32

د اکماس کردي (جنگنامه)

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب په کردي ژبه په ۱۱۷۴ ق کال اکماس کرد په ایران کی کښلی او د سلطان حسین صفوي او محمود او اشرف افغان او نادر افشار حال یې بیان کړی دی. د دې کتاب یوه خطي نسخه د اېران د سنا په کتابخانه کي ۱۷۹ مخه نمبر ۱۳۶ سته چي په ۱۸ صفر ۱۲۷۷ ق ملا فرح الله بن عزيز الله کښلی دی "وگورئ نسخه های خطی، کتابخانه مجلس سنا ۴۵۰ دفتر ۶ تهران چاپ ۱۳۴۸ ش"