32

میزرا عطامحمد ښکارپوري د (نوای معارک) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د پښتو ټولني په کتابخانه کي په لمبر (۶۴۴) یو کتاب سته چي دا کتاب پر شنه پخواني کاغذ کښل سوى او تقطيع يې (۵/۱۱× ۶) انچ دی. په هر مخ کي (۱۴) ليکي او ټوله (۴۶۰) مخه دی. خط يې د شکست او نستعلیق تر منځ او ښه نه دی. د مؤلف او کتاب نوم ښکاره نه معلومیږي پارسی انشا یی هم تکلف ته مایله ده.

کتاب په حمد او نعت شروع کوي وروسته وايي زه په زلميتوب په ښکارپور کي وم او بيا مي د خراسان، هرات، کندهار، کابل، پېښور سفر وکړ، او د شاه شجاع د جگړو وقايع مي په سترگو وليدل نو وروسته مي د ایستویک انگلیس په خواهښت دا کتاب و کيښ. 

مؤلف خپل تاریخ د نادر افشار له مرگه شروع کوي بيا د احمدشاه بابا او تېمور شاه او شاه زمان او شاه محمود ذکر مختصر کوي. وروسته د شاه شجاع او محمدزو د سلطنت ابتدايي وقايع مفصل شروع کوي د وزير فتح خان او د ده د وروڼو تسلط بيانوي د کابل، کندهار، پېښور او ټوله افغانستان د دغه عصر وقایع مفصل راوړي، د انگليسانو د لومړي جنگ ذكر هم خورا مفصل کوي. داسي ښکاري چي مؤلف خپله نسخه په (۲۵) جمادی الثانی (۱۲۷۱ هـ) تمامه کړې ده او دغه موجوده نسخه هم په (۶) د روژې (۱۲۷۱ هـ) ليکلې سوې ده. د کتاب د پای لیک داسي دی: "بقلم حقیر پر تقصیر میرزا محمد حسن خلف مولانا ميرزا عطامحمد". له دې ليکه د مؤلف د نامه په خصوص کي يو استنباط کولای سو چي د مؤلف نوم میرزا عطا محمد و، ځکه چي د کتاب په پای کي څو ځایه د (عطا) په نامه تلميح كوي مثلاً : "با تمام این نسخه موسومه تازه نوائی معارک پرداخته شد.... امید از آهنگ نوازان ساز... اگر فقط به نقد تحسین و آفرین متاع هنرم را بخرند عین عطائی بر عطاست و الا بزبان عیب جوئی و نخوت نام عطا بخطا نبرده معاف دارند... هر گاه از راه لطف و عطائی به مطالعه این نسخه پردازند..."

 له دغه بیانه سړی داسي تخمین کولای سي چي ميرزا محمد حسن د دغي نسخې ليکونکی د مؤلف میرزا عطا محمد زوی و، ځکه د تالیف د ختم او د دغي نسخې د ليکلو تر منځ فقط دوې مياشتي فاصله ده. متاسفانه د دغي نسخې یو څو پاڼي پرې سوي او ناقصي دي چي له دغو څخه يو څو پاڼي په بل خط بیا تکمیل سوي دي او داسي ښکاري چي د کتاب بله نسخه هم موجوده وه. دغه کتاب وروسته ما په کراچي کي له څو خطي نسخو څخه ترتیب او چاپ کی. (کراچي سنده ادبي بورد ۱۹۵۹م) دغه میرزا عطامحمد د عبدالرحيم لمسی او د ښكارپور له ممتازي علمي کورنۍ څخه يو منشي و چي په کلو کلو يې په کندهار او هرات کي د افغاني دربار منشي توب لاره او تر ۱۲۷۲ ق پوري لا ژوندی و. په (۱۲۲۵ ق) د خپل اکا سره چي په کابل کي د سندهـ سفیر و کابل ته راغلی و. د دې کتاب د کراچي چاپ مصور او ۱۱۱۵ مخه دی.