32

د پښتو ږغپوهنه یا فقه الصوت

پښتو مقالات

 په ژبنۍ پوهنو کښی یو مهم علم رغپوهنه یا فقه الصوت دئ چی په نوې علمی ژبه ئی فونولوژی Phonology بولی. دا علم د اوسنۍ دنيا په ادبي او ژبني علومو کښي ډېر اثر لري، او يو مهم قسمت ئې مقایسوی فونولوژی ده. چی په دې برخه کښی د دنیا د ژبو برای اصواتو او ږغو AHبحث او څیړني کیږي او د ژبو په تاریخ کښي ډېر فواید پر مرتب دي

 مثلاً که وغواړو چی د ژبو تاريخي پلو وپلټو، او ريښې ئې معلومي کړو نو په مقایسوی نظر د هغو اصواتو ته گورو، او د ژبـو تــاریخی. خپلوی او نژدېوالی له دغه څخه معلوموو. 

زه غواړم چی په دې مقالو کښی د پښتو ژبی ږغونه او توری دې علم له نقطه نظر و گورم او شاوخواته ئې مطالعه وکړم، او هم له زړو آریائی ژبو سره د پښتو اصوات او تهجي توري مقایسه او مقابله کړم

  د پوهانو د نوو تحقیقاتو او پلټنو نتیجه دا ده چی پښتو یوه آریائی ژبه ده او هم له دې جهته د ږغو او فونیک لامله لـه آریائی ژبو سره ډېره ورته ده او نژدېوالی او خپلوی ئژ د باخو. سره یره ده 

دا مقصد د ژبو له مقایسوی فونولوژی Comparative Ponology څخه ښه ثابتیږی ځکه چی دا فن د ژبو په اصواتو او ږغو کښي مطلبا مطالعه کوي او ټول اصوات يـو لـه بلـه سـره پرتله کوي وروسته نو د ژبو پر اصل او تاريخي خپلوۍ په مستندو دلايلو حكم كوي.

 پښتو ژبه د ږغو او اصواتو له مخی ډېره له قدیمو آریائی ژبو سره ورته ده، د سنسکریت اوستا اکثرا ږغونه په دې ژبه کښی اوس هم موجود دی چی په لاندی کرښو کښې تفصیل راوړم.

 رغونه د ربي اساس هغه ږغونه او اصوات دي چي له خولې څخه راوزي دا اصوات چي سره یو ځای سی یوه كلمه ځینی تشکیل كیږی د اصواتو او ږغو د ښكاره كولو لپاره ځنی اشكال وضعیت هغه دي چي موږ (توري يا حروف) بولو.

 هره ژبه ځینی مخصوص اصوات لری او ځینو اصوات بیا د اکثرو ژبو تر منځ مشترک وی، د ژبو د مخصوصو اصواتو د مقایسې له خوا موږ کولای سو چی د دوی نژدېوالی یو له بله ومنو.

 په ټولو ژبو کښي ځيني توري صايت (ږغيز وي چي د دوي په واسطه د نورو صامتو توريو کيږي او دغه لومړي ډول توريو ته چي د عمل دي حروف علت Vowel (ږغيز) وايي، دوهم وفاق او صحيح چي. (ستيز) Consonant بولي.

 صایت تورياو حرکات :

 د پښتو الفبا ږغيز توري Vowelsystem يعني هغه حروف چي د صحيحو توريو د لپاره كار كوي اساساً درې دي (ا ـ و ى) دا توري په لوي سر كښي هر يو دوه ډوله ږغ لري، لنغ اوغ او. د لند ږغ صوت ای دا د چی د حرکت کار وکی په (کر) (ک) مفتوح دئ په حقیقت کښی د (ک) او (ر) د ږغ ښکاره کولو لپاره د الف یو نماینده یعنی زور راغلی دئ، او په  لفظ کښې کومک ورسره کړی دی، دغسی هم (و) د پېښ کار ورکوی که سپک. مثلاً ( پر) او (پل) چی د پېښ د اظهار لپاره باید او لنډ اداء سي (پور) او (پول) ولیکل سی دغسی هم (ی) په لنډ ږغ سره د زهر) کار ور، لکه (خږ) او (پس) چی د زور د اظهار لپاره باید (ی) هم. ورسره ولیکله سی (خیر، - پیس) 

نو په پښتو کښي دا توري هغه وخت سايت توري بولو چي دمخه توری ئی متحرک او دی پخپله وچ (ساکن) وی اما که دغه درې توری په اوږده ږغ یعنی په درانه ډول اداء سی نو ولاړ الف، او مجهول (و) – (ې)ځنی جوړېږی لکه کار نور پیر :

 اما یو بل صوت هم دغه حروف لری لکه د پارسی بود . نمود) یا (تیر - شیر چی دغه راز اصوات پښتو نه لری نو صایت توری ټول) دا شكل مومي : ا

لف : د حركت حالت يا لند ږغ، زور لكه : بر، لر اوږد ږغ، ولاړ

 الف لکه : بار، کار و:

و : لندږغ، پېښ لکه سر (سور) لر (لور) اوږد رغ مجهول واو لکه لور، سور. 

ی : لند زَهر لکه : تر (تیر) منه (مینه) او اوږد ږغ ، مجهوله یا لکه : تبر، مینه.

 زورکی یا مخصوص حرکت : 

لکه لوړ چی وویل سوه د پښتو حروف علت درې او هر یو دوه حالت لری، چی ټول شپږ سی د درو حرکاتو تر منځ یو بل حرکت هم چى مور ئی زورکی بولو دا حرکت اصلا د زور او زیر او پېښ تر منځ یو مخصوص. صوت دئ چی د درو حروفو علتو صوت پر درو نور اقسامو وېشی په دې شکل 

    (۱) د زور سره لکه تر (تا) پر (ملامت) بر (اسم) (صوت) چی دلته د الف

    (۲)  او زور په نمایندگي د حرکت کار ورکوي، او که د کلمې په پای کښی راسی، نو ئې نوئې د اظهار لپاره (هـ) لیکله کیږی، له دغه جهته نو (هـ) هم که حرکی کار ورکی، له صائیتو حروفو څخه شمېرله کیږی، پسه برایه نو (هـ) (هـ) ای فقط په اعرابی ککیف لیکله کیږی، دغسی (هـ) چی په پښتو کښی ډېره ده له حروف علت څخه گڼله کیږی. او په درج او ترکیب کښی د حروف علت حکم پر جاري كيږي.

 (۲) که دغه زورکی د (و) دمخه ،راسی، نو ئی صوت په مخصوص ډول ور گرزوی چی د (او) ږغ پکښی وی لکه : کټو (دېگ گلی) 

(۳) که زورکی د (ی) دمخه راسی، نو ئې صوت داسی وی ائی) لکه : کوئ میکنید) تللی (رفته بخښلی (بخشیده) او. نور ::

 د صایتو حروفو ټول ږغونه:

 له لوړو پلټنو څخه موږ د پښتو د صایتو حروفو ږغونه په دې ډول ضبط کولای سو یعنی حرکات د مختلفو صایتو حروفو سره دغه ږغونه لري:

  (۱) الف د حرکت په شکل چی زور دئ لکه : بل (افروخته بر (بلند) چی د (ب) صوت ښکاره کوي.

 (۲) تر زور وروسته چی ولاړ الف دئ لکه : کال، بار چی دمخه حرف ئې زور لري.

 (۳) تر «الف» چی اورد الف دئ لکه : آس آره، چی دمخه حرف ای هم زور لرونکی الف دی

۴) د حرکت په شکل چی زروکی دی لکه : بل (دیگر) چی د (ب) صوت په منځنی ډول ښکاره کوی او په پښتو لیک اکثراً (ه) نمايندگي کوي.

  و :

(۵) لند معروف واو د حرکت په شکل چی پېښ دی لکه : کر (کور) بر (بور) چی د (ک (ب) صوت ښکاره کوی، او لنډ ږغ لری او کله د کلمې پای ته هم وی لکه پلو، نیاو. 

(٦) اوږد مجهول واو چی له دوو پېښو څخه جوړیږی، لکه : کور (خانه) نور (دیگر) چی اوږد ږغ لري.

 (۷) واو چی دمخه ئې زور وی لکه : خور (آزار) بور (ببر) چی د. (او) ږغ لري

 (۸) واو چی د مخه ئې زورکی وی لکه : کټو (دیگ گلی) . (او) ږغ لری. ی :

 (۹) لنډه معروفه یا د حرکت په شکل چی ) زُر) دی ، لکه : تیر، پیر چی د (ت - (پ) ږغ ښکاره کوی او کله ئې د ږع د کلمو په پای کښی مطلق و لکه پای ، ځای

   (۱۰) اوږده مجهوله یا چی له دوو زیرو څخه  جوړیږی.  لکه پېر، چی اوږد ږغ لري

 (۱۱) یا چي دمخه  ئي زور وي لکه ښی راست تی (پستان ) چی دا (ای) اوږد ږغ لري،

(۱۲) یا ، چي دمخه ئي زورکی وي لکه ښی تئ (میرفت) چي دا (ائ)اوږدږغ لري: 

له لوړ تفصیله تاسو د صائیتو حروفو (۱۲) شکله زده کولای سئ دغه دوولس شکله  زده کولای سئ ددغه دوولس پر اساسي درو ږعوبنا کیږي ،ځکه چی اصالت حروف او ددغو ږغونه د ژبي د فونیک ږغپوهني اساس دئ نو سړی کولای سی چی د پرتلې او مقایسې لپاره کار ځنی واخلی. دغي لوړي خبري د څېړني لپاره لندي پښتو حروف علت او ږغونه ئې له سنسكريت اوستا سره پرتله کيږي چي دغو ژبو سره نژدېوالي او د پښتو اصالت ښه ځيني معلومیږي:

 مشهور انگلیسی مستشرق ،هـ جولیس اگلنک د ایدنبرگ د مقایسوی فیلولوژی پروفیسور لیکی : له هندی ایرانیو دورو څخه چی آریائی اقوام سره گد لندو دوو مرکبـو صـائيتو حروفـو (ډفتـونگ) پـه دې ډول تغير کړئ دئ (۱) له دوو صائيتو توريو څخه مرکب آريائي ږغونه چي (au-ai) وه او په اوستا کـه وه اوستا کـه اوستا گرامر پوهانو واخیسته، نو ئې په (O-E) تبدیل کړه اما هغه اوږده ږغیز مرکبات چی آی (Ai) او (Au) وه په لنډ ډول ئې (Au-Ai) وویل. (۲)

 له دې شرحي څخه ښکاره کيږي چـي د آريـائي ژبـو واول سيستم نهم دئ او په پخوانو ژبو کښي ځ تغيرات هم ورپېښ سو دي نو له دغه به جهت هم ښايي چي دٌ پھتو واول سيستم. چی پښتو د غرو او رغو ژبه و او سنسکریت د بڼو او سمو ژبه و اوستا هم د خپل تربیت په محیط کښی له پښتو څخه بېله ده.

 سره دغه هم لکه جیکسون آمریکائی مستشرق چی لیکی : د اوستا حروف دلیل اصلی سره یو شی دی او اساساً برای اوږدو او لنډو ډولو باندی وېشل کیږی (۳) او لکه دمخه چی اشاره و تورسوه د پښغتو د ږ. د پښتو (۱۲) رغونه چی لوړ ولیکل سوه په لاندی ډول له زړو ژبو سره سمېدلای سي (۱) زور په سنسکریت اوستا او ټولو ژبو کښی سته، خو د هغو دوو ژبو زور د زور او پېښ تر منځ یو صوت لری (۴) نو ځکه باید د پښتو زور کی ته نژدې و اماگڼل زور سی، او د زور د زور او پېڼل. د پښتو له پلوه بېل ږغونه دي چي د کلماتو معاني هم اړوي لکه : تل په زور عمق تل ) په زورکی همیشه بل ) په زور افروخته بل په زورکی ، دیگر او نور د الف وچ رغ هم عام دئ.

 (۲) د الف اوږد ږغ (آ) هم سنسکریت هم اوستا لری، او د د لپاره چی له هغه بل الف څخه ئې تفریق وسی نو په دواړو رغو کښی بېل شكل هم ځانته لري.

  (۱) واو معروف د حرکت په شکل (u) په دواړو ژبو کښی لکه پښتوسته، او ځانته بېل شكل هم لري.

  (2) د واو صوت په اوستا او سنسکريت کښي بود چي په پهتو کښي دا رغ نسبتا اود او د مجهول واو په ډول دئ، چي نژد دغه مجهول آواز ته ئه کي چي لري په په په. - نمود غوندی وی کم دئ او داسی آواز په پښتو کښی نه لرو.

 (۳) تر واو د مخه که زور وی ، دا رغ په سنسکریت اوستا دواړو کښیسته (اُ) په پښتو کښی لکه : کندو، مندو. 

(۴) تر و او دمخه چی زورکی،راسی، دا صوت هم په تخميني ډول ښائي چي كټ مټ نه وي په دغو ژبو كښي سته د اوستا هغه (AU) په سنسكريت كښي بل ږغ  مومي چي پښتو ته نژدې دئ

ی :

 (۱) لکه واو - ی هم دغسی ده، چی معروف ږغ ئې په اوستا او سنسکریت کښی سته چی بېل اشکال هم لری، اما په پښتو کښی دا ږغ د زېر په ډول موجود دئ.

 (۲) بل ږغ ئې و دئ چی موږ مجهوله یا ورته وایو، او په سنسکریت اوستا کښی دا رغ هم متداول پښتو ته نژدې دئ. 

(۳) تر یا دمخه چی زور وی دا حرف په دواړو ژبو کښی بېل رغ او شکل لری چی په پښتو کښی هم عام دئ.

 (۴) تر یا دمخه چی زورکی،راسی دا صوت هم په تخميني ډول په دواړو ژبو کښي سته، او پښتو ئې هم لري.

 توضیح :

 خيني حروف برابر علت چي په سنسكريت كښي ست لكه خفيف لام او را، غالباً دا هغه نوي اثرونه دي چي پر سنسكريت باندي د هند په ورشوگانو كښي سوي دي كه نه وي اساسي صايت حروف او د هغو مركب آسوات او ديفتون است. ځکه چی د سنسکریت د ږغیزو حروفو د اصواتو له اقسامو څخه که دغه سپک (ل - (ر) کم کړو، نو هغه (۱۲) صوته پاتیږی چی په پښتو کښی اوس هم ماسته فقط پهوا (۱۲) سوي دي او دغه (ل) - ر ته پوره اعرابي حروف هم نه سو ويلاي ځكه چي ذوحياتين دي او نيم اعرابي (Semivowel) ورته وايي.

 ټولي ژبي ځيني صحيح حروف هم لري، چي ږغونه ئې د صائيتو حروفو په کومک ښکاره کيږي، دغه صـامـت حـروف د ژبـو اساسي  .ږغونه دي چې په اکثرونه ژبو کښي سره مشترک دي او ممکنه ده چي ژبي مخصوص صامت حروف هم ولري


دلته تر هر څه دمخه باید په دې پوه سو چی د ژبو په صوتی سیستم کښی د محیط او اقلیم او اجتماعیاتو اثر دونی دئ چی په نژدو اقلیمو کښی دغه ږغونه سره اوړی. لکه ژبه چی احتیاج پیدا کړېده دغه رغونه هم ضروری منځته راباسی. مثلا یو توری په یو خاص ځای کښي خلک یو راز وايي بل ځای هغه توری بل ډول رغ لری دغه طبیعي نیاز دئ چی د ژبی او د ژبو ږغونـه سـره اړوي.

 مجرد ږغونه او مرکب ږغونه :

 دصمتو توريو ږغونه موږ پر دوه ډوله وېشلاي سو يو هغه ږغونه دي چي اساسا او پخپله يو ږغ او مجرد صوت وي له يوه مخرجه څخه په يوه وار راوزي دغو توري ته موه او مجرد ږغونه او یوازینی توري ویلای سو .

 ځيني داسي ږغونه هم په ژبو کښي سته، چي دوه ږغه سره گاه سوي او يو رنگ ئي موندلي وي داسي ږغونه موږ مرکب گڼو، او هغه توري چي نمايندگي ئې 

. د ژبو د تخلیق او نشوونما په سلسله کښی مجرد اصوات لومړنی دي وروسته چي په نويو خولو کښي لويږي او نويو محيطو ته ځي په ځينو توريو نوي اصوات گديږي سي او مرکب موتومي، دگرگوني چي او مرکب موتومي. رشو توریو څخه مجرد اصوات دغه دي :

 ، د ، د ، ر ، ب رب ، پ ، ت ، ت ، ج ، چ ، خ ، خ ، خ ، ز ، ژ ، ش ، غ ، گ ، ک ، ل ، م ، ن ( اما څلور صائت توری را ـ و ـ ـ ی) خو بېل دی د صحیحو او صامتو حروفو په ډله کښی نه شمېرل کیږی نور نو دغه توری مرکب صوتونه لری (و، ښ، ن). ( ن ) يو خيشومي ږغ دئ چي له ړ) او (ن) څخه مرکب. سویدئ


او ږ، ښ) داسي توري دي چي مختلف اصوات لري او په ډول ډول اداء کيږي په حقيقت کښي مبدا هغه اساسي مجرد توري (ژ،ش) دي چي د نورو توريو د ترکيب په سبب ئې ږغونه  گرزېدلي دي دا نقشه و گورئ

 (ب) بی) په  نقشهدې کښی د دوو تورو ګډ صوت په (=) سره د دوی تر منځ ښکاره سوئ دئ وگورئ د (ژ) مرکب ږغ داسی تغیر مومی

 : ژ – ز(ږ)= گ) - گ  

اما د (ش) ږِغ هم داسی مرکب. دئ : 

ش ش = ښ) ښ ښ = خ خ


 اوس چی تاسوی ته د مرکبو او مجرد و اصواتو تشریح وسوه نو. به ولاړ سو د ږغو د مقایسوی بحث Comparative-Ponology برای اساس به صایت او صامت توری هم د سنسکریت اوستا سره وگورو 

د سنسکریت اوستا مرکب ږغونه:

 د سنسكريت تهجي حروف ټول (٤٦) دي چي له دغو څخه (٢٥) اصلي او صامت او نور صايت او د اعراب توري دي پنځه وشت توري هم پر پنځو برخو وېشل كيږي

 ::  ۱حلقی - ستونیز Cutturals 

۲کامی ـ تالوئیز Palatals 

۳زبانی - ژبیز Cerebals 

۴ دندانی - غاښیز Dentals 

۵لبی - شوندیز Labials 

چی هر ډول له دغو توریو څخه پنځه ویشت توري لری. (٦) 

اما په دغو تورو کښي اکثر مرکب توري دي . چی له مجرد رغ سره یو (هـ) سپک ږغ ملگرې کیږی مثلا کھ، گھ، چھ، جھ، تھ، تھے۔ د ه، په، به _ نو ځکه موږ دا ویلای سو چی اصلا آریایی رغونه چی په اصلی آریانی ژبه کښی وههه مجرد رغونه دی چی د پهتو په اصلي حروفو کښي سته دغه د کامپيک ئې وروسته موند. هغه وخت وی چی د حروفو حرکت زور کی و په دغه صورت کښی یو مرکب رغ نه مومی چی لکه نیمه (هـ) داسی ویل کیږی نو گویا هر حرفی که په زورکی ووایو، د (هـ) یو سپک صوت مومی چی هه موه. هم ووایو چی د مرکبو اصواتو باید طبیعت شرقي دئ نه .غربي. يعنى له بخدي څخه غربى خواته تر اروپا پوري مركب اصوات چى د (ه) په خلط جوړ سوي دي، لږ دي بلكى سته هم نه، بالعكس د بخدي شرقي خواته په هند كښي ډا ږ نورغونه ھرى او دي او هندى. مرکب ږغونه د (ه) په خلط لری. پښتو موږ پوره غربی یعنی له ایرانۍ څانگی څخه نه سو بلای چی دغه رغونه نه په نیم ډول پکښی سته او هم ني شرقي يعنى هندى نسو گڼلاى، ځکه چى لکه هندى ژبي مرکب لکه ديگه هندي له دغي پلټني څخه نتيجه اخلو چي دا ژبه آريايي مرکزي ژبه ده او اصوات ئې هم ښائي چـي صـوتـي مرکزيت او اصالت ولري.


داصواتو تطبیق :

 دمخه د پښتو ژبی د الفباء مجرد او مرکب ږغونه وپېژندل سوه اوس هغه ټول د سنسکریت اوستا له اصواتو سره لاندي تطبیقکوم:

 ب: په دواړو ژبو کښی دا مجرد صوت سته او بېل اشکال لری سنسکریت ئې مرکب صوت (به) هم لری چی په اوستا کښی نیست. مثالونه :

 اوستا : بغه Bagha (خدای)

 سنسکریت : بات bat (لار ) چی په پښتو کښی واټ سوه ده، مرکب ته نژدې پښتو ږغ (به) : لکه اوبه چی ماقبل آخر زورکی لری. پ: په سنسکری اوستا دواړو کښی مجرد او مرکب ږغ پهـ PH لری چی د اوستا مرکب ږغ ئې (ف) او د سنسکریت مرکب ږغ ئې پښتو زورکی لرونکی (په)  ته نژدې مثلا :

  اوستا په لکه : پره تو peretyu: (پل) مجرد ږغ p 

اوستا : ف لکه فره وه شی  fravashi (مقتدر) مرکب رغ. PH و F 

سنسکریت پ لکه پاتی pati(کاغذ) مجرد ږغ p 

سنسکریت : په لکه پهاند Phand بوریا، تور مرکب رغ PH مرکب ته نژدې پښتو ږغ لکه : پر) ملامت) په (در).

 ت : په اوستا او سنسکریت کښی مجرد او مرکب ږغونه دواړه لری، لکه :

 اوتسا : ت لکه تنو tanu (تن) مجرد ږغ t 

اوستا : ته لکه تهوخشه Thvaxa (یو نوم مرکب ږغ Th 

سنسکریت : ت لکه تاب tap  (تود) مجرد ږغ T

 سنسکریت: ته لکه تهالی Thali (تالی) مرکب ږغ Th

مرکب ته نژدې پښتو ږغ: لکه تل همیشه) تلل (وزن کردن

اوستا دا ږغ نه لري اما سنسکریت ئي هم مجرد هم مرکب ته Th لري مثالونه:

سنسکریت : ټ لکه ټسر Tasar ټېسر مفرد ږغ T

د اشتباه د رفع لپاره باید ترT لاندي یوټکی یا علامه وي چي زموږ په مطبع کښي نسته 

سنسکریت : ته لکه ټهانو Thanu ټانه مرکب ږغ Th

مرکب ته نژدې پښتو ږغ : کوټل (کوفتن) ټهل (تهمل)

ج: په اوستا کښي مجرد او په سنسکریت ګښي هم مجرد هم مرکب ږغ لري، مثالونه:

سنسکریت : ج لکه جاترو Jatru(زایر) مجرد ږغ J

سنسکریت : جه لکه  جهاټ Jhat (سايوان ) مرکب ږغ Jh

اوستا : ج لکه جفره Jafra (ژور)مجرد ږغ J

مرکب ته نژدې پښتو ږغ : لکه جر (اسم صوت )جګ (بلند)

چ:په اوستا کښي مجرد او په سنسکریت کښي هم مجرد هم مرکب ږغ لري ،مثلا :

اوستا: چ لکه چش chashچشیدن مجرد ږغ Ch

سنسکریت :چ لکه چاتر chaturلایق مجرد ږغ Ch

سنسکریت: چه لکه چهند chhandعروض مرکب ږغ Chhمرکب ته نژدې پښتو ږغ :لکه چغ(پرده نی)چخ (خلیده)

خ:اوستا ئي مجرد ږغ لري ،چي یو بل مرکب ډوله ږغ هم پکښي سته (خو V مثلا : مجرد ږغ ئي لکه : خرتو Khratu(خرد)او مرکب ږغ ئي لکه : خوفنه Khvafna (خوب) دئ . پخپله سنسکریت دا صوت نه لری . او په عوض کښي (کـ -هـ) تلفظ کوي ، یعني ښه پسي حلقي کیږي په پښتو کښي هم زور کی ورکو . د (خه) ږغ ورکوي ، مثلا : خر (اسم صوت ) خړ(خاکي ) دلته باید دا هم وویل سي چي سنسکریت او اوستا له مقایسې څخه داسي معلومیږي چي :په مرکزي آرياني ژبو کښي دا رغ يو مستقر ږغ نه دي، ځکه نو په سنسکريت کښي په مستقل ډول نسته او له پښتو (خر) په سنسکریت کښی (کهر) او د پښتو پخول په هندی کښې (پکاول) سو، د خان کلمه هندیان (کان) وایی پخپله په پښتو کښی هم ځنی قبایل چی د (خ) تلفظ کوی هغه کلمات بیا  نور قبایل په(ښ ، ش) اړوی، مثلا : خه = ښه = شه چی دمخه دی ابدال نقشه تاسی ولیدله نو گویا (خ) د پښتو نیم مجرد توری دی او پوره استقلال او استقرار نه لري.

 خ دا یو قسم صوت دئ چی د ت س) یا (ث، ت) گدو اصواتو ته نژدې دئ پخپله په سنسکریت اوستا کښی نیست، مگر نوری آریائی ژبی ئی لری، مثلاً : روسی (خ) لری، آلمانی (تست : ( صوت هم دې ته نژده دئ.

 څ : دا صوت د (ز ، (ج) تر منځ ویل کیږی په پاړسو کښې عوض (ج) دئ، مثلاً : جان - خان هغه څوک چی دا صوت نه سی اداء کولای عوض ئې (ز) وایی له دې څخه معلومی چی. دغو دوو تورو له جنسه دئه. او قیمت ته وایی، چی (ز) په (ج) هم اوړی، ارج او ارجمند ځنی جوړیږی په سنسکریت کښی هم (ارج) په دغه معنی دئ، د پښتو ارخ)، ارځلېدل هم کټ مټ دغسی په ز = (ج) (خ) اوښتئ دئ، چی کله په (ز) هم ارزېدل) ویل کیږی.

  دي څخه معلوميږي چي د (خ) ږغ اصلاً په مركز آريائيانو كښي و مگر په هند او ايران كښې په عوض نور ږغونه درېدلي دي اوستا يو حرف لري چي ږغ ئي (ځ) ته نږدې دئ هغه تقریبا د


:dhدئ چی دا هر وخت د کلماتو منځته ،وی، مثلا : پوخذه pukhdha (پنځم) چی هغه (ذ) په پښتو (خ) بدل سوئ دئ.

د:  په سنسکریت کښی غاښیز توری دئ چی په اوستا کښی هم سته، دا صوت عموماً په ټولو ژبو کښي مشترک دئ سنسکريت ئي مرکب صوت (ده) هم لري مثلا :

 اوستا : (د) لکه درفشه draphsha (بيرق) مجرد ږغ D 

سنسکريت : (د) لکه : رته Datha (بيرق مجرد D ږغ). سنسکریت

 (ده) لکه : دهرم dharam (مذهب مرکب ږغ DH مرکب ته نږدې پښتو ږغ لکه : در بطرف مخاطب دی هست)

 د : دا حرف اوستا نه لری په سنسکریت کښی غرب، او مرکب صوت (ډه) نه ويل کيږي شرقي خواته ډېر دئ او هم په اروپا کښي سته مثلا :

 سنسکریت : (ډ) لکه: ډاین دایان (ساحره) مجرد ږغ Dد سنسکریت (ده) لکه ډهگ  Dhig نژدې مرکب رغ DH. 

تبصره : د اشتباه د رفع لپاره باید تر لاتینی D لاندی یو ټکی یا علامه وی. پښتو مجرد. : دم آب) ایستاده) ډب (زمین عمیق) پښتو مرکب ته نژدې ږغ لکه : دم مطرب) دب (اسم صوت).

 ر: هم په اکثرو آریائی ژبو کښی سته اوستا او سنسکریت ئې لری، چی نیم صوتی Semivowel كيف هم لري، مثلاً 

اوستا : (ر) لكه : رتو راتو (ديني مشر مملو ږغ )R 

سنسكريت : (ر) لكه : راج Raj (حكومت) مجرد رغ ( R (

ړ:ددي توري طبيعت همي دئ اوستا او پارسي ئي نه لري، پښتو او سنسکريت دا ږغ لري او په مخرج کښې د (ر) او (ډ) تر منځ ويل کيږي، او په سنسکريت کښي کلمات دو په سر کښي ډې په من وي. پای کښی ډېر وی، مثلاً : 

سنسکریت : (ړ) لکه : رورا Rora (ډبره) مفرد ږغ R


ښتو لکه : روند، پړ پړ او نور....  

تبصره : د اشتباه د رفع لپاره باید تر لاتینی (R) لاندی یووه علامه وی.

 ز : سنسکریت دا ږغ نه لری په عوض کښې (ج) وایی، لکه : روز = روج یا زانو = جانو یا زن = جنی. په اوستا کښي هم سته، د توري طبيعت غربي ښکاري او په پښتو کښي متعدد ساري لري مثال : کله په (ژ) کله په (ج) کله په (ځ) اوړي.

 اوستا : (ز) لکه : زاته زتا (Zata) مجرد ږغ  Z 

ژ: دارغ هم سنسکریت نه لری، او په پښتو کښی دئ، اوستا نی هم لری، مثلاً : ژنو Znu (زانو) دا حرف هم په پښتو کښی د (ز. ج) سره خپلوی لری مثلاً : ژبه زبه جبه) چی درئ. ډوله ویله کیږي خو طبیعت لي غربي دئ د شرق خواته نژدې کيږي په (ج) اوړي لکه د پارسي اژدر د سنسکریت اجگر:

ږ: لکه دمخه چي تاسو ته ښکاره کړه سوه، دا توری مرکب صوت لري نو ځکه متغير دئ له تيري نقشي څخه ئې تاسی ته د ږغ تغیر هم ښکاره سو : په سنسکریت اوستا کښی دې ږغ ساری نسته، له (ژ، ج) سره اوری مثالً : کژ < کج < کور یا آژدها < اردهار، اما په خپله پښتانه ئې د (گ) ساري گڼی.

 س : په سنسکریت کښی له مهموسو حروفو څخه دی، په اوستا کښی همسته، پ اکثرهو ژبو کښی دا رغ عام دئ. مثلاً:

 سنسکریت : س لکه : سات سات (sat) (اوه )مجرد ږغ S 

اوستا : س لکه :ستو Sat (ستایل) مجرد ږغ (S) په پښتو کښی دا رغ (خ) ته نژدوالی لری او کله کله سره اوړی هم لکه : سرگند < . ش : دا هم مهموس حرف دئ په سنسكريت اوستا كښي سته او لكه چي تاسي ته په دمخنۍ گڼه کښي ښکاره سوه دا صوت د ځينو تورو مرکبو ږغو لپاره بنسټ دي، مثالونه :


: اوستا : (ش) لکه : هورشته  (Hvarahta). یعنی ښه رشه نیک کردار  مجرد ږغ SH 

سنسکریت : (ش) لکه : شاپت shpit یعنی ملعون مجرد ږغ SH 

ښ: دمخه مو دا توری په مرکب ږغ سره دروښود، دې ږغ نظایر په آریائی ژبو کښی ستہ مثلا : روسی کټ مټ (ښ) لريدغسيهم به اوستا کښي یو مشدد  (ش) سته چی شكل ئې هم ببل دئ، مثلاً : شاته shata یعنی ښاد چی په پارسی شاد سوئ دئ، دا ږغ د پښتو ښ ته نژدې د او په پښتو ئې عوض هم دغه (ښ) دئ.

 سنسکریت هم یو بل راز (ش) لری چی ږغ ئی له اصلی (ش) څخه به د او جلا شکل هم لری د ژبی سر چی په تالو پوری ونښلی، دا رغ اداء کیږی چی د پښتو ښ) اصلي مخرج هم دغرو. په ښ، خ او بدل سوئ دئ. 

د سنسکریت دغه راز (ښ) مرکب صوت هم دئ او د هند په ښارو کښی مختلف ږغونه لری، مثلاً : کله د (ک) سره گډ سی، او د کش - کھی - چھ) ږغ ورکوی، لکه : لکشمی = لکچه ھیمی. (دولت) دا رغ په پاړسو کښی په (ش) اوړی، مثلا : د پښتو کښت، د سنسکریت کښت د پارسی کشت چی په برج بھاشا ژبه کهمت سوئ د او له دغو ټولو مثالو څخه  ددغه توري مرکب والی او عدم تقرر ثابتیږي. 

غ : په حقيقت کښي دا توري او (گ) له يوې کورنۍ دي چي د سنسکريت اوستا په حلقي توريو کښي ئې آوازونـه سـته، اوستا يو بل ږغ (گه) هم لري چي پښتو ږغ ته، ئژدې دئ مثلا به سنسکریت کښي( گه )  لکه گهات ghatیعنی وژل چی مرکب صوت دئ، او د اوستا (گه) هم دغسی مرکب صوت دئ لکه گهژر ghzar. یعنی موج.



 نو د (غ) ږغ په پښتو کښي مجرد و مگر په شرقي هجرت کښي د هند و خواته دا رغ (گ) ته مايل،سو او يو راز صوت ځيني پيدا سو چي د (گ، غ تر منځ دئ، لکه داغ چی په هندی کښی (داگه) او شغال چی شگال سو د (غ) او (گ) ابدال په آریائی ژبو کښی عام دی او کله چی د خپل بل حلقی توری (خ) سره هم : غوا قوئی چی پخپله په پښتو کښی گورم گور گوروان له دغي مادې څخه جوړ سوي دي چي په پاړسو کښي (گاو) او غوشوي) هم دغه ريښه لي چي په پښتو (خوشوي) يا (خوشائي) دي. ک په اوستا او سنسکریت دواړو کښی سته چی بل مرکب ډول (که) هم لری مگر د اوستا صوت ئې پښتو ته شرق نژدې دئ او د سنسکریت ږغ ئی هم هغسی په حلق کښی اداء کیا. ) نمايندگي كوي ځكه چي شرقي آريائيان (خ) نه سي ويلاي ويلاي مثلا :

 اوستا (ک) لکه : کامه کما (kama) مجرد ږغ k

 سنسکریت : (ک) لکه کاټ  (kat) مجرد ږغ k 

سنسکریت (که لکه : کهال  (khal) ډنده مرکب ږغ Kh :

 په اوستا او سنسکریت دواړسته مگر کښی. سنسکریت ږغ ئی خورا حلقی دئ چی د پښتو سره کټ مټ سم نه دی او د حلقی توریو طبیعت هم دغه دئ چی په خپل شرقي هجرت کښي خورا پسي حلقي کيږي، مثلاً:

  اوستا : گ لکه : گامه گاما (gama) مجرد ږغ g 

سنسکریت : گ لکه : گوند گوند (gond) مجرد ږغ g 

په سنسکریت کښی که دا ږغ مرکب سی (گه نو (غ) ته نژدې کیږی، لکه چی می وویل.

 تبصره: د پښتو په ستونیزو حلقی تورو کښی ( خ، ک، گ، غ) له یوې کورنۍ څخه دی دا کورنۍ توری تل یو د بل ځای سره 



پرېږدی په اوستا او سنسکریت او پښتو او پارسو او ټولو هندی آریایی ژبو کښی دا حکم عام او مطرد وینو، دمخه ئې مثال وویل سوه، او کله ځنی سامی یا فری، حلقی توری هم په دغو تورو سرا او. باقر باقر لولو، قندهار، کندهار بولو 

ل : دارغ په اوستا کښي نسته او نه په زړه پارسو Old-Persian کښي و، مگر په پهلوي کښي پيدا سوئ دئ، چي په اوستا کښې عوض خپليب قريب المخرج توري (ر) ده او په سنسکريت کښي کله (ر) او. ل) وي.

 په حقيقت کښي (ل - ر) په اکثرو آريائي ژبو کښي سره اوړي، د پښتو دېوال په پاړسو (دیوار) دی چی په پخوانی پارسو کښی (دېوال) کټ مټ په (ل) هم کښهل سوئ دئ. دیوارپه انگلیسي کښي هم دغه ریښه وال Wall،سته عموماً د سنسکریت (ل) په اوستا کښی د (ر) ږغ ورکوی، مثلاً :

 سنسکریت : شریلاس Shrilas ښکلی ، هوکرپته Huklpta ښه جوړ سوى.

 اوستا : سریرو Sriro ،ښکلی هوکرپته Hukerepta ښه جوړ سوئ. 

م: دا توری په اوستا او سنسکریت کښی له خیشومی اصواتو څخه شمېرل کیږی او په دغو دواړو ژبو کښی عموماً سره یو دی، په پښتو او نورو ژبو کښی مثلا هم عام، دِه خو کل، دَم مخ. لنبه _ لمبه .

 سنسکریت : (مه) لکه : نامه nama (نوم) مجرد ږغ m 

اوستا : (مه) لکه Nama: نمه 

 ن: په سنسکریت کښي مجرد ږغ نسته چي یو بل راز صوت د پښتو نژدې هم لري او په تېنیکو وایلي  په اوستا کښی هم دا دواړه ږغونه معمولی است، مثلاً :



 اوستا ن لکه : نافیه نفیا ،دننه ناف مجرد رغ ن 

اوستا : آن لکه : اینتر Antare نو، منځ مرکب رغ N 

سنسکریت : نه لکه : نابهی نبی نو منځ مجرد رع ن

 سنسکریت : په لکه : ورن پرموب ، مرکب. ن :

 تبصره :

 د (ن) د ښکاره کولو لپاره باید لاتینی د (N) شکل یوه علامه ولری چی له (ن = ن) څخه بېل سی. 

په ساکن ابتداء :

  سنسکریت کښی په ساکن توری ابتداء کېده او لکه چي ځیني  محققین وایی دا خصلت د آریائی ژبو دئ، او هر څونی چی ژبی غربی خوا یا سامی خواته میل کوی دا خاصیت ځینی ځي پښتو او سنکریت دا آریائي مزیت تر اوسه خوندي کړئ دئ

 په اروپا ژبو کښي هم عمومي دئ مگر په پارسي ژبه کښي ښايي چي له دې جهته ،نسته چي پر دغي ژبي د سامي ژپو اثر خورا ډېر لوېدلئ دئ.

 ښايي چي په خپله په اوستا او لومړنۍ پهلوي کښي په ساکن ابتداء و مگر وروسته چي د سامي تمدن اثر ايران ولوېد نو په ساکن ابتداء محاله سوه اکثر محققين واي چي په پهلوي ژبه بيشترً زر آرامي او ساميه لغات گر دوي به و سامی رسم الخط هغه سامی کلمات ،لیکل مگر په پهلوی به ئې ویل، مثال ملکان ملک به ئې لیکه او شاهنشاه به ئېلوسته، داسی كلمات دوی (هزوارش) (۷) بل او د سامی تمدن دغه اثر و چی ښایی له پارسی اوی. څخه ئې لار ورکه کړې وي او په ساکن ابتداء ئي ځيني ايستلې وي. ډېر داسي کلمات په پارسي ژبه کښي سته، چي یو زاید الف د انتخاب د سهولت لپاره په سر کښي وراچول سوئ دئ


لکه اشگرف = شگرف یا اشکم = شکم یا اشتر = شتر یا اسمندر سمندر ښایی چی اصلاً دا کلمات پخوا په ساکن سره شروع کېده، مگر وروسته چی سامی اغېزی ډیری سوې یو زاید الف د تلفظ دولت لپاره ور اچول سوی دی. (۸) 

نو د ساکن ابتداء په خاصيت کښي پښتو ډېره سنسکریت ته ورته ده، او ښايي چي دا خاصيت دواړو ژبو له اصلي آريائي ژبي څخه موندلي وي.

 خج ایکسن) Accint : 

ایکسنټ یعنی صدای او د ږغ تکیه او زور چی په پښتو ئې (خج) بولو، د فقه الصوت مهم بحث دئ او په اکثرو آریائی ژبو کښی اوس هم سته مگر په سنسکریت کښی خورا ډگراېر و اوښیوکار ویدا اومر د قدی. چی د سنسکریت ایکسنټ یو ډول موسیقی درلود او د تونیک Tonic په رنگ و، د ږغ فشار نه و، او پخوا کښې درې ډوله درلوده :

 .١ لور خج Udatta = Raised 1 

کښته خج An-udatta-Unraised 

لوړېدونکی او کښته کېدونکی خج= Theraising-Folling Svarita  

له دغو اقسامو څخه لومړی ډول د هند او اروپا ژبو د خج سره مشابه لری او د سنسکریت خجونه اکثراً په شعر کښی وه، علاوه بر دغه له ایکسنټ څخه په نظم  کښی کار اخیسته کېدي او په ویدي قدیمو متونو کښي هم موجود ؤ او روسته هم هر وید ځانته د ایکسنټ درلود په عمومی ډول هم ټولو ویدی الفاظو پر یوه یا دوو سلابیلو باندی ایکسنټ درلود لکه چی په هندو اروپا ژبو کښی سته اوکله ای به هم په ترکیبی الفاظو کښي ایکسنټ مکرر ګېدئ چي Doable accint ورته وایو د سنسکریت د مرکباتو ایکسنټ بېل احکام او اصول درلوده او تقریباً په ټولو گرامری نه احکامو کښی ایکسنټ بېل بېل اثر کاوه (۹) د اوستا په قدیمو نسخی کښی دوید) (10 ) او له دغه جهته هم ایکسنټ په پارسی کښی خورا لږ مراعت کیږی، مگر په پښتو کښی د صوت او تصمیم یو مهم رکن دئ او ډېر کلمات په همدغه ذریعه که څلیه هم په حروفو او را بخوبی سر یو. مثلاً : وړی برده" وړۍ "پشم" توری حرف، تلخه توری "ترائی آته مقیاس طول آته هشت" کښی ډېر مهم درلود په پښتو کښې هم لري.

 د پښتو ژبی خج لکه سنسکریت په گرامری احکامو کښی هم ډېرمهم دئ، اکثر گرامری اصول د خج په تمیز ښوول کیږی او د لری نو سړی دسی ویلایی مهم است. په آریائی اصلي ژبه کښي هم و مگر وروسته چي ويدي او سنسکريت ژبه په هند کښي د علم ذريعه و او د آريائيانو اکثر علمي او ادبي آثار هم نظم و نو په سنسکريت کښي خج ډېر انواع   وموندل او په نظم کښي ډېر داخل سو       !