د کنیشکا کورنۍ

د افغانستان پخوانی تاریخ اتم ، دوهم عصر

د لويو کوشانيانو دویمه سلطنتی کورنۍ هغه کورنۍ ده چه د هغی د موسس کنیشکا په نامه یادیږی او سربیره په دغه لوی پادشاه باندی څو تنه غټ او واړه پادشاهان هم لری چه ټول د کنيشکا مستقيمه اولاده ده.

او د زیاترو نومونه د «ایشکا» په کلمه منتهی او تمامیږی. د دی فصل په عمومياتو کښی مو د لویو کوشانیانو د سلطنتی کورنيو د ويش او د دواړو کورنیو ترمنځ د کومی لس کلنې احتمالی وقفی د وجود یا نشتوالی په باب کښی د مدققینو د نظریاتو تناقض او ځينې نوری نظريې وليکلې چه تکرار ئې لزوم نه لری، په هغه ترتیب سره چه تر اوسه مو تعقیب کړیدی او عموما په تاریخی کتابونو کی تعقیب شویدی هغه لس کلنه وقفه چه ځینو هغه د ويماکدفيزس د نائب السلطنه (سوترمگاس) د حکومت د زمانی جزء نيولې ده، د کوشان لومړۍ زمانه د ۱۲۰ مسیحی کال په شاوخوا کښی تمامیږی. او طبعا ښائی چه هغه د دویم عصر شروع یعنی د کنیشکا د سلطنت ابتدا وگڼل شی چه دی د لویو کوشانیانو د دویمی سلطنتی کورنۍ موسس دی. سره د دې چه په دغه باب کښی کوم داسی صریح او موثق سند په لاس کښې نشته په کدفیزس او کنيشکا د کورنۍ په منځکښی د جدائی او فاصلی اثبات وکاندې بيا هم یو څه ملاحظات دلته شته چه د لویو کوشانیانو د دوو کورنیو په منځکښی د جدائی احتمال ککری، فرانسوی «واله در پوسن» پخپلې هغې ليارې سره چه د تاریخی حوادثو په تحلیل کښی ئی نیولی ده، په دی ځای کښی داسی ليکی: «د کدفيزسيانو د سلطنت د زمانی نه وروسته یوه ډا د نور بادشاهان چه هماغه د کوشان یو توکم او ټبر ته منسوب وو؛ سلطنت ته رسيدلى دى، مسکوکاتو او کتيبو دغه بادشاهان او ادبی ماخذ څه نا څه د هغوی د سر سړی مونږ ته معرفی کړی دی داسی ښکاره کیږی چه د ویماکدفیزس او د هغی سلسلی په منځکښی چه له کنیشکا څخه د هغوی د سلطنت دوره شروع کیږی یوه خلاء موجود، وی که څه هم دا بادشاهان د خپلو اسلافو په شان «کوشانا» او (دواپوترا) یعنی (د اسمان زامن) وو مگر بیا هم په لاندی څیزونو کښی ئی ورسره تفاوت درلود اول د هغوی نومونه په (شکایا ایشکایا اشکا) کلمو تمامیږی، دویم د هغوی په مسکوکاتو کښی یونانی ژبه او خروشتی رسم الخط نه دی استعمال شوی بلکه لیکنې ئی په ایرانی ژبه او یونانی رسم الخط سره دی، دريم د دغې سلسلې په مسکوکاتو کښې د ډيرو ارباب الانواعو تصاویر ښکل شوی دی. څلورم د دوی خپلی کتیبې او یا هغه کتیبی چه په دوی پوری اړه لری د دوی د حکومت پر وسعت او د دوی د پاچائی پر عظمت دلالت کوی.

پنځم دغه کتیبی کال او نیټه لری په دی ترتیب (دریم کال اتلسم کال.... کنيشکا.....) د کنيشکا نورو خلیفه گانو یوه سلسله ارقام نیولی دی چه په هغه کښی د کنیشکا د حساب کلونه شامل دی د دغو ټولو ملاحظاتو سره دغه فاصله او وقفه د وینې د گډوالی په لحاظ د کوشان د دوو شاهی کورنیو او د دوو عصرونو په منځکښی بیلتون او جدائی نه راولی. او لکه چه مستر توماس او موسیو انفرد فوشه لیکی د ویماکدفيزس او کنیشکا د تصویرو په منځکښی چه د هغوی په مسکوکاتو کښی لیدل کیږی لږ توپیر هم نشته او کټ مټ او پوره نژادی مشابهت ښکاره کوی....»

داسی نظریات هم شته چه د لویو کوشانیانو د دوو شاهی کورنیو په منځکښی وقفه نه منی تر دی چه یو هندی پلټونکی کنیشکا د ويماکدفیزس زوی گڼلی دی په هر صورت د دغو دوو شاهی کورنیو ارتباط د زمانی او خپلوۍ په لحاظ چه هر څه وی د لويو کوشانيانو د عظمت او حقیقی دوره په کنيشکا او د ده په اولادې سره شروع کیږی، د کدفیزس کورنی د هغه اهمیت نه مخی چه کوشانی سلطنت په تشکیل او ځينو نورو مسئلو کښی ئی درلود په خپل ټول موجودیت سره یوازی د کنیشکا د نامه د عظمت په مقابل کښی خړه ده نو ځکه د کنیشکا کورنی د آریانا د کوشانی امپراطورۍ په تاریخ کښی لوړ شان او جگ مقام لری دغې کورنۍ د ۱۲۰ مسیحی له شاوخوا څخه د(٢۶٠=دا برخه ونه لوستل شول) مسیحی پوری تقریباً یو نیم سل کاله یا یوه نیمه پیړۍ سلطنت کړی دی او د بادشاهانو نومونه ئی په لاندې ډول دی: 

کنیشکا (د ۱۲۰ د شاوخوا تە ئی ١۶ نووی): هغه پادشاه چه د نن ورځی معلوماتو نه احاطه کښی له ويسا کدفیزس څخه د لویو کوشانیانو په سلسله کښی پادشاهۍ نه رسیدلی دی او مدققینو د نظریی سره سم د لویو کوشانیانو د دریمی سلطنتی کورنۍ موسس هم دی. 

په کتيبو او مسکوکاتو کښی د کنیشکا کا- نبشکا - کنشکا - کنشکی شاهی کیکه په نومو یاد شویدی، روایاتو د (گندهارا پادشاه) لقب ورکری او په دغه نامه ئی ستایلی دی او په مسکوکاتو کښی ئی ځان ته «راؤنانوراؤ Raonano Rao یعنی د پادشاهانو پادشاه ویلی دی، معلوم نه دی چه څنگه او په صحیح صورت سره په کومتاریخ پادشاه شوی دی د هغه حساب له مخی چه د کدفيزسيانو د سلطنت دپاره نیول شویدی د کوشان د دوو شاهی کورنیو په منځکښی په لس کلنی وقفی سره د کنیشکا جلوس (۱۲۰=دا برخه ونه لوستل شول) مسیحی کال ته راجع کوی دی د کوشانيانو مقتدر او خورا لوی امپراطور دی چه د ده د نامه او شورت اوازه د آریانا له سرحدو څخه تیره شوی او په هند، تبت او چینی ترکستان کښی د ده په مفتوحه ځمکو کښی ئی څو پیرۍ انعکاس کړی دی د کوشانی تاریخ یو ډیر عجب څیز چه مخصوصاً د کنشکا په شخص پورې دبره اړه لری دادی چه سره د دی لوی شهر ته چه مرکزی اسیائی څو پیرۍ سولی وه او سره د زرگونو سکو او ډیرو کتیبو چه تقریبآ د ده د سلطنت ټوله دوره ئی نيوله او سره د پخوانیو سانسکریتی، چینی تبتی او مغولی متونو او سره د ده د شخصی مجسمی چه حتی په طبیعی لوبوالی د ده د نامه او القابو د نقش سره د (ماتورا) له شاوخوا څخه پیدا شوی ده بیا هم د کنيشکا د جلوس او سلطنت تاریخ نه دي معلوم، مدققينو په دې لپاره کښی زيات زحمت ایستلی دی. او واقعات ئی د «ویگراما» او «ساکا» د مختلفو عهدواو زمانو په حساب چه: (اول په (۵۸=دا برخه ونه لوستل شول) ق م او دویم په ۷۸ مسیحی کښی شروع کیږې) تحليل او تجزیه کړی دی. لیکن مطلب لاس ته نه دی راغلې او اوس هم په دې باب کښې د نظريو ډیر اختلافات موجود دی په هر صورت د هغی عمومی نظریی له مخې چه تر اوسه قائمه شویده. د ده جلوس عموماً د ۱۲۰ مسیحې کال په خواو شا کښی گڼی. که څه هم د سانسکریت چینی، تبتی، پورته ذکر شوو منابعو کتيبو، مسکوکاتو، داستانو، او روایاتو، تر اوسه کومه صحیحه نظریه د کنيشکا د عصر په باب کښی ورنکړی شو، مگر د ده د عصر او سلطنت اساسی خطوط تر ډیری اندازې روښانه کوی. 

د کنيشکا د سلطنت او امپراطورۍ پراخوالی: کنشکا چه د موسیو الفرد فوشه د نظریې سره سم په روایاتو کښې «د گندهارا پادشاه» په لقب مشهور و يوه داسې امپراطوری لرله چه دیره پراخه او لويه وه چه د پخوانۍ آریانا او دنننی افغانستان له حدودو څخه وتلې وه، لمن ئې په هند کښې د ټولو شمال غربی منطقو پورې، او په مغرب کښی د گنگا تر حوزی پورې، او د جنوب خوا ته د « وندهيا» د غرو پورې او د پامير د غرب نه هغه لورې ته، په سنکیانگ (چينې ترکستان) کښی د تارم د سیند تر حوزې پوری خپره وه.

پخوا مو وویل چه د کوشانی لومړنۍ شاهی کورنۍ غرو یعنی کدفیزس یانو د کوشانې دولت د ځمکی د وسعت او پراختیا په لیاره کښې آمال او نظریات درلودل او دويم کدفيزس په دې لياره کښې او مخصوصاً د هند خوا ته عملا زياتې کامیابی حاصلې کړی او د «ماتورا» تر شاوخوا پورې ځايونه ئې ونيول دا پوره نه معلومیږی چه د دویم کدفیزس نه وروسته د هند مفتوحه ځمکی د کنيشکا تر عصره پوری تابع پاتی شوی او که کنيشکا پخپل مټ د هند فتحه شوی ځمکې بل و اربيا تابع کړلې - هیوان تسانگ چینی زائر د هغو اطلاعاتو پر اساس چه په کاپیسا کښې د خپلې استوگنې په موده کښی ئې د کنيشکا د عصر په باب کښی لاس ته راوړی دی داسی لیکی: «هر کله چه ده په گندهارا حکومت کاوه، قوت ئې په گاوندیو مملکتو او نفوذ ئې په ليرې ليرې علاقو کښې احساس کيده. 

هغه څه چه رشتیا دی او د کتيبو، مسکوکاتو، روایاتو له مخې ثابتږی داسی دی چه د کنيشکا د امپراطوری د مربوطاتو لمن په هند کی تر (غازی پور) او د گنگا تر غاړو، او په سنکيانگ (چينی ترکستان) کی د تارم د سیند تر حوزې پوری انبساط او پراختیا درلوده زیات تفصیل ئی په لاندې ډول څرگندیږی.

په هند کی: دا ډول معلوميږي چه د ویما کدفیزس د پادشاهۍ نه وروسته که د احتمالې ځند «وقفې» په موده کښې چه لومړۍ کوشانی کورنی، د دوهمی څخه جلا کوی، د هند متصرفه ځمکو د کوشانې دولت له اطاعت څخه غاړه غړولې وی، او سربیره پردی، ځینی ور څرمه برخی لکه کشمیرهم د کوشانيانو د نفوذ له حوزې نه وتېي وی، ځکه کنيشکا د نوموړی قلمرو د اتصال او يو له بل سره د ټولو دپاره بله پلا کوشش کړی دی، او د (ونسنت سميت) په نظریه، کنيشکا، کشمیر د خپل سلطنت په لومړیو کلو کی فتح کړ، او څو معبدونه او ودانی حتی یو ښار ئی هم په خپل نامه (کنیشکا پورا) سره هلته ودان کړ لکه چه تر اوسه پوری د دغه کوشانې ښار خاطره د کانیشپور د کلی نه ښکاره کیږی چه د بیهات د سیند، او د هغی پاچائی لاری په منځ کښی پروت دی چه د «وراهمولې» (بارامولی) څخه د کشمیر مرکز (سرینا گار) ته رسیږی. سربیره پردی د (راجا ترانگیسنی) د کشمیر د تاریخ متن هم دی موضوع ته اشاره کړی او داسی وائی: پدی ځای کی دری تنه پادشاهان سلطنت ته رسیدلیدی چه هوشکا، جوشکا او کنيشکا نومیږی او هغوی هر یوه په خپل نامه یو یو ښار ودان کړی و. د هغو حفریاتو په اثر چه «د ماتورا» Mathur په سیمه د (مات Mat) په کلی کی وشول د کنیشکا دری بی سره (مجسمې) پیدا شوی دی چه یوه ئی د انسان د طبیعی ونی (قامت) پر اندازه ده او پر لمن باندې ئى د کنيشکا نوم ليکل شویدی، په (سرنت Sornath) نومی ځای کښی (بنارس ته نژدی) «د بودیس اتوا» د یوې مجسمی پرشا دا دول ليک پيدا شویدی: د ستر ټولوا ک کنيشکا په دوره کی د لوی حکمران «کارا پالانا Karapallana» او « د حکمران » «واناسپاراVanaspara » « په دریم بله کتیبه چه نيټه ئې د١١ کال د ديزيوس Daisio د میاشتی ۲۸ دی د سوی وهار - Sui-Whar نومی ځای ملتان څخه چه (وهاوالپور) ته نژدی دی ستلج د سیند په څنډه کښې چه د چناب د سیند له معاونینو څخه دی پیدا شوی ده د کنيشکا په آمریت او نفوذ دلالت کوی، دغه رنگه بله کتیبه د سهت مهت (Malet=دا برخه ونه لوستل شول)نومی ځای (لرغونی کراواستی) کی پیدا شوی ده چه د ۱۲ کال سنه لری، د دغو کتيبو له مخې او د ډيرو مسکوکاتو په شاهدۍ چه د هند په خاوره کی تر غازی پوره پوری لاس ته راغلی دی، په ښکاره ډول څرگندیږی چه د کنیشکا په زمانه کی د کوشانی دولت نفوذ د هند په ځمکو کښی ښه پراختیا او انبساط درلود، په یقینی صورت سره د گنگا د سیند تر څنډو پوری خپور شوی ؤ څرنگه چه د روایاتو څخه معلومیږی د «پتالی پوترا» ښار (اوسنۍ پټنه) د هندی موریا د کورنی د امپراطوری لرغونی مرکز هم د کوشانيانو د مقتدر سلطان له خوا فتح شوه کنيشکا له دی ښار څخه د هغه وخت د سانسکریت خورا ستر ليکوال چه «اسوه کوشا» نومیده له ځان سره راووست او په خپل دربار کی ئی ساته، داسی څرگندیږی چه کنیشکا په خپلی مفتوحه مځکی یعنی ټول غرب الهند د نائب الحکومه گانو په ذریعه اداره کړی وی چه سانسکریت په اصطلاح نوی د (کشاترا په) یعنی حکمرانانو او د (مهاکشاترا په) یعنی د ستر حکمران په القابو يادېدل چه په هندی مأخذو کی زیاتره د اسکائی امیرانو په عنوان شهرت لری په دغو حکمرانانو کښې خورا مشهور کسان (نها پا نه چمنانه) او نور دی ځينې له دغو حکمرانانو څخه مخصوصاً «د چستانه» یا «کوهستانه» د هندی ماخذو په نظریه د شاهی کورنۍ دوستان گڼل شوی دی چه غروئی د څلورم قرن تر اخرنيوکلو پورې په (اوجن) کی امارت کړیدی او د گوپتا د کورنی ظهور د هغوې نفوذ ته خاتمه ورکړیده. 

په پارتیا کی: کنیشکا په شرقی کښی تر یوې سلسلی فتوحاتو او د هند د يوی لويې برخی د تسخير او نيولو نه وروسته غربی سرحداتو ته متوجه شو او لکه چه ځینو محققینو اشاره کړیده په پارتیا کی ئی فتوحات کړی دی خو بايد دې ته ملتفت او سوچه «هیرکانیا» او «پارتیا» چه ځینی وختونه یواځی د پارتیا په نامه یاد شویدی په هغه تفصیل سره چه د دغه جلد د اووم فصل په سرکی (١١۴) مخ کی مو وليک د تاریخی جغرافيى په لحاظ د آریانا یوه برخه يا شمال غربی ولایت تشکیلاوه، پارتيان لياسم ووایو غربی پارتیان په هغه ترتیب سره چه په اووم فصل کی ذکر شو د پارتیا نه اصلی خاوری څخه په تدریج سره ووتل او له ارمنستان او د رومن له امپراطورۍ سره یوې سلسلی جنگونو د هغوی د ثقل مرکز لویدیزی خواته منتقل کړ او (اوردوس)  د هغوی پایتخت (استزيفون) د دجلی څنډې ته يووړ. 

غربی پارتیان د کوشانيانو په دوره مخصوصاً د کنيشکا د سلطنت په زمانه کی د آریانا له سرحداتو څخه لیری پراته وو او د رومنیانو جگړو هغوی دا ډول ستومانه کړ یوو چه يو ستر کار ئی کولی نه شو- مخصوصاً هغه مهال چه د کوشانیانو اقتدار په آریانا کی زیات شو، پارتیان د کوشانی او رومن د امپراطور يو یعنی د دوو سترو قوتو په منځ کې بند او محصور پاتی شوی وو... 

هغه څه چه محتقينو د کنيشکا د فتوحاتو په نامه په پارتیا کی ورته اشاره کریده، او له هغو اقداماتو څخه متصد دی چه د آریانا مقتدرې امپراطورۍ د خپلی خاوری د وحدت د تکمیلو او په لاره کی ئی کړیدی، او د «پارتيا» علاقه ئی چه د کلاسیکی منابعو په شهادت د آریانا جزء وه، په خپل قلمرو پورې تړلې ده «ونسنت سمیت» په دغه باره کی لیکلی دی کنیشکا په هغو خپلو سترو نقشو (چه تفصیل ئی تیر شو) یواځی د هند په حدودو کفایت ونکړ بلکه د پارتيانو سره ئې په یوه سلسله جنگونو پیل وکړ او موفقيتونه ئې وگټل انگلیسی مورخ د موسیو سیلون لوی د وینا په اثر، د پارتیانو پاچا په دی مهال کی یو کم عقل او قهرجن سړی بللی او هغه یی خسرو یا کوم بل پاچا د هغه رقیب بللی دی چه د ۱۰۸ او ۱۳۰ مسیحی کار په منځ کی له ده سره په سلطنت باندی د جگړی او مجادلی په حال کښی و. 

په برنۍ آسیا کی: وروسته تر هغه چه کنیشکا د مملکت دارۍ نفوذ په آریانا کې تینگ کړ او د هند د نوی برخې دا و او په واسطه یی په شرق کې د خپلې امپراتورۍ لمن پراخه کړه، د شمال شرق په منطقو کې د ځمکو او ملک نيولو په فکر کې شو، ده وغوښتل چه د پامير نه هغې خواته پر خطای و ختن یعنی د سنکیانگ په علاقو چه د چين تر نفوذ لاندې وی حمله وکړی، لومړی وویل شو چه ویما کدفیزس هم په خپل وار له چینیانو سره د پامیر د غرونه په هغی خوا شرقی برخو کښی په جنگ او جگړو بوخت شو مگر په آخر کی مغلوب شو، نو د کنیشکا غرض سربیره په ملک او ځمکو نیولو ښائی چه د خپلو اسلافو د انتقام اخستل هم وی، په هر حال که څه هم د ده د لښکر کښی او جگړو تفصیل او جزئیات نه دی څرگند خو دومره ویلای شو چه د کوشان امپراطور لویی لښکرې د دې مقصد د انجام دپاره ټولې کړې وی هر کله چه د کنیشکا، اسامی هدف پدی اقداماتو سره د کاشغر، یارکند، او ختن یعنی د چینی ترکستان د هغو مځکو فتح کول او نيول وو چه د شمال له خوا په تبت او د شرق له ډ دې په پامبر سره محدودې وې امکان شته چه د ده لښکرو د دوهم کدفیزس د زمانی په شان نه یوازی د واخان د ليارې بلکه د هند له خوا به ئی هم حمله کړې وی په ۹۰ مسیحی کال د دوهم کدفیزس د ماتی له اسبابو څخه یو سبب دا و چه کوشانی لښکری بی د پامیر له سختو درونه له بلې لارې څخه په اسانی سره نشوی تیریدلی حال دا چه د کنیشکا په زمانه کې وضعیت تغییر موندلی و له یوې خوا چینی جنرال «پان چاو» مړ شوی و، او د هغه په مرگ سره د چین قواو خپل لوی قوماندان د لاسه ورکړی ؤ، له بلې خوا دا مهال د همالا ځینی درې یا د کوشان د امپراطوری - جزوې یائی تر نظر لاندی وې، سره د دی ټولو شیانو د مساعدتونو او سره د هغی تجربې په کوشانيانو ته حاصله شوې وه مخصوصاً د کنيشکا د ټينگی ارادې او کلک عزم په اثر کوشانی لښکرو یو خورا ستر پیشرفت کړی او د کاشغر، یارکند او ختن ولایتونه ئی پرله پسی فتح کړل او د کوشانیانو د فتوحاتو  لمن د تارم تر درې پورې ورسیدله، پدې ډول د موسیو فوشه په عقیده د کوشانیانو د امپراطورۍ لمنه د څلورو سترو دریابو تر حوزو یعنی: اکسوس، اندوس، گنگا، اوتارم پوری اوږده شوه - نو کنیشکا د دغو فتوحاتو په اثر نه یوازی د کوشان دولت چین ته له باج ورکولو څخه خلاص کړ بلکه دا پلائی چین د کوشان د امپراطورۍ باج گذار و گرزاوه او د چین له شهزادگانو څخه ئی یرغمل ونیول او خپل پایتخت ته ئی راوستل نو په هغه ترتیب سره چه د مخه تیر شو کنیشکا د خپلو ۲۳ کلو سلطنت په موده کی چه ده ته ئی نسبت کیږی له (١٠٣-١٢۶) باله ۱۱۷ تر ١۴٠ پوری د آریانا د خاوری د یووالی په لاره کښی او د ډیرو فتوحاتو په سبب چه په هند او سنکیانگ کښی ئی په نصیب شوی وو د کوشانی ستری امپراطورۍ د تشکیل په لاره کی ډیر کوشش کړی دی مخصوصاً په هند کی د اریانا د کوشانی دولت نفوذ او تهذيب ئی تینگ کړ او د نوموړی بریالیتوب په کاشغر، یارکند، او ختن کی د ده نوم د تبت د خاطراتو په دیباچه کی د همیشه لپاره ثبت کړ، او د هندوانو د منابعو په شهادت د ده نوم او شهرت د تبت، چین، هند او د مغلستان په روایاتو کښی داخل شو. 

چینی یرغملان: د چینی او هندی منابعو په قرار په دې کې شک نشته چه کنيشکا په پاسنۍ آسيا کښی له خپلو فتوحاتو نه وروسته د چینیانو یرغمل اخیستی او له ځان سره یی ساتل په مبهم صورت سره تر یوی زمانی پوری داسی تصور کیده چه د چین دامرااوو زوی د یرغملانو په ډله کی موجود ؤ مگر د هان د پادشاهانو د تاریخ د کتاب د لیکنو په قرار په حوادث ئی تر ۱۱۳ مسیحی پوری اید کریدی داسی څرگندیږی چه د کاشغر پاچا له خپلو نزدی خپلوانو څخه یو تن چه «شن – پان= دا برخه ونه لوستل شول) نومیده د یرغمل په ډول د یوچیانو یعنی د کوشانیانو پاچا نه راولیږه دا نظریه حقیقت ته نژدی ده ځکه د کنیشکا د لښکرو پيشرفت او مللک نيول محدود، او د سنکیانگ (چینی ترکستان) په علاقو پوری منحصر وو، نو ډیر احتمال شته چه د دی منطقی د چینی ټولواک زوی چه په کاشغر، يارکند او ختن باندی یی حکمرانی کوله د کنیشکا دربار ته لیږل شوی وی هر کله چه چینی یرغملان شهزاده گان  او د دغه قوم نجیب زادگان وو – او کنیشکا د هغوی ساتنی ته مخصوصه پاملرنه کوله او د هری نقطی نظره څخه ئی کوشش کاوه چه هغوی ته کوم تکلیف و نه رسیږی د دوی د هستوگنی لپاره ئی د فصلونو د تقاضا په لحاظ ځانگړی ځایونه ټاکلی وو لکه چه دوبی به ئی د کاپیسا د خورا ښې آب و هوا لرونکو غړو په لمنو کی (د کوهستان او کوهدامن) په حوزه کی پسرلی او منی به یې په گندهارا (د مشرقی ننگرهار) او ژمی به یې په پیښور یا د مغربی پنجاب په نورو ځايو کښی تیراوه کنيشکا په خپله هم د کال مختلف فصلونه د خپلی پراخی امپراطورۍ په بیلو بیلو ځايو کښی تیرول دوه (پایتختونه) ئی ل ل چه یو ئی کاپیسی (بگرام) بل ئی پوراشاپورا (پېښور) ؤ او د دوبی تودو خه په ئی په لومړی ښار، او د ژمی سړې ورځی به ئی په وروسته ياد شوی ښار کی تیرولی نو د خپلو چینی یرغملانو لپاره یی هم د خپلی امپراطورۍ د پایتختو په اطرافو کی د هستوگنی ښکلی او مجلل ځايونه روغ کړی وو: د شالوکیا یا د سریکه ویهارا معبد: هر کله چه د کوشانی پایتخت نننی بگرام موقعیت د علمی حفریاتو له مخی مونږ ته معلوم دی نو د هغو معلوماتو په اثر چه چینی زائر (هیوان تسنگ) ورکړیدی د هغه معبد موقعیت چه چینی یرغملانو به د دوبی ورځی هوری تیرولی ټاکلی شو، نوموړی چینی زایرلیکی چه د ٣ یا ۴ لی گانو په فاصله (تر ۲ کیلومترو څه لږ زيات) د پایتخت په شرق کی د شمالی غرنۍ لمنی په بيخ کي يو ستر معبد دی چسته ۳۰۰ راهبان هوگنه پکښی درلوده، او ذنجات کوچنی لیاری پیروان وو، کنیشکا پاچا د روایاتو په قرار په لرغونی او پخوا زمانو کی ټولی گاوندی او شاؤخوا علاقى ا و کامونه حتی د پامیر تر شرقی سمتونو پوری د کنيشکا تابع وو او هغو یرغملانو ته ئی چه ورڅخه ئی نیولی وو په دوبی کښی پدی

معبد کی ځای ورکړی و ځکه د دغه مطلب لپاره ودان شوی ؤ د هیوان تسنگ د ژوند په کتاب کی دغه معبد د شا - لو - کیا Sha-lo-kia په نوم بلل شویدی  هغه ښار چه هیوان تسنگ په خپلو یادداشتونو کی د پایتخت په نامه یاد کړی دی نن ورځ له خپلی سوروری او لوړې کلا او حصار سره چه د یوی غونډۍ شکل ئی غوره کړی دی له زیاتو برخو خرابو سره چه د هغه په منځ او چار چاپیره ځايو کښی لیدل کیږی په بگرام کی د عبدالله له برج سره متصل او د پنجشیر شتل او غوربند د سیندو په مشترکه مجری باندی حاکم او موجود دی او د کوشانیانو د پایتختو تر عنوان لاندی به د هغه څخه مفصل بحث وکړو د ٣ یا ۴ شرقی لی گانو په فاصله ئی چه تر دوو کيلو مترو نه ډيره فاصله لری هغه غر موجود دی چه چینی سیاح ورته اشاره کړی او نن ورځ د (پهلوان کوه) یا (کوه پهلوان) په نامه یادیږی د نوموړی غره په چهار اطرافو کی د ۷- ۸ بودائى معبدونو بقایا (آثار) کشف شویدی چه د هیوان تسنگ د جغرافیائی معلومانو په قرار په شمالی لمن کښی یی د یوه ستر معبد خرابی موجودی دی چه فرانسوی پوهانو هم سم له محلی اصطلاح سره چه (پوزه شترک) ورته ویل کیږی هغه (د شترک معبد) ذکر کړی دی چه په ډیرو احتمالاتو سره د (شالوکيا) له پخوانی معبد څخه نمایندگی کوې د (شالوکیا) د کلمی څخه ځينو محققينو لکه ژولی ین (شارکه) تعبیر کړی دی (بیل) د هيوان تسنگ د یادداشتونو مترجم د هغه د ۵٧ مخ په ۲۰۳ نوټ کښی پخپله ترجمه کی هغه (سریکه Serika بولی چه په پای کی ئی د چین په باب اطلاق کیده که څه هم دی معترف دی چه د (سریکه) کلمی د چین په ادبیاتو کی استعمال نه درلود، بیا هم دی توجیه کوی چه د باختری نقاشانو چه د معبدو په نقش او سينگار کې يې ډير دخل درلود ښائی چه دا معبد ئې (سریکه ویهارا) یعنی چینائی معبد بللی وی، دا تعبیر له حقیقمت څخه لیری نه دی ځکه د ځینو رواياتو له مخی د (شالوکيا) معبد د چینی یرغملانو په لگښت و دان شوی ؤ، او د چینی یرغملانو تصویرونه یی په ديوالو باندې کښل شوی وو لکه چه چینی زایر په دی موردکی په صراحت سره اشاره کوی او وائی: د یرغملانو جامو لکه چه په تصویرونو کښی لیدل کیدل د «هيا» «چین» د شرق د وگړيو د لباس سره یی شباهت درلود. 

وائی چه چینائی یرغملانو د معبد د بنسټ د تیږی د ایښودلو په وخت کی یا د هغوی له جملې څخه یوه سړی پخوا تر دې چه چین ته بیرته ولاړ شی د نوموړې معبد په مځکه کی د «مها کالا Mahakala» د لویې مجسمې نه لاندې يو څه طلا، مروارید «مرغلرې» او جواهرات خښ کړی وو او دا لدې کبله چه هغه پیسی د معبد د مرمت کارۍ په چارو، ولگولی شی، دا مهال د راهبینو د تقاضا په اثر د دغی خزانې سر د چینی زایر (هیوان تسنگ) په لاس په ۶٣٢ مسیحی کال هغه وخت چه نوموړی زائر همدغه د شالوکیا په معبد کی د ده د هستوگنی په وخت کې لوڅ کړی شو نو د زاير د بیاناتو له مخې له هغه ځای څخه داسی یوه کتیبه پیدا شوه چه د هغی پر مخ دغه مضمون لیکل شوی و: (هر وخت چه «سنگارامه» (معبد) وران شی، وگړی کولی شی چه دغه خزانه را وکاږی او معبد ورباندی ترمیم کړی پدی ترتیب سره «د شالوکیا معبد» یا «سریکه ویهارا» د چینی یرغملانو د هستوگنی ځای تقریباً له هغه لرغونی نقش او سینگار سره د اوومی مسیحی پیړۍ تر لومړۍ نیمائی پورې ودان و، او هغه د ترمیم وړ ځایونه چه پکښی پیدا شوی وو بیرته ترمیم شول، د چینی یرغملانو او د کنیشکا د مقتدر امپراطور خاطره تر هغه وخته پورې لا هم د معبد د راهبینو، او د کاپیسی د ښار د خلکو په منځ کې تازه وه او چینی زایر محض پدې لحاظ چه له چين څخه راغلی ؤ خپله یوه میاشتنۍ هستوگنه ئی همد لته یعنی د کاپیسا په معبد کی غوره کړه.

په ۱۹۳۷م کال د نوموړی معبد حفريات د موسیو هاکن له خوا «موسیومونيه» ته وسپارل شول او په نتیجه کی یو مستطیل شکل حیاط (کيړه) او د هغې په منځ کی یوه لویه استوپه پیدا شوه دې کيړې د شرق له خوانه يوې بلی محوطى ته لار درلوده چه هلته نورې کوچنۍ استوپې جوړې شوی او نښې ئی ښکاره شوې هغه ستره استوپه په ځينو لوايحو باندې ښائسته شوی وه چه ځینی یې لا تر اوسه روغی او پخپلو ځایو درول شوی وې، له دې جملې نه یوه یی «کسیاپای Kasyapa» برهمنی او د هغه ورو به له نورو راهبینو سره د بودا په احترام مشغول ښکاره کوى د يوه نفر اعانه ورکوونکی هیکل چه له دغه ځایه لاسته راغلی دی، د کوشانيانو په مخصوصو جامو سره ملبس دى د دغه معبد د شرق خواته دوه سوه متره ليرې یو بل ځای په ۱۹۳۸، او ۱۹۳۹ کلونو کی وکیندل شو چه په (نادر قول) سره مشهور دی هوری هم يو ستر معبد له يوې لويې استوپې او د راهبينو له اطاقو سره پیداشو، لنډه دا چه «پوزه شترک» او «قول نادر» د دوو سترو معبدو آثار راښئی، چه په زیاترو احتمالاتو یو ئی د چینی یرغملانو، د هستوگنی ځای بلل کیږی. د ځینو ناتمامو مجسمو او د هغه شباهت له مخی چه د ځینو نورو، او د (وې Wei) د عصر د اثارو په منځ کی شته فرانسوی مدققينو نظریه څرگنده کړی او داسی وایی: تر (۶) پیړۍ پورې دلته هیکل تراشان په کار بوخت وو او په دغه ځای کښی د ۶٣١ کال د پسرلی یوه میاشت د (هیوان تسنگ) ارسیدل یو واضح دلیل دی چه د (۷)  پیړۍ  په لومړۍ نیمایی کی لا هم د شترک د غره په لمنو کی معبدونه و دان وو. 

چیناپاتی: د چینی یرغملانو د ژمی د استوگنی د ځای په باره کی هم تر یوی اندازې معلومات په لاس کې شته څرنگه چه مووویل امپراطور کنيشکا نوموړیو یرغملانو ته په ژمی د امپراطورۍ په تودو ځايو کښی یا په پارو شاپورا (پیښور) یا د پنجاب په کومه نقطه کې د خپل د ژمی د پای تخت په شاوخوا کښی ځای ورکړی و چینی زایر یوه علاقه د (شینا پوتی) یا (چینا پاتی) په نامه یاد کړی ده چه هغه دراوی او ستلج په منځ کی بولی او مرکز ئی کنگهم د چینی گارې په نامه (د امرت سر) د شمال په ۱۱ میلی کی بولی چېنی زایر په خورا صراحت سره وائی چه کنیشکا پاچا هغه مهال چه سلطنت ته ورسیده او د ده د توری او نامه شهرت په شاوخوا ملکو کی خپور شو نو یرغملان یی د ژیری بحیری زر له هغی خوانه راوستل او هغوی به په ژمی په دغه علاقه کی اوسیدل نو له دغه کبله دا ځای چینا پاتی بولی دلته هم یو لوی معبد د چینی یرغملانو د هستوگنی ځای ؤ چه دری سوه راهبان یی درلودل د چینا پاتی د کلمی معئی د چین سردار دی چه هغو چینی شهزادگانو او نجیباو ته اشاره کوی چه د یرغملانو په منځ کی موجود وو. 

پایتختونه: هغه امپراطوری چه کنیشکا جوړه کړه د خاوری د وسعت له کبله یوه داسی پراخه او لویه امپراطوری وه چه د آریانا یا د پخوانی افغانستان په تاریخ کی سابقه نه لری په دغه وسیع مملکت کښی چه د کنگا او تارم څخه د پارتیا تر آخری غربی برخی پوری ئی پراخوالی درلود کنیشکا د خپلی شخصی استوگنی او د سلطنت د پاره منځئی حد ټاکی ؤ چه د گندهارا څخه عبارت دی او دا يوه علاقه، چه د کابل سیند ورخئی تیریزی او د اباسیند په سیند کی توئېږی په کنیشکا پاچا گندهارا خورا گرانه وه ځکه سربیره پر دې چه دغه ځای د ده د پراخی (امپراطوۍ) زره اشغال کړی و د آب و هوا او د طبیعی ښکلو مناظرو د لرلو له کبله او د خاوری دا ستعداد له مخی هم یوه غوره او ممتازه ټوټه وه هر کله چه کنیشکا د فصلونو د آب و هوا د مقتضا په لحاظ د ژمی موسم په تودو برخو کی او دوبی به ئې په سرو ځایو کی تیراوه گندهارا د ده د سلطنتی ژوند د اسلوب سر خورا موافقت درلود پدې وجه گندھارا او کاپیسا، د کوهستان او کوهدامن حوزه او د پوراشاپورا (پیښور) په دوو آخری شرقی او غربی سیمو کی دوه پایتختونه درلودل چه یو ئی د دوبی او بل ئی د ژمی د هستوگنی دپاره ؤ حتی په ځینو روایاتو سره نوموړی به د پسرلی ځینی لومرۍ ورځی او د منۍ وروستی شپۍ د دواړو ذکر شوو ځایو په منځ په داسی برخه کښی تیرولی چه د (ننگرهار) کلمه په ښه توگه له هغی نقطی څخه نمایندگی کوی په دی ترتیب سره بی له هغو وختو څخه چه د کشور کشائی نقشو به د سلطان سفری حرکت لازم گرزاوه نور وختونه به ئی عموماً د گندهارا په یو ځای کښی تیریدل لدی کبله دى عموماً په پخوانیو روایتونو کی د گندهارا د پاچا په صفت بلل شوېدی.

د کاپیسی شاهی ښار: د کابل د درې په شمال کښی یوه شنه حاصل لرونکی جلگه موجوده ده چه یو ښکلی غرنی حصار پر هغی باندی احاطه کړی ده او د غوربند، شتل، پنجشیر او سالنگ څلور مست او سیلابی سیندونه د هندوکش له جنوبی لمنو څخه راکښته شوی او د شمال غربی گوټ څخه نوموړی ښایسته او بی ساری جلگی ته راځی وروسته له څه لږې فاصلې لومړی شتل او غوربند بیا د سالنگ او پنجشیر سیندونه سره یو ځای کیږی څه قدری کښته ټولی ذکر شوی اوبه سره گډی شوی او د پنجشیر د سیند په نامه لمر ختيځ لور ته بهیږی هغه شاوخوا برخه چه د نوموړی رودخانی د مجری جنوب او جنوب غربی لورته واقع ده نن ورځ د کوهدامن په نامه او هغه غرنۍ برخه چه د نوموړی مجری په شمالی اوږدوالی کښی پرته ده د کوهستان په نوم یادیږی، دا دواړه برخی د اسلام د ظهور نه پخوا معمو لا د «کاپیسا» په نامه یادیدلی. 

کاپیسا څرنگه چه نن ورځ حاصل خیزه، شنه، زرغونه او سمسوره تاکستانی ښکلی ټوټه ده، په لرغونې او پخوانۍ زمانه کی ئې هم له دې نقطى نظره څخه ډیر شهرت درلود، او تر هغه ځايه پوری چه له ځينو منابعو څخه څرگندیږی حتی په ( ۶ ق م) پیړۍ کښې په آریانا کښې د هخامنشی د سیروس د تهاجم او چپاوو په وخت کی دې ټوټی یو مستحکم ښار هم درلود او د هغې زمانې معاصر «پانی نی» د دې مځکی د انگورو او شرابو ستاينه کړيده.

هر کله چه کاپیسا د جغرافيی له نقطی نظره څخه د مرکزی هندوکش د دروازی په مقابل کې يو میدان دی او د پنجشیر د سیند مجری هغه په مستقیم ډول د اندوس (سند) له ناوی سره نښلوله او د پکتیا، اراکوزی یعنی د آریانا د جنوبی او جنوب غربی برخو لارې هم دغه ځای ته رسیدلی - د مراودا تو او سوق الجیشۍ  له نقطې نظره څخه د هر ډول و دانۍ استعداد درلود او مرکزيت ئې د دې سبب شویدی چه دلته ښارونه و دان شی، لکه د «نیکایا، او پیانه، د قفقاز اسکندریه، سکندری حصار» او داسی نور چه خرابی ئې لا تر اوسه باقی او د ۱۹ پیړۍ د لومړيو کلو څخه ئى د محققینو توجه ځانته جلب کړيده پدی ځای کی زمونږ مقصد سمدستی د کاپیسا د ښارونو د څرنگوالی بیان نه دی بلکه غواړو هغی نقطی ته پام لرنه وکړو چه په کوشانی دوره مخصوصاً دا مپراطور کنیشکا د سلطنت په زمانه کی د نوموړی سلطان د دوبی پایتخت ؤ د قفقاز د اسکندریې د ښار ټاکل د دې سبب شو، چه یو شمیر محققین د ۱۹ پیړۍ له اولو کلو څخه وروسته د «کاپیسا» جلگی ته متوجه شی، د دغو محققینو له ډلی څخه د څلورو کسانو نومونه د یادولو وړ دی چه دوه ئې انگریزان او دوه نور ئی فرانسویان دی - یو - تن انگریز، او یو تن فرانسوی مستر چارل مسن (١٨۵٣ - ١٨٠٠) او موسیو کلو د اگوست کورت (۱۸۶۱-۱۷۹۳) په کاپیسا کی په عملی ډول تحقیقات کړی دی او دوو تنو نورو موسیوژاکه jacquet-  E او مستر ولسن H.H. wilson د منابعو په مرسته او د لومړيو دوو تنو د ليکنو سره د هغو د مقايسې له مخی د نوموړی ښار په ټاکلو کښی موثق نظریات وړاندی کړل، او د موسیو فوشه او موسیو هاکن په ذريعه چه د چینی زایر هیوان تسنگ د یادداشتونو ترجمه د دوی په عصر کی شویده او د یوه خورا ښه لارښوونکی په دود ئې کار ورکاوه موضوع په قطعی دول حل شوه، مونږ بیله دې نه چه د هغوی د نظریاتو په باره کی څیړنه و کړو نتيجی ته راځو او وايو: چه د «قفقاز اسکندریی» د ښار ځای په پروان کښی واقع دی، او هغه خرابې چه په بگرام کښې لیدلی کیږی د «آرین» له ښکلی ذکر کړی ښار او د چینی زائر هیوان تسنگ له یاد کړی «کاپیسی» نومی ښار څخه عبارت دی.

په بگرام کی مونږ د وې ټاکلی نقطې لرو چه یوه ئې د «عبدالله برج» - او بله د يو پراخ او لوی ښار بقايا او خرابی دی چه تقریباً (۶٠٠) متره ليرى د جنوب خواته واقع دی د هغو عملی حفریاتو او تحقیقاتو په نتیجه کی چه موسیو گریشمن د عبداالله د برج د احاطې په باب کښې کړیدی او دا خبره ثابته شویده چه دلته د اسکندر په عصر کی د یونانیانو له خوا په محلی ډول او اصولو يوه مستحکمه کلا جوړه شوی وه چه څلورو خواو ته ئی حصارونه، برجونه او خندکونه درلودل او دغه ځای هماغه د «نیکایا» یا «نیسه» ښار دی چه «مستر ولسن» او «مکدونالد کرندل» «فوشه» «هاکن» «گریشمن» د دغه ښار موقعیت په بگرام کښې ښودلی دی او فوشه هغه پخوانی شاهی ښار هم بولی موسيو فوشه وائی چه په وروستی تاریخ کی مستحکمه مانۍ او قلعه تقریباً ‏«۵۰۰» متره د جنوب لور ته يوې بلی اوږدی احاطی ور نقل شوه چه د موقعیت طرفونه اوجهات ئې د عبدالله د برج د شاهی ښار له محوطی څخه کوم تفاوت نه لری یواځی د تناسب له نقطی نظره څخه له هغی نه څه قدر لوی دی ځکه د نوی محوطی اوږدوالی ۴۵٠ متره او سورئی ۱۵۰ متره دی دا نوی مستطيل له لومړنی سره په یوه برخه کی د غونډۍ د عمودی څنډی په ذریعه او په یوه بله جنوب شرقی برخه کی د یو ضخیم دیوال په واسطه پیوسته کیده چه له سترو او مو خښتو څخه ودان شوی و، دغه دریم حصار او کلا په بازار و، ماڼيوا، ښار په سترو ودانيو احاطه شوې وه هغو ټولو ودانیو چه په نوی محوطه کښی وی دوه نیم کیلو متره احاطه درلوده د دی برخی نه په د باندنیو شاوخوا کښی د ښار قصبات واقع شوی وو چه ډېرو خلکو په دغه برخه کی هستوگنه درلوده د دوی هدیره چه تر اوسه له سترو خورینو چاتیو «خمانو» څخه ډکه وه هم په دغه حصه کی واقع وه څه قدر لری د غونډۍ د بیخ په اوږدو کښی چه د رودخانی پر مجری باندې حاکمیت لری معبدونه او استوپې واقع وی چه څلی او جگ جگ ځايونه په اوږدو او گردو ټاکلو اشکالو سره د هغوی موقعیت څرگندوی. 

دغه نوې اوږده شکله محوطه چه د موسیو فوشه له خولی ئی تعریف تیر شو موسیو هاکن ئی نوی پاچاهی ښار بولی او دواړه فرانسوی مدققان ئی هغه ښار گڼی چه هیوان تسنگ چینی زایر په ۶٣٢ مسیحی کال «د کاپیسی» د ښار په نامه چه د کاپیسا مرکز دی یاد کریدی. 

د «کاپیسی» د ښار د اهمیت په لحاظ له ١٩٣۶ نه تر ١٩۴٢ پوری په مرتب ډول د فرانسوی حفریاتی هیئت د غریو له خوا د دغه ښار په بيلو بیلو ځايو کښې کیندنی (حفريات) و شوې او خورا قیمتی آثار کشف شول چه د کوشانی پاچاهانو لکه دویم کد فيزس، کنيشکا، هوويشکا او واسو دوا مسی مسکوکات پدی خبره شاهدی ورکوی چه له اولی نه تر دریمی مسیحی پیړۍ  پوری پدی ځای کښی د سترو کوشانیانو قدرت تمرکز او استقرار درلود. 

موسیو گریشمن د هغو حفریاتو په اثر چه د ١٩۴١ کال په آخرو وختو او په ١٩۴٢ کال کښی ئی په بگرام کښی وکړل او ډیری سکی یې پیدا کړې په یو لنډ راپور کښی چه د کابل موزې ته ئی ورکړی دی دا ډول نظریه ورکوی د کاپیسی ښار د دوهمی ق م پیړۍ په اوله نیمائی کښی چه د یونان او باختری سلطنت د ترقۍ دوره وه ودان شویدی پدې ترتيب سره ښار د کوشانیانو تر ظهور پخوا تاسیس شوی دی او د کوشانیانو د دولت د جوړيدو او د هغه دولت د عظمت د مراتبو د سیر سره سم په تدریج د ښار په ودانیو کښی زیاتوالی راغی او د لوی کنیشکا په عصر کی حتماً د کوشانی امپراطورۍ د دوبی پای تخت آریانا وه، رنگه، مصور، منقوش ښیښه ئی قیمتی لوښی د مدې ترانې د آسیائی سواحلو د ښارو د ښیښی جوړولو د کار خانو محصول دی د (ماتورا) ساخت د جواهرو د ساتلو د عاجو مخصوصی صندوقچې او په چین کی د جوړو شوو لوښو بقایا چه دا ټول د شاهی ودانیو د سالونود تزئین لپاره مخصوص وو د کاپیسی د ښار د بگرام په مرکزیت باندی دلایل دی او څرگندیږی چه د کوشانیانو د امپراطورۍ د دوبی د پایتخت شاهی ماڼۍ د هغه وخت په خورا ښو تجملی محصولاتو سره خائسته کیدلی، ذکر شوی ښیښه یی لوښی له هغو ممیزه اشکالو سره چه لری یی په یقینی ډول سره دا ثابتوی چه د اول او څلورم مسیحی قرنو په منځ کښی د کاپیسی ښار مرکزیت لاره لکه موسیو هاکن وائی د اگوست د سلطنت له اخرو کلو (۶٢ ق م) او ١۴ مسیحی ) څخه د کونستانتن د سلطنت تر پای (۳۳۷م پوری تجارتی روابط د کوشانی او رومن د دولتو په منځ کښی بر قرار وو، له بلې خوا دا هم څرگنده ده چه د هند د شمالی برخو او روم په منځ کښی روابط د اگوست ( ۶٣ ق م او ١۴ مسیحی) او د تراجان (۱۱۷-۹۸م) او د هاردین ۱۳۸ -۱۱۷م) په زمانو کښی خورا تینگ شوی وو خو هر کله چه د هند شمالی برخی په دې مهال کی د کوشانيانو د امپراطورۍ جز وی نو ویلایشو چه «کاپیسی «اوپوراشاپورا) د کنیشکا د ژمی او دوبی پایتختونه ډیر ودان او د امپراطورۍ د مرکزونو په حيث ئی له خارجه نرۍ سره زیات علایق درلودل نو د حیرانتیا ځای نه دی د بگرام له خرابو څخه ښیښه ئی لوښی د رومن د(کلا دیاتو ریانو) د جگړې او غيږنيولو د صحنې سره کشف شی ځکه نوموړی لوښی یا د تحفو په حیث د رومن د امپر اطورانو د نمایندگانو په لاس دلته راغلی یا سوداگرانو د ځان سره راوړی او يا خاص د کوشانی امپراطورانو د خواهش په اثر پیرودل شوی دی په همدی ډول په چین کښي جوړ شوی لوښی چه په اصل کی د لرگی څخه وو، خو د لوښو په گر چاپیره څنډو کی فلزلگول شوی ؤ او د هغو خارجی خوا به ئی یا په «لاکو» یا دونی په یو ډول کنډو رنگو له او نقشونه به ئی ورباندی کول د «هان یانو» د سلطنت د زمانی یادگار دی چه یا د هدیې په دود یا د تجارت د لاری د «کاپیسی» د سلطنت قصر ته راوړل شوی وو د عاج صندوقچی چه د جواهراتو د ساتلو په غرض تخصیص شوی وی د (هند) د ماتورا ساخت د امپراطورۍ له داخلی محصولاتو څخه وې چه د جواهراتو د ساتلو لپاره تهیه شوی وې، د دغو صندوقچو د دیوال ټوټی او قطعات د عاجو د نو و ډیرو لوایحو سره، چه هره يوه ئی په جلا جلا سبک منبت کاری، نقاشی او رنگینی شویدی د نړۍ له خورا نفیسو، او سترو عاجی آثارو مجموعه ده چه د «کاپیسی» له ښار څخه لاس ته راغلی او خاص د کابل په موزه کښی ده د شاهی ودانیو د احاطی څخه د باندی د کاپیسی د ښار د احاطی د داخلی برخو په شرق کښی او د ښار په بازار کې هم د موسیو «کرل» له خوا حفریات شویدی چه د هغو په نتیجه کی یو قطار دکانونه له خورينو لوښو سره چه د حبوباتو او د نورو شیانو د ساتلو دپاره مخصوص وو، کشف شوی دی، د دغو ځينو لوښو جدارونه، په مختلفو ټاپو سره مزین شوی وو- د بازار د دغی رستی له دکانو څخه ډیری سکی لاس ته راغلی او ټولی يې کوشانيانو په مختلفو پاچاهانو پورې اړه لری، د بازار او دکانو د شمیر له مخی داسی څرگندیږی چه د کاپیسی د پاچائی ښار په دننه کلا او برجونو کی یو کافی جمعیت هستوگنه لرله موسيوکريشمن د بگرام د حفریاتو په شپږمه او اوومه مرحله کښی چه د ١٩۴١ کال په آخرو وختو او د ١٩۴٢ کال په جریان کی ئی وکړل ټول ۵٣٩ قلمه څیزونه، لوښی او مسکوکات ئی کشف کړل چه زیاتره برخه ئی مسکوکات او خورين لوښی دی – د ذکر شوو مسکوکاتو په جمله کی چه شمير يې څو سووته رسیږی دا ډول مسکوکات هم شته دی چه نوعیت ئی تر اوسه نه و څرگند لکه چه دی وائی د دغو تحقیقاتو په نتیجه کی به د کوشانیانو د اجتماعی ژوندانه د اړخونو او د هغه عصر د مذهبی ادابو، او رسومو په باب کښی زمونږ نظریات خورا ښه روښانه شې د گريشمن حفريات عجالة د کاپیسی د ښار په باب کښی په یوه مسئله کښی زمونږ معلومات زیاتوی او وسعت ورکوی او دا هغه نظریات دی چه د کاپیسی د ښار د کلا او برجونو د جوړولو په باب کښی د عملی تحقیقاتو نه وروسته لاس ته راغلی دی د حصار د ديوال اوږدوالى ٢٧۶ متره او سور (عرض) ئی په ځینو برخو کی ۱۱ متره دی - داپیړ او دبل دیوال په داسی حال کی چه مستقیم دی، پس له هرې فاصلي تقریباً لس متره په مخ راوتلی دی چه د غور او تلو ځايونو څو څو متره اوږدوالی او سور درلوده پدې ترتیب سره د ښار ساتونکو له هغو تير کشونو څخه چه د دیوال په اوږدو  کښی ایستل شوې و د دیوال د بيخ ټولې زاویې (کوتونه) ليدلی شول، او د دیوال په بیخ کی دښمن په هېڅ ډول سره د ښار د محافظینو د غشی له لگیدو څخه ځان پټولی نه شو د ښار په څلورو کونجونو کی د کلا او حصار د اضلاعو د تقاطع او د دغی کلا د دواړو ضلعو د مخکښی راوتلو ځایو په لحاظ د ښار حصار داسی شکل غوره کړی و، چه د خاورو د تراکم او د خرابوله مخې په دغه ځای کې د برجونو په وجود باندې حکم کیده، مگر دا څرگنده شوه چه نوموړی ښار په خپلو څلورو کونجو کی برجونه نه لرل – د کاپیسی د ښار د کلا لوړوالی له هغو برخو سره چه د زمانی د تیریدو په وجه سولیدلی او خوړلی شویدی، د ۷ او ۸ مترو په اندازه اټکل شوی دی – د دغو دیوالو يوه برخه له ډبره څخه ده او نور له اومو خښتو څخه ودان شوی وو. 

څرنګه چه د ښار د جنوبی اړخ د بهرنیو مځکو د شکل له مخی څرگندیږی احتمال لری چه ښار دوهمه کلا هم درلوده، راتلونکی عملی تحقیق په دا مطلب واضح او تصريح کړی.

تر اوسه پوری تقریباً په مجموعی صورت د کاپیسی د ښار د کلا د داخلی احاطی ۱ بره سطحه حفر او کيندل شوي ده.

نو يقين دی چه د کار د دوام په صورت کښی به سترو کوشانيانو د دوبی د پایتخت په باره کښی زمونږ منظور نظر پراختیا ومومی. 

د راهبینو د گوشه نشینۍ او د ځانته ځايه خوښولو په وجه بودائی معابد او مذهبی موسسات ټول د ښار له کلا نه د باندی واقع وو.

له دى جملی څخه تر ټولو مشهور هغه معبد دی چه د پهلوان د غره په هغه لمن کی ودان شوی ؤ چه دیره نزدی څنډه ئی د ښار له کلا څخه دوه کيلو متره فاصله لری، دا نه ده څرگنده چه دغو معبدو په کوشانی زمانه مخصوصاً د کنیشکا د سلطنت په عصر کې په څه نومو سره شهرت درلود. 

پورا شاپورا (پیښور) د کنیشکا د ژمی پایتخت د گندهارا د درې په آخرنۍ شرقی برخه کښی یو ښار ؤ چه هیوان تسنگ د (پورا شاپورا) په نامه یاد کړی او له اوسنی پیښور څخه عبارت دی که څه هم دا ښار  د کوشانيانو یو شمیر نورو پاچاهانو هم د پایتخت په توگه استعمال کړی دی مگر عمرانی او د ودانۍ افتخار ئی د کنیشکا په عصر پوری اړه لری، پوراشاپورا، هم لکه د کاپیسی ښار نوری جلا برخی درلودی چه په سلطنتی هستوگڼی او مذهبی آبداتو پوری ئی اختصاص درلود - مگر تر اوسه پوری پدی ښار کی یواځی د معبدونو او استوپو په خرابو کښی تحقیقات شویدی.

پخپله د کنشکا د شاهی ودانیو له جملی څخه چه د ده د ژمی د پایتخت اهمیت ثابتوی د يو مجلل او عالیشان معبدو دانول ؤ چه استوپی ئی تر ۵۰ متر زیات لوړوالی درلوده او فوشه هغه د جهان له مجللو معابدو څخه بللی دی د داکتر اسبونرSpooner.B.D.Dr د حفریاتو په اثر په ۱۹۰۹ نېټه کښی له دغه ځای څخه یوه فلزی جعبه کشف شوه چه هغه نن ورځ د پیښور په موزه کی موجوده ده او د ستر کوشانی شاهنشاه کنیشکا تصویر پرهغی باندی په ولاړه په برجسته صورت تمثيل شویدی.

د کنیشکا د ژمی او دوبی دوو پایتختو په منځ کی چه د کاپیسی (بگرام) ښار او د «پیراشاپوراپور» پیښور څخه عبارت دی، يو معبر موجود ؤ چه هغه بې پاچا هب لاره بلله او د وریښمو د معروفی لاری د جنوبی څانگی یوه برخه ئی تشکیل کړی وه.

کنیشکا او بودائی دین ؤ آئین: د لومړی جلد د پنځم فصل په دوهمه برخه کښې د (بودائې دیانت او آریانا) (بودائی دیانت) او د (مذهبی محفل او د مبلغينو استونې) تر عنوان لاندې د (۴۴٠ مخ نه تر ۴۴۵) پورې د بودائې دین د فلسفی اصل او د هغه څرنگوالی په هند کی او د موریا د امپراطوریۍ (اشوکا) په زمانه کی «په گندهارا» او د کابل په حوزه او کاپسا کې مو د هغه د خپريدنو د صورت او تاریخ په باره کی بیان وکړ او د دوهم جلد په شپږم فصل کی چه په یونان او باختری دوری پوری مربوط دی تقریبا په(۹۰مخ)  کښې (د بودائې فلسفی او (الکا رود=دا برخه ونه لوستل  شول) انسان) تر عنوان لاندی د بودائې آئین انتشار مو په غیر رسمی صورت د ق، م د دريمې پيړۍ په دوهمه نیمائې او د ق، م دوهم قرن په اواالو کی د هندوکش د غرونه هغی خوا ته د باختر په برخو کی لیکلی او ویلی دی چه د یونان او باختری، مستقلو پاچاهانو د مذهبو او عقائدو احترام کاوه او د هیڅ دول آئین د نشريدو مانع کيدل نه لکه په ذکر شوی مبحث پوری منصل د (باختری ارباب انواعو او د پخوانی دیانت بقایا) ترعنوان لاندی د (۹۲) مخ په شاوخوا کی د آریائی او یونانی ارباب انواعو د احترام او نمانځنی موجودیت لکه اناهيتا، ميترا، شيوا، هرکول، زوس، او نورو ټول بيان کړل د اسکائې او پهلوا پاچاهانو د حکومت په زمانه کی هم دی وضعیت دوام درلود، او بوديزم ډیر خپور شو او ترقی ئې وکړه تر دې چه کوشانيان څرگند شول او میدان ته راووتل نو هر کله چه کوشانیانو خپل کوم مشخص دین او آئین نه درلود وروسته تر دی چه په آریانا کی په ځای شول نو زمونږ د مملکت تر مدنی او معنوی نفوذ لاندې راغلل او ورو ورو ئی هغه ټول ارباب انواع چه په افغانستان کی معروف وو، وپیژندل او محترم ئی وگڼل تر څو چه د هغو اشکال یی په خپلو مسکوکاتو کی ضرب کړل. پدې جمله کښی ئی لږ لږ د «بودا» او د هغه له آئین سره هم پیژند گلوی پیدا کړه، او دله، دله په نوموری آئین باندې رامات او معتقد شول لکه چه د کاپيسا له مختلفو نقاطو څخه لکه «پایناوه» د بگرام شترک دا ډول تختی (پیداشوې چه د هغو له معنی د کوشائیانو دا خلیدل په بودائی دیانت کی اثبات ته رسیږی، که څه هم د کوشانی پاچاهانو لکه د کنيشکا په بودائی توب کی تر اوسه هم شبهه موجوده ده او عجالتاً دا نشو ثابتولی چه دا ستر پاچا بودائی ؤ مگر د گردو قرائنو له مخی څرگندیږی چه بودائی دیانت د کوشانی پاچاهانو سره ترقی وکړه او ډیر خپور شوی دی. لکه د نوموړی دیانت عروج د تبلیغ، د لوړو معبدونو د جوړښت – د ستری هیکل تراشۍ له معنې په ښه ډول ثابت دی- له يوی خوا د کوشانيانو له لښکرکشيو سره مخصوصا د کانیشکا د فاتحانه حملو په واسطه بودائی دین په چینی ترکستان کی د تارم د سیند تر غارو پوری خپور شو، او له بلې خوا د سلطنتی پیسو او شتمنۍ په اثر، خورا ډیر با حشمته او زیات مجلل معبدونه چه مثال ئی نه دی لیدل شوی منځ ته راغلل، لکه چه په بامیانو کی د لومړی معبد د جوړولو او د بودا ساکيا مونی د (۳۵) متری هیکل تراشۍ نسبت (لرغونی پاچا ته) کوی چه احتمال لری کنیشکاوی که چیرته مسکوکات وګورو یواځی د کنیشکا په یوه طلائی سکه کی د بودا صورت ښودل شوی دی او په نورو کی عمومآ باختری او یونانی محلی ارباب انواع لیدل کیږی، او دا لکه چه پخوا ورته اشاره وشوه دا خبره ثابت وی چه د بودائیت له ترقۍ سره د نورو ارباب انواعو عبادت له منځه نه ؤوتلى، او لکه چه د دغو آریائی هندی، یونانی مختلفو عناصرو په اثر، دا ډول وضعیت منځ ته راغلی چه د انگلیسی ونسنت سمیت په نظریه د کوشان په زمانه کی په بودائی دین کی یوه نوې طريقه منځ ته راغله چه هغه ئی «مهایانا» یا (د نجات لویه لاره) وبلله. باید دا هم وویل شی چه په پخوانی بودائی آئین کی بودا ښوونکی او استاد تصور کیږی چه خپلو حاصل کړو تجاربو په واسطه ئی بشری ټولنې ته يوه لاره ښودله، او بی له ده نه د پیغمبر او خدای وجود، د هغوی په معتقداتو کی لیاره نه درلوده – هر کله چه په آریانا کی په بودا سربیره یو شمیر نور مختلف ارباب انواع هم معروف او د نمانځنی او ستاینی وړوو – و، ورو ورو، د وګړیو په عقائدو مخصوصاً په کوشانیانو کی چه د مروجه ادیانو له اساس څخه بی خبره وو «بودا» هم د يو ډول رب النوع شکل غوره کړ او دې ئې په ډبرينو اثارو کې د نورو ارباب انواعو نه زیات وښود او د هغوی په قطار کی ئی داخل کړیدی – پخوا مو وویل چه د کنیشکا په بودائی توب کی شبهه موجوده ده، ځکه چه د ده په مسکوکاتو کی یواځی یو ځای بودا، او نور په ټولو ځایو کی نور ارباب انواع عموماً  ښودل شویدی، سره له دې که موضوع د افسانو له مخی و کتله شی داسی څرگندیږی چه کنیشکا به د بودا په دین کی داخل شوی وی – څرگنده ده هغه افسانی چه بودیزم د کنیشکا په باب کی جوړی کړیدی ټولې هغه افسانی دی چه د موریانو د ستر امپراطور اشوکا په باب کښی ویل کیدلی څرنگه چه ویل به ئی اشوکا پس له ډيرو جگړو او ډیرو وژلو او وینو تویولو نه بودائی دیانت ومانه د دغو افسانو عین بیان د کنیشکا په باب کی هم قصه کوی او وائی چه امپراطور پخوا تر هغه چه د بودا په دین کی داخل شی بی دین، ظالم، خون خور او جگړه خوښوونکی و خو پس له هنگامو، قتل او قتال او خلک وژلو څخه د خپلو خود سرانه کارونو څخه پښیمانه شو او په بودیزم کښی داخل شو د افسانو موضوع چه هر څه وی د مسکوکاتو د صریح شهادت په مقابل کی د تاریخی صحت په لحاظ عاری او خالی دی مگر دا هم باید وویلی شی چه د کنیشکا د دین قضاوت د مسکوکاتو له مخی هم غلط دی ځکه چه تقریباً هغه تولى تقلیدی دی رښتیا ده چه د بودا د نوم په نسبت نور محلی او یونانی ارباب انواع زیاتره د کنیشکا په مسکوکاتو کښی ضرب شوی دی او د ده په پخوانيو او خورا ښکليو سکو کی لمر او سپوږمۍ په یونانی نامه هیلوس Hilios، سلین Selene ښودل شوی دی اما دا هم د دې باعث گرځيدلی نه شی چه د کنیشکا په معتقداتو کی دې بودیزم ځه تاثیر نه وی کړی هر کله چه هغه مسکوکات چه پر هغو باندی د ساکیا مونی تصویر او د ده نوم په یونانی رسم الخط ضرب شویدی د کنیشکا د سلطنت اخرو کلو ته منسوبیږی نو احتمال لری چه وروسته تر یوی مودې حکمرانۍ ئی بودائی دیانت منلی وی هغه بل څیز چه د کنيشکا د عمر په آخر کښی د ده په بودائی توب باندی دلیل راوړی د هغی سترې استوپی جوړول دی چه د پیښور په اطرافو کی ئی ودانه کړی وه او د حفریاتو په اثر ئی له هغه ځایه د بودا له ځینو یادگاری شیانو سره د کنیشکا سکه هم پیدا کریده. 

موسیو (سیلون لوی) فرانسوی مستشرق په نوتو ټرکی چه د (هندو سیت) په باب کښې ئی لیکلی او په ۱۸۹۶ کال د پاریس په آسیائی ژورنال کښی نشر شوی دی ځینی افسانی کشف او ترجمه کړیدی چه د کنیشکا روابط د هغه عصر له بودائی پوهانو سره راښئی د هغو افسانو په جمله کی چه په نوموری مجله کی شایع شوی دی دوهمی قصی په ښه ډول کنيشکا صحنی ته را ایستلی دی او په لوله کی چه د کنیشکا د نوم د ذکر په سبب دلچسپه ده داسی لیکل شویدی، یو پاچا چه چن، تان، کی، نی، تچا Tch-en-tan-ki-ni-tcha نومیده وغوښتل چه د کی، نی تچا  Ki ni tchaښار ته لاړ شی او هغه و گوری.

دوهمه ئی داسی لیکی (د کین -شا Kin -cha قبیله کی یوپاچ و چه چن ، تان ، کیا ۔ ئی نچا Tch-en-tan-kia-ni-tcha نومیده نوموړی د لمرختیځ هند د نيولو لپاره روان شو هر کله چه هغه ځای ئی ونیو او وگړی یی ورته تابع شول د ده بخت خورا لوړ او داسی درجی ته ورسیده چه د ده له قدرت او زور څخه ټول ولویدل خو هغه مهال چه د خپل مملکت لورته بیرته راگرزیده په یو گاوند مملکت کښبی ئی یوه استوپه ولیدله چه د گمان له مخی بودائې استوپه وه په دی ترتیب سره که کنیشکا په خپلو مسکوکاتو کی آریایی، هندی او یونانی ارباب انواع استعمال کړیدی علت یی محض تقلید یا سیاست دی چه د امپراطورۍ د ټولو معمولو مذهبو په نسبت د ده د نظریی موافقت څرگندوی، دا خبره له استمال څخه لری نه ده چه دی د خپل سلطنت په لومړیو کلو کی بودائی نه وی، گر د خپل سلطنت په اخروکلو کی نوموړی د بودائی دیانت پیرو شوی و، پروفیسر پرزی لوسکی حتی د یوه پوهاند نوم یادوی چه (سودارسانا)  نومیږې او پخپله امپراطورئى په بودا ئې دیانت کی داخل کړ سر بیره پر دی يو خورا لوی مذهبی محفل د هغه محفل په څیر چه د «اشوکا» په زمانه کی جوړ شوی ؤ د کنیشکا د سلطنت په عصر کی او د نوموړی تر حمایت لاندی هم په پیښور یا کشمیر کی جوړ شو لکه چه وروسته به ئی شرح او بیان وکړو ذکر شوی ؤ محفل په بودائی طریقو کښی خورا ژور انقلاب هم پیدا کړ: 

لوی کنیشکا د کاپیسا په یوه پخوانۍ افسانه کښی: افسانو هر وخت مخصوصاً په لړغونو او پخوانیو زمانو او په زیاته د بودائی دیانت د پیروانو په منځ کی خورا مهم رول لوبولی او د تاریخ او ادبیاتو ستره برخه ئی هم افسانو تشکیل کړی ده - دا قصی که څه هم ظاهری بنه ئی افسانی بریښی مگر د ځینو تاریخی حقایقو څخه هم خالی ندی - په بودائی نکلونو کښی دوو امپراطورانو چه دواړه په رښتیا سره ستر میرونه وو یعنی «اشوکا» د موریا امپراطور او بل کنیشکا کوشانی امپراطور، مهم رول لوبولی دی او تر هغه ځایه پوری چه څرگند شویده ډیرو افسانو د هغوی لوړ شخصیتونه او ستری کار نامی ضبطی کړی دی نو دا دواړه ستر میرونه يې په ذهن او خاطرو کی لوی اشخاص گرزولی دی. له دغو افسانو څخه یوه هیوان تسنگ چینی زائر په کاپیسی (بگرام) کښی د خپل اقامت په وخت کښی ۶٣٢ مسیحی کال اوریدلی ده او د قصى له روح څخه د کوشانیانو د لوی امپراطور کنیشکا توجه په عمرانی چارو او د معبدونو په پراخوالی کښی څرگندیږی د افسانی له محتویاتو څخه داسی معلومیږی چه نوموړی امپراطور په هره بیه چه تمامیده حتی په سختو غرنیو برخو کښی سره د آب وهوا له عدم مساعد ته او د واورو بارانو د طوفانو د جریاناتو په صورتونو کی بیا هم لوی لوی معبدونه جوړول. دا افسانه د کوشانی پاچاهانو بالخاصه د کنیشکا مخصوصه توجه د معبدونو د ډیروالی او تجلیل په باره کښی په خورا ښه طریقه شرح کوی او د نوموړی زائر په خپلو سترگو لیدنی ۵۰۰ کاله وروسته هم دا خبره اثبات ته رسوی چه سره له هغو سترو جگرو اوخرابکاریو چه د کنیشکا د زمامدارۍ څخه وروسته پیښی شویدی، بیا هم د مملکت په هره برخه کې څومره معبدونه، او مذهبی موسسی موجودې وې - لکه چه یواځی پخپله په کاپیسا کی چه د لاندنۍ افسانی صحنه ده د کنيشکا د سلطنت څخه پنځه پیړۍ وروسته له سلو معبدونو او شپږو زرو راهبينو څخه صحبت کوی - د نوموړی زائر اصل داستان هغه شان چه ده کاپيسی د ښار له وگریو څخه اوریدلی دی، په لاندی پاورقیو کښی ئی بیانوو. 

د مهايانا د طریقی تشکیل او مذهبی ستره محفل: موږ وویل چه بودائی دیانت هغه مهال چه په افغانستان کی خپریده د پخوانیو آریائی ارباب انواعو و د میولوژی یونانی ارباب انواعو احترام او پرستش چه د اسکندر تر فتوحاتو وروسته یی د مشرق په خاورو کښی شهرت پیدا کړی ؤ لکه (اناهيا ) میترا) سوربا» زوس - هرکول او ځينو هندی ارباب انواعو لکه (شیوا) او نورو هر یو په يو ډول سره  پیروان او معبدونه درلودل -  بودیزم هغه مهال چه د هند له خاورو نه راوؤت او په آریانا کی نشر شو، په حقیقت کی له یوې فضا نه بلی فضا ته راغی چه مذهبی افکارو هوری تنوع او آزادی درلوده لکه چه د مذهبی صنعت په موضوع کښی به په راتلونکی فصل کښی وگورو - تر هغه وخته پوری چه بودیزم په هند کی محدود، ؤ د نوموړی دیانت پیروانو جرئت نشو کولی چه بودا په بشری شکل او قيافی سره تمثیل کړی - د دې نظریی شاهد هم بمبئی ته نزدی د سانشی د معبد او استوپی هغه لوحی دی چه بودایی د چتراوافتابگیر، او د پښو د نقش د علامو او داسی نورو نښو په ذریعه ښودلی دی -  وروسته له دی چه بودائی دیانت په آریانا کی نشر شو، د باختر او گندهارا صنعتگرانو چه د یونانی هیکل تراشیو په مدرسو کی مجرب او ماهر شوی وو - د لومړی ځل دپاره ئی بودا د انسان په شکل تصویر کړ او د ده د شخص او مربوطو افسانو لپاره بی رنگه تصويرونه، هيکلونه او نور څه جوړ کړه، پدى حيث سره ئی د هندی بودایانو محدود نظر ته پراختيا او وسعت ورکړ - په همدې ډول د آریانا خاورې په بودائی فلسفه کی هم زیات تاثير کړی دی او د دې اغیزی علت هم د دې ځای خورا آزاده فضا او د یو شمېر مختلفو ارباب انواعو د پرستش رواج او د یونان او باختری او کوشانی مستقلو پاچاهانو بی طرفه سیاست و چه د مذهبی چارو او مسئلو پیروی به ئی کوله - که څه هم بودائی آئین د هند د خاوری تحفه او په (مکده) کی زیزیدلی دی مگر پس له دی چه په آریانا کی منتشر شو. تر دی اندازې پوری ئی ترقی وکړه چه گندهارا یی د بودائی آئین موعوده مځکه او دوهمه (مکده) وبلله. د دې دليل چه کوشانیان په آریانا کی د مختلفو مذهبو سره مخامخ شویدی د دی کورنۍ د پاچاهانو مسکوکات ا و مخصوصاً د کنيشکا مختلفی سکی دی چه پر هغو باندی آریانی، هندی او یونانی مختلف ارباب انواع نقش شویدی - سر بېره پدی هم پوهېږو چه (ويما کد فيزس) شیوائی آئین او دین ته ډير تمائل درلود نو له دغو شيانو څخه واضح څرگندیږی چه کوشانیان په آریانا کی له مختلفو مذهبو سره مخامخ شوی او هر یو ته ئی تمائل او رغبت ښکاره کړی دی. پدی ترتیب سره له یوی خوا کنیشکا په بودائې توب کی تردید موجود دی، او له بلې خوا نوموړی د دې آئین خورا ستر مشوق او حامی گڼی او د اشوکا په شان ده ته ئی 

هم افسانی منسوبی کړیدی - کنیشکا یا د سیاست له نقطی نظره څخه مختلف ارباب انواع د خپلو مسکوکاتو پر مخ نقش کړیدی او یا دا چه د نوموړی سکی د هغه وخت یادگار دی چه بودائې آئین ئې لا نه ؤ منلی.

په هر حال له هغی ورځی څخه چه د دی دیانت پیرو شو او بودائې د خپلی سکی پر مخ نقش کړه د دغه دین نوې او بی سابقه دوره پرانستله شوه، د دې مسئلی اهمیت د آسیا په لرې ځايو کښې د بودائې دين د خپریدلو او پراختيا او د سیاست په لحاظ یوه موضوع ده چه په دغه خبره باندی به پخپل ځای کی څيړنه وکړو، اوس دلته موضوع د هغه تحول له نقطې نظره څخه گورو چه په نوموړې آئین کی څرگند شو، څرنگه چه مونږ د اول جلد د پنځم فصل په دوهمه برخه کی د ( ۴۴٣ مخ) په شاوخوا کی ولیکل دریم ستر مذهبی بودائې محفل د اشوکا د موریا پاچا په عصر کی تشکیل شو او په هغه کښې سر بیره د مذهبی قوانینو او د نورو تصميماتو په ترتیب او تنظیم باندی د مبلغینو استول د هند غير بودائې نقاطو او پرديو مملکتو ته هم تصویب شول، بودائې دین د (ساکيا مونی) له وفات نه وروسته تر ۵ - ۶ پیړۍ په یوې طریقې پورې منحصر ؤ چه هغه شې هينایانا Hinayana (د نجات وړوکی لاره) یا د جنوب لیاره بلله، د دی طريقی قوانین په نوموړی محفل کی (د پتالی پوترا) په ښار کی د اشوکا په عصر کښې ټاکل شوی وو، پس له دې چه دغه دین په آریانا کی مروج شو لکه چه ومو ویل یوی خورا آزادی فضا د پراخو افکارو پوهان میدان ته راوستل او کم کم د گندهارا، او کاپیسا د پوهانو په تجویز د پخوانيو اصولو د اصلاح ا و تعدیل گونگی پیدا شو چه د حکمرانۍ نوبت یوه مقتدرامپراطور لکه کنيشکا ته ورسید او د نوموړی د حمایت تر سیوری لاندی د آريانا بودائې پوهانو د خپلو نظریاتو د عملی کولو لپاره مساعده موقع وموندله او د کنیشکا په امر ئی یو ستر محفل چه له پنځو سوو متبحرو علماوو څخه مرکب ؤ د امپراطور د ژمی د پایتخت په اطرافو یعنی پېښور کښې افتتاح او منعقد کړ، د دې سترې ټولنی رئیس (وازو میترا (Vasoumitra) د گندھارا یو عالم ؤ جه په مذهبی علومو او فلسفه کی د کوشان په ټوله امپراطورۍ کښی ئې نظير نه درلود، او د «مهایانی» ځينو مخصوصو طريقو نوموړی عالم ته د بودائې پوهانو د اووم صدر لقب ورکړی ؤ - پا رسوا Parcva د کنيشکا د دربار مذهبی مشاورهم په دغه محفل کی ګډون کړی ؤ چه دی به تل پخپله د سلطان سره په کاپیسی، گندهارا، پیښور او کشمیر کی په سلطنتی ماڼۍ کی اوسیده او امپراطور ته به ئې د مذهبی مضامینو درس ورکاوه او دی اصلا د «گندهارا» ؤ، حتی د ځينو اسنادو له مخی څرگندیږی چه د هغه جمعیت ریاست هم ده ته ورسپارلی شوی ؤ – د کنيشکا د عصر هغه ستر اديب او لیکوال چه په ذکر شوی مجمع کی ئې گډون درلود  «اسواکوسا» نومید او د امپراطور په امر د مجلس فيصله هم د دغه ليکوال په قلم جمع او تدوین شوه، د ذکر شوی مجلس د خبرو اترو او بحث په نتیجه کی یوه نوی طریقه (د مهايانا) Mahayana په نامه یعنی (د نجات لویه لاره) د نجات د کوچنۍ لیاری په مقابل کی منځ ته راغله - او هر کله چه د دی مذهبی اصلاح محرک د آريانا پوهان مخصوصاً د گندهارا او کاپیسا علماوو، نو هغه یی د جنوب د طریقی په مقابل کی د شمال طريقه هم بللې ده.

طبعاً د جنو ب د طریقی علماوو يا (بودائې ارتودو کسانو) د دغو اقداماتو پر خلاف هنگامې پورته کړی او نوی نظریی ئې باطلې کړی او د (وازو میترا) د مجلس د رئيس نوم ئې د مذهبی علما ؤ له ډلی څخه محو کړ. لدې ورځې نه وروسته دوو ډلو مختلفو مذهبی نظریاتو په دوو مخالفو طريقو خپل شکل بدل کړ او ورو ورو د هغو مغایرت او مخالفت دې اندازې ته ورسيده چه هر یو جلا جلا مذهبی ټولنی او ځانته ځانته معبدونه لرل. 

هغه خورا مهمه مدرسه چه د «مهایانا» د طریقی له روح څخه ئې نمایندگی کوله (سرواستی وادن Sarvastivadin) نوميده. د دې مدرسې په وجه تسمیه کښې «سروا» ( ټول ) او (استی) (دی) معنی لری چه د مرکب نوم مفهوم ئی (ټول دی) کېږی او اصطلاحی مفهوم ئې دادی چه (ټول څېزونه پدې کې شنه دی) یعنی دې مدرسې تعصب او تنگ نظرۍ ترکی کړې او هغه څه چه په بودائی قوانینو کی لیکل شوی وو په خورا پراخ مفهوم سره ئی منلی دی، د دې ښوونځی پیروانو خپله دینی ژبه سانسکریت غوره کړه.

او نورې مدرسی په ټيټو لهجو چه د عوامو فهم ته نژدی وی باقی پاتی شوی: 

د آریانا علماوؤ د (سرواستی وادن) د مکتب په تشکیل سره د موریایانو د عصر پخوانی بودائی محدود آئین ته د خپل مملکت د پخوانیو د یانتو د روحياتو نظریاتو او ارباب انواعو د داخلولو په واسطه پراخوالی ورکړ،  د لمر او رڼا رب النوع (میترا) په بودائی دیانت کښی داخله شوه او د (بودیس اتوا) یعنی د راتلونکی بودا مفکورې چه له (میتریا) څخه عبارت دی په هغه ځای کی لاره پیداکړه. 

د کنيشکا مسکوکات: پخوا تر دې مو د لومړنۍ کوشانی کورنۍ پادشاهانو یعنی د کجولا کد فیزس او ويما کد فيزس د مسکوکاتو څرنگوالی د فلز د جنسیت، شکل، صورت، ژبی، رسم الخط او د نورو اړخونو له نقطی نظره څخه بیان کړ. هر کله چه د کنيشکا مسکوکات ځينې مميزات لری نو هغه په دی ځای کې یاد وو:

په عمومی صورت د کوشان ستر امپراطور کنيشکا خورا زیاتی او متنوعی سکی لری چه د ده د سلطنت په اوږده موده، د امپراطورۍ د قلمرو په پراخوالی او د نوموړی امپراطور د نظریاتو په وسعت دلالت کوی - د فلز له نقطی نظره څخه که څه هم د ده مسکوکات زیاتره په مفرغو او مسو باندی ضرب شوی دی مگر د طلا وو ضرب چه لومړۍ پلا په کوشانۍ زمانه کی د ویما کد فیزس د سلطنت په عصر کی منځ ته راغلی دی، د کنیشکا د سلطنت په زمانه کی ئی په ډیر تناسب سره دوام وکړ هغه څه چه د دوهمی کوشانی کورنۍ د سر سلسلې کنيشکا مسکوکات د لومړي کورنۍ لسه مسکوکاتو څخه جلا کړی او د ده د اولادې په زمانه کی هم دغو ممیزاتو دوام موندلی دی، دری عمده څیزونه دی:(۱) رسم الخط (۲) ژبه (۳) د ارباب انواعو تصاویر، کدفیزس د کورنۍ د پادشاهانو د سلطنت په زمانه کی یونانی رسم الخط او ژبه دواړه په مسکوکاتو کی استعمالیدل، البته څرنگه چه مونږ شرح ورکړه د دی رسم الخط په ځينو حروفو کښی تغیرات پیښ شوی  وو، سره له هغه د مسکوکاتو پر مخ استعماليده ، او ا ستعمال ئى له یونانی ژبی سره یو ځای ؤ کنیشکا د کورنۍ په مسکوکاتو کی یونانی ژبه د رواج څخه پاتی شوی مگر رسم الخط ثى لا باقی ؤ یعنی د یونانی ژبی په ځای آریانی لهجه چه دا مهال ئی په آریانا کي رواج درلود، په یونانی رسم الخط سره ليکل شويده. - البته د زمانې د تيريدلو اقتضا خورا زیات تغیرات په ذکر شوی یونانی الف با کی راوستل لکه چه له همدی جهته ځینو مدققینو دا رسم الخط  (یونانو، کوشانی) بللی دی، په هر حال دا ویانی لهجی استعمال د یونانی ژبې په ځای يو طبیعی څيز دی. هغه موضوع چه ښه نه فهمیږی داده چه خروشتی رسم الخط پخپله په آریانا پوری مخصوص و او د کدفيزسيانو د سلطنت په عهد کی د مسکوکاتو په چپه خوا باندی د یونانی رسم الخط په مقابل کی استعماليده له رواج څخه ولوید یعنی د دی په ځای چه آریانی لهجه ئی د آریانا په مروج اریانی رسم الخط سره لیکلی وای هغه ئی په یونانی رسم الخط سره ضرب کړی ده، د خروشتی نه استعمال هم یواځی په مسکوکاتو کی دی او په کتیبو کښی ئی پوره عمومیت درلود، لکه چه هغه ستر مثال چه د دی نظریی تائید کوی یو هغه لوښی دی چه دور د گوله (خوات) څخه پیدا شوی او په بریتش موزیم کی دی او د خروشتی رسم الخط په بحث کی به له هغه څخه خبری اتری وکړو. 

هغه بله موضوع چه د کنيشکا مسکوکات یی د پخوانی کوشانی پاچاهانو د مسکوکاتو څخه جلا کړی دی، د ارباب انواعو ديروالى او تنوع دی، نوموړی بی د کوم دین او مذهب له امتیاز نه تول هغه ارباب انواع چه هغه مهال په آریانا کی معروف وو که اوستائی وو او که یونانی او که هندی له ټولو څخه ئی پخپلو مسکوکاتو کی نوم اخستی او نقش کړی ئی دی، د ده د مسکوکاتو اوستائی ارباب انواع ميرو (میترا یا لمر) مآ او (میاشت یا سپوږمی) اترو (اتار) یا (اور) ارواسپو (اروت اسپه يا د تندو او گړنديو آسانو خاوند چه دلته لمر ته اشاره ده) او د یونانی ارباب انواعو څخه هیلیوس (لمر) سنهٔ نه (سپوږمۍ) او نور ذکر شویدی، په دغو سر بیره لومړۍ پلا (بودا ساکيا مونی) د بودائی آئین موسس، پخپل کلاسیکی شکل او په راهبی لباس کی په داسې حال چه د گدائی کاسه ئی په لاس کې د تمثیل شوی او په یونانی رسم الخط (بو دوسا کامانا بودو) یعنی (بودا ساکيا مونی بودا) ذکر شوی دی، په دی ترتیب سره د کنیشکا او د هغه د اخلافو، د مسکوکاتو کتنه د کوشانی عصر د تاريخ د دلچسپو مباحثو څخه دی، او له هغو څخه په عمومی ډول سره خورا قیمت لرونکی معلومات لاسته راځی دلته غټوغټو مطالبو ته اشاره شویده او د راتلونکی فصل په مخونو کښی په دا موضوع په ښه ډول تحليل کړو، د کنيشکا او د ده د اخلافو مسکوکات د افغانستان مخصوصاً له بگرام  (لرغوني) او پخوانۍ کاپیسی د کوشانیانو د دوبي پايتخت څخه په سلاو پیدا شوی او پیدا کیږی، دا مسکوکات زیاتره مسی یا مفرغ دی، شکل ئی گرد او ډبل دی، عموماً په يو مخ پخپله امپراطور او په بل مخ ئی يو له هغو ارباب او انواعو څخه تمثیل شویدی کوم چه د ده د امپراطورۍ په قلمرو کی معروف وو، وموویل چه کنیشکا په خپلو مسکوکاتو کی له آریانی لهجو څخه يوه لهجه په یونانی رسم الخط سره استعما ل کړيده خو د دې لهجى او ژبی ټاکل چه د هندوکش له آریانی لهجو څخه يوه لهجه ده خورا ډیر تحقیق غواړی - د هغه مضمون متن چه په عمومی ډول د ده په مسکوکاتو باندې پدې لهجه ضرب شوی دی دا ډول دی: (شا او نانوشا او کنشکی کوشانو) پدې ځای کی د « شاه» کلمه چه د افغانستان په دری ژبه کی تر اوسه پوری رواج لری په څرگند دول سره لیدل کیږی او د (شا او نانو شا او) جمله د (پادشاهانو پاچا یا شاهنشاه) «ستر تولواک» په معني سره ترجمه کیدای شی:

د کنیشکا اخلاف: د کنیشکا پر ځای ناست کسان یعنی د دوهمی کوشانی کورنۍ نور پادشاهان هغه يوه سلسله ټولو اکان دی چه نوم ئی «ایشکا» په کلمه تمامیږی او زمونږ معلومات د دوی په نسبت تر کنیشکا لږ دی، په هر حال تر هغه ځايه پورې چه مدققینو د هغوی په باره کی نظریی څرگندی کړیدی که څه هم دوه درې کرښی هم وی هغه مو را اخستی و پخپله موقع کی به ئی ذکر کړو - دا هم باید وویل شی چه تر اوسه پوری په یقینی صورت سره نه ده څرگنده چه د کنيشکا له مرگ څخه وروسته څوک سلطنت ته رسیدلی دی په عمومی ډول پس له ده د څو تنو نومونه چه واسيشکا (Vasihka) هوویشکا Huvishka ) او دوهم کنیشکا دی یو ځای او یودم د مدققینو په نظر کی ورغلی دی ۔ ځینی ئی مسکوکاتو او ځینی ئی کتیبو څرگند کړل مگر حقایق لا تر اوسه پټ دی او د هغوی په باره کی اظهار نظر لا گران کار دی چه آیا دا دری تنه یو ځای د کنیشکا د امپراطورۍ په مختلفو نقاطو کی سلطنت ته رسیدلی دی که جلا جلا او که چېری ځانته ځانته يو په بل پسی یی پاچاهی کړی وی نو آیا کوم یوئی لومړی او کوم یوئی دوهم ځل پرتحت کښیناستلی دی او د هغوی په منځ کی ترتیب څه ډول ؤ «ونسنت سمیت» انگریز داسی لیکی چه د کتیبو د مفهوم په قرار، پداسی حال کی چه «واسیشکا» د ٢۴م کال په حدودو کی او هوويشکا د ٣٣ او ۶٠ کلو په منځ په «ما تورا» کی حکمرانی کوله، او په کنيشکا مشهور یوه بل شهزاده چه هغه بايد دوهم کنيشکا وبولو په ۴١ کال کی د پنجاب په (آرا Ara) کی حکومت کاوہ – خو د انگریزی مؤرخ په عقيده د دې موضوع د حل خورا ښه لاره داده چه (واسيشکا) او «هوويشکا» د کنشکا زامن وو او پداسی حال کی چه د دوی پلار د غرونونه هغی خوا ته «یعنی په افغانستان» کې په جگړه اخته و دغه زامن ئی په برنی هند کی نائب الحکومه گان وو، هر کله چه له واسیشکا څخه هیڅ یوه سکه لاسته نه ده راغلی او چائی تر اوسه سکه نه ده پیژندلی او «ونسنت سميت» لدې څخه نتیجه اخستی او نظریه څرگندوی چه د غه شهزاده تر خپل پلارکنیشکا پخوا مړ شویدی او پس له کنیشکا څخه د کوشان ټوله امپراطوری د نوموړی بل زوی «هوویشکا» ته رسیدلیده -  مستر کنو د خروشتی کتیبو د کتاب په (۸۱) مخ کښی د پروفيسور لیودر Luqcrs) له خولی نه لیکی پروفیسور لیودر په دی عقیده دی چه د لوی کنیشکا له مرگه وروسته د نوموړی امپراطوری په دوو برخو ویشل شوی ده دوهم کنیشکا د واسیشکا زوی په شمال کی او هوویشکا په هند کی پاچاهی کوله سره لدې څو موده وروسته د شمال منطقی هم د هوویشکا په لاس اداره کیدلې ځکه په (۵۱) کال کی د وردګو په کتیبه کی د امپراطور په نامه یاد شویدی مستر کنو لیکی که څه هم دغه نظریه یواځینۍ رضایت بخښونکی نظریه ده خو بیاهم لږ اصلاحات غواړی - پدی کی شبه نشته چه واسيشکا د ستر کنيشکا جانشین (خلف) ؤ ، اخرنۍ سنه چه له کنيشکا څخه لاسته راغلی ده (۲۳) کال دی او واسيشکا حتى د دی تاریخ په را وروسته کلونو کی هم د امپراطور عنوان درلود نوموړی احتمالا د کنيشکا زوی و ځکه چه پخپله د واسیشکا زوی هم کنیشکا نومید که څه هم نوموړی پخپل نامه سکه نه ده ضرب کړی خو سره لدې هم د خپل پلار ستر کنيشکا په ځای ئی جلوس کړیدی. آخرنی تاریخ بچه د هوویشکا څخه لاسته راغلی دی (۲۸) کال دی او احتمال لری چه د دغو کلو په شاوخوا کی مړ شویوی او زه گمان کوم چه د ده په ځای به دوهم کنیشکا د هغه زوی د امپراطور په عنوان جلوس کړی وی،. 

 پدې ډول فرانسوی (واله دوپوسن) هم په دغه عقيده دى او عيناً د هغه ترتيب مراعات کوی چه مستر کنو د ستر کنيشکا د جانشينانو په ټاکلو کی غوره کړی دی. 

یعنی پداسی حال کی چه واسيشکا او هوویشکا د ستر کنيشکا جانشینان گڼی د هغو دواړو په منځ کی د دوهم کنیشکا وجود او سلطنت هم منی. څرنگه چه د مخه مو وویل دا ټول بيانات نظريې دی او د ترتیب مراعات په هر موردکی مخصوصا په تاریخی حوادثو کی بهتر دی مونږ هم د هغه مراعات کوو.

واسيشکا Vasishka: واسيشکا د لوی کنیشکا له زامنو څخه دی چه يو مهال په (ماتورا) کی نائب السلطنه ؤ. او د خپل پلار تر مرگ وروسته د هغه جانشین شویدی. د دی پاچا نوم په هغه کتیبه کی چه (ماتورا) ته نژدی پیدا شوی او تاریخ ئی ۲۴ کال دی او همدارنگه په دوو نورو کتیبو کی چه ۲۶- ۲۹ کلونه سنه لری ذکر شوی دی سکه ئی تر اوسه لاسته نه ده راغلی تماماً مجهوله ده نوم یی د اندوس ساحل ته نزدی د (آرا Ara) په کتیبه کی چه د نوموړی د زوی په حکم نقر یعنی کیندل شوی دی په لږ تحریف سره واجاشکا Vajhashka هم یاد شویدی. 

دوهم کنيشکا: دغه پاچا د وا جاشکا Vajhashka  واجشپا Vajashpa یعنی دغه ذکر شوی پاچا واسیشکا دی چه د ده نوم به ئی سره له یوه لنډ تحريف په دغو دوو صورتو باندی هم لیکه، په دې ترتيب سره که ونیول شی دوهم کنیشکا د ستر امپراطور کنیشکا لمسی و، لکه چه زیاتره اروپائی مدققین دغی نظریی ته تمائل څرگندوی. او د ځینو نورو په نظریه هغه کنیشکا چه د پنجاب د (آرا Ara) په کتیبه کی ذکر شویدی عبارت له دغه دوهم کنيشکا څخه دی. لکه چه په دغه باره کی موسیو کنو نارویژی مشهور مستشرق ليکلیدی د هغی کتیبی خروشتی لیکنه چه د اندوس ته نژدی په (آرا Ara) کښی پیدا شوی ده د دوهم کنیشکا په وجود باندې شهادت ورکوی نوموړی پاچا پدی کتیبه کی خپل ځان «مهاراجا راجاتی راجا دواپترا کیزاراو اجشکاپوترا کانیشکاه بللی دی او داسی معلومیږی چه سربیره په آریانی سلطنتی عنوان یعنی (شاهنشاه) چه د ده نیکه لوی کنیشکا هم دغه عنوان غوره کړی و؛ گاونډیانو ته د خپل مقام د معرفی کولو دپاره د گاونډیو مملکتو سلطنتى القاب هم نيولى وو ځکه (مهاراجا) د هند مذهبی عنوان (دواپوترا) د اسمان زوی د چين د خاقانانو لقب، او (کيزارا) یعنی قیصر د رومن د امپراطورانو لقبؤو (راجاتی راجا) یعنی د ټولو اکانو ټولو اک د هغه آریانی اصلى لقب ترجمه ده په ستر کنيشکا د (شا او نانوشا او) يعنى د شاهنشاه په صورت شروع کړی و - هغه دلیل چه د دوو کنیشکا گانو د وجود د ثابتولو د پاره راوړی پدی ډول دی د پروفیسور لیودر Luders لیکی: چه واسیشکا د امپراطورۍ عنوان مهاراجا (دوا پوترا) حتی په هغه زمانه کی درلود چه د بانرجی (Banerji) د نظریی په قرار، لوی کنیشکا لا حکم فرمایی درلوده او کنيشکا امپراطور چه د ( آرا) په کتیبه کی یاد شوی دی له دې کبله د خپل پلار نوم پخپل نامه باندی زیاد کړی دی چه له ستر کنيشکا څخه ئې فرق او تمیز وشی، له بلې خوا هر کله چه (س) د واسيشکا په کلمه کی څرگند او په شدت سره ئې تلفظ کېږی هغه ئی د واجشکا Vajheshka په شکل هم لیکلی دې نو په دې طریق سره ویلای شو چه د هغه کنيشکا پلار چه د (آرا) په کتیبه کی یاد شوی دی (واسيشکا) د لوی کنيشکا جانشین دی. 

هووشيکا: هووشيکا چه د رسم الخطى تغيراتو په اثر «هوشکا» او «هووشکا» هم ذکر شوی د دوهمی کوشانی سلالې د پاچاهانو په منځ کی پس له امپراطور کنیشکا څخه نسبت نورو ته خورا معروف دی، موسیو کنو لومړی پلا دی یو لوی جنرال گڼلی دی چه د کنيشکا له خوا د کشمیر د فتحی لپاره ټاکل شوی و او نوموړی دی. د احتمال په ډول د واسيشکا ورور گڼلی او داسی لیکی چه د امپراطورۍ مقام ته د ده د ورور د رسيدلونه وروسته يا د هغه له مړینی نه وروسته لومړی د ( ۳۳ کال) په شاوخواکی په شرقی ولایاتو کی حکمران يا نائب السلطنه ټاکل شوی و په هر حال نوموړی له (۴٠ کال) نه پخوا د (راجا تا راجا) د امپراطورۍ مقام ته ندی رسیدلی او تر دی وخته پوری ئې لافقط د (مهاراجا دوا پوترا یعنی د اسمان زوی پاچا) عنوان درلود مستر کنو په دی عقیده دی چه تر (۴۰ کال) پورى هوويشکا لا ځان کامله جلا اومستقل کړی نه و بلکه پس له دغه تاریخ څخه ئې د سکی په ضربولو شروع وکړه پخوا مووویل چه (هوويشکا) په هندی برخو کی او دوهم کنیشکا د آریانا په برخو کی سلطنت ته رسیدلی وو مگر څو موده وروسته یا واضح وایو چه پس له ۴٠ کال نه د ده سلطنت آریانا او د هند د خاوری یوه برخه دواړه را نیولی او ورباندی مشتمل و لکه چه په ۵١ کا ل د وردګو په کتیبه کی د امپراطور په عنوان یاد شویدی او دا پخپله یو بهترین دلیل دی چه د هوويشکا حکومت او آمریت د هغه وخت په ختيځ افغانستان او هند کی اثبات ته رسوی په وروستی کال د بگرام په حفرياتو کی د هوویشکا خورا ډيرې سکی پیدا شویدی، ونسنت سميت د نوموړی د نفوذ قلمرو له کابل څخه تر کشمیر ا و (ما تورا) پوری وسیع او پراخ بولى هوويشکا د خپل نیکه کنيشکا په څیر د بودائې دیانت په پراخوالی او مذهبی و دانیو په جوړولو کی خورا ډير شوق درلود او په «ماتورا» کی ئې يو با شکوه معبد پخپل نامه ودان کړی وه مگر سره له دې هم د ده په زمانه کی د نورو ارباب انواعو عبادت او احترام آزاد و، لکه د نوموړی په سکو باندی چه د « هراکلس» «سراپلیس Saraplis» «سکاندا Skanda» وی زاکا Visakha « فارو Pharro» د (اور ارباب انواع) او نور ډېر ارباب انواع تمثيل شویدی؛ او دغه مثالونه په ښه ډول څرگندوی چه سره له خپل پراخوالی او مروجيدو بودائې دين په کوشانی عصر کې يواځی د آریانا مذهب نه و بلکه د هغه په څنگ پوری د هندی او باختری یونانی ارباب انواعو د ټولو پرستش کېده تنها بودېزم د خپلو سترو معبدونو، او ډيرو علماوو په سبب نسبت نورو ته با شکوه معلو میده او د کوشانيانو تټولو اکانو هم د بودیزم د اهمیت په وجه د هغه د ودانيو د ديريد، او د مذهبی روح د تقویه کېدو په باره کی سعیه کوله:

واسودوا (Vasudeva): (۲۲۰--۱۸۲) له هوويشکا نه وروسته یو بل پاچا چه (واسودوا) نومیده د ۱۸۲ مسیحی کال په حدودو کی سلطنت ته ورسیده د دې پاچا نوم د هغه قرابت په وجه چه د (وشنو Vishnu) د کلمی سره یی لری. هندی دی، د ماتورا په کتیبه کی چه د ۶٧ نه تر ۹۸ کلو پوری سنه ورباندی لیکل شوی ده هم د ده نوم یاد شویدی، په مسکوکاتو کی د ده نوم په یونانی رسم الخط سره (بازودس Bazodes) لیکل شویدی، او هغه اشکال چه په هغو کی لیدل کیږی عموماً «نانا Nana» «انائيتا Anaitas» د ډیرښت (فراوانی) رب النوع. او (شيوا) تمثيلوى پورته مووویل چه د( واسودوا Vasudeva) نوم هندی دی. په حقیقت کې د دغه پاچا د نوم اصلی صورت «واسوشکا Vasushka» و، او په هندی هوا کی ئی نوی شکل ځانته غوره کړیدی په مجموعی ډول «واسودوا» تقریباً ۲۵ کاله سلطنت کړی دی د ده د زمامدارۍ په زمانه کی د آریانا برخی ورو، ورو له کوشانی امپراطورۍ څخه جلا شوی او د (واسودوا) زیاتره نفوذ په هندی منطقو کی لیدل کیده، لکه چه ډېر دلایل شته مثلا په (ماتورا) کی د نوموړى د کتيبو وجود او له واسوشکا څخه «واسودوا»  ته د ده د نوم هندی کېدل او د ده په مسکوکاتو کی د «شیوا» او «نانا» تمثیل دا ټول دغه نظریه تائید او تقویه کوی. 

د سترو کوشانیانو داخلی او خارجی سیاست: 

سترو کوشان شاهانو عموماً په داخلی او خارجی سیاست کی تقریباً یو ټاکلی اساس تعقیب کاوه، چه د هغه څرگند او برجسته خطوط دلته بیانوو:

د کوشانيانو لومړۍ کورنۍ یعنی کدفیزسیان په «آریانا» کی هغه وخت سلطنت ته ورسیدل چه د مقتدر مرکزی حکومت مفهوم له منځه وتلی او د یونانو باختری دولت وروسته پاتی کسانو او پهلوایانو، او اسکائیانو د هندوکش په جنوب کی او د تاهیا رئیسانو د هندوکش په شمال کښی د امراوو او ملوکو په صفت آمریت درلود، لومړی کوشانی کدفيزس د ملوک الطوايفى لمن اول د هندوکش د شمال څخه او بیا د هندوکش له جنوب څخه را ټوله کړه او په ځای یی یو واحد او متمرکز دولت تشکیل کړ، دې دولت بی د آخری جنوبی علاقو د یوې برخی نه په نوره «آریانا» باندې قبضه وکړه. د دې دولت د اساس متانت له دی څخه څرگندیږی چه نژدې تر دريو پيړيو پوری په دغه دولت کی کوم ضعف پیدا نه شو – د کوشانی دولت د عظمت او دوام علت د دوی د پاچاهانو په داخلی او خارجی سیاست پوری اړه درلوده.

همدا ډول د کوی شوانگ د سلطنت د تاسیس په لومړۍ مرحله کی چه محلی امیران او ملوک يی له منځ يووړل د خپل عظمت تر سقوط پوری د مرکزی دولت د بنسټ په تقویه کولو کی کوشش وکړ. او دا مجال یی ور نه کړ چه مملکت د امیرانو او رئیسانو په لاس تجزیه او وويشل شی.

کوشانی پادشاهانو د مملکت د وگړيو د عرف او عاداتو او په تیره بیا د مملکت د خلقو د عقائدو ډير احترام کاوه، زردشتی - بودائی - برهمنی د اناهیتا او ميترا ویشنو پيروان ټول پخپل دین و ائين او عقیده کی آزاد وو. او پخپله د دوی کوشان شاهانو هم له ذکر شویو اديانو، او مذهبو څخه یو دین ته په آزادۍ تمایل ښکاره کاوه، کنیشکا په یواځی ځان تقریباً د مملکت ټول معروف ارباب انواع پخپلو سکو کی ضرب او تمثیل کړی دی هغه مهال چه بودائی آئین د وقت تر نورو ادیانوترقی وکړه، کنیشکا د خپل دربار او عصر د متبحرو عالمانو په مرسته د خپلی امپراطورۍ د وگړیو په روحياتو برابر د هغه د تعبیراتو دائره پراخه کړه او نوموړی آئین د گاونډيو مملکت د اوسیدونکو د روحياتو د تسخير له وسايلو څخه یوه وسیله ثابته شوه، کوشانی پاچاهانو مخصوصاً کنيشکا د علماو، پوهانو، اوروحانیونو، شاعرانو، ليکوالو، هنر لرونکو، او د مذهبی او ادبی مشاورينو په راغونډولو سره په خپل پایتخت او دربار کښی يوې سترى قوی ته تمرکز ورکړ او خپل نوم او خاطرات ئی لوړ کړل او په دی واسطه ئی د خلکو روحیات نسبت خپل ځان او خپلی کورنۍ ته خورا مساعد وگرزول او په افسانو، او نکلو او د مبلغينو د استولو په مرسته ئی د خپل نوم شهرت او د خپل سلطنت د ستروالی انگازه د آسیا په لرې ځايو کی خپره کړه، 

د خارجی سیاست په زمینه کی د کوشان شاهانو لومړی منظور دا و چه د خپل ځان، مملکت او د خپلی امپراطورۍ حیثیت په هر قیمت سره چه تمام ئی د پردیو په نظر کی لوړ معرفی کړی او هغه وخت بیا له خپل غوره وضعیت څخه په اقتصادی، تجارتی، سیاسی او حربی ساحو کی استفاده وکاندی.

په شرق کی د سترو کوشانیانو خورا مهم رقیب د چین د هان های کورنۍ او په مغرب کی د روم قیصران وو، د دغو دوو غربی او شرقی دولتو په منځ کی د کوشانیانو او غربی پارتیانو دوه دولته پراته وو چه لومړی یعنی ستر کوشانیان د ترقۍ او لوړوالی په حال کی اوغربی پارتیا د خپل سقوط او لیټوالی په مرحله کی روان و سترو کوشانیانو د خپل سلطنت په شروع کښی د خپلی لوړتيا او عظمت د حاصلولو دپاره د چین او د چین د تابعو شهزادگانوسره په جگړه گوتې پوری کړی او له یوې (ماتې) نه وروسته د دوی کار په بری او موفقیت تمام شو یعنی معناً او مادتا لويوالى ته ورسیدل مگر غربی پارتیان د خپل زرور حریف په مقابل کی چه د روم قیصران وو ورځ په ورځ ټيت شول او د روم د امپراطورانو لاسته اړ شول تر څو چه په شرق او غرب کی دری مقتدر دولتونه د چین هانیان د آریانا کوشایان او د روم قيصران باقی پاته شول.

کوشان شاهانو د خپلی پیژندگلوۍ او د خپل سلطنت د جلال او د دوو شرقی او غربی مملکتو په منځ کی د مالونو د ترانزیت او تیریدلو له گټو څخه د استفادې دپاره زياتره د پارتيانو په تیره بیا د رومنیانو په خلاف (د یو مرکزی مقتدر متحد لرلو په هیله غوښتل چه د کوشانی دولت د اتحادیه مرسته غربی پارتیان دواړو خواؤ څخه تهدید کړی) پدې وجه يو د بله د نمایندگانو بدلولو او د سیاسی علائقو ټینگولو ته مایل وو او هر کله چه کوشانی امپراطوری د چینی هندی مالو د تیرولو په لاره کښی واقع شوی وه او بی د کوشانيانو له موافقی څخه دغه یاد شوې مدام په آسانۍ سره نه حاصلیده نو لدی کبله د چین د هان يانو کورنی او د روم امپراطورانو هر یوه پخپل وار سره دا آرزو لرله چه له سترو کوشان شاهانو سره خپل مناسبات ټینگ او برقرار کړی د تجارت او د مال التجاره د پلورلو او پیرودلو قضیه یوه داسی موضوع ده چه له کوشانيانوسره دوستی او مراوده ئی د غرب او شرق لپاره گټوره گرزولی وه چینیانو د خپل مال التجاره د پلورلو مخصوصأ د وريښمو د خرڅولو دپاره د بیزانس (شرقی روم) او د روم د بحر د شرقی سواحلو د بندرو بازارونو ته اړتيا درلوده دغه رنگه هم عیاشو خوش گذرانو او شته منو رومنیانو شرقی مال التجاره هندی دوا گانو او چینی ټکرانو ته محتاج وو پدې ترتیب سره نظامی اقتصادی او تجارتی مقتضیاتو د چین د هان یانو کورنۍ او د روم قيصران دې ته اړ کړی وو چه له سترو کوشانیانو سره نزدی او دوستان شی د آریانا کوشان شاهانو ته دغه دوستی له هره پلوه گټوره وه او د هغوی شهرت او دبدبه ئی د آسیا په دی څنډه کی تامین کوله او د سیاست موازنه ئی د شرق او غرب په منځ کی تر یوی اندازې پوری د دوی په اختیار کی ورکوله غربی پارتیان یې د دوی په گاونډ تو ب کی کوچنی کول د دوی د امپراطورۍ مال التجاره او ابتدائی مواد په څلورو خواؤ کی په اسانۍ سره پلورل کیدل د وریښمو د لویی لاری او د هغې د جنوبی څانگی له کبله د آریانا ښارونه مخصوصاً (بلخ) د هغه وخت خورا ستره بین المللی تجارتگاه شویوه او د مالونو د ترانزیت له کبله خورا دیری گټی د دوی او د دوی د سوداگرانو لاسته ورتلی نو پدې توگه متقابلی کټی غوښتل چه د آریانا د کوشانیانو د دولت او د رومیانو او چینیانو په منځ کی د ایلچیانو نمایندگانو د لیږلو په اثر سیاسی روابط برقرار شی رومیانو د تراژان (Trajan) د سلطنت په زمانه (د ١١۶۵ مسیحی کلو په شاوخوا) کی د بين النهرينو په خاوره باندی موقتی قبضه وکړه او د دجلې د سواحلو تر غاړو پوری رسیدلی وو او د کوشان د امپراطورۍ د قلمرو له غربی سرحداتو څخه یی تر ۶٠٠ میلو زیاته فاصله نه درلوده او په دغه ترتیب د دواړو امپراطوریو د خاورو په منځ کی زیانه فاصله نه وه پدی لجه ليکوالو حتى د روميانو شاعرانو لکه  «وبرژیل» «پروپرس» او «اورليوس ويکتور» Aurelius Victor له کوشان شاهانو او د روم د قیصرانو سره د هغوی له روابطو څخه بحث کړی دی دغه اشارات په ځينو ځایو کی خورا صريح او په ځینو کی هم لږ څه مبهم دی مگر په عمومی ډول د «کوشانو، رومن» د تعلقاتو د روښانولو لپاره خورا گټور او مهم دی – د کوشانی دولت ظهور د اول ق، م قرن د لومړی - نیمائی په منځ کی تقریباً د « ژول سزار» او « اگوست» رومی قیصرانو په زمانه کښی میدان ته راوتلی دی - آریانا د کوشانی شاهانو سیاسی روابط د روم له قیصرانو سره د کدفیزسانو د کورنۍ له خوا شروع او د کنیشکا په عصر کی پراخ شول - پخوا مووویل چه د رومن د شاعرانو د معلوماتو له مخی د کوشانو رومن د روابطو په ټینگیدو او د هغوی په منځ کی د نمایندگانو په تبادله کښی هیڅ شبه نشته مگر سختی په دغه ځای کی ده چه د کوشان شاهانو نومونه ښه نه څرگندیږی چه آیا کوم يوه کوشانی پاچا او د روم قیصر یو د بل په دربارکی نماینده درلود، خو پدی کی شک نشته چه کوشانی دوهم کدفیزس هغه لومړنی کوشانی پاچا دی چه روم ته ئی نماینده استولی دی ځینى مأخذونه وایی چه د کوشانی پاچا دغه نماینده تراجان ته ورغلی ؤ لکه چه پخوا تردی مو (د همدغه جلد د  ٢٠۵ مخ) په شاؤخوا کی د دوهم کدفیرس د مربوطو پېښو د بيانولو په و خت کښی مونږ هم دغه مطلب ته اشاره وکړه که چیرته کوشان شاهانو د جلوس او سلطنت سنه په یقینی صورت معلومه وای د قیصرانو د سلطنت د کال اوتاریخ سره د هغی له مقایسی نه دا مطلب تر یوی اندازی پوری تصریح کیدلی شوای خو متاسفانه دا هم اوس امکان نه لری؛ په هر حال د دغو ملاحظاتو په مراعات ویلی شو چه کوشانی دو م کدفیزس «اگوست» ته سفیر ورلیږلی و او د روم امپراطور په (سامس Samos) نومی ځای کښی د کوشان شاه د لومړنی نماینده استقبال وکړ زیات احتمال کیږی چه دوهم کدفيزس له «مارک انتوان» یا «اگوست» سره هم روابط درلودل ځکه پروپرس رومی شاعر د ۲۱ ق م کال د واقعاتو په ضمن کوشانی پاچا ته د روم د نماینده د لیږلو څخه بحث کوی مگر ښه نه معلومیږی چه د مارک انتوان له خوا نماينده استول شوی دی که د «اگوست» له خوا - هر کله چه د اوسنیو نظریاتو په قرار هغه وخت د دوهم کدفیزس له عصر سره مطابقت کوی نو احتمال لری چه د روم نماینده د نوموړی دربار ته استول شوی دی شک نشته چه کنيشکا د کوشانيانو ستر امپراطور د خپل سلطنت په دوره کی له رومانیانو سره سیاسی روابط لا محکم کړل او د څو تنو رومی قیصرانو سره ئی سیاسی نمایندگان مبادله کړل، د روم د قيصرانو له جملی څخه تراجان يو سړی دی چه اوسنیو نظریاتو هغه له کنيشکا سره معاصر گرزولیدی وائی چه کنيشکا تراجان ته نماینده واستاؤ چه په ۹۹ مسیحی کال ایطالیی ته ورسید او په روم کی د امپراطور حضور ته ورغى، شک نشته چه چينيانو کوشانيان د «یوچی» په نوم تر ټولو لومړی او ښه پیژندل او حتی د سلطنت له تشکیل څخه پخوا یی هم د هغوی له رئیسانو سره د اېلچی په لیږلو سره مراوده سره درلوده (د دی جلد ۱۷۸ او ۲۰۲ مخ شاؤخوا پاڼی دی وکتل شی) په «آریانا» کی د کوشانی دولت ظهور او قدرت موندلو د چین (هان یان) په ویره کی وغورزول او پس له ۷۳ مسیحی کال څخه د لمر لویدیزو هیوادو سره د هغوی زړه تړل او حتی د سنکیانگ د بیلو بیلو علاقو په نیولو کښی د دوی آرزو د عسکرو په لیږلو سره معلومه شوه مگر د کوشانی کدفیزس کورنۍ د هغوی مقابلی نه چمتو شوه، پدی ډول د کوشان شاهانو او د چین د هان یانو روابط که څه هم په تصادم او جگړه شروع شول؛ لومړی پلابری د هغوی په نصیب شو مگر د کنیشکا په عظمت او موفقیتونو او د سنکیانگ د چینی شهزاده په ماتی او مغلوبیدو او د چینی يرغملانو په راتگ سره ئی یو بل رنگ و نیو او د کوشانی دولت موقعیت په مراتب د چینی هان یانو په نظر کی ستر شو، او د سیاسی دوستانه مناسباتو د ټینگیدو په اثر د بودائی آئین د انتشار لاره د پامیر د شرقی مخکو طرف ته خلاصه شوه او متقابله تهذیبی روابط د اریانا او چین په منځ کی قائم شول د کوشان شاهانو او د چینی هان یانو په منځ کی د نمایندگانو د مبادلې موضوع فعلا نه د څرگنده مگر قوی احتمال کیدای شی چه د دواړو مملکتو د سلطنتی دربارو په مینځ کی وخت په وخت ایلچیان له تحفو او سوغاتو سره مبادله کيدل.

د کنیشکا د کورنۍ په زمانه کی عمومی اوضاع: په هغه ترتیب سره چه نیول شویدی د اول او دوهم کدفیزس یعنی د لومړۍ کوشانی کورنی د پادشاهانو سلطنتی خصوصیاتو او د نومونو له یادولو نه وروسته د کدفیزسیانو د زمانی عمومیات مو هم بیان کړل پدی دول د کنيشکا او د ده د هغو جانشینانو د خصوصی پیښو او د نومونو له يادالو څخه وروسته چه د سترو کوشانيانو دوهمه کورنۍ تشکیل کوی اوس نو د کنیشکا د کورنی د سلطنت د زمانی د عمومی اوضاعو په بیانولو پيل کوو:

د کوشان د دوهمی کورنۍ د حکمفرمائی دوره چه د ۱۲۰ عیسوی کال په حدودو کی په کنیشکا شروع او په ٢۶٠ مسیحی کی په و اسودوا سره پای ته رسیږی او نزدی یوه نیمه پیړۍ ١۴٠ کاله دوام کوی لکه چه ولیدل شول د کدفیزس د کورنۍ دوره دا ډول دوره وه چه د یونانو باختری دولت په تدریجی انحطاط او د مرکزی حکومت د قلمرو د ساحی له کوچنی کیدو او د ملوک الطوائفى له څرگندیدو څخه وروسته د یوه مرکز ی زورور دولت په تشکیل ئې شروع وکړه شروع په زیاترو چارو کی د کدفیزسیانو د عصر د مشخصاتو څخه حسابیږی او د کنیشکا د کورنۍ دوره باید د سترو کوشانیانو د ترقی، تکامل اوځوانۍ دوره وگڼله شی او د دغو ممیزاتو تفصیل په لاندی دول ویل کیږی.

د کوشانيانو لومړۍ کورنۍ ډیره سعیه وکړه چه دننه په هیواد کښى ملوک الطوائفى ورکی او لیری شی او د آریانا په چوکات کی یو دولت منځ ته راشی دا مطلب ئې حاصل شو او حتی په خارج کی ئی د ځینو فتوحاتو نیت وکړ او مخصوصاً ويماکدفيزس که څه هم له چین سره په جگړه کښی ماتی ته اړ شو خو په هند کی تر اندوس پوری ډیر مخ په وړاندی تیر شو، سره له دی د کوشانیانو رښنتیانی فتوحات زیاتره د کنیشکا د کورنی د عصر نتیجه وه او زیاتره پخپله د دغه امپراطور د عزم حاصل دی ځکه هغه څه چه (ویماکدفیزس) په هند کښی کړی وو دوام و نه کړ او کنیشکا بل ځل بیا د هند مفتوحه علاقی ونیولې او د موريا د امپراطورۍ تر پخوانی مرکز پټنی (پتالی پوترا) پوری مخ په وړاندی لاړ د پامیر په هغی خوا شرقې برخو او سنکیانگ کښی چه ویماکدفیزس پکښی ماتی کړی وه کنیشکا ډیری فتحی وکړی او د هغو يرغملانو په سبب چه د دغې علاقې له شهزادگانو څخه ئی ونیول د دې فتحی انگازه د هندوکش په درو کښی تر څو پیړیو پوری افسانه وگرځیدله کنیشکا په هند کښی د گنگا تر سیمی او په سنکیانگ کښی د تارم تر علاقی پوری خپل نفوذ خپور کړ او د خپلی امپراطورۍ لمن ئی د تبت تر غرونو پوری ورسوله، دا پوره معلومه نه ده چه د ده په ځای ناستو خلکو (جانشینانو) دا پراخه امپراطوری تر کومه وخته پوری وساتله.

د دین او ائين له نقطی نظره څخه د کنیشکا د کورنی د سلطنت دوره د کدفیزس د کورنۍ د زمانی په نسبت ډیر فرق لری او د هغه برجسته خط هم په بودائی دیانت پوری مربوط دی چه دننه د بودائیت په فلسفه کښی د پیښور په ستر مجلس کښی د مهایانا طریقی (د نجات لویی لاری) د مذهبی متنونو د تعبیر په طرز کښی انقلاب پیدا کړ او د دغه دین نه د باندی ئې د کنیشکا په فتوحاتو او د مبلغينو د استولو په ذریعه په سنگیانگ او چین کښی په زیاته اندازه پراختیا وموندله، په دی کښی شک نشته چه د کنیشکا او د هغه د اخلافو په عصر کښی زرتشی دین په نيم غربی افغانستان کښی لا رواج درلود او میترا او اناهیتا هم څرنگه چه د ده په مسکوکاتو کې ليدل کيږى پيروان او معبدونه درلودل مگر بودائی دیانت د بودائی فلسفی او نفوذ د پراختیا او خپریدو په لحاظ په داسې انقلاب کښی داخل شو چه پخوانی مثال نه ‏ؤ لیدل شوی او دا د لویو کوشانیانو د دوهمی کورنۍ د واکمنۍ د زمانې لويه مميزه ده څرنگه چه یو اشوکا منځ ته راغی او ستر مذهبی مجلس کی جوړ کړ او بودائی دیانت ئی د مبلغینو د لیږلو په ذریعه د هند له سرحدو څخه آریانا ته راورساوه یو کنیشکا په کار بوخت ؤ چه پخپلو فتوحاتو سره د پامير نه په هغې خوا شرقی برخو کښی د تارم د سیمی خواته لاری پرانیځی، او بیا یو لوی مذهبی محفل جوړ کړی او د نوو غوښتنو او مقتضياتو له مخی د دغه دیانت میدان او افق پراخ کړی او د ده د تشویق په اثر مبلغین منځنۍ او مرکزی آسیا ته متوجه شی. مستظرفه صنائع - معماری، هیکل تراشی - نقاشی او موسیقی د کوشانیانو د دوهمی کورنۍ د پادشاهانو د سلطنت په دور کښی لوړو درجوته ورسیدل، د دی جلد د (۲۱۹) مخ په شاوخوا کی مو د مخه ولیکل چه د یونانو باختری ښکلی صنعت د کدفيزسيانو په عصر کښی د انحطاط مرحلی ته ورسید-- لکه چه موضوع مو داسی بیان کړه چه د کدفیزس کورنی د سلطنت دوره تقریبا د یونانو باختری مدرسې د تنزل، او د يونانو بودائې مدرسې د ترقی د شروع کیدو په زمانه کښی واقع شوی ده. 

حقيقتاً هغه زمانه چه د سترو کوشانيانو د دوهمی کورنۍ د سلطنت سره مصادفه او برابره ده د یونانو بودائی یا د گریک و بودیک د صنعت د ترقی عصر دی. 

د کنیشکا د کوشانی امپراطوری عظمت او د بدبې دا تقاضا درلوده چه لوړ او مجلل معبدونه لکه د پیښور او چهاریکار و د توپ دری معبدونه او د بامیانو د ۳۵ متری مجسمی په شان لوی هیکل پیدا او منځ ته راشی.

د بودائی افسانو موضوع نه یواځی په تیږه کی وکیندل شوه بلکه د معبدونو په دیوالو باندی هم نقش شوه، او موسیقی د مذهبی مرام په خدمت کی د دردونو د تسکین لپاره په کار واچوله شوه، نو دغو ټولو فعاليتونو، د کوشانیانو د دوهمی کورنی د زمامدارۍ په زمانه کی د نفیسو صنایعو د ترقۍ لپاره لاره هواره کړه – د کنیشکا د کورنۍ د سلطنت زمانه د ادبیاتو د ترقۍ له نقطی نظره څخه د کدفیزسیانو له زمانی سره فرق لری ځکه د کنیشکا توجه مذهبی چارو ته او د ده د مذهبی ستر محفل تشکیل، او د بودائی قوانینو اصلاح او تعديل سبب شو چه د ده د امپراطوری له داخل او خارج څخه علما او روحانیون د ده په پایتخت کی سره راغونډ شی او هغه ستر مذهبی محفل چه د کنیشکاپه عصر کی د ده د ژمی په پایتخت پیښور یا کشمیر کی جوړ شو، د مهایانا د طریقی (د نجات لویه لاره) د قوانینو د ليکلو لپاره يې د سانسکریت ژبی ته ترجیح ورکړه، له هغو عجيبو څيزونو څخه چه د کوشانیانو د اولی او د دوهمی کورنۍ په منځ کی د کتنی وړ دی دادی چه خروشتی رسم الخط چه د یونان او باختری پاچاهانو حتی د کوشان د لومړۍ کورنۍ کدفیزسیانو په یونانی رسم سره په خپلو مسکوکاتو کی استعمالاوه، خو د کنيشکا او د هغه د اخلافو په مسکوکاتو کى له منځ نه ولاړ یواځی یونانې رسم الخط په لږ تغییر سره استعمال شویدی؛ البته په کتیبو او لوايحو کی د سترو کوشانیانو په ټوله دوره کی خروشتی استعمال شویدی او رواج یی درلود. 

د کوشانيانو مخصوصه سیتی ژبه چه د ایرانی مشهورې کورنۍ څخه يوه لهجه ده په یونانی رسم الخط د کوشانیانو د دوهمی کورنۍ په مسکوکاتو کی استعمالیده دا هم يوه موضوع ده چه دوی د کدفیزس له کورنۍ څخه جلا کوی. 

د سترو کوشانیانو د دوهمی کورنۍ سیاسی تعلقاتو او تجارتی روابطو، لکه د هغوی د اولی کورنۍ په زمانه کی په شرق او غرب کی د چین او روم له دولتو سره دوام درلود، او حتى په ډیر تناسب سره ئی پراخوالی وموند دا نظریه د رومن د شاعرانو لکه د«ویرژیل» او «پیروبرس» لیکنی هم تائید کوی او څرگندیږی چه «مارک انتوان» «اگوست» او تراجان په آریانا کی دوهم کدفیزس او کنیشکا ته نماینده گان رالیږلی وو؛ دغه رنگه ده «اورلیوس ویکنز» او «مراسس» له نوشتو څخه دا څرگندیږی چه د باختریانو دولت د اگوست په دربارکی نما ینده گان درلودل.

د سیاسی روابطو د پیدا کیدو او ټینکیدو په اثر، د آریانا د کوشانی امپراطورۍ او د رومن د امپراطورۍ په منځ کښی تجارتی روابطو خورا پراخوالی وموند او تجارتی معاهدی امضا شوې او د هغو په نتیجه کی د تجارت لویه لاره چه د وریښمو لاره بلله کیږی و پرانستل شوه او د کدفیزس د کورنی د زمانی په نسبت د کنیشکا د کورنۍ په عصر کی د گاونديو او لیری هېواد و سره د آریانا سیاسی، تجارتی او تهذیبی روابطو ډیره پراختیا وموندله. 

په هند کښی د کنيشکا د ملک نيولو د خاطراتو دوام: پخوا مو د ٢۵٠ او ٢۴۵ مخونو په شاوخوا کی کنیشکا د کاپیسا د یوی افسانی د پهلوان په حیث معرفی کړ، نوموړی افسانی د کوشانی سلطان راسخ عزم او شاهانه اراده په کاپیسا کی سترو ودانیو، او مجللو آبداتو په جوړولو مخصوصا د کاپیسا په شمال غربی گوښه کی د یوې استوپی د ودانولو په باره کی راوښودله – دا استوپه چه موسیو فوشه (د کنیشکا د استوپی) په نامه یاده کړیده لا تر اوسه د اوسنی چهاریکارو په غربی برخه «توپ دره» کی شته، او د افغانستان، ډېره لویه او ښکلی استوپه ده، د موضوع د اهمیت په لحاظ په له دی استوپی څخه د «کنیشکا د استوپی» ترعنوان لاندې په راتلونکی فصل کی یوه شرحه ولیکو – اوس غواړو. د یوه بل نکل څخه چه د کنیشکا فاتحانه کامیابۍ او په هند کښی د ده د خاطراتو دوام مونږ ته راښئی څو کرښی ولیکو او د هغه له مخی د دې ستر پاچا د جگړې کارنامی او د ده د شخصیت عميقى اغيزې قياس کړو. 

پخوا تر دې چه د افسانی موضوع ته راگډ شو، د قصی د اصلیت او زمونږ زمانی ته د هغی د رارسیدلو د صورت په باره کی څو کرښی لیکو:                 

شک نشته چه اصله قصه له هندی افسانو څخه یو ډول افسانه ده چه حتماً د کنيشکا د فتوحاتو د انگازې په وجه منځ ته راغلی ده، دیره موده د هند په محیط کی خوله په خوله نقل شوې ده تر څو چه د یوه چینی زائر، «هيوانتسو Hiuan tso» غوږ ته رسېدلی او هغه ئې چين ته وړې اورد (یو- یانگ تساتسو) د هغه کتاب په پنځلسم فصل کی لیکل شوی ده چه د موسیوپلیو، فرانسوی چین پېژندونکی په عقيده په ٨۶٠ مسیحی کال کی تالیف شوی دی، هوبر Fd.Huber» مطلوبه قصه له ذکر شوی کتاب څخه را اخستی، او موسیو «سیلون لوی» هغه د اسیائی مجلی ژورنال ازياتيک د ١٩٣۶ د ژانويه او مارس د میاشتو په گڼو کی نیولی ده، مونږ هم له دغه ځای څخه د مطلب روح اخلو، په ځان سره همدغه افسانه ۱۷۰ کاله وروسته د غزنی د دربار ستر ریاضی دان او مورخ حکيم البیرونی هم په هند کښی د خپل مسافرت او د خپلو علمی، ادبی، او تاریخی مطالعاتو په زمانه کی، هلته اورېدلی ده په خپل اثر (تاریخ الهند) کی ئی نقل کړې ده او په لږ تحریف سره، چه د ډیری زمانې د مروراوتېرېد او له کبله پیداشوی دی، په مجمل التواریخ کی هم راغلی ده د نوموړی قصی د روح خلاصه د مدققینو د اضافی تحقیقاتو نه خالی د چینی متنونو په اساس په راتلونکی دول ده. 

په پخوانو زمانو په گندهارا کی یو زړور، او هوښیار پاچا ؤ چه (کیانی سوکیا، یعنی کنيشکا نوميد، دې پاچا د ټولو مملکتو په خلاف لښکر وایست، او هیڅ چا د ده د مقابلی تاب را نه ووړ یو ځل د هند د لښکر کښی په مهال کی چا دوه ټوټی نفیس ټوکران ده ته وړاندې کرل چه فوق العاده ښکلی وو پاچا یو ټوکر خپل ځانته وساته او هغه بل ټوکر ئی ملکی ته ورکړ، ملکی له هغی تیکی څخه کمیس جوړ کړ او پاچا ته راغله، هر کله چه پاچا په ځیر سره وکتل د ملکی په سینه باندی ئې په زعفرانو سره د لاس د پنجی نقش ولید، پاچا خورا متاثر شو، او ملکی ته یی خطاب وکړ چه دا کمیس چه تا اغوستی دی د لاس د پنجې نقش سره څه معنې لری؟ ملکی یی په ځواب کی وویل چه دا هغه تیکه ده چه پاچا ماته راکړی ده کنیشکا په قهر شو او امر ئی وکړ چه شاهی خزانه دار را حاضر کړی د خزانه دار په حاضرېدو ئی له هغه څخه پدی باره کی توضیحات وغوښتل خزانه دار جواباً عرض وکړ او وی ویل، په دغه ټوکر باندی له پخوا څخه د پنجی نقش موجود ؤ او غلام کومه گناه نه لری پاچا د هغه تاجر په احضار امر صادر کر چه دغه ټوکر ئی راوړی ؤ هغه یی هم راروست او دا ډول ئی په قصه پیل وکړ: -

په جنوبی هند کی یو پاچا دی چه (سا تنه واهنه) نومیږی دا پاچا په پخوا زمانه کی د نیاز او استدعا په اثر د خارقه نفوذ ښودلو څښتن شوی ؤ هرکال به ئی ښکلی ټوکران چه د رعايا ؤ له ماليو څخه راغونډیدل خپل حضور ته راغوښتل پس له دی چه په زرگونو ټوکران به یی یو پر بل باندی سره کیښودل خپله پنجه به یی د زعفرانو په رنگ ککړه کړه او د تیکو په مخ باندی به یی کيښودله نو د ده د لاس نقش به په ټولو ټکرانو باندی کیناست، وروسته تر دی په سوداگرانو، نوموړی ټکران هر ځای پلورل، خو که په نارينه له هغه څخه لباس جوړ کړ نو د هغه د پنجی نقش به د سړی شانه راته او که به ښځی د هغه څخه کمیس جوړ کړ نو د هغه د لاس نقش په د ښځی پر سینه باندی برابریده.

نو کنيشکا پاچا خپلو درباریانو ته امر وکړ چه له هغه ټوکر څخه لباس جوړ کړی او وا دی غوندی لباسونه یی جوړ کړل او وا نی غوستل څرنگ چه سوداگر ویلی وو، د لاس نقش د هغوی په شا باندی څرگند شو، کنیشکا پاچا د دی عجیب کیفیت په ليدلو په قهر او غضب شو خپله نوره یی و ښوروله او وی ویل خوب خوراک پر ما حرام دی تر څو پوری چه هغه پاچا لاس او پښی می نه وی پریکړی بیا یی جنوبی هند ته استازی ولیږه چه د ده تصمیم هغه پاچا ته اعلام کړی هغه مهال چه د کنيشکا قاصد هغه ځای ته ورسیده (ساته واهنه) پاچا خپل وزیران راټول کړل او نوموړی قضیه یی هغوی ته څرگنده کړه، آخر یوه دسیسه ئی جوړه کړه او ځواب یی برابر کر او قاصد ته ئی داډول وویل:

(هودا خبره رښتیا ده چه زمونږ پاچا) ساته واهنه، نومیږی مگر د هغه خارجی وجود نشته خو مونز د هغه مجسمه پر تخت باندی کښینولی ده او اجرائیه قوه زمونږ د وزیرانو په لاس کی ده.

هر کله چه قاصد د پیغام ځواب پدی ډول د کنيشکا حضور ته راووړ د گندهارا سلطان کوشان کنيشکا د لښکرو افسرانو ته امر ورکړ چه سپاره نظام او جنگی پیلان تیارکړی او ټول دی حاضر وی چه د پاچا په رکاب کښی د جنوبی هند په خوا د ساته واهنه، پر مملکت باندی هجوم وروړی، د ستر ټولواک د قاطع تصميم او د لښکرو د حرکت خبر د هند په لری ځايو کښی د تندر په څیر چټک نشر شو او لکه د تالندی په شان ئی شور ماشورو اچاوه د دولت ارکان، وگړی او پخپله پاچا ټول په ویره کی پرېوتل او د پاچا په اشاری او د وزیرانو په تصمیم سره د متهاصم مملکت خلقو خپل پاچا د یو غره په غار کی پټ کړ او د دغی دسیسی د اثبات لپاره یی د خپل پاچا مجسمه له طلا وو څخه جوړه کړه او پر تخت باندی یی کښینوله بيا د کوشانی متهاجم مخی ته ووتل اما د جگړی اراده ئی نه درلوده بلکه غوښتل یی چه دا لحاح، او زاری، مکر، حیلی او دسیسی له لاری ور وړاندی شی – کنیشکا پاچا له خپل لښکر سره د هغوی خاوری ته داخل شو او برابر پاچائی ماڼۍ ته ورغی، هر کله چه د دښمنانو په دسیسه او تزویر باندی پوه شوی ؤ نو له خپلو تيرو صالحه اعمالو څخه یی مرسته وغوښتله بیائی د طلائی مجسمی لاسونه او پښی پری کړی په عین زمان کی د ساته واهنه پاچا لاس او پښی هم چه په غار کښی پت شوی ؤ پری شوی او له بدن څخه ئی جلا شوی – پدی ډول دښمنان خپلی دسیسه کاری په سزا ورسیدل، بیا نو د گندهارا شهنشاه بریالی خپل مملکت ته بیرته راغبرگ شو.

دا قصه چه متن یی د چین ادبیاتو ساتلی دی له دیرو مفصلو تاریخی پیښو څخه خورا معتبره قصه ده او هر کله چه ډیره پخوانی افسانه ده او د ملت یعنی د هغی ټولنی روح دا قصه منځ ته راوړی ده چه پخپله د پیښو لیدونکی وه او د افغانستان او هند د تاریخی روابطو د یوې مهمې دوری د معتقداتو ما حصل د خاطراتو انعکاس او د پیښو عصاره او حاصل پدی افسانه کی حل او گډ شویدی، پدی لحاظ سره هندی روح، هغه روح چه د داستانو او افسانو په پاکت او لفافه کی د پخوانیو خاطراتو د ساتلو لپاره خورا استعداد لری دا قصه ئی د ډیری زمانې په تیریدلو سره نه ده هیره کړی او پس له ۱۷۰ کلونه چه یو بل سیاح پوهاند؛ او مؤرخ د چینی (هیوان تسو) نه وروسته د ابوريحان بيرونې په نامه هند ته لاړ بیائی هغه افسانه واوريد له او ضبطه یی کړه هر کله چه د کوشانې پاچا کنيشکا او د ساته واهنه د دکن او جنوبې هند د پاچا د زمانې چه اصله حادثه په دغه وخت کی پیښه شویده او د بیرونی د عصر په منځ کی تقریباً ۹۰۰ کاله فرق موجود دی، نو دا طبیعی ده چه د دومره اوږدې مودې په ترڅ کی د اشخاصو او ځايو ځینی نومونه په نوموړې افسانه کی بدل شوی او فرق ئی کړی دی که څه هم ابوریحان بیرونې یواځی د هند په برخه کی د «ساته واهنه، او جنوبې هند په ځای، قنوج او د قنوج راجا ارویدلی دی او په بله برخه کی، د کنيک يعنى کنيشکا نوم لکه په اصل کی چه دی، باقی پاته شویدی د تاریخی پیښو د تطور له مخی کیدای شو چه د غزنوی محمود نوم راوری ځکه د ده د زمانی معاصر د کوشانی کنیتکا په ځای غزنوی محمود زابلی د هند د مملکت په عزم لښکر کشی درلوده په هر حال هر کله چه د غزنی د دربار مؤرخ او هوښیار پوهاند زر کاله پخوا د کنيشکا دبریو او فتوحاتو پخوانۍ قصه په څه لږ تغییر سره اوریدلی دی هغه هم پدی ځای کی بیان وو تر څو چه په دی وپوهیږو چه د کنیشکا نوم او د ملک نيولو او جهانگیرۍ انگازی په کومه اندازه هند د روح په اعماقو کی ریښه ځغلولی وه – البيرونى ليکى د قنوج راجا یوه دیره نفیسه تکه کنیشکا ته راوليږله نو کنيشکا خپل خیاط ته امر ورکړ چه په هغه تکر څخه د ده دپاره لباس جوړ کړی خیاط د نوموړی لباس په سکڼلو بریالی نه شو، او د جوړولو جرئت ئی و نه کړ ځکه هر ډول چه به یی د تکی سکښتل ونیول د پښی نقش به د دواړو اوږو په منځ کی راته نو کنشکا دغه تحفه يو حقارت وگاڼه او د قنوج راجا ته د سزا ورکولو په نیت یی لښکر کشی وکړ. د قنوج د راجا وزیر د خطر دردولو په غرض خپل ځان په تهلکه کی وغورزاوه او د حیلی په جوړولو بوخت شو نو راجا ته ئی وویل زه خپل غوږونه او پوزه غوڅوم او د یوه باغی په څیر ستا له دربار څخه تښتم او د متهاجم مخی ته ورځم دی او د ده لښکری د دښتی په بی لارو ځایو برابروم او تباه کوم ئی -- نو هر کله چه کنيشکا او د هغه لښکری معلومی شوی وزیر خپل ځان د کنیشکا په رکاب کی وغورزاوه او خپل حال يې ورته ووايه او د لارښوونې په قصد د ده لښکرى د لندې ليارې څخه ئی - قنوج لورته روانی کړي مگر د دی په ځای چه کنیشکا او د هغه لښکری په سمه لاره بوزی هغوی یی په یو بی پایه بیابان سم کړل او گمان ئی وکړ چه د دې حربی خدعی په ذریعه به د هغوی کار تمام کړی مگر کنیشکا خپله نیزه په شگه کی خښه کړه سمدستی له هغه ځای څخه د يخو او صافو اوبو چینه راووتله وزیر یی عفو کړ مگر هغه ته یی څرگنده کړه چه د ده د بادار د قنوج د راجا کار تمام شویدی -- قنوچ ته د بیته راتلو په وخت کی نوموړی وزیر خبر شو چه په هغه ورځ چه کنيشکا خپله نیزه په شګو کی خښه کړيوه د قنوج د راجا لاس او پښی د هغه له بدن څخه جلا شوی وې. 

نو لکه چه څرگندیږی د دغو دواړو حماسی افسانو روح چه پهلوان ئی ستر کوشانی کنیشکا دی یو شی دی او د هند خواته د هغه زورور پاچا له لښکر کشۍ څخه قصه کوی، دا دواره افسانې چه د مخه وویل شوې دواړه په هند کی اوريدل شويدی، د لومړۍ افسانی راوی چینی «هیوان تسو» او د دوهمې راوی ابوریحان بیرونی د غزنی د دربار حکیم، مورخ او مشهور پوهاند دی، د لومړی راوی او د دوهم راوی د عصر او زمان په منځ کی د زمانی تیریدلو په ۱۷۰ کلو کی یو څه لږ فرق او جزئی اختلاف راوستلی دی مگر د افسانی اساسی روح له منځه نه دی وتلی، دواړو قصو د کنيشکا يو مقتدر او زورور پاچا رسم کړی دی چه دی د خپل نظام له سپرو او د خپلو نیزه لرونکو سره د هند د مملکت په قصد روان شو او په پای کی د هغه پراخ مملکت د خورا ليرى ځايو په فتح هم موفق شویدی، د هندی ټولنی په خاطراتو کی د افسانې ژوره ریښه دا راښيئې چه د کوشانی پاچا فتوحاتو د هند د خلکو په روحیاتو باندی ډیری اغیزې کړی او د فوق العاده مهمو پیښو څخه د يوې مهمی پیښې په حيث په يادگارو کښی ثبته شوې ده.