32

په اوسنی پښتو شعر کي د ژوند څپې

پښتو مقالات

 شعر او شاعر د قومي ژوند هنداره ده او ادب د ژوندانه د څپو سره مل روان وي کوم تحولات اجتماعي چي پر انساني ټولنو راځي دغه تحول د ادبه ورواړوي. د کومو ژبو ادب چی د تحولاتو او اوښتنو سره ملگری سی هغه نو مترقی ادب گڼل کېدایسی. اصولاً ادب یوه اجتماعی پدیده ده او د انساني ټولني د ژوند ډولونه او دودونه ښكاره كوي، او هر ادب چي د ژوندانه سره مل نه وي نو هغه ژوندي ادب نسو گڼلاي د پښتو ادب په خپلو منځنيو دورو سري د ژوندانه سره مل نه وي د سیاسي او اجتماعي ژوندانه سره ربط پيدا کړي و خو دغه حرکت وروسته د نور آدابو تر اثر لندي ضعيف سو، او زموږ شعر د تصوف او ادبي هوسونو په کړو وږو کي هغه د ژوندانه د اصالت رنگ لږ څه  بایلود رحمن بابا دغه حیاتي متاع د مادي له چارچوبه  یوه آسمانی او روحانی فضا ته ورسوله شیدا او حمید د لفاظی او نازکخیالی او ادبی هوسناکی په چاپېر کی سره رادې خوا او هغی خواته کړه، او حتی ځینی خلکو خوارکی ادبی د مضمضی استنشاق او استنجا په. احکامو کي راونغښت.

 رحمان خو په خپله اقرار کوی چی د بېخودۍ څپو لاهو کړیدی او نه پوهیږی چی دغه جذبه او کشش له کومی خوا دئ، وایی :


زه دا هسی دیوانه او مجنون چاکرم؟

له رواجه له رسونه بیرون چاکرم؟

نه پوهیږم چي دا چاري په ما څوک کا؟

 لېونی د خپل نگاه په افسون چا کرم؟

 رحمان هیڅ له خپله ځانه خبرنه وم

 چی دا هسي رنگ زبون او محزون چا کړم؟


 د شیدا او حمید نازکخیالی او لفاظی خو د یوه صنعت کار په ډول بد نه دی، مگر د دوی شعر د شعر لپاره و او کم لوړ هدف او. عالی موخه نه لری. خوشحال خو هم دغسي بزمي اشعار لري او كله د خالص فنان جوله مومي. مگر ژوند او اجتماع هم د ده په شعر کی خپله څېره ښکاره کوی او هدفیت لوری ته متمایل کیږی. رحمان بابا هم مقصد لري خو هغه به لږ څه لاهوتي او آسماني وي مگر د شيدا او حميد هنر د هنر لپاره دي. دوی صنعت کاران دي. دوی ښکلی او رنگین لوښی جوړوي، مگر داسي لوښي چي د ژوندانه په چارو کي نه په کاري او هغه چيني منقش لوښي دي چي فقط دکور لپاره يې په صالون کي د هوس او آني خونه سوئد لپاره شيدا. د ماښام او هلال منظره داسي جوړوي : 

تل په دا خمو ابرو په شهلا سترگو

 د خپل یار شام و هلاله راسه کښینه

 مگر دی پخپله هم په دغه نازکخیالی قانع دئ او صنعت ئې تش د صنعت لپاره دئ دیار طبعی نازکی موزونه کاندی نو په به. ډېر خوښ وي :

 نازکی د یار د طبعی کړه موزونه 

ای شیدا نازکخیاله راسه کښینه



حميد له لړمونه خپل زړه د ترکو په لاس داسي راکاږي :

 دا ئې ښاخ د گل سره په تلوار پرې کړ

  که له زړه سره می ترکو لړمون وکېښ


 وگورئ منظر ځونی فجیع دئ؟ او که د شاعر خوار کی زړه په داسی قساوت له لړمونه راوکیښ سی دا نه خوند لری او نه حسن منظر او د اجتماعي او انساني احساس له رويه به هم دا کار د غندني وړ وي. مگر د شاعرانه هوسبازۍ لپاره خو یوه ښکلې موضوع کېدای سی، او حمید هم فقط په دغه جذبه ځان په داسی بلا لړلی دی. دلته د حضرت جامي يوه مشهوره لطيفه را په ياديږي : بابر وايي چي د ده معاصر او شاعر شيخم سهيلي دا بيت ووايه او د جامي څخه يې وپوښتل چي څنگه دي؟

 شب غم گرد باد آهم از جا برد گردون را 

 فرو برد اژدهای سیل اشکم ربع مسکون را

 جامی چی واورود، ورته وې ویل :

 ووره ! ته شعر وایی او که خلک بېروې؟ 


د حضرت جامي د انتقادي لطيف نظر د حميد پر دغه بيت هم وارد کېداي سي سړي چي دا بيت لولي نو حتماً . مړی عاشق په وینولژند سړی ته تصویر کیږی چی ظالم عاشق یې په سینه په قساوت ور څیری، او د ده لړمون او زړه راکاږی نو دا به څونی نفرت راوړنکې او مستکره منظره؟ مگر حمید پخپله شاعرانه هوسکاری کی دغه تشبیه هم روا گڼلې ده. حال دا چی دغه شاعرانه قصابی په ژوند کی زموږ هیڅ په درد نه خوری. د پښتو شعر د منځنۍ دورې اکثر آثار همدغه فن تازی او نازکخيالي ده چي له فارسي شعره سره اوږه پر اوږه ځي. او دا هم د اجتماعی احوال او د سیاسی جوړښت یوه ښکاره نتیجه ده چی د فکر سیر د ژوندانه له مجرا څخه منحرف کرسی، او خلک د زور او جبر په وسیله له ژوندانه څخه بزاره سی نو به ضرور افکار لاهوت او آسمان ته متوجه کیږی یا به تش هنر د هنر لپاره وی. ځکه د فکری فعاليت خو هر انسان وخت خانله اول په ماده او ژوند کي مجرا مگر کله چي دغه لاره تړلې وويني، نو ځانته حتما نوري مجاري پيدا کوي. د پښتو شعر له منځنۍ دورې څخه په داسی اجتماعي جريان کي نوي عصر ته راووت او په نولسم قرن کي بيرته له ژوندانه سره مخامخ سو پښتون قوم د ایشیا یو فعال او ښورې کُردونکی او نه مَه کُخت، دوونکی او نه مَکُخت. مجاری موندلی او د ژوندانه لپاره پوره استعداد او تکړه توب لری. په نولسم قرن کی دوی د استعمار سره سختی ډغری و وهله، او خپل حیاتی او دفاعی استعداد ثابت کړ، دوی خپل ژوندانه ته متوجه سول او د خپلی آزاده د ساتنی یا برته گټنی په فکر کي ولوېدل.

 د ژوندانه دغه جریان د دوی په ادبی هم اثر وکړ او د پخوانو د ادبی هوسونو پر ځای یې خپل ادبی ژوندانه ته توجیه کړ، نو ځکه د پښتو نوی ادب د ژوندانه سو او د قدیمو صنعت فن تازیو خواهی او از قودی ژونده. او اجتماعی اصلاح او سمون زیات د ادب په هنداره کی ښکاره سول په نونسم قرن کی د طباعت او صحافت فن هم په پښتونخوا کی رواج وموند. نثر او نظم دواړه خپاره، سول او پښتو د پښتنو له نهضته سره یو ځای د نوی ادب او نوی فکر او نوی ژوند په ډگر کی په وده او پرورښت کښېوته دلته هوس او خيالبافي خپل ځکو واي او شخصيت دارد. واقعي مسائلو ته متوجه سول. د لاهوت او آسمانی فکر پر ځای د اباسین او خیبر او ارغنداو مناظر ودرېدل، د بڼ او زلف و کاکل پر ځای د قومی ژوندانه خبر د غور و سوئی دا تحول په پښتو ادب کی عصر او زمان او د تاریخ جبر قهراً راوست. د پیر محمد او شمس الدین پر ځای یې مخلص او الفت ودرول، د رحمان بابا او حمید پر غولی یې اجمل او طوفان میشته ګړل دا تحول فکری او عقلی تحول و او مور ویلای سوای که دا اوښتنه نه وای ،راغلی نو به قوت له ژونده مرگ . او کوم حرکت چی اوس په پښتنو کی د ژوندانه لپاره لیدل کیږی، د مړه ادب به مردگانیو اسویلیو به بدل سوی وای. ما دمخه و ويل چي زماني په ادبي تحول کي خپل کار پوره وکړ او اوسني شاعر او ليکوال يې د ژوندانه نوو زواياوو ته ملتفت کر د چرگ ږغ د پښتنو په کليو او کورو کي اورې اودل کي موضوع. قديمه په شرقي شعر کي داخله سوي ده.

 سعدي هم ولي دي : 

ای مرغ سحر ! عشق ز پروانه بیاموز

 کان سوخته را جان شد و او از نیامد

 تر سعدي دمخه لا دا رباعي عمر خیام ته منسوبه وه :

 دانی که سفیده دم خروس سحری 

هر لحظ چرا همی کند نوحه گری؟

 یعنی که نمودند در آئینه صبح 

کز عمر شبی گذشت و تو بی خبری؟


 د سهار له چرگه سره د قدیمو شاعرانو مخاطبي په عشقي ماحول یا د تنبیه او وعظ په چاپېر کي محصوروي ، خو په شلم قرن کي د ژوندانه له تحول سره دغه مضمون آفریني هم واوښته ، او یوه عصري شاعر داسي وویل:

ای مرغ سحر ! بناله دورا دور

 بیهوده مکن تو خویشتن رنجور 

زینسان که گرفته خواب غفلت را

 بیدار نمی شویم تا نفخه صور



پښتنو شاعرانو هم پخوا پر دغه موضوع باندی مختلف تعابیر پیدا کړی او هر چا د خپل تخیل په چاپېر کی د سهار چرگ ته خطاب کړی دی غصه پر یوه چا چی شپه یې په خوښی کی سبا کړې وه، د چرگ ږغ د ماتم اواز،سو ځکه چی د وصل شپه یې لنډه کړه، نو ده په ډېره داسي و ویل :

 د سحر گه کومی د غوڅ سه

 په ما دی لنډه د وصل شپه کړه

 ښایسته ملاله په میو مسته وه

 چی تا را ږغ کړ، دا دی خپه کړه


 دا څلوریځه د خداییرحم اکاخه په یاا کاله، چیه. خو د دغه عصر یو بل شاعر عیسی آخوندزاده د مرغ سحری له اوازه څخه داسی لهام اخیستی و چی : سحری مرغه په ​​خپل آذان کي وایي:

 ولاړېږه هڅه کړه چی شپه سوه تېره .

سپېدې وچاودې انوار يې راخپریږي

 ​ رڼايي د ورځي سوله را برسېره

د شلم قرن پښتون شاعر اجمل خټک چی د خوشحال دھرې روڼ څراغ دی په خپل یوه شعر کی د میری چرگ ته خطاب کوی، مگر دا شعر د عصر هنداره ده او شاعر د شلم قرن په ژبه چرگ ته گردی ،اجمل په دھ سندره کی د خپل قوم د محرومیت نقشه راکاږی او د خیال پرستی پر ځای واقعی ته درومی او خپل اولس ته د واقع بینی درس ورکوی. دوی خپل اصلي حال ته ملتفت کوي او له غروره او تيرو تلو يې د ژوندانه واقعی حالت ته را کاری دی چرگ ته خطاب کوی خو په دې خطاب کي ژوندانه ډېر پټ مگر واقعي څنگونه روښانه کیږی، او ادب له ژوند سره نښلوی اجمل خټک د میرې چرگ ته وايي : 

تاته به سحر ښکاری خو پام گوری ماښام نه سي

 ته به یې آغاز گڼې خو پام گوری انجام نه سي

 ته به څه مستی گوره بې وخته را ځوان کړی یې ! ،

ته به  چا په باد و پرسولی روان کړې یې !

.نو اې د ميرېچرگه

په ماښام بانکونه مه وايه !

 دا منم چی تا سره څانگونه ښه درانه سته دي 

دا منم چي استا دوه خاروگان پاخه زاړه سته دي 

دامنم چي استا آواز تر ليري رسيد سي نن

دامنم چي ستا په كركره به څوک غولېدی نه سي

  یاد کړه! دا څانگونه کوری ستاد الوتو نه دي 

یاد کره گوری استا دا خاروگان د جنگېدو نه دي

 استا دا لوی اواز به گوری تاته مصیبت وی بیا 

استا دا کرکری به دی هم تاته لوی آفت وي بیان 

 نو اې د ميرې چرگه !

 په ماښام بانگونه مه ویه !


 دا شعر خو لس کاله پخوا ویل سوئ او د اجمل د غیرت په چیغه کی نشر سوئد او زموږ په پښتو اوسنی ادب کی هم اکثر شعر برخه دغسی د ژوند خبري او د عصري ژوند نقاشي او نقادي ده او دا حرکت په ټولو پښتنو کي مشترک دئ . 

په افغانستان کی هم پښتو ادب له پنځوسو کالو څخه پر دغه خوا روان سویدئ، ملا عبدالباقی افغان کندهاری کاکړ خپل کتاب تبیین.

الواجبات په همدغه رنگ د امیر عبدالرحمان په عصر کی شروع کی، او د سراج المله والدین امیر حبیب الله په نام یې ختم کړ دی وایی:

 د ضیاء په نور روښان ،وم مقتبس سوم له سراجه.

 را اخیستی می قلم دئ، بېلوم دین له رواجه


 په سراجی دوره کی څلویښت کاله دمخه دغه د فکر مکتب سراج الاخبار ،وروزه د مولوی غلام محی الدین افغان او مولوی صالح محمد او مستغنی او سید محسن کندهاری او عبد لهاد ،پر اوره. د عصر او زمان په رنگ رنگ دلی او پسوللی سوي دي چي وروسته حاجي ولي محمد مخلص او بېنوا او خادم او الفت او رښتين او زمريالي او جلالي او سليمي او مجروح او نورو هم خپل ادبي 1 هنر له ژونده سره ونښلاوه اوس موږ. پښتو اثار لرو چی د اوسنی ژوندانه تجلیات په ښکاره ډول پکښی بریښی. فضل حق شيدا دې مکتب یو تکړه استاد دی، ده دېرش کاله پخوا د دغه ادبی تحول او د ژوندانه د تجمانۍ افکار داسی پېولی او د زمانې نوی شیان یې په دې ډول ښولی وو :

 زلمیه په وطن قربانبدل زده کره بل شان

 د مرگ چل دي خطا دئ مړه کېدل زده کړه بل شان 

چی مړ سی نو ډېوې ته فایده ورسېده څه؟

 پتنگه ته په شمع سوزېدل زده کره بل شان

 هر څېز چی زوړ سي خوند نه کړي، زړه خنده دي پرېږدي

 بليل له اي گلابه ! خند دل زده کره بل شان

 موږ نشي تولي جوړ اثر در کي نشته دي 

ای تاره! د رباب ته تندل زده که بل شان 

که نه وینې لیلا د آزادۍ نو ستا قصور دئ

 ولاړه ده هغه خو ته لیدل زده کره بل شان

 تا داغ ونه وینځلی سو، لمن نه د غوټیه 

شبنمه په گلونو ورېدل زده که بل شان

تا زخم د لاله د زړه جوړ نکړای سو تر اوسه

 ملهمه د شبنم ! ته لگدل زده کړه بل شان 

دا ولي د ښکاري زړه په تا نه سوزي بلبلي؟

 پخپله پنجره کی ژړېدل زده کړه بل شان

 په دې ډلو په پښتو ادب کی د نوی ژوندانه څپې له پنځوسو کالو را په دې خوا په ښکاره لیدلی کیږی ، او په پښتو ادب له حیاتي تحولاتو سر اوږه پر اوږه روان دئ.

 مگر دا حرکت په نوی ډول روزنه او تودونه غواړی او دا کار د قوم د پوهانو او ادبی ټولنو او ژبنیو مؤسسو دئ چی څنگه نوی ادب په نوی فکر د نوی ودی او پرورښت پر خوا روانوي؟

 د جرس غوندي فقط خوزول غواړي

 يقين وكده ! هره خوله کی ترانه ده !

 په اوسنی پښتو شعر کي نوی څرک :

 ادب د انساني ژوند یوه ښکلی پدیده ده نو په هره اندازه چی ژوند سره اوری او له یوه حاله بل حال ته تحول مومی، ادب هم هغسی د اوښتلو تر لاندی په هره زمانه کی نوی رنگ، خوند نوی طرز او نوې ښکلا پیدا کوی او دا چی د هری ژبی په ادب کی خاص سبکونه او دور موجودی وی، او هر دوره ځانته ځنی خصایص او ټاکلی ټکی لری هم یووه طبعی خبره ده. ځکه چی هره زمانه د ځانه سره نوی نوی تعابیر، او نوی فکرونه، او نوی اندېښنې راوړی او هرو مرو د ادیب او شاعر فکر پخپل. چوکاټ کی اچوی. د هری ژبی ادب دغه مختلف دورې لری او هره دوره یې خانته به خینو خاصو خاصو ټکو له نورو دورو څخه ممتازه وی او دا د ادب ډیر غښتلی جبر دی چی ادیب باید پر یوه زاره عنعنوی ډول پاته  نه سي بلکي د زماني له سیره سره پرمخ ولاړ سي.


شعر او شاعری هم د انسان د ژوندانه له تحوله سره هرو مرو اوښتونکې او گرزېدونکې او نوي ډول قبلوونکې ده. مثلا په توگه به د فارسي ادب تحول ته وگورو چي لومړۍ مرحله او د سامانيانو په دوره كي . څنگه و؟ او بیا د غزنویانو په دوره کی څنگه سو؟ 

د رودکی الفاظ اداء د کلماتو ،تلقین معانی او فکری اړخ بالکل د سنایی یا مولوی څخه بېل دی. حال دا چی د دوی تر منځ دوه درې قرنه فاصله ده، اما هر قرن پر ژبه او ادب او فکر باندی دونی اثر کړئ دئ چی فرق یی برالا ښکاری او هیڅوک له دې حقیقته سترگی سی نه پتولای. د پښتو شعر هم د اسلامي دورې له ابتداء څخه مختلفي مرحلي تيري کړي دي خو دا څلور قرنه د (900) ه را په دې خوا ادبي تسلسل لري او د پیر روښان تر ادبي اجتهاد وروسته د خوشحال خان او ختکو ادبي و نه شروع کرد. چی دا دئ لمن یې اوس موږ ته رارسیږی. د پښتو نوې دوره او د ژوندانه په حرکت شروع زه د شلمی پېړۍ له ابتداء څخه گڼم. تر دې دورې دمخه پښتو ادب پر ​​هغی کی تگ کاوه او چی قدماء ټاکلې وه، د شعر قالب هغه گڼل کېدئ چی په مدون ادب کی تر خوشحال خان وروسته شاعرانو جوړی و په تو فکری ادبی هم شاعرانه غوره غوره. عشقي او اخلاقي او ديني اشعارو په غولي كي محصور وو. 

نوی یعنی څه ؟

 کله چی د نوی صنعت صفت پر شعر باندی تطبیق کیږی نو زما په خیال تر دوو مقولو لندی راتلای سی : اول : د شعر معنوي اصل اړخ او د تخیل چاپېر او هغه څه چی شاعر بی د خپل چاپېر شمزے گڼی او دہ ده. موضوع وي چي په فرانسوي يي فوند (Fond) بولي. دوهم : د شعر لفظي اړخ او ظاهري چوكاټ چي قدما و به د بلاغت اصول گڼل او په بديع عروض او قافيه كي به يي بيانول، او.


دغه برخه یې په نوې اصطلاح فورم (Foyme) بولی. د پښتو شعر د شلمی پېړۍ دوره چی شروع کېده د محتوی او موضوع له پلوه یی ډېر نوی عناصر او د عصر او زمان سره برابر معانی او مطالب به خان كي ومنله او د پښتو شاعرانو په ډله کی مویږ تر نيمي زياته برخروه داسي د دوی د فکر مدار نوی ؤ، دوی د کلاسیکو شاعرانو په ډول ځانونه د زلفو په کمند کی پېچلی او دتورو څڼو په پیچ و خم کی نښتی او د گل او بلبل سره هموا او د میو او د جام په دور او تسلسل کی گرفت. کړل، بلکی د دغو مکررو او ډیرو استعمال سوو، او پوده سوو مضامینو پر ځای یې ملی دردونه اجتماعي او سیاسي . خبري بيان كړې. خو د دوی د شعر او وینا قالب هگه وو چی قدما وو ټاکلی وو. یعنی دوی د عصر او زمانې نوی ترنگونه او زمزمې په هغه قدیم رباب کی وغولې هغه غزل او مثنوی او رباعی او نور پخوانی قالبونه یې په نوو موادو او افکارو ډک کړل. که د دوی فون نوی ؤ، فورم خو یې زوړ ؤ نو ځکه دې ډلی په هنر کی کوم ابداعی او تخلیقی رنگ نه ښکاری. دوی د تبلیغ او تلقین لپاره کومه نوې لاره نکړه جوړه خو بیا هم د زمانې جبر د دوی په فکر او د شعر په محتوی کی ضرور دخل وکړ، او دا هغه زمانه وه چی پښتنو د استعمار ناوړی او کرو وړی لی. او په مشرق کی د آزادۍ وږمه چلېدله. لومړی بین المللی جنگ خلاص سوی ؤ او په ټولو شرقي ملتو کي د آزادي جنگونه له استعمار چيانو سره په مختلف و شكلو شروع سوي و او په افغانستان کي د استقلال د بيا موندلو مبارزه په کاميابي سره ختم ده. دغو شاعرانو څخه چی زموږ په ادبی حرکت کی پیش قدمان دي د مثال په توگه : غلام محي الدین ،افغان عبدالهادي پرېشان او محسن کندهاری سید حسن او مخلص کندهاری غلام محمد ،پوپلزی سید راحت او میان ،احمدشاه فضل محمد مخفی او امیر نواز جلیا، او فضل احمد غر او هلالی نومونه راوړلای سوای دې ډلی خو په ادبی حرکت کی غټه برخه اخیستې ده. اما له قدیمو زولنو او روایاتو څخه یې خان نه دئ ژغورلی. ډایرکټ او نېغ خپل مقصد ته ورغلی دی او په هنر نمایشی او ابداعی مرحله کې پل نه دئ ایښی.

 زه دغه ډله نه غندم او د دوی فکری خدمتونه پر سر او سترگو، منم مگر کله چی د تاریخ ادب په تحلیلی او انتقادی مرحلو کی هنري آثار پلټل کیږي او پر فني معايرو باندي د هر هنري اثر قيمت ټاکل کيږي نو دغسي هنري. ښکلا څخه تش گاڼه سی، او د زاړه سبک په ډله کی شمېرل کیږی. د مثال په توگه زه د هلالی یو شعر وړاندی کوم چی د مضمون له پلوه نوی او خوږ او مفید، او د نوی نسل یو ښکلی ارمان دئ خو د اداء او څرگندونی قالب او طرز یې هغسی کلاسیک او زوړ او مستقیم دئ : 

ارمان یو:

 ای پښتنو پوه سی دی استاسو نوم نښان یو

 څانگی بېلی بېلی دی دئ استاسو د ذات شان یو 

دا یوسف،زیی خنک بارک احمدزیی،مهند

 دا غلجی شینواری، افریدی دی خاندان یو

 سیل نه جدا سوي مرغۍ لاړه سي دمرگ په خوله

راسي د مقصود منزل لپاره کړی کاروان یو

 لاس یا پښې او سر بللی چا په بنیادم نه دي

 بېل بېل اندامونه غونډ سی جوړ سی ترې انسان یو

 ای پښتونه خدای لپاره و لی ته یو نه سولې؟

 خدای دی یو، کعبه یوه ده، او ښکلی قرآن یو 

ته که عزت غواړې په دنیا د نور اقوام په شان



وگورئ دا د نوی شعر یو اعجاز دئ، دا بیتونه دېرش کاله پخوا ویل سوئی وه، مگر اوس دغه ښکلی ارمان د پښتونستان په نامه عملی. مبارزې ته راوتلی دی نو تاسی له شاعره بله څه معجزه غواړئ؟ اما ښاغلو لوستونکو ! دلته زما مقصد د نوي شعر اجتماعي او سياسي موقف نه دئ، بلکه يوازي د هنر ارزښت څېړنه او پلټنه ده چي دا مقصد به په آينده کي پسي وڅېړم. 


په پښتو کی نوی هنری حرکت څنگه شروع سو؟ 

 د افغانستان د استقلال جنگ د ایشیا په دې برخه کي یوه ویښوونکې او خوځوونکې پېښه و لکه په ډیرو اجتماعى او سیاسى او مدنی چارو کی چی تحول راغی دغسی هم د فکری او ادبی اړخه یو مثمره او اغیزه ناکه حادثه وه.

 د پښتونخوا په ختیزو برخو کی چیری چی د خوشحال او رحمان او شیدا غوندی بلبلانو خواړه ږغونه اروېدل سوئی ؤ، اوس هم د پښتو شعر نشوونما بیا سی مونده او د ادبی تجدد مکتب لومړی پلا هلتون اوکلان چی شيدا په زاړه نامه "بگرام" داسي استايله : 

د بگرام خطه دلکشه 

د بهار د خاطر خوښه

 سرتر پایه رنگ آمیزدئ

 رنگینه خیال انگیز دئ

 په بهار کی یې د گلو

نارې اورم د بلبو

 دې ښکلي ادب خيزي سيمي زلمو له اروپايي مترقي ادبه سره آشنايي او په پښتو شاعري کي يې نوي افکار، نوي لهامات، او نوي اسليب رواج کړل، دې ډلي پيشوايان : سید رسول رسا، فضل حق شيدا، برق کاکاخیل، سمندر، غني، بيزاري، طوفان، اجمل او سليم غوندي شعراء دى او دلته موږ اوس د دې ښکلي بوستان رنگین گلونه لکه : الفت، بینوا، لایق شپون بی رشاد، ریدی، محمود، پسرلی لرو.

 نوو شاعرانو د خپل هنر فورم او فون دواړه نوی کړل، او که ی هم کله د پخوانو قوالب او هنرى اسالیب و ساتل په هغو کی یې لاس وواهه، او په نوې گڼه او نوی پسول یې وهکارکلل، او. وو چی نثر ته یې کټ مټ د منظوم اوپیودلی شعر رنگینی ورکړه، او زه چی د ده منشوری وړې ټوټې لولم گمان کوم چی نثر نه دی بلکی د یوه خواړه اوپیودلي کلام پهڅېره خوند کووې. 

د (رسا) د بېلتانه سندره دېرش کاله پخوا ویلې سوې ده، خو هم یی موضوع نوې شانتی ده او هم یې ا اداء نوې ده :

 د اوښکو سترگي خون فوارې وې 

گرد و غبار وي، توري ايرې وې

 په تندر سوي سرې ارې وې 

رېزې رېزې وی، او تراو تروي،

 يوچي په غیږ مي ښکلی دلبر وی

بیدیاوي ، تړي هولنا کي غرونه

تاوده بادونه سوي ريگونه

ناست په غرموکي سره وي ډاگونه

شونډي مي وچي ، سوی ځیګر وی

یو چي په غېږ می ښکلی دلبروی 


په پای کي دا شاعرانه آرزوی د ژوندانه او د مینی په خطرناکو مناظرو کی داسي پای ته رسوي:

د مرگ سلگۍ مي ورو ورو راماتي

 خولې راماتي، ساه رانه پاتي

 رانه نه وې پاتي دنیا میراتي

 ژبه مي بنده لار مي نظر وي 

يوچي په غېږ مي ښکلي دلبر وي 

لحد کي پروت وي، زير مخ کفن کي.

دژوندون ساه مي نه وي بدن کي

دردمنده زړه مي خاموشه تن کي 

مرگ مي په ژوند وي، کاش چي خبر وي

 سرته ولاړ،مي، ښکلي دلبر وي

 په دې ادبي تحول او تجدد کي د سيد رسول رسا د خيبر له خوا ماښام د شيدا د ماښام سپوږمۍ د برق د زړه ټوکرۍ، د سمندر ارمان دی،زلمیتوبه او دالم پر څوکه ناست یم دبیزاری ستری له دنیا نه یم د یادولو وړ دی. د برق کاکاخېل د زړه ټوکرۍ داسي يوه ټوټه ده، د قالب او فورم له مخي آهنگي او مستي او طنان وزن هم لري او محتوي يي هم د عاطفه و په تصوير کي بده نه ده او يو څو ټوکرۍ يې دا دي:

غرپه لوري  په گلزار 

بهار راغی پ یو وار

 تول وطن سولاله زار

 بلبلان په چغارسر

  بوراگان اوتر اوتر

 نوی شان دئ په دنیا

غرپه سمه په بیه یا

نن چي تول عالم مسرور

 ځيني سم، ځيني مخمور

دا یو زه یمه مجبور

په زړگی می دم په دم 

غلبه ده د  تورتم

آشنایان رانه ټول خي

 نوی غم راته راځي

 دلته شاعر تول او وزن او آهنگ هم ساتلی، او نوی قالب یې هم اختراع کړیدی. د سمندر ارمان دی زلمیتوبه هم دغسی موزونه او پېودلې ټوټه ده . دی وایی :

 آرمان دئ زلمیتوبه ! 

په تېرهدو وې چی راپاڅېدم له خوبه

 آره آن دئ زلمیتوبه

 چي را په خود سوم ماز دیگر ؤ

 په پرېوتو کی زبری نمرؤ

دغه دتوريشپې خبرؤ

 بيغمه خوب د غم بترؤ 

چی می تر غوږ سولو آواز د نی له چوبه

 آرم آن دئ زلمیتوبه

 وروستي سي پاته چي ويده سي 

په حركت باندي كړه وړه سي 

 ديدن په پتوسترگون سي

 پروني ورځ به بیا رانه سي

که مي سیلاب جوړ سي د اوښکو څڅوبه

 آرمان  دئ زلمیتوبه



د سمندر بله ټوټه شعر د الم په څوکه دوه دُرش کاله پخوا جوړه سو ده، چی د شاعر د نوی قالب جوړولو او موزونی، او مضمون آفرینی ښکاره دلیل دئ د منظر نگاری نتیجه کمال د، د لوړ تخوه معراج. قوم ته ډېره مفیده او مثبته ده، او تر اوسه لا هم د ھم حال او مظلومو پښتونستانیانو پر صدق مومی، دې نوی شعری ټوټی آغاز داسی دئ :

لکه الوزي له شوقه

 آسمانونو ته کوتره !

چورلنډ یخوري په فضا کي

 کوزه گوری گرزی بره

مرغ دل مي په دئ خوشحاله

 سیل کوی د غره له سره

د دنیا له درد وغمه 

 دا ساعت دئ ناخبره

د الم په څوکه ناست یم

 زه له ټول جهانه پورته

دې آسماني سير او جگوالي کي چي د شاعر تخيل ډېر لوړ الوتنگ کوي او خپل ټول مناظر په آورده بيان او مهارت تصوير کوي، او د منظر نگارۍ اوج ته رسیږي ناببره ځانته ملتفت کيدوږي پيه چي اوزه و مرلا. يم نو دا ټوله خيالي اعتلا او لوړېدنه د ځان غولونه ده وايي :

 د الم په څوکه پورته

 هوش مي راغي چي غلام يم

 په تندي مي لاس تړلي 

شپه او روځي په سلام يم

 دا ټوپونه په درياب کي 

که و هم ماهي د دام یم

 په دنيا کي پست ترينه

 لکه خس دراه عام يم 

د الم  په څوک ناست یم

زه له ټول جهان نه پورته

 د پښتونستان په متجدد و شاعرانو کی د خپل زړه درد، او سوځنده احساس په ډېر ادبی قدرت ښکاره کولای سی، او د خونین زړه ټوټې د شعر په پارکیو کی نغښتلای سی بزاری دی. نه پوهېږم چی دا تکړه او خوږمن شاعر څوک و؟ دی لږ پژندل سویدی، خو دېرش کاله پخوا د پېښور د خیبر په مجله کی دې مقتدر او متجدد ويونكي ويناوي خپرېدې، چي ما يي هغه وخت د پښتو شعر په تاريخچه کي نوم او آثار ليکلي وه دا شاعر کاملاً پسيمست او بدبين ښکاري خو په وينا کې قدرت اوکر او طراووت اوج دتيو ديو هيو لکه دي. احساساتو ترجمانی ښه کولای سی. ستړی له دنیا نه ، یم د ده یوه ډېره د آرمانه او احساسه د که ټوټه داسی ده :

 مه راوړه ساړه لاسونه ستړی له هر چا نه یم

 اې د صبحدم نسیمه ما سره نخرې مه کوهخوښ یواسی ځانته د سرو گلو دبستانه یمڅو به سروی مطربه خوږ سرود په زیرو شان بم ستوده نه فراق د! ولی بدبدراله گوری نن ځای په زمکه نسته ځما لیری له آسمانه یم ای ښایسته سپوږمۍ په سر می ولی غمازی کوې زه دغم لمبو وجلی ټول ستی سوزانه یم اې د یار د مخ جلوې! چی بیا جلوه نمانه سې پرېږده چی جل بل ستی لمبو کی د هجرانه یم نوردی زه پاللی نسم، چو زړگیه چو که ته بس کړه ځان کړه صبر زه موړ سوئه له جانانه یم صبر زه مورسوئه، ، دلربا سترگو ! روی د رب دی، نور په قهر مه گوری پښېمانه یم روی د رب دئ، ای رقیبه ما پوری خنده مه کوه یار دی استا نصیب سی زه ببل سوئ له جانانه یم ! ستړی له دنیا نه یم ټوکی مسخرې مه کوه ! ستړی له دنیا نه یم لامی زیاتوی ته غم ستړی له دنیانه، یم ډېر له قهره که ښورې نن ستړی له دنیانه، یم لامی دلسوزی کوې ستړی له دنیا نه یم بیا عکس نمانه سېست! ستړی له دنیا نه، یم نورو د آشنا سترگو ! سترى له دنيا نه، يم لافي د آشنا مه کوه! ستړی له دنیا نه یم

 تر دې ځایه ما د لری پښتونخوا د نورو شاعرانو د هنرى تخلیقاتو څو نمونې در واندی کړې او تاسی گورئ چی دا شاعران د شعر په نوو قالبونو کی خپل افکار او د زړه دردونه تو وى، دى دوی دفور نو. د فکري لهام اخيستلو او محتوي مواد چي يې په نوي ډول او سينگار سره اوډلي دي. اما دا ډله په دواړو خواوو کی بیا هم معتدله ښکاری په دوی کی د تحول افراطی میل نیست شعر د ټوټو یو له بله تناسب او توازن ساتی او بیخی ځانونه له قالبه شعر نه باسی او ځرائی لعین چی د. هم ونه گڼي، مگر زه يې د نوي شعر طليعه بولم ځکه چي نوي شاعر د فورم په ټاکلو او جوړولو کي آزادي او په ژبه کي نوي تعابير او تراکيب هم پيدا کولاي سي.


 اجمل خټک : 

د لری پښتونخوا په نوې ډله کی یو ډېر ځلاند استوری، او د لوړی قریحی خاوند اجمل خټک دئ. د ده د فکر برښناوي د پښتنو کوډغلي روښانه کوي د خټکو د علي استعداد او رانه محيطه او د اکوړې د تاريخي پلوشو رڼاوي او خلاوي اوسني عصر ته رارسوي. زه چی به کله د لنډی سین پر غاړه د کابل د رود څپاندو نڅاوو ته په پسرلی ناست او د اکوړې منظر به ښکاره کېدانگاز، نو ماته به خوشحالی نغمې د شیدا او هجری سوخوونک او دِی کری. ړي او ما به په اکوړه کی د خوشحال له څنگه سره اجمل ،لیدی چی په شلم قرن کی په عصری رنگ او نوی خلا د اکوړې پر کندوالو برېښودی. دی خپل اشعار " د ژوبل احساس یو څو څریکی، د زخمی غیرت یو څو غور رنگونه د سرې وینی یو څو تړم څاڅکی د اولسی جونگړیو څو شنه اسویلی د غاوره اقتدار یو څوړ. لتي" بولي. خوزه اجمل د پښتنو د زړو ارمانو ممثل، د دوي د مړو او خپلو غورزنگونو ژوندي كوونكي او د پښتني ټولني د اجتماعي روح و احساس پيژندوي گيم دي په نوي احساس مي كند. کهاله د ادبی روایاتو حامل دئ د خوشحال خان جاویدانه نغمه اوس د پښتونخوا په فضا کي داجمل په رباب انگازې اچوې دی وایي:

د خوشحال له خاوری پورته یوه نغمه یم

 بل مشال په عباسین او تاتره یم

 سری ! پوه سو؟ د غیرت چیغه سور و اور وم 

چی تا څومره را نغر دلم سره لمبه سوم


 د غیرت ،چیغه د اجمل د ابتکاری ادب او ابدا ډېره ښه پلوشه ده. دی څپانده روح لری او د هر استعماری تونگ مخالف دی. که موږ د پښتونستان په پښتنو کی اروا د زوایاوو ترجمان وغواړو، باید اجمل یی بهترین پوهاند و څرگندوی وبولو اجمل وایی او څنگه ښه وایي :

 ملگرو تش په لوگیدوونه سوه

 ځئ چی لمبه سو، دا خپل ځان وسوځو 

د نوي گل د خمانې لپاره

 دا زوړ خوړلی گلستان وسوځو

 په سياست کي خو اجمل د پاکستاني استعماره سره جنگيږي او دا وروست نظام ورانوي، مگر د هنر د نوي گل د خسماني او پرورښت لپاره هم ښايي چي زاړه او وراسته اساليب وغورځوي. د اجمل په چیغه کی ینی د نوی ادب شهکارونه هم ردیف چی د اوسنی ادب د ویاړ شمله ده. د شهيدانو د ويني فرياد، د زلمي سندره،احتجاج چرگ ته بين مار،ته،گوجر جنت،زلمي شاعر ته د زماني باد ته پهغله - داسي هنري شهکارونه دي چي د شاعر د غورځنده زړه څخه راوتلي اوازونه دي د هنر جمال. وينا، د ښکلا د احساس د تلاطم او د یوه مواج روح مظاهر دي او هر کله چي د پښتو دسني شعر او هنر خبري کيږي، نو د اجمل دا آثار يي په سر کي دريږي.


 په یوه مسته نغمه کي دخیبرد شپېلۍ ږغوونکي سره داسي خبري اتري کوي ، د زره اور او طوفان احساس داسي پکښي ځایوي ، چي د پښتونستان مجاهد ملت ته ژوندانه ږغ دئ:

ستاد سوز ساز پردو کي

سري لمبي دي را خورې کړې

ستا سوري سوري کوگل کي

څو نغمي دي راخوري کړې

دا سړه سړه فضا دي

په نغمو لمبه –لمبه کړه

دا اوده-اوده دنیا دي

په دې بین نغمه-نغمه کړه

په دې چپه چپایي کي

غلبلې اودې پرتې دي

د دي تړو په ځولۍ کي

زلزلي اودې پرتي دي

په دې بین دي گوتي کېده

دغه غرونه په گډا کړه

دخیبر دسر دپاسه

تندرونه په گډا کړه

راسه پورته يوه ټپه کړه

له دې سوي –سوي غره

اې بین ماره د خیبر

اې شپونکیه دتور غره

راسه پوک وهه دا بین دي!

په دې بین کي راته واوره

یوه داسي گرمه لوبه

چياوده زړونه راویښ کړي

له دې دېره غرقه خوبه

لېوني اتڼ شروع کړي

ورته کاڼي بوټي ژاړي

په گدا سي په نڅا سي

 غرونه _ غرونه غاړي

  د دي بين له سوي سازه 

سره بڅری رابهر سي

دسړی ویني رگونه

دلته بیا په گدا سرسي

د دي تړو د رغونه

بیا مستیاني را پیدا سي

دواورینو سر درو نه

بیا بجلیاني را پیدا سي

لړزنده سي په دې ساندو

هر خبر او ناخبره

اې شپونکیه دخیبره 

اې بین ماره د تور غره

راسه پوک وهه دابین دي

دسندري په پای کي وايي:

ددې ټولو سوو زړه نه

شین لوگی پکښي لمبه کړه

گني اور دغیرت واخله

داخیبر پکښي لمبه کړه

بین ته داسي پوکی ورکړه

یو کړه لوړي اوژوري

 په يو تار دي زړونه گډ کړه

 که نږدې وي او كه لري 

دغه شاړي  شاري كندي

 ټول خوږه  خوره نغمه كره 

دغه جاړي- چاړي غر دي

یو پسته –پسته وږمه کړه

د آواز سره دي تاو کړه

د تنکو زلمو روحونه

دنغمو سره دی گډ کړه

دنوخیزو قدمونه

پړ دي ټولي تار په تار کړه

که څوی لروي او بره

ای بین ماره خیبرو!

اې شپونکیه دخیبرو!

راسه پوک وهه دا بین دي


پښتو نوی شعر په افغانستان کی:

 په افغانستان کی د استقلال له غورنگه سره د ژوندانه نوی تحول په ښه توگه لیدل کیږی، د دې نوی حرکت تاداو تقریباً یو قرن پخوا د مرحوم امیر شیر علي خان له زماني څخه د سترسياسي مفکر سيد جمال پ دين افغاني بالاي ظهور. د نوی مکتب په تاسیس او د شمس النهار په تنکیو پلوشو په خپره دنگ ایښود سوئ و، خو دوهم جنگ، او د استعمار هولناکی څپو دا ملی حرکت د فکری خوا څخه پر ځای و دراوه او زموږ پور ملت خونه استعمار سره. او حدود نیم قرن وروسته چی کامل سياسي استقلال بيا مونده سو نو هغه فکري تجلوي بيا زموږ د وطن پر کوډغلو چي له استعمار سره په اول او دوهم جنگ کي بالکل.


وراني سوې وې، بیا وځلېدې. موږ استقلال و گاټه، خو پنځوس کاله له فکري پرورښته او له نوي پيشرفته څخه تر شا پاته سوو. په اول او دوهم جنگ کی زموږ ملت دا ثابته کړه چی موږ دا وطن ساتلی سو او د خپل ملی موجودیت لپاره د دنیا له قویترین او غښتلی سازمانه سره هم ډغری وهلای سو او په هر حال کی خپل مرکزیت. خوندي کو.

 مگر یو قوم چی د خپلی خاوری او خپل ملی موجودیت په دفاع کی یو قرن توره په لاس پر ډگر ولاړ وی، او په سرو وینو کی رغدی، هغه خو د فکر او،ادب او علم او پوهنی روزنی ته ابدا فرصت نه مومي.

 په پښتو ادب کی د شعر په شکل نوی ،افکار او نوی محتویات په زړه فورم او ډول موږ لومړۍ پلا په سراج الاخبار کی وینو چی عبدالعلی مستغنی او غلام محی الدین افغان او پریشان او مولوی صالح محمد او ملا محمد افغانی نشریه دي په دغو ادبي ټوټو کي د وطن خواهي نوي احساس، د افغانيت او مليت نوي فکر او د عصري تجدد نوي حرکت ښکاري. او دغه افکار وه چی د استقلال د نهضت لپاره یې ډېره ښه زمینه برابره کړه. زما ښه په یا دی چی د استقلال تر جنگ درې څلور کاله دمخه ښاغلی پرېشان (اوسنی داوی د بلبل گرفتار مسدس په فارسی ژبه نظم کړ، او د استقلال لپاره یې د خپل ملت عینال د یوه گرفتار بلبل په ژبه تصویر. ټوټه مرحوم مولوي صالح محمد په پښتو نظم کړه دې دواړو ادبي ټوټو لو پر باسواده طبقه باندي داسي اثر وکړ چي د بلبل گرفتار منظومه به په کندهار کي له سراج الاخباره څخه زههخو مي همختم. غه ادبي سندره مي اورېدلې وه، چي ښخو به په پښتو لوستله، خو سترگي به له اوښكو ډكي وي، ساړه اسويلي به له.



سینو څخه راختل، اما د وطن د آزادۍ قدر په دغو مجلسو کي پیژندلی ؤ.

 په دغه وخت کی ځنی نور پښتانه شاعران هم وو، چی د دوی آثار په سراج الاخبار کی نیست، مگر نوی، افکار، او د وطن مینه، او ملی درد لری، لکه دکندهار سید محسن،آغا او ملا عبدالباقی افغان، چی خپل. پښتو کتاب یې په تقریباً پنځه زره بیته کی د امير حبيب الله خان په نامه اهداء کريدی او ډیري اصلاحي او انتقادي او ملي برخي لري . د وزن او ظاهري فورم په موفق نظر خو دغو شاعرانو پهو کي کوم نوي توب نه ښکاري مگر په فکري نظر يي مضامين نوي دي له نوي ژوندانه څخه ږغيږي ملي دردونه بيانوي او غواړي چي شعر دژونده سره لاونره هم دي، ځکه چي هم دغي مقبوله سعيه او نېکمرغه فکري حرکت و چي د استقلال د بيا موندلو هنگامه ي توده کړه او موږ کورټ د دوي دغه ادبي جهاد او زيار نه هېروو او هم دوي دغه نسل فکري پس سله او چي. پوري نښلي. د استقلال تر بيا موندلو وروسته موږ ډېر شاعران لرو، چي په فكري نظر نوي او د فورم له خوا زاړه دي مگر په دغه ډله کي مرحوم حاجي ولي محمد مخلص د خاص امتیاز خاوند دى سړی په کندهار د پښت پرتو شعر نوی مکت اصلاحی او انتقادی اشعار یې و ویل. خو ده ځان د پخوانی مکتب په قید او وزن پوری پوره مقید نه کړ خپل افکار یې په داسی قالبونو کی واچول چی د عوامی ادب له اوزانو څخه اقتباس سوي وه. مخلص د عصر او زما سره ځینی تعابیر او نوی استعارات هم وموندل، چی د ده شعر ته یې عوامی رنگ هم ورکړ، مثلاً په بین المللی لومړی جنگ کی چی عثماني ترکانو د اروپا حکومتونو ته د المان په طرفداري د جنگ اعلان ورکړ مخلص له دغي واقعې څخهپه عشقي دنيا کي لهام واخيست او داسي تعبير يې ځني جوړ کړ : تورکان سترگو دي بيا ماته اعلان کړئ د جنگ 

- مژگان دي زما و قتل ته ولاړ تیار یکرنگ


 په دغه ډله کی مرحوم سید حسین سید او رحمت الله پوپلزی او ملا جانان ،کاکړ او خواجه محمد زهیر هم د یادولو وړ دی، ځکه چی د دوی اشعار هم اصلاحی او وطنی رنگ لری او مسلسلاً ما څو کاله په طلوع افغان کی دی خپاره کړ. . 

 د عالیحضرت محمد نادرشاه غازی تر دورې وروسته چی د پښتو ادب کوم انکشاف دوره او پرمختگ موندلی دی دا تنکی نهال یې ښه روزلی دی پخوانی انجمن ادبی اوسنۍ پښتو ټولنه د پښهتو شعر اوه ادبی روزتون ، الله زمریالی غلام جیلانی جلالی، قیام الدین خادم صدیق الله رښتین، عبدالرؤف بېنوا گل پاچا الفت عبدالشکور رشاد او محمد ارسلان سلیمی غوندی شاعران لرو چی په فکری نظری خو بالکل نوی اما د فورم آثار پلوه د دوی په نوی. وینو. د پښتو ادب په تاریخ کی دغه درنه ډله د پخوانی کلاسیک مکتب او نوی مکتب تر منځ د منځگرو حیثیت لری. دوی د گذشتگانو د ادبی روایاتو حامل دی او هغه زوړ ادبی میراث یی نوی نسل ته رانقل کړیدی او د پښتو ادب تاریخ هیڅکله د دوی مشکوره سعیه نه هېروی. دوی د خپل عصر او زمان سره مطابق په پښتو شعر کی نوی افکار داخل کړل. دوی نوی نسل له وطنی او ملی حقایقو سره آشنا کړ دوی د پښتو شعر تنکی نهال و پاله په ادبي رواياتو کي چي کومه وظيفه د دوي پر غاړه وه، هگه يې په لکه غاړه اجرا کړيه، او دو قدم. مگر د زمانې سیر خو نه دریږی، او په کایناتو کی د تجدد او تحول قوي لاس خپل کار کوی. او د بشر : فکری کاروان هر وخت روان ښکاری، نو که اوس د نوی نسل زلمی خانته د نوی شعر نوی دنیا جوړوی، دوی هم په هغه اندازه حق لری لکه دېرش کاله پخوا چی موږ ځانونه له پخوانی فکری جریانه شعر کیخه اویتو په درست کرد. انتقادي او عصري مواد داخل كرل

 یو مثال :

پنځوس کاله پخوا زمانه در په یاد کی ! هغه وخت چا پښتو شعر نه وای او که به څوک په دې فکر کی وو، هغه به خوشحالی او رحمان پیروی کوله د تورو زلفو په شکنج کی به نښتی او د باڼو په غشی به ژوبل وو، د موضوع شعر او محتوی یوزر کاله. دغسی راغلې وه او خلق هم پر دغه لار تله یو وار ناببره غلام محی الدین افغان د شعر مجراء بدله کړه او په ۱۳۳۳ ه . ق) یې په سراج الاخبار کی د کوم خیالی محبوب د اوږدو زلفو او ښکلی مخ او هلال آبرو د ستایی پر ځای د وطن په حقی دلبر پوری داسيسندره وویله :

 زړه زما ډک دئ له ميني د وطن 

خپل وطن ماته عزيز دي تر خپل تن

 هر يو گل مي د وطن پر ما ډېر گران دي 

تر کشميره، تر پاریسه تر لندن. 

دا موضوع اوس موږ ته نوي نه ښكاري او ښايي چي ډېر زلمي يي د بيان یو مبتذل او فرسوده طرز وبولي او له فكري پلوه يې هم خوښ نه كړي، مگر په هغه وخت كي بالكل نوې وه او ښ شاعري خيالي. زاړه مکتب پیروانو ډېر غندلی وي چي ولي د رحمان بابا لاهوتي فکر په داسي زميني موضوع تبديلوي؟ نو که موږ په هغه وخت کی مرحوم افغان د دغه نوی فکر په راوړلو نه پر کوو، بلکی د نوی عصر په فکری تحول کی د پیش قدمانو په ډله کی دروو، ښایی چی د اوسنی عصر نوی شاعر ته هم دغه حق ورکو.



تر پنځه ویشت کلن سیر وروسته

ما دمخه و ویل چی په پهتو شعر کی د فکری تحول نوې دوره له (۱۳۱۰) دوره شمسی کال څخه شروع سوې وه او دا د یوه قرن څلورمه برخه تر ۱۳۳۵ش پوری زه د منځگړو دوره شعر گڼم دګه دځه چی د. او نوی غورځنگ تر مینځ د یوې منځنۍ دورې حيثيت لري.

 په دې دوره کی د پښتو شعر فورم او قالب هغه د خوشحال او رحمان او د دوی د ملگرو په څېر ؤ خو فکر یې نوی ؤ. د شعر محتوی اوښتې وه وگورئ ! پیر محمد کاکد د بلتانه سندره په داسی قالب کی اچولې وه :

 هجران انبار کړه په ما غمونه 

ضعیف نحیف سوم په تن زبونه

 و می بیا بل سو د زړه په خونه

 گهی ژړا کړم، گھی آهونه

 ښاغلی الفت په همدغه پخوانی قالب کی نوی فکر ځای کی او وې ویل :

 گرانه وطنه څومره زیبا يې

جنت د ځمکی زړه د دنیا یې!

 ښاغلی تاج ته د ایشیا یې!

 وړ د ستایلو ته په رښتیا یي

لعل و گوهرسته ستا بدخشان کي

تمدن خور سو ستا په جهان کي

پنځه ویشت کاله پښتو شعر د پخوانی فورمالیزم په غولی کی خالپوڅی وکړې. او د منځگړو تر ډلی وروسته په دې وروستیو پنځو شپږو کلو کی یووه زلمی ډله شاعران راووتل چی د دوی په فکری خوا کی له منځگړو سره لږ و ډېر مشترک دي. خو د شعر فورم او قالب


او تعابیر او د اداء طرز یی نوی ښکاری. له دې ډلی څخه ښاغلی سلیمان لایق د خاص استعداد او ادبی ذوق خاوند دی او د ده نوی کلام د پښتو شعر د نوی غورځنگ شمله .ده هم فكری ښكلا لری، او هم د فورم او آهنگ په كی گړندی ښكاری. لایق لکه نوی زلمی چی دی افکار یی هم زلمی دي، کوم هيجان، کوم تلاطم او غورځنگ او نڅا چي د ده په اشعارو کي د اورينو عاطفه و سره ښکاري، د ده شعر او نوي فورم او آهنگ سره اوږه ځ. او زه داسی گمان کوم چی د آرامو زړو او مړاو احساساتو خاوندان به هم له خپله شعره سره ،خوخوی او په خپله شعری نڅا کی یی سره ملگری کوي.

 له ځانه دلته به زه د نمونې په توگه د ده یو پیغام راوړم. وگورئ څونی څپان، او څونی متلاطم او ځونی تود دئ، دی وایی :

 تېر به سي کلونه مگر نه به سي

زما دغه رنگیني ترانې هیري

محوه به سي گورما زما

کلي زما کور زما

مړ به نه سي اورزما

تل به زه ږغېږمه شعرونه کي له کامه سره

داد بیدارۍ او ناپوهۍ څپې

زما هنر او زما مینه غرقوی نه سي

تل به دافغان بچي

ښکته د سیستان بچۍ

لولي زما سندري له آغاز او له انجامه سره

زما ولس به یو سی هیوادونو ته

 زما د ترانې ښکلی رنگین گلان

 تل به دپښتو ژبه

 دا د لویو غرو ژبه

دغه د درنوو ژبه

 ساتی زما شعر له فکرونو او مرامه سره

 د شعر په پای کی لایق د زلمی تابه تودې هیلی د خپل هنر د ښکلا لپاره رابولی. د ده یقین دئ چی دا هنر نه مړه کېدونکې او جاویدانه او پائیېدونکې پدیده ده. او هرو مرو به دا ږغ د فضا په تپېدونکې څپه کی آیندگانو ته رسيږي او خپل اثر به کوي، او وايي : 

اې زما دځوانۍ تودو هیلو! 

ننوزه د شعر ابدی کورته !

یوسئ ولولې زما

پټي زلزلې زما

اوښګي قافلې زما

 وروسته زمانو ته دې عصر له پیغامه سره

 بېنوا خو ما د منځگړو په ډله کی شمار کہ خو دی کله په نوی آتن هم کښېوزی او د فورم او فون په نظر نوی شعر هم وایی. د ده یوه خوږه او د شعر ښکلې ټوټه په خپله د دغه تجدد او نوی توب حکایت کوي، او د زمانې نوی رنگ او نوی څېر راښی. دی وایی : د نسيم و وي دگل غوږ کي

بدل سو دیارانې رنگ

غلی شانته انقلاب دئ

بدلوي د زمانې رنگ

ورسره نوي رنگونه

رنگا رنگ تحولونه

کړی سمسور به راغ راغونه

 موسم بل دی هم بل سوئ 

د بلبل د ترانی رنگ

 دړی وړی زوړ رباب دئ

 زړو مطرب خانه خراب دی

 زوړ آهنگ د روح عذاب دئ

 نوی ساز نوی آواز دی

 هم سو نوی د نمی رنگ 

هنر تل له صفا او ملبه سربه. د ښکلا سره ټول * وي او هر ځوني چي دغه سپېڅلتي او ښکلا ولري هغومره يي فني ارزښت زياتيږي نو هنرمن تل په خيرو سترگو دزمانې کرغېړنو ته هم وگوري اونه غواړي چي دهنر ښکلي او ځلانده څېره  په ځینو تورکڼو ویروس او ککړه سی. بېنوا د نوي نسل توجه دې نكتې ته هم راگرځوي، او وايي : 

طلايي جام کي د دور

شراب زهر دي په دور

نوشېدل يې غواړي غور

ای سرمست زلمیه پام کړه!

بل راز سو د میخانې رنگ

په دې ډول په پښتو شعر کی زموږ د نوی شاعر کار ډیر نوی دئ. او دا ښکاره ده چی نوی شاعر خپل پراخوالی او نضج ته نه دئ رسېدلی او دا یې د صباوت او کوچنی توب دوره ده مگه د کانټ په قول د هر هنر د هنرمن په استعداد پوری اړه لری او انسانى دماغ د نوی روش او نوی. لاري د پيدا كولو يو خارق العاده استعداد هم لري. نو که زموږ زلمی شاعران او د نوی طرز لېوالان په آینده کی د فورم او فون په نظر د نوی شعر نوزاد وړونکی په ښه


ډول وروزی گمان کیږی چی پښتو به په ادب کی د نوی هنر له پلوه هم یوه غنی ژبه سی. د اوسنی پښتو نوی شعر د تنکی بن یوبل غوړېدلی گل فارانی دئ. دی په فارسی کی هم دغه مکتب له پیروانو څخه دی په پهتو خو لږ شعر اویی اما هغه لږ یې هم ښه ښکاری فارانی په نوی مکتب کی د فورم په از نظر پخوانی اصالیب نه هې پهروی او دے وزن. متوسط ​​ښکاری. د ده یوه ټوټه شعر د غرو غروب نومیږی خو زه یې د نتیجی له پلوه عنوان د تېر یادونه ږدم. په دې پارکی کی شاعر د پښتنی عوامی ژوند مناظر پیش کوی او بیان یې هم خوږ دئ، د فکری جولان ساحه یی بالکل وگړنۍ ده او د فون په نظر هم دا ټوټه بی ارزښته نه ده دي وایي.

 اسپینو دنگو غرونو شاته 

زیری لمر ورو ورو پتیږي

 ځما هېر او مه یادونه

 بيا مي زړه کي ژوندي کيږي 

مازیگر وږمه چلیږي

رپوي وحشي گلونه

سردرو کي انگازه کړي

دزړو شپنو ږغونه

دکږدۍ مېرمنې پیايي

سیرلکي په شنو وښوکي

یو کمکی ماشوم ویده دئ

کېږدۍ لاندي په ځانگو کي

دنښترو گڼ ځنګله کي

گډونکي سندري وایي

صحرایي ښاسته پېغله

یو جونگی اوبو ته بیایي

دنښترو څانگي باندي

ځنګلي مرغان چغیږي

د تور تم راتگ نږدې دئ

گوندي دوی ورنه ډاریږي

دشفق وروستۍ وړانگي

مچوي او چت ښاخونه

زه لا هسي چرت کي ناست یم

زوروي مي تېر یادونه

 د همدغه نوی مکتب یو بل شاگرد شپون دی، دا زلمی هم د نوی فکر استعداد لری او د خپل فکر د ښکاره کولو لپاره د بیان نوې لاره پیدا کوی. د ده نظر د نوي شعر په شاوخوا کي د يوې نوي شعري ټوټې څخه ښکاري چي همزولي شاعر ته خطاب کوي او داسي وايي :

 ته د دنیا د کاروانو جرس 

دتمدن دقافلو زنځیر

ستا له تېز بینو سترگو ډډه کوي

 د هندوکش د آسمانونو کجیر

 هواته شاعريې، قلم سم چلوه !

چی یې د چا د لاس رانجه خوړلي

 هغوږغ ستا له ستوني راځي 

چي په کړاو په بېکسۍ کي ومري

دا ستا قلم یې جنازې پسي ځي

چی یې چاړه په سینه ننه وځي

ستا له قلمه ورته آخ وځي

هو !ټه شاعر يې ،قلم سم چلوه!

 شپون نوی،شاعر د نوي دنیا جوړونکی او د نوی فکری تحول ښکاره کوونکی او د پر ژوندانه یو عامل گڼی، او د همزولی شاعر د خطاب په پای کي وایي. :

 د ژوند د ذوق پاکه هنداره ته یې

 ته چی خندا کوی دنیا خاندي

 ته نو چی خانده رښتینی خانده !

 که نه تاریخ به بیا پر تا خاندي

 ستا د هری اوښکی په اثر

 یو زر گلونه په سا خاندي

 هواته شاعريي ، قلم سم چلوه.

 د نوي شاعر د فكر يوازنۍ جولانگاه د خپل وطن ځمكه ده، دي كه څه وايي، نو له خپله ژونده وايي د وطن له هري پرښي او بوټي څخه د ميني لهام اخلي. د شپون د کوکچی،سیند،یووه داسی سندره ده چی د نوی شعر دغه مزیت نمايندگي ښه کوي. او دا وطن جنت ورته بريښي دي وايي:

 كوكچه زما د آرزوگان د اسرو سيند دئ

 چي څاڅكي څاڅكي د پامير له سپينو څوكو رغړي 

په هر یو څاڅکی کی دې وطن هستی غوټه ده

 وچه یې مه کړې، دغه څاڅکی دی همیش بهیږی 

په هر یو موج او هر شکن کی یې رازونه گورم 

او تا ته وایم : د اسرو او امیندونو ربه !

 زه خبر نه ،ومه، چی ماته دي جنت راکړئ 

د نوي شاعر نهايي آرزو دغه ده چي د يو لوى افغاني مليت په تكميل كي لومړني وي. د ده پخوانی تاریخ مخی ته پروت دی، او زلمی نسل دغو پاڼو لوستونکی گڼی. دی غواړی چی تل دغه څاڅکی د یوه بهاند سیند په څېر سره راتول و وینی او هیڅ څاڅکی د لوی افغان د فیاض او عظیم سیند له غېږ څخه وتلی نه وي، نو د دې سندري په پای کي دغه هیله داسي د شعر په څپو کي راوړاندي کوي:

 چیرته د زړه د کوم یو گوټ نه می لمسون غوندی دئ 

چي هه ! شپونکیه له دې گاری ځان لاهو کړه سیند ته

 بیا لاهوسې لمبو مه و هه کرار پرېوځه 

یوه قطره سه غاړه ورکړه د همزولو سره !

 زه وایم سینده ! صبر وکړه، زه خوبونه گورم

 او تا ته وایم : د اسرو د امیندونو ربه !

 زه خبر نه ومه چی ماته دي جنت راکړی

 چی داسی ښکاری چی د نوی شاعر متلاطم او څپان احساس د یوې وركی آرزو په تلاښ کی دئ، او زلمى نسل د یووه زړه خوځوونکی خوب تعبیر ته لالهانده دئ. دغه هیله دغه آرزو او دغه ښکلې غایه څه ده؟ د د نيکي آرزو تعبير د نوي مکتب د يوه ملگري ښاغلي شفيق له خولې واروي چي په څه قوت او ټينگار يې په ښکاره کولو کي بريالي سوئدي ؟



پاکی جذبې د زړه انگړکی، د وحدت لرم

 مخکى چراغونه بل د دین او د ملت لرم

 زه یم چی مغزو کی رڼایی د حقیقت لرم

 اوس می که لاس تش دئ نور څه نسته یو همت لرم

 سته ده په تاريخ کي د مېزړاني افسانه زما

ما کي ټگي نسته هو مي هو او نه ده نه زما

 كور مي د زړه تود دئ په تودو جذب قام د عشق 

زه د قام په مينه کي ختلييم پر به دام عشق 

ميني دي پښتونه ! نښلولی یم په دام د عشق 

غواړم په قومی عروج رڼا ، تیاره ماښام د عشق 

گرزم سرگردانه لی په لی قومی اختر پسی

 خان سره چی راوړی سعادت هغه سحر پسي.

 تینگ امید کېدای سی چی زلمی شاعر به دغه ملی اختر ضرور و وینی، او د ده هنر به و دغه لومړ معراج ته د رسېدلو لپاره د یووه محرک په ډول رهبرى وکړی هیله ده چی نوی شاعر به تل د خپلو کاروان سره د . هادی په ډول دملی سعادت پر لوری ملگری وی. او د ده تودې نغمې به تل د تلونکو په زړو کی گرامى پیدا کړی او دا به یې یقین وى چى د ده هنر په ملى یون کی د لاری روښانه څراغ او په زړه پوری توښه ده او ښاغلی الفت ډېر ښه ویلي دي چي :

 ښه آهنگ چی په هر ساز کی وی موزون وی که رباب وي

 که رباب وي،شپېلۍ وي ، که داریا وي

 نندارو او تماشو ته به ورځمه

 د هر چا په ساز چي ښکلي په گډا وي