32

صوفي خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

د تصوف په تسميه او اساس کي پوهان ډول ډول افكار لري، حضرت معروف کرخي يي د رباني حقايقو تعقل او قشميري يې د انتهايي حقيقت پوهنه بولي. په اصل کي خو متصوفانه افکار په ټولو زړو ملتو کي هم وه. د هند ويدانت او د نوي فلاطونيت د فلسفی افکار خو اکثر د تصوف سره سموالی لري فلسفه او تصوف تر دې اندازې سره که ذهب في الاسلام قوم الى قريب من رأيهم سموا باسمهم ..... حكيم عمر خيام بلخي وايي: چي اهل تصوف به تفکر او اندېښنه سره د معرفت غوښتنه کوي، د باطن تصفيه د دي چي د تصوف نوم هم خيني علماء له سوف مشتق او معرب كني ابوريحان بيروني (٤٤٠) هـ وفات) ليكي : هذا رأى السوفيه و هم الحكماء، فان السوف باليونانيه الحكمة و بهاسمي الفيلسوف پیلاسوپا اي محب الحكمة و لما اخلاقو تهذيب د نفس نامانته پاکي د طبیعت له تورکڼو څخه کوي چي دا لار د معرفت له پاره تر ټولو ښه ده، حضرت امام غزالي هم خپل وروستنی تحقیق او سمه لار تصوف كني ... ي . نو تصوف يو مسلك دى چي اسلامي پوهان وايي، په قرآن عظیم کی چی هر ځای د کتاب سره لفظ د حکمت راغلی دی مطلب يكي دغه پاك مسلك دى، په سوره بقره كي دي و يعلمكم الكتاب والحكما" په حدیث شریف او سنت نبوي کي د ايمان سره احسان ذکر سوی دی لکه به صحیح بخاري ابواب الایمان کی حضرت شاه ولي الله صاحب دهلوي محدث وايي چي په احسان کی مطلب اسلامی تصوف دى. خيني پوهان تر ډيري پلټني وروسته په دې قابل دي چي تصوف پر دوه ډوله په مسلمانانو کي راغلى دى، يو فلسفیانه تصوف دی چي د اسلام اکثر حکماء او پوهان په دغه ډله کي دي لكه ابن سينا فارابي خيام او د اخوان الصفا ليكونكي، چي د دوی فلسفه د اشراقیت او د نوي فلاطونيت له مدرسو څخه اخيسته سوې ده . دوهمه ډله د اسلامي او ديني تصوف والا ده چي دغه ډله هم څه نه څه فلسفي افكار لري مگر استفاضه و استفاده یې له مشكوه د قرآن او سنت نبوي ده اسلامي عرفاء ټوله په دغه ډله کې شامل دي چي مشران يي حضرت امام غزالی شيخ محى الدين عربي حضرت ابن تمیمه حضرت مولانای رومی (بلخي) او نور مشاهير عرفاء او متصوفين دي. په عربي او پارسي ادب کي خو د دغو دواړو مسلکو خاوندان ليدل کيږي او تصوف د پارسي ادب روح دى، شبلي نعماني وايي چي تر تصوف دمخه پارسي ادب يو خالي كالبت و، لومړی حضرت شیخ عطار او مولانای رومي او نورو شاعرانو تصوف به پارسی ادب کو کی چی تراوسه پوری تصوف د ادبياتو روح دی. په پښتو ادبیاتو خو هم لومړی ابتداء سوي ده د پښتو د شعر لومړی نشو ونما ادبي ارتقاء د مغولی اکبر پاچا له عصره شروع کيږي په دغه وخت کي په هند او ایران کي د تصوف مسلك غالب و او د ننگرهار او انك په پښتنو کي يو سړی و چی بایزید بن عبدالله نومېدی او اصلاً د کندهار له خوا او وروسته په اورمړ کي د کان کورم میشته سو، دا سړی وروسته به پیر روښان مشهور سو او ډير مريدان بي و ميندل د اکبر پاچا له صوبدار سره یی سخت جنگونه وکړل ، دا سړی یو کتاب هم لري چي خير البيان بي نوم دی او اقوال بي ټوله متصوفانه دي (۳). پیر روښان په هند او ایران او تورکستان کي ډېر سفرونه کړي وه، د ده عقاید و باطنيه او قرامطه ته مایل دي او لکه اخوند درویزه چي ليکي ده په پښتو په پارسي په هندي اشعار ويلي او خپل افکار يې پکي راوړي دي. پير روښان په پښتو او پښتو ادب کي افراطي او فلسفيانه تصوف افکار داخل کړه او اخوند درویزه هم د ده په مقابل کي مخزن الاسلام او ارشاد الطالبين أو تذكره الابرار كتابونه نشر کړل د پیر روشان شاگردانو هم ټوله تصوف په پښتو کي داخل کره میرزا انصاري چي يوسفزی و یو کامل دیوان د تصوف په پښتو جوړ کړ (۲۸) تر دوی وروسته نو تصوف هم د پښتو اشعارو يو مهم ټوك سو او ټولو شاعرانو پر دغه موضوع که خه ويلي دي لكه عبد الرحمن، حيمد، عبد العظيم ارزاني او نور ....


د خوشحال خان تصوف :

خوشحال خان په تصوف کي ښه ویل او خواره اشعار لري د ده تصوف اسلامی دی که څه هم کله کله د فلسفي كراني ويناوي او غامض بحثونه هم کوي مګر د افراط له خوا څخه خان گواښي خوشحال خان په طريقت کي د شيخ رحمکار مقلد دی او د ده تصوف هم لکه چي له دغه مشعله رونيږي دلته به موږ د خان ځيني متصوفانه افكار وليكو : د جمال مشاهده : د عرفان او تصوف په اساس کي د قدرت د جمال ننداره گډه ده عارف د دنیا مختلف مناظر گوري او د هر یوه څخه د عرفان او تحقیق برخه ټولوي په قرآن عظيم کي چي ډېر ځايونه د قدرت د آثارو د مشاهدی ارشاد سوی دی. د ارشاد و هدایت سته ده وفى الارض آيات للموقنين و في انفسكم أفلا تبصرون الذاريات ۲۰ – ۲۱) دا دنیا یوه ښکلي دنيا ده هر شی یو نظام او تناسب لري عارف چی هر شی ويني د حقیقت نور يكي خليږي او د جمال وړانګي خني غورځي، عارف له مصنوع د صانع د قدرت مشاهده كوي او له دغي لاري لور مراتب مومي، سعدي

وايي :-


برگ درختان سبز در نظر هوشیار

هر ورقش دفتریست معرفت کردگار

دا مسئله به تصوف کي دومره عامه ده چي هر څوک په يو راز تعبیر په کوي :-


زنده در عالم تصویر همین نقاش است

خواب غفلت همه را برده و بیدار یکی است 


دا هغه مقام دى چي الله نور السموات والارض كي ذكر دى صوفي د دغه نور په ننداره کي دومره محوه کيږي چی پای بی حیرت دی ابن فارض مصري وايي : زدني بفرط الحب فيك تحيراً ! خوشحال خان په دغه موضوع کي ډېر دمخه دى دى لكه صوفيه انسان عالم كبير بولي، او د انسان له پاره د خان پیژندنه د معبود معرفت گڼي او په من عرفه نفسه فقد عرف ربه قابل دی، د کتاب په لومړی بدله کي وگوری خان د انسان د بدن عجائب يو يو ښيي وروسته نو د معرفت فلسفه او د خپل تصوف سته پر ټینګوي او وايي :


هر وېښته چی په صورت باندي ليده سي

که پر خیر سي د شناخت ور به درته و از کا 

خاص بنده د خدای هغه کنه خوشحاله

 چي د خان په معرفت یې سرفراز کا


خوشحال خان د معرفت په دنيا کي بيله دغو ظاهري حواسو چي د مادي خواص دي يو بيل روح او بيل باطنی حواس هم مني چي هغه نو د معرفت وړ بولي چي په هغو سره حقايق درك كيږي :- 

عارفان د سر په سترګو ګوتي کيږدي 

د خپل زړه په سترګو ګوري تماشا كي


دا دنیا د نندارې میدان دی او له هري خوا د معرفت انوار اوري :-

 په هر لوري نوبهار دی غور بدلی 

سترګي وخوره جي به دا ننداره نه کا

خوشحال د مصنوعي له ليدو څخه د صانع قدرت مني او په دي ډول استدلال كوي :-

که دي سترګي د عرفان سته مبارك سه

د گلزار به ننداره چي استقلال كړي

گل ته هسی رنگ و بوی ورکړی چا دی؟

د لاله د گل چا هسي پاني لال كړي

د جمال په ننداره کي سری حیرت ته ځي او په پای کي له هر شي څخه د معرفت برخه اخلي.

به و تورو خاورو هسي حسن وركا

زه حیران پاتو په صنع د خالق يم

خان په دنيا کي تر مادی قوت روحاني واك مهم كني او دا د تصوف فلسفه په داسي ژبه وايي :- 

د صورت په زور قوت غر نه ماتيږي 

که خبر يي د کوهکن به زور قوت

چی د روح قوت پیدا سی قمر شق کا 

پر هر لوري یې په مخ درومي نصرت


په دي بيتو كي د خان د تصوف افکار ښه څرگند دي :-

راسه وغروه سترگي 

د جهان ننداره ګوره 

چی ښايست لري په ستوریو 

د آسمان ننداره ګوره 

د دې خپل وجود په باغ کي 

به هر شان ننداره ګوره 

چی هر گل و ته نظر كري

 د باغوان ننداره گوره




وحدت :

وحدت د تصوف روح دى صوفي لومړی د نفس تزكيه او تصفيه كوي وروسته نو له ماسوى الله څخه خان ژغوري په هره اندازه چي د ده دغه عزلت او ليري والى له ماسوى الله څخه ډيريږي هغومره د وحدت خوا ته نژدي كيږي خو په پای کې په ټوله كائناتو كي بيله يوه (واحد) بل څه نه ويني چي د نورو فنا راغله نو د حق وجود پاته سي و پس دا مقام په تصوف کي ډېر لوړ دی صوفیان يكي ورك دي منصور بن حلاج په دغه لار كي خان بايلو اوحدي كرماني وايي :-

پس باش یقین که نیست والله

موجود حقيق سوی الله 


د وحدت مسئله په تصوف کي لومړی د شهود په ډول وه وروسته د وحدت الوجود په ډول سوه ، په دي بيت کي دا دواړه ډوله خلص تعبير سوي دي :- وايي :-


هر چیز که نشان هستی دارد

یا پرتو روی اوست یا اوست ببین


خوشحال خان هم د تصوف د دغو خوړو څخه برخه لري د هغه وخت چي حقيقي جمال په هره خوا كي ويني


که مسجد گوری که دیر

واړه یو دی نسته غير

يو مي بیا موند په هر څه کي

چي مي وکړ د زړه سير

هغه خای به سیر گرخم

چی تری نه رسيږي غير

به اصول باندي يو دوه سي

 خکه نسته باندي خير

 خوشحال بو ويني خوشحال دی 

ورته ورك دى غير و زیر 


د دنیا د پوهانو جدال د فلاسفه و قیل و قال د حقيقت په لار کي ډير دي ماديون يوي خواته خغلي عقليون بله لار اخلي خوشحال خان دغه اختلاف د ناپوهی له پوله کني او وايي :-


خلق ناديده دي په خبرو پسي خغلي

 جار تر عارفانو چي په حال دي پوهېدلي 

دواويا مذهبه يکي هونيره قال وقيل

 واړه سر هوا پخپل مطلب پسي دي تللي 

واره نور د لمر دی هم دننه هم دباندي

 هر چرته دا نور دی پر هر شهر په هر کلي


په دې بيتو كي خوشحال خان د شيرازي حافظ هغه مشكل حل کړی دي چي دو اويا مذهبه يې ورك كړي :-

جنگ هفتاد و دو ملت همه را عذر بنه 

چون ندیدند حقیقت ره افسانه زدند


دا حقیقت چی حافظ بي ستايي، هغه حقیقت دی چي خوشحال خان يې بیانوي واړه نور د لمر الخ) د عارفانو د عرفان پای دغه دی چي خان ويلي دي :

یار می هسی رنگ خاني وکړه په سترګو

چی و هر لوري ته ګورم واړه دی دی


دا دی د ریاضت او تصوف او مجاهدي او سير آخر، چي يوه بل عارف هم ويلي دي :-

در هر چه بنگرم تو پدیدار بوده

ای نانموده رخ تو چه بسیار بوده


فنا :

فنا د تصوف مهم مقام او د سنګرو د که لار ده خو انسان دا لار پرې نه کي د وحدت مقام ته نه سي رسېدای. شيخ عطار قدس سره وايي : التوحيد اسقاط الاضافات ، صوفيان دخان فناعين فنا بولي او د ( موتوا قبل ان تموتوا) مطلب هم دغه كني ، فنا په مجاهده سره موندله کيږي او ډېر زيار غواړي چي انسان تر خپلو ټولو طبيعي خواهشو تبر سي خوشحال خان دا د تصوف مقام داسي ښبي :-

همیشه که ژوندون غواړي درته وایم

همیشه کوه د نفس سره جهاد !


خان د وحدت د لاري سلوك تر هغو نه مني خو سری نفی د ماسوى الله ونه كي :- 

بیا ها له يگانگي له حاله لاف کړه 

که د غیر اندېښنې له زړه خرج کړي


بل ځای دا مجرا په دی ډول څرگندوي :-



که دا خپل صورت دي نيست به عشق کي نن کړی ای خوشحاله 

بيا دي خان د هستی لاف کړه وایه زه هم هست د ده یم


مرینه او ژوندون:


لکه چی نور انسانان مرگ ته د بيري په سترګه ګوري بالعكس متصوفين بل نظر ورته لري، دوى مړينه عين ژوندون گڼي او وايي چي د انسان روح د عالم قدس سره کار لري چي بدن مرسي نو روح خپل مرکز ته صعود كوي. مولانای روم به مثنوي شريف کي دغه مسئله ښه اوڅاروي رونوي.


این بقاها از فناها یافتی

از فنا پس رو چرا برتافتی 

در فناها این بقاها دیده 

بریقای جسم چون چسپیده


صوفيه تل د مړيني په ارمان ژاړي او خپل مركز ته ارتقا غواري :- 

بشنو از نی چون حکایت میکند

وز جدائی ها شکایت میکند

کز نیستان تامرا ببریده اند

از نفیرم مرد و زن نالیده اند


خوشحال خان هم لکه پاخه صوفیان د انسان مرگ وصول د څاڅکي و يم ته بولي او وايي :-

په څه شان راغلم به خه شان درومم

قطره چي بيله سي درومي بیا یم ته


خکه چي په مرگ کي روحاني ارتقا ده نو مرگ تر ژوندون ښه دى ولي چي توره اوسپنه د هنداري په خبر

چار د مرګوني معاينه ده

ښه تر ژوندونه هر آئینه ده

پښ تبشه ماته کا آئینه سازه کا

چی تر تبشه نه ښه آئینه ده


خپلوي او مينه :

تصوف د خپلوي او ميني دنيا ده د صوفی په نظر کي دنيا د قدرت د جمال مظهر ده نو چی دی د حقیقت په سترگو و گوری هر ځای د هغه جمال تجليات او انوار ويني :-

چشمی داری و عالم در نظر است

 دیگر چه معلم و کتابت باید

 نو ځکه د صوفي په نظر کي دنيا ټوله محبوبه ده د هیچا سره دښمني نه لري، حافظ په دغه مرغ د کونینو سره په روغه کي دى :-

زيمن عشق بكونين صلح کل کردم

 تو خصم باش و زما دوستی تماشا کن


خوشحال خان چی دی مقام ته راسي نو وایي : له دو اویا مذهبه سره به ساز وكړي له دله خوشحال که خبر سي په تحقيق د عشق د کېشه خوشحال خان له دغه متصوفانه فكره يو اجتماعي فكر هم مومي او د بشر پر گندو او د انسانانو پر ډول ډول اختلافاتو افسوس كوي او وايي :-


يو بي اصل سره دوه او یا مذهبه 

خدایه که بنی آدم فريق فريق سه



اخلاق :


د تصوف سبه اخلاق دی تزکیه د نفس او سموالی د اخلاقو خو و صوفی ته لومری وظیفه ده، خوشحال خان خود اخلاقو و سمون ته ډیر اهمیت ورکوي د ده کلام اكثر اخلاق دي رضا قناعت صبر خاکساري درويشي انزوا د وګړو چوپر په ورين تندي ژوندون پټه خوله والی تحمل او نور ټوله ښه اخلاق ده په خپل كلام كي ستايلي او توصيه يې په کړې ده، چي تاسي بې په مطالعه کي د کتاب وويني.