اشلوک ashlok یا ishlok
دا کلمه په سنسكريت کي د شعر او نظم verse په معنا ده او داسي معلوميږي چه اشلوک غندي اشعار په هندي آريائيانو کي ډير وه، علامة البروني ليكي چه اکثر هندو کتب اشلوک دئ او دا يو راز نظم دي چه (چارید) ئې بولي، او هر پد ئې اته حرفه وي، مگر په څلورو سروپدو کي دا اته حروف یو راز نه دي د څلورو پدو آخر حرف له يوه ه جنسه يعني دروند ( ثقيل) وي. د اشلوک دا شرط دي چه د هر پد پنځم حرف به تل سپک (خفیف) او شپږم به ئې دروند (ثقيل) وي، اوم حرف به هم په هر دوهم او څلرم پدکي سپک او په نورو دوو يعني لومړی، او دریم پدکي به ثقيل وي، نور حروف چه هر راز وي پروا نلري. اشلوک د هندی کتابو بنياد دي.
په دې ډول داسي ښکاري چه د اشلوک په معنا كي تخصيص تر تعميم وروسته راغلي دې، لومړى ئې مطلق نظم او پيودلي کلام ته (اشلوک) وايه، وروسته د نظم يو مخصوص ډول شو، او د سنسکریت په عروضو کي تر مخصوص قالب لاندي سو.
تاسي دمخه د چهند په بحث کي ولوستل چه دا کلمه د ښکارندوي په يوه قصيده کي راغلې ده، هلته په قلمي نسخه کي دې کلمې ته د (اشعار) معنا کښلې شوې ده، چه کټ مټ هغه قديمه معنا ده. داسي معلوميږي چه دا کلمه تر ٦٠٠ هـ پوري په پښتو کي هم مستعمله او ژوندۍ وه، او له دې څخه چه په پښتو کي مستعمله وه دا ثابتيږي چه پخوانۍ آریائي کلمه ده، او پخپل اصلي ټک او هیواد کي ژوندۍ وه.