32

شیخ ملي د (دفتر) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د پښتنو یو معروف قاید او لیکوال او مؤرخ دی چي شهرت يې په شېخ ملي سره کړی ؤ. د مؤرخينو په قول د ده د پلار پیرکی وه، اخوند دروېزه او افضل خان خټک او نور مؤرخین او هم د خلکو عنعنه دا وايي چي د شیخ ملي نيكونه د کندهار په ارغسان کي اوسېدل او له هغه ځایه دوی د ننگرهار او پېښور لتو ته راغلي دي. هغه پښتانه تر اوسه هم وايي : چي موږ له غوړي مرغې څخه راغلي يو "مرغه" خو هم لوی ځای ؤ چي اوس یې یوه برخه په ارغسان او بله په کدني اړه لري گویا "مرغه" د کوږک دغره شاوخوا تر ږوبه رسیده.

دغه لښنه مؤرخین د میرزا الغ بېگ په عصر کي گڼي (۸۱۲ - ۸۵۳ هـ) مگر داسي ښکاري چي له قديمه د پښتنو دغه تگ راتگ شروع ؤ، او ښايي چي دغه هم وروستنی لښنه او یون وي. ځکه محمد هوتک کښلي دي چي : د کند او زمند اولادو دمخه په لښنه پیل کړی ؤ زما مقصد دلته دا نه دی چي د شېخ ملي شرح مفصل وليکم خو دلته د يو مؤرخ په حيث د ده پېژندنه مقصد ده چي شېخ ملي د پښتنو احوال او د خپل عصر  وقایع او د دوی د راتگ حوادث او د مځکو وېش په یوه کتاب کي وکښل چي د دغه کتاب نوم (د شبخ ملي دفتر) ؤ، خوشحال خان دا کتاب داسي راښيي :

په سوات کي دي دوه څيزه که جلي دي که خفي

مخزن د دروېزه دی یا دفتـــــر د شـــيخ ملي

معلومه ده چي د خوشحال خان تر عصره هم دغه کتاب په سوات کي شهرت درلود او د مخزن سره يې په شهرت کي سيالي کوله خو پټ (خفي) ؤ. د ناروې مشهور مستشرق مارگن سټرن وايي چي : راورټي (مشهور انگليسي مستشرق) کښلي دي چي شيخ ملي خپل دفتر په (۱۴۱۷ ع - ۸۲۰ هـ) وکيښ او دا کتاب ما موندلی دی د پښتو ژبي يو خورا قدیم لیک دی راورټي په پښتو کي یو مدقق سړی دی، دغه نقل هم له ده څخه بالواسطه رارسېدلی دی. محمد عبد السلام هم د شیخ ملي د دفتر په خصوص کي شرحه ليکي او داسي ښکاري چي ده هم له راورټي څخه استفاده کړیده. 

په هر صورت د شېخ ملي د دفتر نسخه اوس ماته معلومه نه ده چي سته که نسته؟ خو دوني ويلای سو چي تقريباً سل کاله دمخه دغه نسخه له راورټي څخه وه او په پښتو ژبه یو د پښتنو تاریخ ؤ، چي د يوسفزو د هجرت حال يې پکښي کښلی او د دوی د مځکو وېشونه يې هم پکښي کړي وه، اخوند دروېزه وايي چي تر دغه وخته د شېخ ملي وېش معتبر دی او تر اوسه څوک څه نه سي پکښي کولای  او يوسفزي تر اوسه هم ارثي جايداد ته د (شيخ دفتر) وايي.

خلاصه :

شیخ ملي د پښتو يو ليكوال مشر او يو تاريخي سړى ؤ چي مدفن يې په اشنغر کي دی، او د مرگ تاریخ یې تر اوسه ماته نه دی معلوم خود ژوندانه وخت یې د (۸۰۰هـ) شاوخوا دی. (وگورئ : زما تاریخ ادبیات پښتو دوهم ټوک د کابل چاپ.)