32

غلام حسین سلیم د (ریاض السلاطين) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

په دې نامه سلیم د بنگال د پاچهانو یو تاریخ کښلی دی چي په هغه کي د ډیرو پښتنو پاچهانو ذکر او احوال هم راغلي دي. دغه مؤرخ هم لکه ابراهيم غوندي د پښتنو د ځینو نومورکو رجالو او پاچهانو نومونه او احوال راښکاره کوي چي دوی په بنگال کي حکمراني کړې او د هند په تاريخ کي د نامه خاوندان او مشهور دي. غلام حسین د هند د زيد پور ؤ او سليم د ده تخلص دی، کتاب يې په پارسي د مستر جارج باډلي په نامه په (۱۲۰۰ هـ) کښلی دی. یوه مقدمه او څلور روضې لري د بنگال جغرافيا او د ښارو بیان مفصل د کتاب په سر کي لیکي، کتاب يې له هره پلوه مفید او د پښتنو پاچهانو او نومورکو حکمدارانو د احوال لپاره ډېر غنیمت دی، او ځني داسي مباحث لري چي هغه په نورو تاريخو کي لږ موندل کيږي.

 دا کتاب په (۱۸۹۰ع) د بنگال د ايشيايي جرگې له خوا د (عبدالحق عابد) په تصحیح چاپ سوی هم دی، مگر له دې جهته دلته ذکر سو چي زموږ د هیواد خلکو ته دغه معلوم نه و او نه په موږ کې شهرت لري.