لویکان څوک وو؟
د دې کورنۍ تاریخ هم لکه هغه نوري کورنۍ، ډېر څرگند نه دی، فقط د (لویک یا لاویک) نوم ذکر سوی دی.
لنگورته ډیمز مشهور انگليسي سکه شناس مورخ ليکي:
د (۲۶۰ ه) په شاوخوا کښي د غزني محلې حکمران (شاه لاویک) بلل کېده، خو د ده شخصیت مجهول دی، د کابل د هندو شاهانو سره متحد و، او دا گمان کيږي چي دی به هم هندو و، بیا نو بلکاتگین د سامانیانو له خوا پر غزني غالب شو، او په (۳۵۹ه)یی لومړی پلا دلته سکه ووهله، تر "بلکا" وروسته "پیری" د غزني پاچا سو، چي د "لاویک" او د کابل هندو شاه سره متحد وو، خو چي سبکتگین په (۳۶۷ه) له پروانه پرده حمله وکړه، غزنی یې ځني وينو.
دغه "لویک" یو سړی نه و، بلکې لویه کورنۍ وه، چي په غزني او گردیز او نورو شاوخوا ځايو کښي سلطنت کاوه، او د کابل شاهانو او د زاول د رتبيلانو سره متحد وو، او مؤرخانو يې ذکر داسي کړی دی:
(۱)
ابو سعید عبدالحی بن ضحاک بن محمود گردېزی، چي د (۴۴۰ه) په شاوخوا کښي ژوندی و، د یعقوب لیث
صفاري په احوال کښي داسي ليکي:
"يعقوب غزني ویناوه، او بیا گردېز (گردیس) ته ولاړ، او د ابو منصور افلح بن محمد بن خاقان، د گردیز له امیر سره یې جنگ و کړ، خو دې امیر لس زره در همه ججه ومنله، بیا نویعقوب بلخ په (۲۵۶ه) کال ونیو، او د هغه ځای نوشاد (نوشار) يې وران کړ.
دغه افلح د گردیز امیر هم له دغو "لويكانو" د کورنۍ و، چي شرح په يې وروسته راسي.
(۲)
د نظام الملک په سیاست نامه کښي چي د (۴۸۵ه) تالیف ده، د الپتگین جنگونه له کابلي او غزنوي اميرانو سره راوړي او وايي چي الپتگین د باميان له امیر سره چي (شیر باریک) نومیده جنگ وکړ، او دغه شير يې ونيو بيا يې نو وباخښه، وروسته يې پر کابل حمله وکړ، او د کابلشاه زوی يې ونیو، دا د کابل شهزاده د "لویک" زوم و، او د غزنین امیر "لویک" هم و تښتېد، سرخس ته ولاړ.
له دې روايته ښه معلوميږي، چي د دې کورنۍ نوم (لویک) و، او د دوی خپلوي له کابلشاهانو سره هم ښکاري، الپتگین په (۳۵۱ه) غزني له "لویک" څخه نيولی و، او بيا په (۳۵۲ه) دی مړسو، او زوې یې اسحاق د غزني پاچا سونو "لویک" بیا پر غزني حمله وکړه، خو ساماني پاچا، منصور بن نوح د اسحاق په مرسته و، نو غزنی بیرته اسحاق ونيو.
د اسحاق تر مرگ وروسته په ( ۳۶۵ه) امیر "پیری" د ده پرځای پر غزني کښي کښېنوست، مگر د غزني خلکو بیا امیر "لویک" راوغوښت، او لویک د کابلشاه د زوی په کومک پر چرغ (د کابل جنوبي خوا ته د لوگر پر سیمه) حمله وکړه، خو دلته امیر سبکتگین دوی مات کړل، او پخپله په ۲۷ د شعبان (۳۶۶ه) د غزني پر تخت کښېنوست.
(۳)
منهاج سراج جوزجانی (۶۸۵ه) د سبکتگین په احوال کښي داسي لیکي: الپتگین غزنی او زاولستان فتح کړه، او امیر "لاویک" یی له غزني څخه ویوست، تر اتوکالو، وروسته چی الپتگین مړ سو، او زوی یې اسحاق پاچا سو، نو دی له "لاویک" سره ونښت خومات سو او بخارا ته ولاړ، ده له منصور بن نوح څخه کومک واخیست، بیا راغی او غزنی يې ونیو، او تر ده وروسته ملکاتلگین پاچا سو، او تر ملكا وروسته امیرپیري (پری) کښېنوست، خو خلکو بیا "لاویک" راوغوښت، "لاویک" د کابل شهزاده (په کومک) له ځانه سره راوست، مگرپه چرخ کښې امیر سبکتگین پر دوی حمله وکړه، او ډېر يې ووژل، دوه پیلان یې هم ځني ونيول.
د طبقات ناصری په مختلفو نسخو کښي دغه نوم "انوک" هم راغلی دی، چي صحيح نه ښکاري، او دغه اخیرنی "لويک" چي په چرخ کښي د سبکتگین له لاسه مات سو، هم په دوو نومو ابوبکر او ابوعلی لاویک بلل سوی دی، او داسي ښکاري چي مسلمان و، خو له دغو درو ډول (لاویک، انوک، لویک) څخه وروستنۍ املا صحیح ده.
(۴)
محمد بن علي بن محمد بن حسن بن ابوبکر شبانکاره چي مجمع الانساب يې په (۷۲۵ه) لیکلی دی هسی وایي:
" الپتگین د بامیان تر نیولو وروسته کابل ته راغی، په دې وخت کښي د غزني ملک یو کافر و، چی "لويل" (لویک) نومیده، ده خپل زوی د (۳) زرو لښکرو سره مقابلې ته را واستاوه، خو الپتگین د لویک زوی ونیو، خلعت يې ورکړ، خپل پلار ته يې ولېږه، چي په تا اړه نه لرم، د هندوستان غزا له ځم، خو هغه کافر سلامي نه سو، نو الپتگین هم غزنی محاصره کړ، پس له دوو مياشتو يې ونیو، او تر څلورو میاشتو وروسته "لویک" او د ده زوی چي د غزني په کلا کښي وو، ونيول سوه، مگر چي دوی ظاهراً مسلمان شول، نو الپتگین هم ایله کړل، خو د دوی زړه پاک نه وو، هندوستان ته وتښتېدل او له هغه ځایه یې لښکر راوست، د دې پلا الپتگین د دوی مقابلې ته سبکتگین ورولېږه، او دوی یې مات کړل، دیرش پیله یې هم ځني ونيول، او "لویک" وتښتېد".
دا انتخاب د مجمع الانساب له يوې قلمي نسخې څخه دی، چي د "لویک" پرځای یې د غزني د ملک نوم "لويل" هم لیکلی دی، مگر دا نوم هم کاتبانو مسخ کړی دی، چي اصل يې هغه "لویک" و.
دانوم د پښتو (لوی) تجليلي مصغر دی، چي په مختلفو لهجو کښي ږغيز توری اوړي: ( لوی، لوای، لاوی، ل وی ) ویل کیږي، د طبقات ناصري لاویک او د سیاست نامي لویک دواړه صحيح دي، او د يوې کليمې دوې لهجې دي، مگر (انوک) ښایي چي د کاتبانو غلطي وي.
لوي په پښتو عظیم او بزرگ او مشر او سردار ته وايي، اوس هم لویان د قوم مشران او سرداران بولي، او دا هم لکه رتبيل او شير او کیدار او کشتري د کورني لقب او تجليلي نوم و.
وروسته چي د لویک پښتو شعر راوړم، تاسي ته به ښکاره سي، چي په هغه کښي لويان، لويا هم راغلي دي، او دا نوم (لویک) د (لوی) تصغیر دی چي دا تصغیردی، چي دا تصغیرهم په پخوانو زمانو کښي عام رسم و، او خاص بیا د شاهي کورينو په نوموكشي رواج و.
د پختیا پښتانه تر اوسه هم د افغانستان شاهي کورنۍ پایندک یا پایندک کهول بولي، ځکه چي دوی د سردار پاینده خان له اولادې څخه دي.
په تاریخي نومو کښي هم دغه تصغیر ډیر دی: بارک، اڅک، سنک، خټک، هوتک، شیتک، د پښتنو د نيکونو درانه نومونه دي، زمرک، شیرک، ببرک، خیرک او داسي نور ډېر نومونه تر اوسه هم په پښتنو کښي سته، د سلطان محمود مشهور وزیر حسنک هم دغسي نوم و، د دغو لویکانو زمانې ته نږدې ځيني تاریخی نومونه هم داسی وو، مثلاً فور د هندوستان شاه وو، چي د مجمل التواریخ مولف، ملک الملک هندوان بللي دي او البيروني هم په تحقیق ماللهند او فردوسي په شهنامه او رشید الدین په جامع التواريخ کښي هم فور راوړی دی، دا نوم د مهابهارت په ترجمه کښي پرج و، چي پلوتارک یوناني مورخ (پروس) لیکلی، او عربي مورخانو هم فور ملک الهند راو ړی دی.
خو ابوالفرج رونی (د لاهور فارسي شاعر) د غزني د يوشاه په مدح کښي وايي:
تیغ تو بقهر بستده باج از خیل ختا وخان ایلک ادرارتو خورده خان و قیصر مامور تو بوده "رای فورک
بل دغسي تجليلي مصغر نوم مهروز کښي (ميرويسک) دی، چي دمخه مو د روزگان د کتیبې په شرح کښي د هغه اصل او کیفیت ولوست، دغسي هم خودویکه (خدایک) هم دمخه ذکر سو، او ابن خرداد به هم د قدیمو شاهانو په نومو کښي غوزک، نیزک، فورک راوړی دی.
نو په دغه ډول لویک هم د لوى تجليلي مصغر شکل دی، چي د پښتنو د نوم ایښولو له عامه رواجه سره هم سم دی، دا چي دوی شاه ته شاهک یا شاهو وایي، یا بابا ته بابک او بابکو وايي، دا سپکتيا نه ده، بلکې د عزت او احترام اوتجلیل او تحبیب علامه ده.