوری د ملتان د یرغل پر وخت ده ته بخښلی و، او د ده مرقد هم هورى دى.
دا روایت چی نعمت الله کښلی دی، څو سوه کاله دمخه سليمان ماکو همدغسی روایت راوړی دی او ځنی ښکاری چی د ملکيار د ژوند وخت د سلطان معز الدین غوری عصر و او دی په جگړو کی د سلطان ملگری هم و ځکه چی سلطان لومړی پلا پر ملتان په ٥٧١ ه حمله کړی وه، نو د ده د حیات زمانه هم په دغو وختو کی تخمین کولای سو.
سليمان ماکو د ده په احوال کی هسی لیکی: نقل کاوه سی چی په روزگار د غازی شهاب الدين چي پر کفر یرغل و، شیخ ملكيار چی د غرشین ستانه و هم ملگری و د شهاب الدین چی په ډېلی کی هغه ستر واکمن ټاټوبی وروښانده، او هم هوری مړ سو. نقل کاوه سی چی په جوبله کی مسلمانان تر شا ولاړه، او کفارو بری وکړ، لیری نه و چی مسلمانان سی د کفارو په کټارو پپنا، او دښنه بری وکړی، چی ناڅاپه شېخ ملكيار راغی، او پر دښن (یی) يرغل وكاوه او ډیر زښت (یی) ووژل. نورو مسلمانانو هم د ملکيار تر اړخ توری وکښی او سره ومروړل (یی) دښنه. ستر څښتن دوی ته په مړانه د شيخ وركړه لو سوبه او بری چی پخوا هم نه و په برخه سوی د چا هیڅکله، په هیڅ ځای کی.
د سليمان ماكو له دغه بیانه ښکاری چی ملکیار یو غښتلی او توریالی سړی هم و، او د توری او ادب له څښتنانو څخه و چی د سلطان سره یی په جهادو او جگړو کی ملگری کړله، داسی ښکاری چی ملکیار تر جنگیالی توب او توریالی توب علاوه، ادبی ذوق هم درلود، پخپله هم شاعر و، او د نورو پښتنو شاعرانو اشعار یی تل لوستل، لکه چی سلیمان ماکو د شیخ اسماعیل سړبنی شعرونه د ملکيار له خولی را نقل کړی دی.
د زهد، تصوف او عرفان له پلوه هم ملكيار ښه شهرت لری. او مورخان د ده له نامه سره پران هم لیکی او د ده عرفانی شهرت دونی ډیر و چی تخمینا دوه نیم سوه کاله وروسته سلطان فیروز شاه (۷۲۵ـ۷۹۰هـ ق) ډیلی ته نژدی فیروز آباد بنا کړ نو هلته دی پاچا د شیخ ملکیار پران په يادگار یو سرای هم جوړ کړ چی د هغه عصر مورخ ضیا الدین برنی یی په ٧٥٨ ه ق كال ذكر كوى لکه چی مورخان تصریح کوی. ملکيار په دهلی کی اوسیده، او هم هوری مړ سو، او په دغه ښار کی د شیخ ابوبكر طوسى له مزاره سره یو ځای ښخ دی او سلیمان ماکو د ده يو شعر داسی را نقل کړی.
پر هغه میدان کی شیخ ملكيار د سلطان معز الدين د لښكرو سره یو ځای جنگیدی او نژدی و چی د سلطان لښکر ماته وکړی، نو دی توریالی ادیب او عارف يوه د ننگ او جنگ سندره وويله، او لښکريان یی همت شجاعت او تورياليتوب ته تشویق کړل. څو په پای کی بریالی سوه، او د جنگ پر ډگر یی سوبه په برخه سوه.
سليمان ليکي: په جوبله کی ملکیار دا پارکی وویل غازیان وپاریدل او په څير د زمريو ور توى سول.
څښتن مو مل دی
اوس مو يرغل دی
هیواد د بل دی
د ملکیار دا شعر چی په بشپړ ډول د تذکرة الاولیا په متن کی محفوظ دی، د قديمو اقوامو د حسیاتو او رجز رنگ لری، له هغو سندرو څخه دی، چی پخوانو پښتنو به د جگړی پر میدان ویلی، او مقصد یی دا و چی د زلمو احساسات تاوده کړی او پرجنگ يی ښه وپاروی. د دی شعر عروضي كيف او الفاظ او كلمات سوچه دی. او لکه نور وگړنی (عوامی) اشعار یو تکراریدونکی کسر هم لری. چی د هر بند په پای کی ویل کیږی، او د پښتو د مخصوصو اشعارو يو ښه خاصیت دی. شاعر په حقیقت کی یو مبلغ هم دی، او په هر ځای او هره موقع کی د خپلو ویناوو د اغیزمن کولو لپاره د بیان طرز او اسلوب داسی ټاکی چی د ده وینا پر اوریدونکو باندی اغیزه وکړی او د شعر مقصد حاصل شي.
په دی پارکی کی هم ملكيار د غوری سلطان د جنگيالو د پارولو دپاره دوی ته داسی خطابونه کړی دی، چی باید په اوریدلو یی متاثر سوی وی، او په دوی کی یو ملی او دینی احساس پیدا سوی وی. دا پارکی بیله نومو نور ټول سوچه پښتو دی، او په آخر پارکی کی (ملا) د ملگری او همراهی په معنی زړه کلمه ده، چی د اسعد سوری په قصیده کی هم راغلی ده. او له دی څخه هم ښکاری چی دا شعر د پښتو ژبی په قدیمه دوره اړه لری، او په دغه وخت کی لا داسي قديم كلمات مړه نه وه او له استعماله نه وه لویدلی. د پښتو په پخوانيو اشعارو کی د امیر کروړ سوری تر شعر وروسته دا لومړی جنگی اثر دی، مگر فرق یی دونی دی چی امیر کروړ پخپل شعر کی د یوه زبر دست او غښتلی قاید رنگ لری او د ېو نامور اتل په ډول شعر وایی خو ملكيار دلته د يو مبلغ په دود خبری کوی، او غواړي چي ملي احساسات په ديني تبليغ كي وغورځوي او له خپله عرفانی مقامه هم کار واخلی، او د شعر په وسیله د لښکرو روح تقويه کړی نو ملکيار په پخوانو شاعرانو کی هم عارف و هم شاعر، هم جنگیالی او دا درۍ سره خواوی د ده په شعر کی سته.