اور کزی
د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده
پښتو پخوانی قصايد
، دریم څپرکی
د ده نوم نه دىء معلوم. د قادر داد او د هند د روښانيانو سره محشور او معاصر و. داسی ښکاری چې د قادر داد تر مرگ وروسته هم ژوندی پا ته سوی دی (حدود ۱۱۷۵ ق). په غزل کی یی څه هنری ښکلا ځلېږی، خوپه قصیده کی یی خوند نسته اونه په بحث او کره کتنه ارزی. خو دونی به ووايو، چې، د روښان په مکتب کی موږ د ذوق خاوندان او ځینی ښه شاعران هم لرو چې د دوى قصيدې د پښتو ادب د تاريخ په تندی کی ځای نیسی او سړی ویلای سی، دا شعر دیء اوتش بی خونده نظم ندى.