محمد بن علی البستي د (تاريخ سوري) خاوند
دا مؤرخ هم د وطن له هغو ليکوالو څخه دی چي متاسفانه د ده احوال او کتاب هم تر اوسه لاس ته نه دی راغلی، فقط د پټي خزانې له انكشافه سره دا راته معلومه سوه چي دې مؤلف او مؤرخ یو کتاب د (تاريخ سوري) په نامه کښلی ؤ او د سوريانو د سلطنت احوال يې د اسلام له ابتداء څخه پکښي ليکلي وه. د محمد بستي د ژوندانه وخت او احوال هم نه دي معلوم. دوني ويلای سو چي دی د بست د تاريخي ښار اوسېدونکی ؤ ځکه چي د ده کتاب شیخ کټه په بالشتان کي کتلی او په خپل کتاب لرغوني پښتانه کي يې مهم مطالب ځني اقتباس کړي دي، نو دا په ټينگه ویلای سو چي د شیخ کټه تر عصر يعني د (۷۵۰ هـ) دمخه محمد بستي ژوندی ؤ او په دغه کي هم د ده تاريخ سوري ډېر شهرت درلود ځکه چي شېخ کټه له دغه کتابه ډیر مفید مضامین را اخيستي دي.
محمد هوتک چي د پټي خزانې ليکوال دی د پښتو ځيني مهم او گرانبها پخواني ادبي آثار له لرغوني پښتانه څخه را اخلي او دا هم وايي چي د لرغوني پښتانه مؤلف له تاريخ سوري څخه را نقل کړي دي، په پټه خزانه كي دغه لانديني تاريخي او ادبي مواد د لرغوني پښتانه په ذريعه له تاريخ سوري څخه را نقل سوي دي.
۱. د پښتو ډېر پخوانی شعر او د جهان پهلوان امیر کروړ سوري احوال له ۱۵ مخه تر ۱۷.
۲. د شیخ اسعد سوري احوال او اشعار له ۱۸ مخه تر ۲۱.
۳. د ښکارندوی احوال او اشعار له ۲۱ څخه تر ۲۵.
گویا په پټه خزانه کي د پښتو قديمه ادبي ذخيره ټوله د شېخ کټه په نقل له تاريخ سوري څخه را اخيستل سوې ده او دا راته څرگندوي چي تاريخ سوري يوازي د حربي او سياسي پیښو تاريخ نه ؤ بلکي ادبي رنگ يې هم درلود، او محمد بن علی البستي ډېر باخبره او سترگه ور مؤرخ و، ځکه چي ده د پاچهانو احوال او حربي او سياسي وقايع رانقل کړي او هم يې د دوی د کلام نمونې راوړي دي، هغه قصايد يې په خپل کتاب کي ساتلي دي چي د غوري پاچهانو په دربارو کي به په پښتو ويلي کېدې، له دې څخه ښکاريږي چي تاريخ سوري د سوريانو او غوريانو د عصر یو ادبي او سياسي او حربي تاریخ ؤ که څه هم د دغه تاریخ ژبه واضحاً د پټي خزانې له بيانو څخه نه ښکاریږي، مگر له لوړو اقتباساتو څخه دا څرگنديږي چي تاريخ سوري بايد په پښتو ژبه ليکل سوی وي، ځکه چي درې مهم پښتو شعرونه شېخ كټه ځني رانقل کړي دي. د تاريخ سوري نسخه اوس غالباً په دنيا کي نسته او د پښتو دغه غوره کتاب لکه نور علمي او ادبي آثار ورک دی. مگر پټي خزانې خوشبختانه د دې گرانبها کتاب نوم او مؤلف او ځيني اشعار او مطالب د لرغوني پښتانه په ذريعه نقل کړي او را ساتلي يې دي.
تر اوسه چي زه معلومات لرم، د دنیا په کتب خانو کي د دې نفيس کتاب کم درک نسته که کم وخت پيدا سي يا يې څرک وموندل سي نو به په رښتيا د پښتوژبي يو گرانبها تاريخي او ادبي اثر لاس ته راغلی وي، پښتانه زلمي دي هر کله تلاښ او پلټنه کوي دا خبره هم باید هېره نه کړو چي راورټي مستشرق دا د احمد شاه بابا تر عصر وروسته یو تاریخ میندلی ؤ چي نوم يې "تذکره الملوک" ؤ د دې کتاب په ماخذو کي یو کتاب "تاریخ سلاطین سوریه" هم دی. مگر دا نه سو ویلای چي دغه سوريه هغه د محمد بن علي تاريخ دی که بل؟