32

افضل خان خټک د (تاریخ مرصع) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا مؤرخ د اشرف خان زوی او د خوشحال خان لمسی دی ځکه چي ما يې په پښتانه شعراء لومړي جلد (ص ۲۲۸) كي مفصل حال کښلی دی نو دلته يې تکرار ضرورت نه لري. تاریخ مرصع هم ده په پښتو کښلی دی، د پښتنو او د خوشحال خان د کورنۍ په باب ښې خبري لري خو هیوز انگلیس ليکي چي دغه يو عمومي تاریخ دی د پښتنو او مخصوصاً خټکو احوال پکښي ذكي کيږي او اكثر مطالب يې له مخزن افغاني او دروېزه څخه اقتباس سوي دي. هيوز دا هم وايي چي د تاريخ مرصع اصلي نسخه د افضل خان په لاس کي ده چي په جمال گړۍ کي اوسي، دوې نوري نسخې يې هم سته چي يوه په ما اړه لري. راورټي په گلشن روه او هیوز په کلید افغاني كي له تاريخ مرصع څخه یو یو باب چاپ کړی دی. (دا هغه معلومات و چي ما ۳۷ کاله پخوا کښلي وو) اوس دا پر زیاتوم : دا کتاب په ۱۴۹۴ مخو کي د ښاغلي دوست محمد کامل مومند له نوټونو سره په ۱۹۷۴ م کال له پېښوره چاپ او خپور سو. چي اصلي متن يې ۶۲۴ مخه دی او د خوشحال خان له بیاضه هم دېرش مخه مفید مطالب رانقل سوي دي په تاريخ مرصع کي وقایع د ۱۱۳۶ ق کال تر پایه لیکل سوي او د مؤلف وفات یې ۱۱۸۳ ق دی. (د تفصیل لپاره وگورئ د چاپی تاریخ مرصع مقدمه)