د جوزجانی آثار
(۱) د نجات د ریاضیاتو د برخی بشپړونه:
داسی ښکاري چی ابو عبید په ریاضیاتو کی لوی لاس درلود، او په دې برخه کی د ده له کارونو څخه په عربی ژبه د شیخ د نجات د کتاب د ریاضیاتو د برخی بشپړونه ده.
دغه بر خه شیخ په خپله نه وه کښلې، او شاگرد یی جوزجانی د هغه له خپلو آثارو څخه را ټوله کړې ده: جوزجانی د نجات د دې برخی په سریزه کی - چی خطی نسخه یی د استانبول د جارالله په کتابخانه کی سته (دوهمه برخه٣۴۵) داسی کښلي دي: «د شيخ الرئيس خدمت ته له رسیدو وروسته د ده د مؤلفاتو کتابو او رسالو د ترلاسه کولو تږی وم. ځکه ده عادت درلودیء چی خپلی لیکنی او نوشتې غوښتونکو ته وبخښی او له هغو څخه کومه نسخه ځان ته و نه ساتی.
په حکمت کی د ده له تألیفاتو څخه تر شفا وروسته همدغه د نجات کتاب دیء، چی منطق، طبیعیاتو او الهياتو ته يې په هغه کی ځای ورکړیء دیء خو د هغو ستونزو څخه چی ورپیښی سوې، ویی نسوای کولای چی د کتاب د ریاضیاتو بر خه بشپړه کی، او د دی برخی د کښلو وخت یی نه کیء پیدا، او دغه کتاب نیمگړی پاته سو. څرنگه چی له ماسره په ریاضیاتو کی د ده خپل نور کتابونه سته، چی له نجات سره د پیوستون وړ دي، لکه د هندسی د اصولو په باب د ده کتاب چی د اقلیدس د هندسې لنډيز ديء. په دې کتاب کې ده له خپلی خوښی سره سم ځینی برخی راوړی دي، که چیرې څوک په دې کتاب پوه سی او احاطه پر پیدا کی، نو به د المجسطی د کتاب پر پوهه بری و مو می.
بل کتاب يې د ارصاد په کلياتو او د افلاکو د ترکیب په باب دیء. چی د مجسطی د لنډيز حيثيت لري. همدارنگه بل اثر یی «کتاب المختصر في العلم الموسيقى » دىء. نومی لازم وگڼل چی دغه رسایل د نجات پر کتاب زیات کم، ځکه چی په دی ترتیب به یی مؤلفات ــ څرنگه چی په پیل کی اشاره ورته سوې ده ـ تکمیل سي.
په ارثماطیقی کی می داسی څه چی له دې رسالو سره شباهت ولری، نه کړل پیدا، نو می ښه وبلله چی د ده د کتاب له مخی په ارثماطیقی کی یوه رساله وليكم او هغه څه چی د موسیقی د علم له پوهی او په هغو کی معمولو نسبتونو ته لارښوونه وکړی پر زیات کم» (مؤلفات ابن سینا ، ۹۴ ، د نجات له خطی نسخې څخه ترجمه )
(۲) د دانش نامهٔ علایی بشپړونه:
د جوزجانی له نورو علمی کارونو څخه بل کار پر دانشنامهٔ علایی د ارثماطیقی، ریاضی موسیقی او هیئت د برخو اضافه کول دي نوموړی دغه کتاب په دری ژبه بشپړ کړىء دىء.
د شیخ تر وفاته وروسته له منطق، الهى او طبیعی څخه پرته د دی کتاب نور څه نه وو پاته او گرده له منځه تللی وو، نو د دی له پاره چی دغه نفیس کتاب نیمگړی پاته نسی ابو عبید ــ لکه چی یی د دانشنامی د ریاضیاتو د برخی په دیباچه کی کښلی دی ــ د دغه کتاب د ارثماطیقی برخه د استاد د دریو نورو رسالو له مخی چی په عربی ژبه وې، په دری ژبه ترجمه کړه او له کتاب سره یی و نښلوله. د دانش نامی د ریاضیاتو د برخی په دیباچه کی د ده خپلی خبری دادي: «خواجه رئیس را عادت چنان بود که انچ تصنیف کردی بدان کس دادی، که ازو خواسته بودی و از بهر خویش نسخه ئی نگرفتی، و از بزرگ تصانیف او دانشنامهٔ علایی است، و آنچه در اواز ریاضیات کرد ضایع شده بود و به دستم نیفتاد و مرا دشخوار آمد ناتمامی این کتاب و لیکن اندرین رسالها که خواجه کرده بود رسالتی داشتم از هندسه مختصری و رسالتی دیگر داشتم در دانستن رصد های کلی و شناختن ترکیب افلاک مختصری، و رسالت دیگری داشتم در علم موسیقی ولیکن در علم ارثماطیقی چیزی نداشتم از تصانیف او مختصر. پس از کتاب ارثمارطیقی شفا برچیدم و این رسالتها به پارسی دری کردم و بدین کتاب پیوستم تا کتاب تمام گردد ».
(دانشنامه و رد تهران چاپ ۱۳۱۱ هش)
(۳) پر شفا سريزه او د دې کتاب د مشکلاتو تفسیر:
په عربی ژبه د شفا د کتاب مقدمه جوزجانی کښلی ده او د دې کتاب د مشکلو ځایونو تفسير هم جوزجانی کړی دی.
(۴) د قانون د مشکلاتو تفسیر:
ابن فندق بیهقی په تتمهٔ صوان الحکمه کی په عربی ژبه د قانون د مشکلاتو تفسیر هم د جوزجانى له تألیفاتو څخه گڼلی دیء، د شهر زوری قول هم په دی ډول دىء.
(۵) الحيوان:
د بیهقی په قول په دری ژبه د الحيوان په نامه کتاب هم د جوزجانی دیء.
(۶) د عينيه قيصدې شرح (؟)
د عینیه قیصدی «هبطت اليك من المحل الارفع » يوه شرح د عبدالواحد بن محمد جوزجانی په نامه په برلین ،استانبول ،مونیخ او ویانا کی سته چی د شیخ دغه شاگرد ته يې نسبت د تأمل وړ دىء ځكه بروکلمن د ادبیات عرب په ملحقاتو، او مولوی محمد شفیع د«تتمهٔ صوان الحكمه» په حواشیو کی د دغی قصیدې د شارح نوم عبدالواجد بن محمد ښوو لیء دى، دغه سړی د سلطان محمد مراد ثانی عثمانی له معاصر و پوهانو څخه گڼل کیږی.
(و گوریء! مؤلفات ابن سینا ١۵٣، تاریخ علوم عقلی۲۸۹)
اسماعيل باشادغه عبدالواجد کوتاهیه وی حنفی د ۸۳۸ ق مړ بولي، چی د «النقايه في علم الهداية» د کتاب شرح «معالم الاوقات في الاسطرلاب » او د«فى الاسطرلاب » منظومه د ده له آثار و څخه دی.
په هر صورت دغه مسأله د زيات غور او څیړنی وړ ده، چی د خطی نسخو په مطالعی او مقابلی، د انشأ او لیکنی په سبک کی په تدقیق پوری اړه لري، او دغه کار اوس ميسر نه دىء.
(۷) د حي بن يقظان شرح:
ځيني کسان د«حي بن يقظان » پر رسالې شرح هم ابو عبيد ته منسوبوی د دې رسالی یوه دری ترجمه د هنری کربن په زیار د «ابن سينا و تمثيل عرفانی» په کتاب کی په ۱۹۵۴م کال په تهران کی نشر سوه، چی دغه شرح د اصفهان د حکمران علاءالدواله كاكويه (۴٣٣ ق ۱۰۴۱ م مړ ) په فرمان ظاهرآ همدې ابوعبيد (ياښايى ابو عبدالله معصومی) کړې ده.
د دې رسالی عربی متن هماغه دیء چی دبروکلین په قول د بریتانیا په موزیم کی تر ۹۷۶/۲ لمبر لاندى د الرسالة الطير يه په نامه ثبت دیء (وگوری! ۸۹حاشیه)
دحي بن يقظان د داستان دری ترجمه ډیر ښه او روانه ده، او نثر یې د دری ژبی له جذابو او ښو نثرونو څخه گڼل کیږي، او زه يې د جوزجانی (يا لږ تر لږه د ده دوخت) د دری لیکنی د سبک د ښوولو له پاره لاندی یوه توته راړهم:
«بباید دانستن که نفس ها، تاوی باتن آمیخته است، و بتدبير تن مشغولست، او را به علم حقیقت و دانش آن جهانی بتمام حاصل نیاید بسوی آنکه (بجهت آنکه) هر چه او را بدین جهان اندر حاصل آید، براه دلیل و به قیاس بود و بحیلت، که مشاهدات حق نبود، چنانچه بهری پیشتر یاد کرده آمد. پس چون شغل تن از وی بیوفتد، و این پرده که از جهت کالبد است و میان وی حق باز دارنده است بر خیزد، و روی وى بتمامی بسوی حالهای آن جهانی شود، پس دانستن ایزد و شناختن فرشتگان و حالهای آن جهانی او را پیدا شود، بحقیقت، چنانکه هیچ شک نه اوفتدش و چنان گردد حال وی بدین باب که آن فرشتگانست یا نز دیک آن».
(ابن سينا و تمثيل عرفانی تر ۱ / ۵۲۵ وروسته )
دا باید هیره نه کو چی شهر زوری هم د حی بن يقظان در سالې شرح ابو عبيد ته منسوبه کړې ده خو دا نه ده څرگنده چی په عر بی وه که دری ؟
(۸) تر کیب افلاک:
دا يوداسی کتاب ؤ چی ملاقطب الدین محمود شیرازی په خپل کتاب اختیارات مظفری کی ورڅخه استفاده کړی او دا کتاب یی دابو عبید بللی دیء.
(۹) د ابن سینا ژوند لیک:
له جوزجانی څخه په پاته سوو آثار و کی مغتنم اثر د ابن سینا د ژوند پیښو او یا ژوند لیک رساله ده. د دغي رسالي لومړۍ برخه د شيخ له لیکنی د جوزجانی په وسیله په روایی شکل املا سوې ده، او په هغی کی د بو علی شرح حال د د زيږيدنى له وخته ( د بخارا په افشنه کی ۳۷۰ ق ) تر درې دیرش کلنی پوری (۴۰۳ ق شاوخوا) راغلیء دیء. په همدې کال ابو عبيد په جرجان کی له ده سره یو ځای سو و گوریء! ۴۵-۴۴ حاشیه.) جوزجانی د ابن سینا د ژوند په دې رساله کی څه له خپله استاده تر لاسه کړی، هغه یی هماغسی کښلی او له ۴۰۳ ق کال څخه یی د شیخ تر مړینی ۴۲۸ ق کال پوری ۲۵ کلنی ژوند پیښی له خپلو مشاهداتو - چی په سفر او حضر کی له شيخ سره یو ځای و - بشپړی کړی دي. په عربی ژ به د دې رسالې خطی نسخی د برتانیا په موزیم او د هند په رامپور کی سته. عربی متن یی د ابوالعباس احمد بن قاسم مشهور په ابن ابی اصیبعه په عیون الانبأفی طبقات الاطبأ (۱۲۹۹ق ۱۸۸۲ م د قاهری دوهبییه مطبعی چاپ) کی له ۲ مخه تر ۹ مخ پوری؛ د جمال الدین ابوالحسن على بن یوسف قفطی په اخبار العلماء با خبار الحكمأ (د ۱۹۰۳م دلیپز یک طبع ) کی له ۴۱۳ مخه تر ۴٢٦ مخ پورې، او لنډیز یی د ابن خلکان په وفيات الاعيان ( د ۱۹۴۹کال د قاهری چاپ) کی له ۴۱۹ مخه تر ۴۲۲ مخ پو ری چاپ سویء دىء.
دلته باید دا خبره هیره نه کو چی که موږ د تاریخ او فلسفی په کتابونو کی د ابن سینا په ژوند پيښو څه پيدا کوو نو هغه گرده د ده د شرح حال په همدې معتبرې رسالی بنا کيږي، ځکه دغه رساله د ده یوه داسی شاگرد کښلې ده، چی ٢۵ کاله په سفر او حضر کی ورسره یو ځای ؤ.
د ژوند لیک دغه رساله څو څو ځله له عربی څخه دری ته ترجمه او هم لنډه سوې ده. له دې جملی څخه يوه د ښاغلی سید صادق گوهرین ترجمه ده، چی د ابن سینا د حجة الحق په کتاب کی (د۱۳۳۱ ش کال د تهران چاپ ) له٣۵٦ تر۳۷۰ مخ پوری راغلې ده. بله ترجمه یی د مرحوم سعید نفیسی ده، چی په «پورسینا» د (۱۳۳۳ کال د تهران چاپ ) کی له ۶۳ مخه تر۷۰ مخ پوری راوړل سوې ده.
باید وویل سی چی په ۱۱ قرن کی د قفطی د تاریخ حکما یوه پارسی ترجمه د یوه نامعلوم سړی په وسیله سوې ده، چی دغه رساله پکی راغلی. دغه کتاب د بهین دارایی په زیار په ۱۳۴۷ ش کال د تهران د پوهنتون له خوا چاپ او خپور سوی دی، ترجمه یی ډیره ثقه او کره ښکاري. دغه ترجمه په ۱۰۹۹ ق کال د شاه سلیمان صفوی په تشویق سوې ده.
څرنگه چی ۱۹۸۰م کال د ابو علی سینا دزیږیدنی زرم کال دیء، او په همدی کال ټوله نړۍ د يونسکو په غوښتنه د ده علمی مقام نمانځی.
افغانستان هم د بلخ او «افشنی» د دغه نومیالی بچی د علمی مقام په نمانځنه کی برخه اخلی نو په دې وخت کی د ده وطنوالو او د ام البلاد بچیانو له، بویه چی د ده علمی مقام وپیژنی او په ژوند پېښو ئې ځانونه خبر کاندی. د دغه مقصد له پاره چی کوم مجلس د ١٣۵٨ ش کال په اواخرو کی د افغانستان د علومو اکاډیمی جوړ کیء، دایی غوره کړه چی د ابن سینا ژوند پیښی هم باید په دې تقریب چاپ او خپرې کي، نو یی د ژوند لیک د دی رسالی د ژباری تحشیی او تعلیق چاری ماته وسپارلی او دا هم ورسره زیاته سوه، چی زموږ ديوه بل وطنوال بو عبيد جوزجانی پر پیزندنه به هم څه کښل کیږي ځکه دغه رساله د همدې جوزجانی جوز جانی تالیف دی د دې رسالې د ترجمې په وخت کی ــ دوه عربی متنه، قفطی (۵۵۰ق شاوخوا تأليف) او بل په تاریخ حكما و طبقات الاطبأ (٦۴٣ق تألیف) کی د ابن ابی اصیعبه متن، او دوې دری ترجمی: یوه د قفطی د تاریخ حکمأ پارسی ترجمه چی په ۱۰۹۹ق کال د یو ناڅرگند مترجم له خوا سوې، او بله د ښاغلی سید صادق گوهرین ترجمه زما تر نظر لاندې وې.
تر زیاتی اندازی می زیار وکیښ چی د ژوند لیک د دی رسالی دری ترجمه له عربی متنه سره سمه وی، په هغو ځايو کی چی توضیح ته ضرورت لیدل کیدیء، نومی هغه توضیحات په لمنو کی ځای کړل، هغه سهوی چی په پخوانیو ترجمو کی سوی دي، هغو ته می په لمن لیکو نو کی اشاره کړې ده، چی په دې ترتيب د هر مخ په لوړه برخه کی د عربی متن دری ترجمه او په لاندی بر خوکی می په مسلسلو نمرو توضیحات او اضافی معلومات راوړي دي، څه چی د ويلو وړ وو، هغه می وویل د ابن سينا لنډ ژوند لیک می هم ترتیب کیء، چی په نورو مخونو کی به یی لوستونکی ولولي.
که چېرې د دې رسالی د ۱۶۱ حاشيو په ليکنه کی له ما كومه سهوه سوې وي، گران لوستونکی به ما وبخښي.
پوهاند عبدالحی حبیبی
کابل ـ د ثور ـ ۱۵ - ۱۳۵۹ کال - جمال مینه