32

پښتو نثر ته کره کتنی

پښتو نثرته کره کتنی

په دې مقالو کی می دڅیړنی دپاره د نثر ليكلو بحث غوره کیئ، ځکه چی په پښتو خوڅه نه څه دنظم او شعر زړه پانگه یا سرمشق موږ لرو اما د نثر سرمایه مو خورا لږه ده بلکی نسته ! 

پخوا نو خلکو خو نثر نه دي لیکلی، او هغه چا چی کښلئ دي، هغه خونیم نثرگڼل کیږي او د شعر د سجع او قافیی لحاظونه یی پکی کړي دي. تر۹۰۰ه  دمخه دنثر نموني ډيري لږ دي، خو تردغه را وروسته چی پیر روښان به خیرالبیان او اخون درویزه به مخزن او اخوند قاسم به فوائد الشريعة کی تقریباً څلور سوه کاله دمخه نثر لیکل وغوښته دانثرونه که څه هم پرخپل ځاي زموږ ادبی پانگه گڼله کيږي او دپښتو د ادب په تاریخ کی پخوانی مقام لري، مگر اوس زموږ دپاره سرمشق نسی کيداي، ځکه چی هغوته پوره نثر نسو ويلاي. دخوشحال خان او د ده د زامنو او لمسو له منثورو كتابو څخه دا ښکاره کیږي، چی د ختكو نثر تر روښاني سبك خوږ او ساده او د نثر په ډول و. دغه خبره دعبد القادرخان دگلستان له ترجمی او دگوهرخان له قلب السير او د افضل خان له تاریخ مرصعه هم ثابتيږي.

 به هر صورت موږ اوس مجبور یو چی خپلی ژبی ته د نثر ليكلو سبك پخپله وټاكو. د سبك ټاکلو څخه مطلب دا نه دي چی په ژبه کی له ځانه بی ځایه تصرفات وكو. يه. یه ! مطلب دادي چی پخپل نثر کی داخبره اساس وگرزوو، چی : (( ویل او ليکل مو سره سم وي ))

یعنی هر ځه چی په خوله وايو هغه وليكو.

ملټون وایی : چی نثر هر خونی ساده اودلكش وي هرخونى مفيد دي !

كالرج ليکي : فصيح او مناسب الفاظ چی وزن نلري نثر یی بولی.

موسیو روژ وان وایی: دانسان په ژبه یا قلم که کوم خیالات ښکاره سی او بی وزنه وي، نویی نثر بولو.

د نثر په ښیگړه کی د الفاظو صافوالی او نا پیچلی کلمات ضروري دي، چي ویونکی یا ارویدونکی بی زحمته په وپوهيږي. په نثر کی پریوللی الفاظ او سپیڅلی جملى ليكل او خپل مطلب په داسی ژبه اداکول چی هیڅ اشکال اوو زانی ونلري ډي یو ضروري دي. دنثر ليكونكي كمال دادي چي خپل مطلب ساده اما دلچسپ اداکی، او دویونکی په زړه کی ځاي ورکي، اوپه ماغزو یی ور ننباسی به نثر کی هر رازگران او سپیڅلی مضامین اودرانه مطالب راځی او د دغو خبرو اسانه کول او ښه فهمول فقط د ليکونکی او نثار كاردي. يوماهر او پياوړي لیکونکی د ساینس یوه گرانه خبره، د فلسفی يو مشكل بحث، د اجتماعياتو يوكنجلك موضوع په داسی ډول کښلاي سی، چی ویونکی ته هیڅ ډول تکلیف پیښ نسی، اوپه لومړۍ پلا ويلو په وپوهيږي.

مثلاً : په پار سوژبه  کی دغزنوي عصر مؤرخ بیهقی چی دخپلی زمانی تاریخ یی لیکلی دي، په خورا ساده او خوږ او سپیڅلی نثر دي که موږ دغه نثر د وصاف یا د میرزا مهدي يا د بيدل له نثر سره مقابله کو مځکه او آسمان فرق سره لري په هغه اندازه چی د بیهقی سبك سليس او روان اولکه اوبه داسی پاك او بي خيري دئ په هغه اندازه دنورو ليك لكه سنگړي دروند او د اغراق او اشكاله ډك دي. حال داچی موضوع د دوارو یوه ده او مطلب یی د تاریخی حوادثو ښکارونه او څرګندول دي. نوري به پریږدو، د پښتو ته برا سو ځکه چی زموږ دڅیړنی مطلب هم دغه دي چی دخپلی ژبی پرنثر ليكلو باندې وږغیږو. دپښتو نثر آثارچی موږ ته رارسیدلي دي خو را لږ دي زه چی څه معلومات لرم لاندې به یی نمونی دروړاندي کم :


د پښتو د نثر سوابق : 

تراوسه پورې د پښتو نثر خورا پخوانی اثر چی موږ ته رارسیدلي دي د سليمان ماکو ارغسانى دتذكرة         الاوليا شپږ پاڼی دي او د ده له نثره ښکاري چی پخوا د پښتو ليك ساده او روان او محاوري ته نژدې و. ده دا کتاب په ٦١٢ ه کښلی دې چی نمونه یی داده :

((نقل كاندي: چی بیټنی سپين ږيري سونو ده به هر کله څښتن باله او رب ته به یی درخواست کاوه چی زما په کاله او د سر بن او غرغښتي په كول کی برکت کښیږ ده، بادار قبول کړ د ده درخواست، اوډ که سوه مزکه د پښتونخوا ددوي په کول۰)) 

تر سلیمان ماکو وروسته نږدي بل د نثر کتاب تراوسه ندي معلوم خو درې سوه کاله وروسته ګورو چی بایزید روښان د ۹5۰ه په شا وخوا کی خیر خیرالبیان به څلورو ژبو پښتو، فارسی، عربی، پنجابۍ کښلی دئ.

مګر پیر روښان خود نثر په کښلو کی هغه لارنده نیولی کومه چی سلیمان ماكو دري سوه کاله دمخه نیولی وه.

د پیر روښان نثر هم پوره نثر ندې، لکه نیم منظوم بی خونده ليك دي چی د جملو په پای کی یوه سجع ځايوي او د ده نثر له پښتو محاوري څخه ليرې کوي لکه:

(( ذکرمی د تن داندام دژبی، دزړه، دسه کړی دی عیان.

دتن ذكر هغه دي چي تن وجار باسی له واړه حرام.

داندام ذکر هغه چی کتاب تسبیح یی لولی وایی ښه کلام

و قولو اللناس حسناء بيان دي په قرآن.

د زړه ذکر هغه دئ چی کښيباسی محمافكر او ځنى وباسی اندیښنه دشیطان دسه ذكرهوي دي چی ننباسي او د باسی محما به یاد هره سه، هر حال په هرځای چی وی ذاکران اومیان.))

د پیر روښان رقیب او مخالف سړې خواخوند درویزه ننگرهاری دی چی دخیرالبیان په پیروی یی کټ مټ هغسی نثر کښلی دئ لکه پیر روښان چی کښلی و.

 درویزه خپل کتاب  ((مخزن السلام)) بللی دئ چی د  پرې خطی نسخی یی سته او يوه زړه نسخه یی زما څخه ده، چی په ١١٦٧ه  فاضل محمد کاسی په ملتان کی لیکلی وه لکه دمخه چی مو وویل درویزه خپل نثر دنظم به ډول ككړ وي مثلاً : (( بيا كه څوك دي وپوښتینه چی سنت د اسلام خودي إ ته اګاه شه بل خلاص شه له پساته )) (مخزن)  اخوند قاسم یا پنیخیل هم بخپل فوائد الشريعة کی د درویزه په ډول نثر دنظم به دود كاږي مثلاً (( په کیمیای سعادت کی دي راوړي هسی زده کړي مومنانوچی امید پرهغه کانئ چی تابع د شریعت وي مستقيم دپاك چي په ښه سنت وي)) (ګلشن روه ص ۱۹)

درویزه خود مغولی اکبر معاصر دي او د ( ۱۰۴۸ ه ) په حدود کی وفات سوي اما د راورټی به قول اخوند قاسم فوائد الشريعة به ١٥٦٠ ع = ۹٦٧ه کال کښلئ دي (وگوري د راورتی  د پښتو ګرامر دیباچه ) چی په دي حساب نو دوي دواړه د پښتو پخوانی او لمړنی نثر ليكونكي دي. تردوي دمخه یا وروسته بابوجان هم ددوي په ډول خپل کتاب کښلي دي، چی درراورټی به توجه یی اوس موږ ته څو بابه پاته دي د ده د نثر نمونه داده:

((څو ددې دنيا شاهان وو هغه څه شو

ابروباد ددوي تختونه په هواوړه هغه څه شوه ))

 ( گلشن رو ه)


له دغو درو نمونو څخه ښکاره ده چی د پښتو زوړ نثر یو داسی نثرو، چی د قافيو او سجعو رعایت پکی كيدي او كله كله د بحر او عروض څخه هم تش نه ؤ !

دا خود نثر زوړ او لومړنى سبك ؤ، مگر لکه دخټکوادیبانو چی زموږ، ژبی ته نظماً ډر خدمتونه کړي     دي. دغسیی هم موږ او زموږ ژبه نثراً د د وي ممنونه ده !

ځکه چی خوشحال خان او د ده علمی کورنۍ دپښتو نثر هم دروښان او اخوند درویزه له سبکه را واړاوه او اصلاحات یی پکی وکړه.

پخپله د خوشحال خان منثور آثار ترمنظومو لږ دي، مستشرقين د ده کتابونه تر (۱۰۰) جلده پورې گڼی، راورټی وایی چی ( ۲5۰) کتابونه ده لیکلی دي او پاړسو انوار سهیلی (کلیله او دمنه ) یی په پښتو د ((عیاردانش)) به نامه ترجمه کړي وه چی دا نسبت تحقيق غواړي او دغه کتاب ما ندي ليدلئ، اورياض الحقیقت او فرخنامه او پښتو هدایه او نور منصور آثار هم  ده ته منسوب دي

دخوشحال خان منثور کتاب دستار نامه چې دجهانداری یو مرتب لار ښوونکی اودپښتو د مشر تابه کړنلاره ده د ۱۳۴5 ش د اسد په میاشت په کابل کی چاپ سو. دا کتاب غټ معنوي او ادبی ارزښت لري، اودپښتو نثر هغه دوره را ښکاره کوي، کله چی خوشحال خان تر روښانی دورې وروسته وغوښتل، چی دپښتونثر بیرته اصلی مجراته ور وګرزوي، او د روښاني سبك له سجع كوترمولو څخه یی خلاص کی. 

افضل خان خټك په تاریخ مرصع كی وایی؛ خوشحال خان ځینی تاریخی یا داښتونه هم لیکلی وو، اما د دستار نامی دلیکوال له منثور وكتابونو څخه فقط دونی ویلاي سم، چی ده لکه نظم د نثر خواته هم توجه درلوده اودپښتو نثرته هم ده لکه نظم ډير ښه تحول وركړي دي، نوځکه موږ دي د (( پښتو پلار)) ګنو. که تاسی ترده دمخه دپښتو منثور کتابونه اود هغو سبك وګوري اوبيا هغه د ده د نثرسره مقابله کئ نوبه درته ښکاره سی چی خوشحال خان په حقیقت کی هم د پښتو د نظم اونثرپلاردي، خو افسوس دلته دي چی د ده منثور آثار ورك اود نظم په ډول رواج اوعام ندي. دلته موږ ده د نثر یو څو جملی نمونه وړاندي کوو : 

((شناخت دخان په دوه رنګه دي. يوبه ظاهر بل په باطن ظاهر داچی به ظاهر نعمتونه چی وتاته یی درکړي دي. نظر وکړي ــ چي له عدمه یی موجود کړي، نه وې، وشوي، نيست وې، هست شوي. که دیر وایم کتاب اوږديږي داهومره زده کړه چی د نر ښاهی ترمیان چی مینه محبت كيږي، مقصود دهغه محبت واړه دادي چی مقصود ته یی د تولد دتناسل لار مسدود نشی)).                           (دستارنامه ص ۱۰)

تر خوشحال خان وروسته نو د ده د زوي عبد القادر خان خټك گلدسته ده چی د سعدی گلستان یی  پښتوکړي دي. د ده ژبه که څه هم د ترجمی تراغيزې لاندي، ده مګر بیا هم خوږه ده یعنی د اخون درویزه د مکتب شاگرد نه دي بلکه دخپل پلار مقلد دي، اونثریی بشپړ نثرګڼل كيدلاي سی دلته یی یوه نمونه ولولی :

((یو پادشاه دخراسان دملك په خوب کی سلطان محمود دسبکتګین ځوي وليد. سل کاله د ده له مرگه، چی درست وجودیی رژیدلی، خاورې شوي، مگرسترگی یی چی په کولکونو کی غړیدلی )). (گلشن روه )

د خوشحال خان په کورنۍ کی بل مشهور نثار د ده لمسی افضل خان د اشرف خان زوي دي، د ده د نثر قلم هم ښه دي، او لکه خوشحال خان خپل مطلب به روانه پښتو ( لږ څه د فارسی تراڅر لاندي ) لیکی.

 د قرآن شریف د یوه پښتو تفسير يو ټوك په کابل کی پیدا سوي دي. چی چی غالباً د افضل خان ترجمه او تفسیر ښکاري. د ده تاریخ مرصع به ۱۹۷۴م کال د ښاغلی دوست محمد کامل مومند په تحشیه او زیار د پیښور په ښارکی چاپ سو، چی متأسفانه خط ئی ښه ندي او ځینی مبهمی اوکرغیړنی جملې لري، چی ښایی د کا تبانو سهوي وي. 

لاندي ټوټه د افضل خان دنثر نمونه ده :

مقدمه د جمال

پسله فوته د اورنگ زیب پادشاه، جمال مهمند او بعضی ظاهربين كوته اندیش ورسره، سر په شورش پورته کړي و. په مهمندکی مو سريزي و، او مو سريزي په مهمندو کی کمزوري تپه ده. غرض ئی دا و چی په دا شورش کی به دمانامه ناموس وشی، اربابی به بیا موم، په دا میان کی ډیر افراط تفریط ورڅخه وشو.

هرګاه چی په سن زر سل دوه ویشت. صوبه داري د دارالملك كابل په نامه د ناصرخان شوه، پښاورته راغئ، اربابی ئی ورکړه. اما د ده ناكر دي چی پخوا د ناصرخان تر سردارۍ یا به صوبدارۍ کی ئی د ناصرخان کړي وې د ناصرخان په خاطر وي. په خپلی اربابی کی ئی کلی دعیسی مهمند هم وواهه. په تل ئی ختنه وکړه. عیسی مهمند پخپل خیل کی زور وردي جوړه ئی دناصرخان سره وکړه. دمغل په ویرانۍ کی پښتانه خپله مد عاده (؟)... به دامیان کی دجمال دزوي د واده کار پیښ شو، ناصرخان دوه زره رویۍ

هم بطريق دانعام ورکړي، نورعیسی په توم دمغل جر(؟) ئی ورپسی کر. هغه شپه چی ئی د زوي واده و دلښکر سره ور روان شو،‎ په کورئی ورغئ. جمال له دي هس آفته غافل و مخی ته ور وووت. تاب ئی دجنگ را نه وړ. زخمی کورته ننووت. عیسی ئی په کور اور پوري کړ، پکښی وسه، اتیا که نر، ښځی، ووړکی هلکان دواده هم په هغه کورکی ورسره وسول. دا واقعه به سن زر سل درویشت وه، خداي دې له دې هسی افته امان وكا.....

 (تاریخ مرصع۴۰۲ )


دا خو د خوشحال خان دمکتب دنثر یو څو نمونی وي. ښكاريږي چى تر دي وروسته د پښتو د نثر ليكلو مروج سبك هم دغه و، يعني دختكو سبك مقبول او خپور سوي او هري خواته یی پښتنو تقلید کړي دي. دخټكو د مکتب سره د پښتو هغه نثر چی نه پوره نثر ګڼل كيدي او نه پوره نظم یعنی د پیر روښان او داخوند درویزه دمكتب سبك ورك سو او دوي دپښتو نثر او نظم سره بیل کړه. هریوه ته یی خپل حد او خند مقررکی. د اویش وروسته مقبول سو او ټولو پښتنو ومانه، ځکه چی طبیعت ته هم نږدي و، ا و رحمان بابا او حميد او نورو يوازي دنظم خوا ونیوله. تردې وروسته د ځينو نثر ليكونكو دليك نمونی دغه دي : د آدم خان او         در خانۍ آصلی قصه که څه هم زړه ده، او دا دوه مینان د مغولی اکبریه وخت کی ( ١٦٣-١٠١٤ ه ) تير سوي دي، مگرداسی ښکاريږي، چي د قصی ترتیب او ټولول او تهذيب د کتاب په ډول وروسته سوي       دي! ځكه چی د قصی اصلی ناری خوچی موږ گورو. دروښان د مکتب په سبك اړه لري اما نور نثر يی د خوشحال خان د مکتب نثر ته ورته دي. مثلا : د آدم پر درخو ناره :

((درخانی ! زه په اصل کټه بازیم چی پرتا زرکی شیدا شوم ! اوس ته راته په کټ کټ خاندې درخانۍ !

زه زبون ستا دخندا شوم !...))

دا خوهغه دروښان په ډول نیم منظوم نثردي، اوس نو د دې قصى يوڅه نثر وگوري : 

((دوهم داچی توجه باطنی پري وکړم، چی خاطریی به اضطراب گډ و‌ډ شی، او روح به بی شغل په بل احوال کا او مخ به څرگند لکه مثل شی )) 

( د آدم خان او درخو قصه قلمی )


نو دا چی ښکاره سوه چی د کتاب په دولی تر خوشحال خان وروسته لیکلی سوي ده. ځکه چی نثریی په دغه مكتب اړه لري، او هغه نظم چی د کتاب لیکونکی د خپلی خوا کښلی دي، ټوله پوره هغه نظم دي چی خوشحال خان من لوي استاد ومثلاً :

سل ارمان چی آدم ولاړي له جهانه - په فراق یی (( پښتونخوا )) شوله گریانه نو د کتاب جامع نارې پرخپل زاړه حال پريښي دي. نثر یی دخوشحال خان د مكتب پر سبك مهذب کړي دي او ځاي ځاي ئی چی له ځانه شعرويلي دي هغه هم دختګو پيروي ده. 

تردي عصر وروسته چی نور ټوله د پښتو ليکونکي راغلی دي، دخټکو د مكتب شاګردان او پيروان دي، اودپښتو نثر سم سوي او سلاست او ښکلی توب یی ميندلي دي، مثلا محمد د حنیفه دحسن او حسین (رض) قصه داسی لیکلی ده، له هغه څخه یوه کرښه داده:

(( على اكبر او قاسم دي چی دواړه ولویدل، اهل واړه ولاړ وو، د ازل په ارادہ کی کښلی داؤ.))    (در راورټی گرامر ص ۱۳5 )

له لوړ و مثالونو څخه به تاسی ته دپښتو د نثر سیراو د سمون مثالونه ښه څرګند سوي وي. د پښتو ژبه تصنع او تکلف نه منی نو ځکه ملی نثر په لږ وخت کی پرطبیعی لار روان او خوږ سو. ددې خبرې داثبات دپاره دغه دلیل کافی دي، چی دخټکو په کورنۍ کی کاظم خان شيدا د متکلف او متصنع او د هندي سبك او د پاړسی د مصنوعی الفاظو او اغلاقونو ملګري دي، مگر چی دغه حرکت طبیعی نه دي، نو ځکه شیدا په خپل مسلك كى ناکامه دي اوپه پښتو کی شهرت نه لري. د ده نظم خود بیدل تراشکال ترا شیوا او تصنع هم پیچلی او كنجلك دي. اما نثرین هم يو عجیب نثر دي چی دپشتو له طبیعی ډوله سره هیڅ نسبت نلري مثلاً دخپل دیوان په دیباچه کی کاږي : 

(( زه چی په دکان کی د شاعرۍ قليل البضاعت يم اوایوان د ژبان اوری زر نگار دصناعت نلرم خپل مناسبت فطري له دې شيوې سره په محل دقصور کی موم، او موانست جبلي له دې وتيرې په مراحل د ورتر ۰۰۰))

 ( د شيدا د قلمی دیوان دیباچه)   

               

که څه هم د شیدا کلام اوليك، دواړه ډير غنيمت دي، اوده د پښتو ژبی د کامل استعداد امتحان ورکړي او دایی ثابته کړي ده، چی هر راز مضمون که څه هم د ژبی له طبیعي او فطري استعداده، ليرې وي په پښتو کی ادا كيداي سی، اما لكه د ده معاصرینو او وروستو پښتنو چی د ده لارند منلی،  موږ هم دغه ليك او شعر د پښتو سره مناسب اووړ نه ګڼو ! 

خو مطلب داؤ چی له روښانه څخه بیا د خوشحال خان ترمکتبه دپښتو د نثر دول وښيو :

اوس چی له دې فارغ سوو، نوبه لږ څه پر نوي ليك هم څير نه وكوه، په اتلسم مسیحی قرن او د نونسم قرن په ابتداکی په پښتو ځنی آثار ليکل سوي دي چي موږ یی وګورو، نوبه دغه آثار په یوه بل مکتب پورې اړه ولري. چي دليك سبك یی دخوشحال خان ترمکتب لاهم پوخ اوساده او زړه وړونکي دي. د دې مكتب په معرفی کولو کی راورټی  او پادري هیوز او د ارمستتراو نور  ډیر اوږ د لاس لري، او دوي دپښتو آثارو په خپرونه کی ډیر ښه زیار کښلي دي، په دي ــ زمانه کی دیرو پښتنو په نثر لیکلو کی کمال ښکاره کړي، او يو نوي سبك يى منځ ته راوړي دي.

 د دې سبك يو روڼ ستوري د پیښور منشی احمد جان و، چی آثار یی فكري ذخيره لږ لري، خو د ده د نثر لیکلو قلم خورا سلیس او روان دي که محترم لوستونکی زما سره اتفاق کوي. نوبه زه دغه مکتب د ده په نوم یاد کم یعنی (( د منشی احمد جان د نثر مکتب )) ځکه چی زه تر روښان او اخوند درویزه او خوشحال خان خټك وروسته په دې نږدو زمانو کی منشی احمد جان دپښتو ژبی یو زبردست نثر لیکونکی ګڼم. منشی احمد جان د پښتو نثر ته لوي خدمت کړي او ښه ښه ليكونه یی پریښی دي. په ليك كي د طبيعي ارتقاء مراتب  هم سته  وروسته یی چی قلم پوخ سوي اوپه ليك كى استاد سوي دي، نوي دملیسون دافغانستان انگریزی تاریخ  پښتو کړي او يو مغتنم اثري د پښتو نثر ته پریښي دي. په دې کتاب کی د ترجمی اثر نه دي ښکاره، او دل خونسو د لیکونکی پرمهارت او استادی خه دلالت کوي، دمثال په ډول دا جمله ووایاست :

(( د نادر شاه به مرگ دپښتنو دلاس خپو خوځولو وخت راغی، کوم وخت چی دې گټندوي افغانستان واخست او دپښتو خاص پوځ یی جور اوه، نو دسدوزو قام سردار احمد خان نوم مي چی لا دڅوارلسو کالو هلك      ؤراوي غوغت الوباد  مازندران علاقه یی ورته په حواله کړه ۰۰۰))

د نونسم قرن په نیمایی که خو د افغانستان او انګریز جگړي اوازو دوړ هم و، نو ځکه پښتو ژبه هغسی پاته وه، البته دپیښور پرخوا، ښه ښه لیکونکي پيدا سوه، مگر سبك خو هغه و چی منشی احمد جان ایښی و، تردي وروسته دامیر شیر علی خان مدنیت پالونکی پاچا په توجه به افغانستان کی او هم د پیښور په خواو کی د پښتو ليك څه نه څه عام سو، دهند او پیښور چاپخانی ديرې سوې، نو ځکه هر چا چی څه لیکل چاپیدل 

به ! 

د امیر عبد الرحمن په عصر کی څو پښتو کتابونه په کابل کی چاپ سول، چی له هغو څخه يو د هغه امير خبري دي د هند له ويسيرا او نائب السلطنه سره چی دفرين نوميدي. داکتاب  ((سوال و جواب دولتی )) نوميږي اود هغه مجلس رویداد دي چی امیر به راولپنډۍ کی په پنجشنبی (١٦) دڅلورمی خور ۱۳۰۲ه دنائب السلطنه سره كړي دي. ليكونكي یي ملاغلام جان لغمانی دي او د چاپ تاریخ یی ۱۳۰۳ه کال دي.    د دې كتاب ليك كه څه هم سليس دي، اما د ترجمي رنګ لري، او داسی ښکاري چی لیکونکی یی دیارسو تسوید مخ ته ايښی او ټکی په ټکی یی لکه ځینی اوسنی لیکونکی ترجمه كړي دي ! مثلاً :

((فقره دويمه : له دارالسلطنه د کابل څو کسه کاریگر هر فن لره لپاره د یادولو د هنر ونو مقسرره  وم چي لندن وته تلی، هنرونه چی په کار د دولت خداي وركړي افغانستان دي، او ترقی و جوړښت د دولت له هغو ځنى حاصليږي زده یی گاندي. ص ۷۱ ))

سره له دغه چی لیکونکی یی د ترجم تر اغیزې لاندې دي، مگر مطلب یی ښه اداكړي او عبارات  یی روڼ دي !

 دامير عبد الرحمن او امیر حبیب الله په وختو کی پښتو ډيره وه، ځنی خصوصی كاغذونه هم په پښتو لیکل کیده. هغه وخت چی په حبیبیه مکتب کی دپښتو لوست رسمی سو، نو مرحوم مولوي صالح محمد کندهاري څو کتابونه وليكل د ده د پښتو قلم خو ښکاره ښه قلم و دترجمی تکلف یی په ليك كى لږ دي لومړي سړي    دي.چی د پښتو د نوي ژوندون په تحريك كى يی تر ټولود مخه قلم اخیستی او کتابونه یی لیکلي دي، د ده د نثر نمونه : 

(( يو فقير ته چا وویل : ډوډۍ له کومه کوي ! وغاښو او نسته یی اشارت وکی ویل : هغه چا چی غاښونه او نس راکړي دي ډوډۍ هم راکوي )) 

( دپښتو دوهم کتاب ص ٥٦)


دا خو د استقلال ترجهاد دمخه د پښتو دليك يوه نمونه گوتی وه، وروسته چی ((د پښتو مرکه)) جوړه سوه اود پښتو د ژوندون تحریکات تاوده سوه. د پښتو نثرته که څه هم چا مخصوصاً توجه نه درلوده مگر بیاهم څه نه څه نثر ليكلي سوي او خنی نوشتی به اخبارونو او مطبوعاتو کی سته، اوپه دغو وختونو کی پیښور اود شرقی پښتونخوا پښتانه هم ويښ سوي اود پښتو منثور کتابونه او ليکونه خپاره سوي اوپه ځينى اخبارونو کی پښتو برخی ولیکلی سوي. دپښتو د ادبی نشاط مراکز به پیښورکی اسلامیه کالج او د وطن خواهانو گوندونه دي. چی دا د یو عمر په پښتون، آزاد پښتون، سرحد، خیبر او نورو اخبارونو اومجلو کی ښه منثور مضامین لیکل كيږي، او دير كتابونه او رومانونه او درامی په پښتو کښلی سوي اوچاپ سوي دي. په دغو آثارو کی زموږ دپښتو ژبی دنثر پاخه او ښه ښه ليكونه سته، په اکثرو اخبارونو كي منثور ليك چي كيږي، سبك یی خوږ او ښه دي، د دغى خوا د ليکونکو مضامین چی موږ څه ليدلي دي. غوره یی دماستر عبد الكريم او رسا او اسیر او كامل او حمزه او همیش او قاضی عطاءالله او اجمل او نورو ۰۰۰ دي. په پښتو نثریاتو کی د اتمانزو دپښتون اخبار ژبه ډيره سلیسه او خوږه ده. چی دهغی خوا دليك او نثر غوره او لب لباب گانه سی. په دې مجله کی چی هغو پښتنو مضامین لیکل د پښتنو د پیاوړو لیکونکو څخه وو، پخپله دخان عبدالغفارخان د پښتو ليك خورا خوږ او روڼ اوبی وله دي. د پښتون د تاریخ لیکونکی مرحوم قاضی عطاء الله خان نثر هم غوره دي، ماسټر عبد الكريم خان چی د نننۍ دنیا پرسیاست څه لیکل هغه خواستا دانه ليك و. خلاصه دا مجله د هغو پښتنو د اوستی غوره نثر نمایندګی به اتمانزو څخه کوي او خدمات یی پښتو نثرته دمنلو او ویاړلو وړ وو. 

زموږ په وطن کی دننه خوچی تر ۱۳۱۰ ش  راوروسته دپښتو لپاره څه كارسوي دي. په دي ۴۰ کاله کی ډیر پښتو لیکونکی و میندل سوه، ځکه چی هر کار به تجربه او مشق لوريږي نو زموږ دليکونکو دنثر ليكلو قلمونه هم  ورو ورو ښه پاخه سوه، ځکه چی د دوي مورنۍ ژبه ده، نویى ليك فقط لږه توجه غوښته.

داوه د پښتو نثر ته یوه لنډه کتنه چی مایی په لندولوکی هم سعی وکړه مطلب خو داؤ چی د پښتو دنثر مختلفى دوري او هغه څوك چي په دې لاره کی یی خدمت کړي دي وښوول سی، اوس به نو دپښتو نثر ته يوه تنقيدي او تحلیلی کتنه هم وکو. دمخه وایم چی دا فقط زما رأیه ده چی د سهوي او صواب احتمال لري که زه مصیب وم خوښه ترښه، او که می سهوه وکره، پښتانه به می معاف کی او زما سهوه به اصلاح کی، ځکه چی اوس موږ د ژبی د نثر ليكلو لاري پلټو. نو په دې مرحله کی دا لازمه ده چی ارأ ښکاره سی،  او افکار څرگند سی. چی گوندی یورون حقیقت تردغه منځ وځلیږي.


تحليلي او انتقادي کتنه

زموږ د مقالی اصلی مطلب هم دغه دي، ځکه په د مخو برخو کی خو  یوازې د پښتو نثر ته تاریخی لنډه کتنه وسوه او لږ لږ نمونی هم وړاندې کړه سوې. داخو د مقالی زړه دي، خداي دي وکی چی زه یی سم  ولیکم : 

د پښتو ژبی لمړنی د نثر آثارچی دمخه وښودل سوه د دې ژبی له جوړښتی نثر څخه ډیر لرې او پربله خوا اوښتي دي. پير روښان او اخوند درویزه او د دوي د نثر د مکتب شاگردان چی ټوله پر یوه لار تللی وه، زما په خیال دوي دخپل سبك په غوره کولو تريوې اندازي مجبور وه، دوي قصداً خپل نثر د نظم به رنگ رنگاوه ځکه چی دوی مبلغین وو، او ترانشایی د تبليغ او تلقین پله درنه وه. دوي غوښته چی ځنی دینی مطالب پښتنو ته تبلیغ کی، اوخپل دښمن د تبلیغ په سر مات کی. ځکه چی غلیم د شعراو نظم له خوا تبلیغ کا وه. نو دوي هم غوښته چی په هغه ډول وسله د ده سره مقابله وکی.

 دایوه تاریخی مسئله ده او پلټنه یی هم د تاریخ به مخوکی کیداي سی د هجرت د زرم کال (۱۰۰۰ ه ) شاوخوا چی په هندوستان کی د مغولو دکورنۍ دپاچھانو برم و، دهغه عصر مدنیت او ثقافت ډیر نوي شيان       وزیږول. لکه به بغداد کی چی دعباسیانو د خلافت برم او جلال مستظرفه صنايع او شعرو ادب او فن او فلسفی افکار او مذاهب خپاره کړه او هغسی هم تر دوي  وروسته دغزنوي ټولو اکانو او د محمودی شاهنشاهی عروج او لوړتيا بيا فنون او صنايع او علم وروزله. په دغه ډول د هند د مغلو امپراطوري هم په هندگی نوي ثقافت او مدنيت وموند، او نوي افکار او فلسفی ارایی ژوندي کړه. 

كه څوك تاريخ وگوري د عباسی خلافت به دوره کی شام او عراق او بغداد او ایران توله به نوو فلسفی او علمی افکارو ډك وه، ځنی د خلفاوو په دربارونوکی پر نوو فلسفی خبرو بحثونه کیده. د اعتزال فرقی خو په دې دوره کی وده او لویښت وکړ، فلسفی آرا او عقاید هم به دغه دوره به بغداد کی روزل کیده وروسته چی غزنی د ایشیا علمی او سیاسی مرکز سونو دغه علمی او فلسفی اوفنی تحريکونه کټ مټ دلته راغله. د البيروني او ابن سينا علمی او فلسفی آثار خوموږ ته د دې ثقافت، فلسفی او علمی اړخ ښه را ښکاره       کوي. دا دوره خو دباطنيه او قرامطه فرقو د نشاط دوره وه سلطان محمود - څو واره د دوي سره جگړې څو وکړي. د غزنی دغه فلسفی او علمی اوفنی نهضت خو را وروسته د چنگیز خان به هجوم ورك سو. مسلمانان په وینو کی ولغښته، مگر څوپیړۍ وروسته په هند کی د مغلو شاهنشاهی بابر تأ سیس کړه. د مغولو د امپراطوري د ثقافت خښته لا دمخه پښتنو ایښی وه. دلوديانو او د سوري شیرشاه پښتون دمدنیت او ثقافت ژوندي آثار مغولو ته پاته سوه. نو ځکه دوي هم هغه ثقافت وپاله ژوندی یی وساته. علوم، وفنون، صنایع، ادبیات او فلسفی افکار بيا لكه بغداد او غزنی در ډهلی څخه خپاره سوه. که د بغداد او غزنی د نفیس صنعت آثار د زمانی انقلابونو نه واي وران کړي. نوبه اوس لکه در ډهلی او اگرې شاهی ماڼۍ د تعمیر د فن ښکاره آثار موجود واي او دنیا به ورته حيرانه واي. خير ! خو مطلب دادي چی د مغولو د ثقافت سره علم او فلسفی او ادب هم بیا عروج وموند. د مغولی اکبر دربار لکه د منصور او هارون او مامون دربارونه له علمی او فلسفی افکارو ډك و. په دغه تاریخی څیړنه کی مو مقصد دادی چی هره زمانه بیل ثقافت لري او هر ثقافت ځان له دیني او فلسفی افکار هم لري. نو ځکه د بغداد او غزنی د ثقافت عروج چی ځینی افکار او آرا خپاره کړي وو، دغی هم د ډهلی د مغولو د شاهنشاهۍ سره ځنى نوي انديښنی او نوي فلسفی افکار پیدا سوه.

 پښتونخوا خو هندوستان ته ور څرمه ده. هر حرکت که فلسفی وه،که علمی چی هلته به کيدي، پر دې خوایی آثار ښکاره کیده، بلکه د اباسین مغربی غاري او د پښتونخوا غرونه چی دهند د امپراطورۍ له تسلطه ليرې وه، د اکثرو فلسفی او سیاسي تحريكونو مركز هم ؤ. که تاسی د اخوند درویزه پښتو مخزن او تذكرة الابرار وگوري ډير داسی خلک په دې خواووکی ښیی چی ځان له بیلی عقيدي او مذهب لري، اوټوله یی به تبلیغ بوخت وو. دغوټولو تبليغي حركاتو کی د روښان پیر فلسفی او مذهبی حرکت مهم ؤ. دا سري ځانله بيل مسلك لري چي د فلسفی او تصوف رنگ یی غالب دي، نو د دغو تحریکونو په مخ کی خود علماوو تبلیغ او مقابله هم طبیعی وه. ځکه نوموږ دهغه دور اکثر آثار چی پښتنو علماوو کښلی دي تبليغى وينوچی دوي د مخالفينو زدکړي يا يى ځينى دينی مسايل خرگند کړي دي.

 موږ دمخه ولیکل : چی رویشان او درویزه او د دوي د مکتب شاگردان خو دپښتو دنثر په دغه غوره كړي سبك كى تريوب اندزي ناچار هم ؤ. سبب يى داوچی هغه وخت څه په هند څه په پښتونخوا کی خلکو شعر او نظم ډ پر خو ښاوه. نوروښان پیر او نورو ټولو د خپلو مطالبو تبلیغ به نظم کاوه. اخوند درویزه پخپله كاږي چي تاريك پير پښتو شعر وایه، نوځکه ده هم دهغو سره په پښتو شعر مقابله وکړه.

((واو بان افغانی شعر میگفت و سب شرايع وعلماء میکرد وشعرهاي لايعنى به افغانان مینمود پسر این فقیر برخلاف او شعر افغانی اغاز کرد حتی در شاعري قدم از و پیشتر نهاده و اکثر خلق را از متابعت او باز آورده ۰۰۰)) (مخزن قلمی )

بل ځاي پخپله اخوند درویزه خپل عذرهم وایی :

((بدان ای عزیز که که در اشعار افغانی شعراء ایشان چندان مبالغه در فضاحت و موافقت در قافیه و تطبيق مصر ا عين در حروف و کلمات رعایت نداشته اند و هم از انروکه فقیر را دغدغه شعر و شاعري نبوده تا دران سعی نماید. مگر اینقدر که اندك، وپیش سخن موزون گردد تا سامع را لذيد نمايد )) (مخزن). 

 داخوند درویزه دسبك دغوره کولو لوي سبب خو هم دغه ؤ، چی ده اونورو ملگرویی نیم منظوم اشعار وویل چی اوس یی موږ نثرگڼو، خو کړکیچن اویی خونده !

داخوتقريباً يو طبيعى سايق ؤ او دپاړ سو او عربي ژبو دمرسل اوفنی نثر اثر ونه هم په دماغوکی وه. نوځکه د پښتو لومړي نثر هم مسجع او مقفى سوه، چی هغه د پښتو حقيقي غير متصنع اهلیت او خوږ والی نه پکی ليدل کيږي. د مخزن او فوائد الشريعة او بابو جان ژبه خو پښتوده اما داژبه طبیعی هم نه ده، بلکه به تکلف جوړه سوي ده، په داسی حایوکی چی دپښتو ژبی مروج او کار آمد لغات او کلمات وؤ بی ځایه اوبی موقعه تصنعاً پارسی او نور كلمات مستعمل سويدي سړی چی وایی لیکونکی د پښتوژبی دکره کلماتو د ورکولو اراده درلوده، او پښتو یی د نورو ژبو سره ګډ وله.

داښکاره ده چی پښتنو دغسیی یوه مصنوعی او گډه وډه ژبه نه وه، اما تش د ليکونکی قلم هنسی پر بل ډول را واړوله. په هغه دوره کی خود مناحنۍ ایشیا به ادب کی خلقو د مسجع او مقفى ليکنو ته په درنه سترگه کتل. نو هغه لور ذکر سوي عوامل چی موږ تحلیل کړه، او دغه عمومی خوند چی دپاړسی د وصاف او تاریخ معجم او شمسه وقهقه له سبكه راغلی و. دروښان اواخوند درویزه د مکتب جوړه سوي ژبه یی وزیږ وله، او په نثرکی یی داسی سبك راگډ کۍ چی دژبی سپیڅلی فطرت کورټ نه مانه ! تردې وروسته خوشحال خان پښتو ته خدمت وکئ، یعنی دنثر او نظم ترمنځ یی حد وټاکئ، نظم یی پخپله دایره کی وروزه، او نثر ته یی بیله وده او لویښت ورکړ.

د خوشحال خان د مکتب نثر خو لږ خوږ او نسبتاً سليس دي دژبی محاورات ا و خصوصی مزایا ډ یر ځله پکی ساتل سوي دي مگر سره ددې ځنى معايب لري یعنی دښه خوایی دیره او عيوب يي نسبتاً لږ دي.

د دې مکتب شاگردانو که څه هم دیرد و لغاتو او کلماتو په استعمال کی افراط ندي کړي، اوبیله مینه یی نه ورسره درلوده مگرسره د دې هم دوي کله کله پر دي کلمات بی ځایه استعمال کړي دي، یعنی که څه هم پښتو سوچه كلمات مستعمل و مگر دوي نه دي راوړي، او کله کله دپردیو ژبو د ترجمی تراثر هم ښه لاندي دي.

د منشی احمدجان پيښوري ( متوفى ۱۳۳۰ ه)ْ مكتب له دې عيوبوپاك دي ډ ير لږ بلکه ندرتاً د پښتو خپل خصوصی عرز پريز دي، جملی به داسی دول اداكوي چي د پښتو له فصاحته نه وزي. اجنبى لغات لږ لږ استعمالوي اوبی ځایه اوبی اړتیا به خورا لږ ده پرد ۍ کلمی ليکلى وي ! نوپر طبيعي سیر سم دپښتو نثرپه خپلو څلورو دورو کی تدریجی ارتقاء اوسمون میندل دي. دسليمان ماكو نثر طبیعت ته نژدي و، روښان او درویزه تیم منثور آثار وليكل. دخوشحال خان مکتب نثر او نظم سره بیل کړه. دمنشی احمد جان مکتب دپښتو دحقیقی او خواږه نثر نیزه ټینګه کړه، اوسنی نثر لیکونکی خو هم د یر او عنیمت دي. مګر بنایی، چی موږ به نثرکی ځينى اساس خبري هيري نکړ و، زه به لاندې ځينى دنثر ليكلو ضروري مواد دمثالونو سره وليكم : 

۱- لومړي اصل دغه ؤچی دپښتو تحریر او تقریر یعنی ویل او ليكۍ سره يو وي يعنی موږ دخپلی ژبى ليك او لوست د نورو په تقلید سره بین نه کو.

د پياوړي ليكونكي ليك تل دژبی پر فطري او اصلى لارسم وي. مثلاً : داجملى چی دپښتو يوه پياوړي ليکونکي کښلي دي تاسی یی وگوري چی دپښتو دخپل او خصوصی ډول سره څنگه سمی او په عین دغه صفت کی څومره صلابت او خوږوالی لري :

(( دیو ملت په ژبه کی که هر څومره دبل ملت ژبه نفوذ پيداکړي، هماغومره سیاست، اقتصاد، اجتماعیات،ملی اخلاق، ملی اداب، ملی عادات، ملی رسومات او ټوله ملی خصائص او عنعنات، تردی چی ذهنیت،افکار معاشات او تهذیب تولیی دژبی والاملت تابع كيږي. توکه دیوه ملت ژبه دبل ملت ژبی ته مغلوبه شوه،گنه دغه ملت په دغه پاسنیو ټولو خصائصو کی ورته پر سو ۰۰۰))

 ( د کابل سانامه ۱۳۱۸)


تاسی وگوري، موضوع خود اسی ده چی طبعاً بايد ډ ير عربي كلمات استعمال سی ځکه چی اوس سملاسی یی موږ به پښتو مقابل نه وینو اما دكلام صلابت او لوړتیا د پښتو سره سمه ده،اود پرد و کلماتور ډپر استعمال دپښتو رنگ ندي ورکرغیړن کړي داخو د لیکونکی په پښتنی او علمی او قلمی استعداد اړه لري، چی خپل کلام هیڅکله د نورو ژبو په رنگ ونه رنگوي ! په دي لوړ وجملو کی که څه هم مثلاً د ((نفوذ پيداکړي )) پرځاي ((نفوذ یمومی )) او دملي - رسوماتو پرځاي (( ملی دودينه))نسبتاً پښتو كلمات وه، مگر د کلام روح خوپښتني دي نو ځكه دي اهمال ندي معيوب کړي، اوس به نو وگورو دې جملی ته :

(( ۰۰۰ خپل نظر هغه د سرميزي ساعت په لوري واچوه چی د ده دمیز په یوه خوا کی ایښی و، ارویی لیده چی نیژدې غرمه او يو ولس بجی اوبی فقط همغه وخت دي چي دي بايد خپل دوهم سگريټ وخكوي او پخپله ارام چوکۍ باندې یی تکیه لگولی داور لگونی مخصوص قطۍ سره یی خپل سگریټ ته اور ورته کړي او په ځکولو یی لگیا شو)) 

به دي جمله کی لیکونکی د ترجمى له اغيزي څخه ندي وتلى، تردي اندازي چی لمرۍ جمله یی تقریباً دپښتو د كلام له ډوله ليرې ده، ولی جی (( نظر اچوی)) عیناً دنظر افګندن ترجمه ده او (هغه) هم بی ځایه استعمال شوي دی، دغه جمله دپښتو د خبرو سره سمه باید داسی وای. 

((... خپل هغه  سرمیزی ساعت ته وکتی چی د ده د میزپریوه خوا پروت و)).

ا ويل (( واچوه )) خو امر حاصردي. ماضی مطلق یی ((واچاوه)) ده او په دوهمه جمله کی فاعل نه دي معلوم. نو وروسته باید ( مالم ليسم فاعله ) فعل به مجهول ډول ذكر س یعنی داسی : - (( چی د ده دمیز په یوه خوا کی ایښو سي یا پروت و)) اوکه فاعل ورمعلیم کو نوبه داسی سمه سی : 

(( چی ده دیر پریوه خوا ایښی ؤ))  دلته به یی نو (ده) فاعل سی. اما بیا هم (( په یوه خوا کی)) دا معنی لري چی ساعت دننه به میزکی و. حال داچی ساعت دننه په میز کی نه  ږدي، بلکه د ((میز پریوه خوا پروت وي)) یا د (( میز پريوه خوا ايښوسوي وي)) په پاي کي د اجمله (( داورلگونی مخصوصی قطۍ سره یی خپل سگریټ ته اور ورته کړي )) که څه هم لیکونکی يوه خورا ښه کلمه (اور لگونی) دلته میندلی او استعمال کړیده چی د قدر وړ ده. اما یه پښتو کی ((سره )) ده معیت معنی افاده کوي، مگر په هغه وخت کی چی (په)

یی دمخه رايسی. هلته نو البته تعدي ځنی مطلب وي مثلاً :لاداورلگيت سره یی خیل سگریت ته او رته 

کئ)) نه ويی كيږي، او دا معنی ور کوي : اورلگيت ا و سگریت د واړ و اور واخیست نو ښایی چی داسی وویل سی اوولیکل سی : 

(( په اور لگونی مخصوص قطۍ یی خپل سگریپت ته اور ورته کړ ۰۰۰))دلته که سره ذکر نسی هم ښه معنی ورکوي، نولکه تاسی چي وليد له دغه جمله هغسی نده چی ليك اوويی دې سره يو وي ! نویی د پردئ ژبی رنگ اخیستی دی  او دپښتو ښیگری یی بایللی دي !

۲- د پښتو نثر دوهم مهم عنصر دار چی د لغاتو او محاوراتو په غور کولوکی داد بی غورو موادو پلټنه وسی، او هغه افضل و گاڼه سی چی، دژبی داصلی ښیگر و سره نښتون ولري او ځنی المقدیر دپښتو سوچه اوکره لغات مستعمل او رواج سی، مثلاً په لور و جملو کی ښاغلی لیکونکی دپښتو يو اله (( اور لگونی))  په ښه ډول استعمال کړي دي، چی هم می سړي ژرپه معنا پوهيزي او هم پښتو دي. چی پخواپه پښتو کی دغصی نه وه مستعمل. داسی مواد که څه هم اوس په فردي حيث وليکل سی مگر وروسته خپريږي او ورو

ورو منل كيږي ! مگرداسی کلمات باید مستهجن او مكروه نه وي اودژبی له اصلی سټي سره سم او دپوهی وړ وي، مثلا ليمو نادیاسوډا چی په گیسی بوتل کی وي،يو چاد بوتل د سرما تولو دږغ  تقریب ((ټس اوبه )) يايی مثلا طياره په پښتو((ساه بیړی)) بللی ده. لومړي  کلمه خوډ یره مکر و.

او دوهمه کلمه هم دژبی له اصلی استعماله لیرې ده. حکم چی ((ساه )) په پښتو پر عمومی هوانه اطلافيزي بلکه صرف نفس ته وایی خیر ! دا بحث خواوږ د دي په یوه بیله مقاله کی ښایی چی له هري خوا وپلټی سی !

۳- نثر خوبه اساساً دوه ډوله وي :

لومرى داچي دليك موضوع دبل چاوی اولیکونکی یی تش ژباړه کوي داژباړه اسان کارنه دي، اوکله ترجمه دځان ترلیکنی زور غواړي، لکه دمخه

موچی ویلی وه به ترجمه کی دا لاندي ابتدایی خبرې ضروري دي :

 الف : دژبی خپل جوړ ښت ساتی، اوخپله ژبه دپردۍ ژبی تراغیزي نه لاندي كول.

ب : ځنی المقدور خپل كلمات ليكل اوله پرد یوڅخه ژبه ژغورل.

ج : دژبی خصوصی محاورات استعمالول.

د : دجمله او فقرو په داسی ډول سره نښلول چی ویو نکی داخیال ونه کی چی مضمون ترجمه سوي دي.

ه: تحت اللغط ترجمی زه کول.

و : دعباراتو او جملو سادگی او بساطت.

ز : پريکړې اوسره بیلی جملى ليکل، او معترض جملى له منځه ايستل.

ح : هغه اوږ دې جملی چی ویونکی یی په مبتدا و اوخبر كي وركيږي،پر کو چنیو جملو ویشل او مطلب ښکاره اداکول.

ي: دژبی صلابت او فطري متانت ساتل، یعنی دپردیو ژبو په ډول ډیر پاسته الفاظ نه لیکل او صرف به تقلید دژبی آهنگ نه ورانول، ځکه چی هره ژبه دخپل ملت له سايکالوژي سره سمه دکلماتو انسجام اواداء  مخصوص طرز او آهنگـ- - لري.

دوهم - هغه نثردي چی سړي له ځانه کوم مضمون لیکی. داخو د مقالى ليكلوفن دي چی ډیر اهميت لري او د ادبياتولویه څانگه ده. د مقالی ليكلو فن خوراگران دي، لکه انځورګر (رسام او نقاش) چی یوشی به

خورا ښه ډول انځورکوي چی د طبیعی او مصنوعی فرق می سړي نسي کولاي.

 دغسیی هم مقاله لیکونکی يوه معنا او مضمون په داسی ډول لیکی چی ویونکی يی لكه ليدونکي وي، يعنى هغه خوند چی په یوه موضوع کی سړي په لیدلو او مشاهده اخیستلای سی، ښایی دمقالی له ویلویی هم واخلی، داخو د مقالی دليك اساسی تیزه ده د عربوپه اصطلاح د مقالو ليك يوسهل ممتنع فن یعنی اسانه نه اوگران دي.

اسان له دې کبله دي هر څه چی زموږ پفکر کی وي یایی په خوله وايو. کټ مټ به دغسیی ولیکو ! اما گران خوهم دي ځکه ښایی چی سړي خپل مطلب او دزړه خبره په داسی الفاظو اوعباراتو وليكی، چی ویونکی بی له هیڅ تکلیفه په وپوهيږي اوله ویلو څخه یی خوند واخلی.

یه اروپا کی بیل مکتبونه سته چی دا کاردیوه بیل فن په ډول پکی زده كوي. دافن پر فطري استعداد اولیاقت زیاتی، مشق او مزاوله هم غواړي. هرد معلوماتو خاند يا ليکونکی به مضمون نسی كښلاي.

 په پوهانو اونومیاليوحكما وو کی چی دوي ښه علم او حکمت درلود او ژبه و رخلق وو. ډیر داسی وو چی دليك قلم یی نه درلود، اورډ یرښه لیکونکی بيا ووچی ژبه یی نه درلوده، هغمچی یی په قلم کښلاي سواي په ژبه یی نسواي ويلاي.

دانشا، دپاره خوځینی مثبت قواعد اولاري سته، چی زموږ زوړ علم او ادب په ډک دي، مگرد دي زماني ليك او انشاء دپخوا سره ډير فرق لري. پخوا به لیکونکی زیارکيښ چی عبارات یی ګران او درانها و گنجلك وي په قافيو اوسجعو پسی به ګرزيدي. مرسل اوفنى ليك يي دځان کمال ګاڼه، کله به دگرانولغاتو او کلماتوپه استعمال دومره گړندي سو، چی مطلب به ځینی هیرؤ. که موږ دوصاف اود میرزا مهدي اوبيدل ليكونه وگورو، دا به ښکاره سمی چی دوي په څه لایزار ماغزه ستړي کړي اوپه اغلاق افرینی کی ترکومه حده ځغستلي دي ؟ که ددوي مطلب د تاريخ ليكل وه، هغه خوپه سمو اوسناده الفاظو هم ليكل كيدي او مطلب لاښه ځنى خرگنديدي؟

اما لكه چي دوي فقط يوه زمینه دخپل لیاقت د خرگندولو دپاره غوښته، تاریخ لیکنه بی ضمن او اړخکی مطلب و. اصلی مقصد یی دخپل لغوي استعداد او اشکال تراشۍ ښکاره کول ؤ ! ۰۰۰ داوسنۍ زمانی نثر خوله پخوا سره خو را ډيرفرق لري. د الفاظو ځينى ضروریات خو مودمخه وینیسوو.اوس به نو د مضمون لیکلو په اصل او روح کی هم لږ څه فكرووهو. دنثر ترليك دمخه د الازمه ده چی لیکونکی وگوري چي زماليك د چا د پاره دي ! اوخه نتيجه ځینى اخلم ! لكه يومعلم چی دخپلو شاگردانو پوهنی او د دوي فكرته گوري. وروسته نو خبري ورته کوي. دغسیی هم ښایی چی د مقالی لیکونکی د خپلو ویونکو فكراو پوهنه ووینی وروسته نو د هفى سره سم ليك وكى !

نثر ليکونکی ښایی چی لومړي بلاد خپل ليك موضوع له ځانه سره وسنجوي او ښه فکر ووهي چی زه څه ليكم ! او دغه مطلب به څه ډول وكاږم ! تو به ښه او اغيزمن وي، د ليك ترتيب عبارات، د جملو سره نښلول اود مطلب د ليکلو ډول ښایی چی دمخه لا د لیکونکی په ذهن کی وي. وروسته نوقلم را واخلی او مضمون وليكي.

پښتو خو خورا ساده اوسپیڅلی ژبه ده. هیچ تکلف او تصنع نه منی. به ليك كى یی فقط ليکونکی ته داوړ ده چی خپل فکري موضوع په ساده ادبی ولو الفاظو ولیکي لکه چی یوه خبره په خوله کوي. کټ مټ یی په قلم وكاږي. هر مطلب بيل وي، الفاظ یی صريح الدلا لته وې. مغلق كنایات او تشبيهونه او ګډ وډ به تلازمات دپردیو ژبو په تقلید نه وي پکی، چی مطلب یی يه ليك كي ښه روڼ سی.

متاسفانه اوس پښتو ليك دیر د نورو ژبو تراثر لاند به سوي تردې اندازې چی سړی یی په مطلب نه پوهيږي هغه جراید چی پښتولیکی یا هغه خبرونه او مقالی چی په هوایی څپو کی خپریږي داسي ترجمه كيږي چی اکثریی سړي پښتونسی بللاي. يوه ژبه ده چی نوي جوړيږي او ډير عجايب لري اوکه یی پښتانه واوري نه په پوهيزي اوله خارجی ژیوڅخه داسی ناوړه عبارتونه پکی را گډيږي :

ـ رول لوبوي. يعنى څه ؟ داکومه او د کوم ځای پښتو ده؟ 

ـ  نقش پر غاړه لري ـ دا څنگه پښتوده ؟..

ـ ریاست یی پرغاړه، و څنګه ؟ 

ـ تصمیم سس نیولی دی ـ څنګه ؟ تصمیم څه شی دي اوڅنگه نيولی کيږي ؟

ـ تماس وبسو یعنی څه؟ او که یی طرف ښځه وي نو....

 ـ يو لړ خبرې، يولړ معلومات، يولړ مكتوبونه، يولړ هرڅه ۰۰۰۰ ديته په پښتو کی ضرورت نسته. يوڅو خبري، يو څه معلومات یوڅه مكتوبونه كافي دلي داد (( يك سلسله )) ناوړه ترجمه ده او د پښتو د ګلونوپه لړ کې لکه یواغزي.

ـ د ورځی له پلوه، د شپې له پلوه داهم د ترجمی ناوړه اثر دی ( از طرف صبح یا از طرف شب ).

به پښتو کی دورځی دشپی کافی دي له پلوه نه غواړي، وایی : د ورځی باران وسو او د شپی کورته ځم. له پلوه زايد او ناوړه دي.

ـ ترڅوچی ؟ اکثرو ځایو کی  (ترڅو) ته ضرورت نسته پخپله ( چی) بیانی مقصد افاده کوي.

ـ له (امله) ؟ پخپله دا کلمه (امله) مجرده نامستعمله کلمه ده اوکه هم وي نو مفغنه ده  (له عمله) دا باید په هرځای کی ونه نښلوله سی اوس یی دونی تعمیم کړي دي، چی نه ښایی، دا اوس لکه د یونانی طبیبانو بدرقه داسی ګرزیدلی ده چی په هره دوایی ګډوي. پلانی مامور د پلانی کار د کتنی له پاره نه ځی د کتنی له امله ځی.

که پر آسمان یولړا وریځی پیداسی نوبه له دی امله باران واوري. په دي جمله کی ضرور نده  (( نوبه))  هغه تعلیلی مطلب په ښه ډول افاده کوي اود اجمله داسی اضافه پښتو ده چی وویل سی : سبابه پرآسمان يوڅه اوریځی را وخيژي نوبه باران واوري. 

ـ پاملرنه ؟ دا نوي جوړه کړي کلمه هم خورایی ځایه ډیره استعماليږي په را ډیو کی اورو : پاملرنه وکئ یا : پاملرنه را گرزووچی ددوي په ژبه د توجه کنند یا توجه را جلب میکنم ترجمه ده. مگرداسی پاملرنه په پښتو ویونکو خلکو

کی نسته دوی وایی : پام کوه. پام ورته کوه. پام پسی کوه. پام پرکوه.

 ـ دپاره ؟ مثلاً دڅلرم ځ،لی دپاره چی کټ مټ د (( براي نوبت چهارم ) )ترجمه ده، دلته په پښتوکی دپاره زاید دی لکه: پلار زوي ته څلرم ځلى وويل. دلته داسی نه وایو: چی دڅلرم ځلی لپاره یی ورته وویل.

منل : پلانی سړي پهلوانان ومنل یعنی پخپل حضور کی باريارب كړل. دغه مثل هم د ((پذیرفت)) ناقصه او ناوړه ترجمه ده او څوك یي به دغه نوي معنى نه پوهيږي. تر محاکمی لاندې ونیول سو،چی د (( تحت محاکم گرفته شده)) ناوړه ترجمه ده اودپښتو ژبه نده دلته باید داسی وویل سی چی محاكمه کیږی. يا به محاکمه سی، یا محاكمه پرچليږي.

یوه اندازه، اوریځ به پیداسی دلته پښتانه وایی یو څه اوریځ به را وخیژي، يوه اندازه فقطه د (( يك اندازه)) ناوړه ترجمه ده. پوشميرديك تعداد ناوړه اوزموخته ترجمه ده يوشمير خلك يوشمير کتاب یوشمیر هرڅه او هر څه دلته پښتانه وایی. یوڅو خلك يا یوڅه خلك يوڅو کتابونه يا يوڅه کتابونه یوڅه یی ورته وويل يوڅوخبري یی وکړي داکوم یوپښتون وایی : چی یوشمیر خبرې یی وکړ ي پخپله شمیر او شمیرل د تعدد طبیعت لري یوڅنگه شميرل کيږي ! چی تریوه زیات وي بیایی نوشمیر ممکن وي داناوړه ترجمه دانسانی منطقه هم ليري ده. نقش: د اکلمه هم د ایران له مطبوعاتو څخه راغله او اوس په دواړو ژبو کی بی تحقیقه داخله سوه" نقش بازي کرد "په نقش ولوباوه ترجمه سويا مهم نقش لري چی د" نقش مهم دارد" ترجمه ده.نقش چی عربی کلمه ده دغه معانى نلري او ناحقه په پښتو راگډ سویه پښتوکی باید وویل سی : لويه برخه پكى لری يا لوي لاس پکی لري.

" دران قضیه نقش مهمی بازی کرد" داخو د اصلی ژبی تعبيرهم ندي مگرپه پښتو دغه مطلب بل راز اداكيږي: په هغه شخړه کی لاس واهه، شخړه یی وشلوله پرهغی شخړي یی ډيره اغیزه وکړه.... کله کله چی زه د پښتنو سره د دغو ناوړ و خبري کوم له ما دا پوښتنه وسی چی ښه دغه لوړ او عالی نثرچی تاسی غواړي څنگه اوکوم اوچيري دي ؟

زما ښه به ياد دي چی څلویښت کاله دمخه په پیښورکی دپښتون مجلی اونورو ليکوالو داخبره څيړ له چی پښتو څنگه و لیکوا وکوم نثر ښه دي ؟ پردې خبره باندې ډیرو خلکوڅه ووويل یایي وليكل.

خو د دغو ټولوخبرونتیجه داوه : پښتانه چی په کومه لهجه او توگه په خپلو حجروكی خبرې سره کوي هغه معياري لهجه ده او باید پرهغه اساس څه وكښل سي.

 زما په خیال د پښتو لپاره یوتخيلى او حقيقى (( معيار )) ټاکل داوس كارندي اونه د اکاریو یا دوه تنه کولاي سي.

معياري ليکنه هغه وخت تاكل كيداي سی چی د پښتوله ټولو لهجو څخه د اجتماعی اومدنی اختلاط اوادبی ګډون اوتفاعل به اثرکی یو ((معیار)) را و وزي او دا هغه وخت ممکنه ده چی پښتانه له قبیلی ژونده ووزي اوتگ وراتگ دونی یکی ډیرسی چی ټولی لهجی او خصوصی تعبیرونه او اداوي او گرامري خصايص سره ګډ سی او د (( بقاي اصلح))  له قانونه سره برابره،ناوړه، ووزي او (( ور )) پاته سی.

اما هغه چی دپښتون مجلی ليکوالانو دحجروبښتوبللی اوغوره کړي وه مراد یی دادي (( په کومه پښتو چی دکلو خلك پوهيږي او په هغه خبري کوي.)) اوس بايد ليكوال فقط داخبره هیره نه کړي چي دوي دعامو پښتنو سره خبره کړي او باید په داسی ژبه څه ورته ووایی چی دوی په وپوهیږي. 

زماپه خیال بهترین نثر هغه دي چی د خلکو له خبروسره برابروي اوکه ليكوال ناچاره سی چی دیوه علمی یا اجتماعی مطلب لپاره کوم علمی تعبیر او اصطلاح استعمال کي چی په پښتو ساري نه لري، نوباید هغه هم دپښتو داصلی قاعدې اوگرامر سره برابره وي اودژبی په خپل قالب کی ښه اچولی سوي وي او که په مختلفو لهجو کی ډول ډول اصطلاحات او تعبيرونه وي باید ليکوال دونی ادبی ذوق اود ټاکنی قوت ولري چی ترټولوښه وټاكلاي سي. مثلاً ((را په څټ سو)) یا ((راستون سو)) یا (( راوگرزيدي )) په دې د رو تعبیروکی د معناد اصالت په لحاظ دوه وروسته باید غوره وي. ځکه چی په څټ کيدل يومركب او مجهول تعبير دي چی له (( څټ))څخه جوړ سوي دي. مګر ستنیدل. ګرزیدل د دغه فصل لپاره دوه اصیل نومونه دي نوځکه بايد غوره وي.


دپښتو د نثر وده او په ليکنه کي دغور ورخبري

هره ژبه لکه نور ژوندي مخلوقات پخپل ژوندانه کی د زمان اومکان تر اثرلاندې نشوونماکوي. اجتماعی اوسیاسی اوروحی عوامل ژبوته يا وده ورکوي. - یایی ځبی، یایی له منځه باسی اووره کوي یی.

زمانه چی کومی اقتصادي او اجتماعی او سیاسی او ښتنی او انقلابونه پر انسانانو باندې راولی یا جغرافی سیمی،او مکان چی کوم خاص کیفیتونه داقليم او هوا او لوړي ژورې له پلوه لري، او يا کومه خاصه سیمه د تجارت او لښكري تگ راتگ لپاره، یاد انسانانو د ډله نیز انتقال له پلوه ځانته اهمیت مومى، داټول هغه سببونه دي، چی ژبی ژوندۍ کوي، یایی وژنی، اوکله په تاریخ کی داسی دینی او اقتصادي او اجتماعی حرکتونه هم وینوچی دیوي ژبى د تفوق او خپرونی لپاره په ډیرو لیروسیمو کی وسایل برابروي، او دانسان - دژوندانه اقتصادي چاري هم د ژبو سره ښکاره او غټ اړیکی لري. 

مثلاً دیونانی ژبی اوليك دود خپریده په ټولو منځنۍ اسیایی سیموکی د سکندر او د ده د جانشینانود سیاسی او جنگی اقدام نتیجه وه، چی اوس یی موږ ډير ليکونه او ښکاره فرهنگی اثرونه به ایران او افغانستان او ټكسيلا او ماوراء - النهركى ترالهاتی پورې وینو اوبه بغلان او اي خانم کی دیونانی ژبی او رسم الخط آثار را ایستل كيږي.

دغسیی هم به تاریخ کی وینو، چی عربی ژبه د اسلامی عقيدې سره يو ځاي په اکثرو اسیایی او افریقایی مملکتو کی داسی خپره سوه، چی ترلس قرنه د دغو سیمو علمی او فرهنگی او ادبي ژبه وه، او تراوسه لاهم په ځینو سیمو کی دغه مقام لري.

اوسنی پښتو ژبه هم تردغه قانون لاندې دا دوولس سوه کاله په پښتنو کی دخبرو او ادب اوليك ژبه ده، او اوس هم د افغانستان رسمی ژبه گڼله کيږي. مگر په پخوانوزمانو کی د اجتماعی او سیاسی عواملو تر اثر لاندې پښتوته داسی موقع وحاصل سوي، چی په هغه ډول وده او لویښت وکی، لکه يوي ژبی ته چی ښاییده. ځکه چی د دربار او دفتر او ادب او فرهنگ ژبه یا عربی وه يا دري، او پښتنو پوهانو اولیکوالو که به هم قلم اخیست. نوبه دوي په عربی يا دري ژبه تاء ليفونه کول. کتابونه به یی لیکل او شعرونه به یی ویل، چی تراوسه لاهم دغه سلسله جاري ده اودافغانستان د دري ژبي لوي ليكوال او شاعران پښتانه دي، او حقیقت هم دادي، چی پښتو ژبو افغانانو پښتواودري دواړي خپلی ژبی منلی او روزلی یی دي، اوکه پښتو غواړي، نو داهم داوسنی ژوند، یو مثبت تعلیمی او فرهنگی او ملی ضرورت دي. 

زموږ دفکر او اندیښنی پیدایښت او لویښت په داسی فرهنگی چاپیرکی سوي دي چي دپښتو او دري ادبی روایات بی دوې تکړه پائی دي، لکه خوشحال او رحمان چی زموږ دثقافی ماڼۍ معماران دي. دغسیی هم سنایی اوجلال الدین بلخی او جامی پیژنو، او د دوي له ادبی تخلیقاتو سره ټینگه روحی علاقه لرو. پښتو ژبی په داسی ثقافی محیط کی نشو ونما کړي ده، چی له فکري پلوه بی ادبیات ډير ددري ادب سره مشترك منابع او هدفونه لري، اوله دې جهته یی د يركلمات، تعابير او اصطلاحات سره ورته دې، اوکه موږ ديوه پښتانه شاعر دیوان را واخلو، نو دي په سل کی او یا هغه کلمات او مصطلاحات استعمالوي چی په دري ادب کی هم سته.

دپښتوژین دنشو نما علل او دادبی تخلیقاتو منابع یی داسی تحليل كولاي سو : 

 ۱ - کله چی پښتانه به اسلامی دور کی دمدنی او فرهنگی ژوند سره اشنا کیدل نوپه دغو وختو کی یوارت او ښکلی اسلامی خراسانی فرهنگ دلته جوړ سوي ؤ او پښتانه هم دیوه مسلمان او مجاهد قوم په ډول، که د دغه فرهنگ په غیز کی روزل کیدل او دا فرهنگ هم د وي شرقاً تربنگاله خپورکئ. نو ځکه په پښتو کی ددي فرهنگ نخښی هم په ادبی او هم فکري ساحه کی لیدلی کيږي مثلاً  د دري د مشهور شعر یوه مسرۍ ده :

از يك چراغ کعبه و بتخانه روشن است

رحمان بابا هم ددغه فکر تراثر لاندي داسی ویلی ؤ :

دائما ديار جلوه ده چی لیده شی

لکه نمر په صومعه په سومنات

۲- پښتو ادب په خپله قدیمه دوره کی دحماس آریایی ادب په غیز کی روزل كيدي، اوبیا دغزنویانو د دربار د قصیده سرایانو شاعرانو دفکر او ادبی تخلیقاتو اثرونه هم دغوریانو د دربار د قصیده ویونکو په ویناکی ښه ښکاري. د اميرکروړ اشعار خو حماسی دي، مگرد اسعد سوري اوښکارند وي قصيدي دمدح اورثــاء به شکل کی کټ مټ د فرخی او منوچهري دقصيدي منظونگاري او مدحیه رنگ لري، اوداسی ښکاري چی دلته يومشترك فكري او فرهنگی چا پیر جوړ سوي ؤ، چی دري او پښتو ادب په گډه هلته وده کوله. او مشترك منبع یی درلود، مثلاً که داسعد سوري د محمد سوري دويرنی قصیده دفرخی دسلطان محمود مرشیی سره څنگ ته کښیږ دو، نو د دوي په منځ کی ډیر فکري او هنري مشابهتونه پیداکیږي او دا ښکاري چی د دواړ وشاعرانو ثقافي او فکري محيط ډير سره نژدي و.

۳  په لسمه پیړۍ کی چی پښتو ادب دروښانيانو په فکري اوسیاسی چاپیرکی وده کوله، دلته نو د دې کار لپاره دوې داعیی موجودې وې : اول داچی دسیاسی او اقتصادي پلوه د افغانى واك اوبرم بیا ژوندي کول ؤ، چی دزمانی ناوړ و د خلجیانو او سوريانو او لوديانو د قدرت حماسی روايات له منخه وړي وو، نوځکه روښانیانو د دغه بایللی عظمت د بیاموند لو لپاره مبارزه روانه کړي وه.

دوهمه داعیه داوه، چی ددې سیاسی مبارزې سره، یوروحی حرکت د تصوف او دیندارۍ به شکل کی هم ملګري ؤ اوروښانیانو د سیاست او روحانیت په سیوري کی پښتو ادب هم را ژوندي کاوه، نو روښان په خیرالبیان او د ده د روږ یانوپه خپلو پښتو دیوانوکی دنظم او نثرپه کډون یو را ز مسجع نثر جوړ کئ، چی د عربي اودري دفني نثر له مكتبه سره شباهت لري. مگریو قرن وروسته خوشحال خان او دد ه کورنۍ داوسنی نثر لیکلو اساس کښیښو، اوبیا وروسته محمد هوتك او نورو ليكوالو دغه بنسټ لاپسی تینگ کئ.

دشلم قرن په لومړ یو کلوکی چی دنوي مدنیت او صنعتی عصر اثرونه پښتونخوا ته راورسیدل، نو دپښتو انشاء اولیکنه هم ورسره واوښته، او دغه او ښتنه موږ په دوه ډوله څیړ و :

۱ - دپښتو لیکن ظاهري او انشایی خوا :

چی دمنشی احمدجان او مولوي صالح محمد هوتك، مولوی احمد و تنگي او خدا یی خدمتگارانو او دبر ې اولري پښتونخوا د ليکوالو او پوهانوپه همت دروښانیانو له ناوړه مصنوعی اودخټکو دنیمه معیوب سبكه څخه، ويوې داسی ليکني ته ئی مخ را وګرزول سو، چی هم اسانه وه،او د پښتنو د حجروله ژبی سره نږدې وه، اوليکوال خپل مطلب په داسی جملو کی ادا کوي، چی هغه دژبی له عمومی جریانه سره سمی وي.

۲- د پښتود ليکلوسوو آثارو فکري او معنوي خواهم په شلم قرن کی واوښته. ديوازي دينی او عقيدوي يا داستانی یا تصوفى مضامينويرځاي دوطن مینه، د قوم اصلاح، دبید و خلكو ويښونه، د آزادی گټنه، داستعمار غندنه اوطبقاتی شعور او د اروپایی ادب پلوشی دلته را داخلی سوي، اوژورنالستی ادب هم رواج وموند، دترجمی له پلوه د يرنوي فكرونه اونوي خبرې را پيداسوي نو ځكه د اوسنی ليکوال مخی ته هم د فكراوهم د ظاهري سبك له پلوه ډير لوي مسؤليتونه و دریدل، اودپښتوادب مخه هم له نظمه څخه د نثر خواته را وگرزیده او باید چی په پښتو کی بیله ژورنالستی ادبه، یودروند اوپوخ علمی تهذیب هم پیداسی او دنوي علم ټول کتابونه په دې ژبه وليکل سی، یا ترجمه   سی.

 اوس به نوزه تردغی مقــد می وروسته د پښتو په ليك كى ځینی ډغور وړ خبرې تاسی ته واوروم، او د هري خبرې لپاره به ځینی نظایر هم له اوسنی ناوړه نثرڅخه دروښیم : 

۱-په ترکیب کی د نورو ژبو له اثره ځان ژغورل :

هره ژبه ځانته خپل ترکیبی جوړښت لري، اوليكوال باید همیشه دغه دژبی خپل ساختمانی نظام هیرنه کی، زموږ اوسنی نثربه خطرناك ډول د دري - انگريزي عربی تراثر لاندې داسي راځی، چی بی له مفرداتو، اوس موږ به ترکیب بندی کی هم د نورو ژبو بیگانه تعبیرونه په ناوړه ډول په خپله ژبه راننه باسو، او دا یو داسی ناروا حرکت دي، چی پښتو حقیقتاً ډيره کرغيړ نه کوي.

 دمثال په توگه وایم : رول لوبوي- نقش لوبوي- نقش لري، داناوړه، بد شکله اوبد خونده تعبیرونه له کومی خوا پښتوته راغلی ! دا خود انگریری To Play Role څخه په ناجایزهډول اول دري ته راغی ((رول مهم را بازي کرد )) بیاچی دې مقلدانو جنابانو ولیدل، چی د دوی په خبره خودغه اصل زبان هرنه پوهيږي، او هغه وایی چی رول بیاڅه بلاده. چی انسان بازی په کوي !

نو دې جنابانو لږ څه له تقليده ځان وژغوري اود رول پرځاي یی بیا هم یؤه عربی اجنبی کلمه نقش و دراوه، چی دا تر هغه لابره سوه، زموږ پښتنو مقلدانو هم ولیدل، چی دري والو خود ادونی کمال وکئ.. هلئ نوموږ ترچاپاته یو، دې جنابانو قلم را واخیست اولیکی :

پلانی صاحب په دې کارکی مهم رول لوبوي ـ یا پلانی صاحب به کارکی مهم نقش پر اوږ ولري. ايا دغه سبك اوناوړه اوبی خونده تعبیرونه دهغه پلانی صاحب توهین نه دي ! چی په غونډه انه او تنه بازۍ كوي -رول لوبوي – یا یی پراوز د باندې کوم نقش کړي دي ! ! !

په انگريزي كي.To take a decistion دیسیژن په دري کی مستعمله مقابله کلمه نه درلوده، نولغت نویسانویی معنى تصميم اوفتوي قطع نامه - تصویب نامه وليكله. کله چی د نالایق مترجم مخی ته دغه انگريزي جمله راغله. هغه کټ مټ، لفظ به لفظ ترجمه کړه. (( تصمیم ګرفت )) اودا ناوره بدعت یی دري ته راوست، چی پخواکورټ نه ؤ استعمال سوئ زموږ پښتون لیکوال چی دغه ولید، نوچامونده چی مامونده فوراً دغه په پښتو ترجمه کئ. (( تصمیم یی ونیو )) مگر که دغه ناروا اوله ځانه جوړ سوي تعبير خلکو ته ووایو، هغه نووایی دا تصمیم څخه بلاده، چی هره ورځ یی نیسئ ؟ ولی یی په پړي ټینگ نه تړي، چی بیانولوته یی اړ نسئ !

((وظیفه را به عهده داشت، ریاست کنفرانس را فلان بعهده داد)) دادري تعبیرونه دي. زموږ مترجم صاحب چی قلم را واخیست، نویی داسی ترجمه کئ دا وظیفه یی په غاړه وه، دکنفرانس ریاست دپلانی په غاړه دي !!! 

نه پوهیږ و چی دادرناوي دي ؟ كه سيكاوي ؟ دې پلانی صاحب څه شی په غاړه ځړ ولئ دي ! ښه داده چی داسی ووایو: پلانی دا وظیفه درلوده، یایی دا وظیفه وه، اوپلانی دکنفرانس رئیس ؤ، یایی دکنفرانس ریاست کاوه.

 دغسیی ډيرې نورې جملی دي، چي دنور و ژبواثردوراپکی ښکاري، لکه: داخبره تربحث لاندې نیسي، چی باید داسی وي : داخبره څيري يا پر د ې خبره بحث کوي، بل ليکوال وایی: (( معنوي تاريخ له هغه تاريخ څخه عبارت دي )) چی په پښتو باید داسی ووایو معنوي تاريخ هغه دي. 

بل لیکونکی وایی: افغانستان دنړۍ دگرد و خلکو دپاره خلاص سو، اویوزیات شمير خلك لكه متخصصين، محققین، کاریگران، ژورنالستان او گرځند وي افغانستان ته به راتگ شروع وکړه. په دي بیان کی هم د فصاحت اوهم دگرامر له پلوه نقصر سته، ځکه خلاص سو که افغانستان ته راجع سی، نوبه مبهم وي. بايد وویل سی : دافغانستان ورد نړۍ دخلکو پرمخ خلاص سو، اویوزيات شمير خلك ۰۰۰۰ افغانستان ته په راتگ شروع وکړه. ماته کوډه جمله ده. باید ووایو: زیاتو خلکو افغانستان ته په راتگ شروع وکړه.

کله به جملوکی حشو اوزواید هم وي، او که هغه حذف کو، نوجمله سپیڅلى پاتيږي، مثلاً يوليکوال لیکی : هغه وخت کی د خوشحال خان پلار دوه ویشت کلن ؤ، د شهباز خان څخه څلور زامن پاته شوي و و..... په دې جملو تروخت وروسته ظرفی( كى ) زايد دي، ځكه کله چی زمانی ظرف راسی. نوهغه پخپله زمانی کیفیت ښیی، بلی ظرفی علامی ته ضرورت نسته، لکه زه سهار راغلم نوداسی نه وایو: زه سهارکی راغلم. په دوهمه جمله کی څخه زايد دي. ځکه چی د شهبازخان څلور زامن پاته شوي وو. پخپله روښانه جمله ده. اواضافی ( د ) د نسبت او اضافت معنا څرگندوي او دا جمله د دري تراثرلاندې ده :

از شهباز خان چهار فرزند باقی مانده بود.

په دې جمله کی هم (دپاره ) زايد ښکاري وایی : هغو کسانوچی دیوې مودي (دپاره) په افغانستان کی استوگنه کړیده. باید داسي وليكو : هغه کسان چی ډیره موده په افغانستان کی هستیدلی دی.

((ترتیبات گرفتن )) د دري ژبي يوناوړه اومحدث تعبير دي. دې كرغيړن تعبیر پر پښتو داسی اثروکئ،یولیکوال وایی: اوپښتانه د خپلو دفاعی ترتیباتو د نیولود پاره شاوخوا غرونوته وختل.  دلته هم باید دنیول مصدر حذف سی، او ووایو : پښتانه دخپلو دفاعی ترتیباتو دپاره شاوخوا غرونو ته وختل.

 ترتیب کوم داسي شي نه دي، چی هغه ونیوں سی. بلکه کیږي، نو کی پر ځاي ترتیب کول هم ووایو ښه به وي. په دري ژبه کی هم ترتیبات گرفت بدعت ښکاري.

۲ دکلماتو پرخپل ځاي ټاکنه :

كله عام خلك داسي كلمات استعمالوي، چی دهغو استعمال په ادب کی جواز نه لري، ادیب باید هره کلمه د ذوق اودخپل انتخابی قوت په حکم، پرخپل ځاي وټاکی او هلته یی استعمال کي، د څومتراد فو كلمو ترمنځ هغه انتخاب کی، اصیله او غوره وي، مثلاً، ځینی خلک وايي : پلانى سړي له خپله کلی شړونکئ دي، یعنی شړلي سوي دي. دلته باید دلیکوال ذوق فاعل له مفعو له جلاکی، او د شړونکی سړي پرځای سړلئ، سړي ووایی.

 په رادیوکی ارووچی خپل ایوانان داسی وروزي، د ایوان کلمه د کوچنی اوواه به معنا یوه خورا عامیانه اصطلاح ده. په پښتویی په مقابل کی څوکلمی لرو : واړه، هلکان، کوچنی، زڼکی، نوولی نه وایو : خپل هلکان، خپل کوچنیان خپل واړه. خپل زڼکی داسی وروزي ؛ او دا كلمی ټول پښتانه پیژنی، په معنایی پوهيږي، مگرستاسی نیم د غربی ولایاتو پښتانه چی د ایوانانوکلمه واوري. دې ته به منتظروي، چی        رادیووال د خرواو غویو د روزنی خبرې کوي. ایوان پښتو کلمه نه ده بلکه معنوي مفغنه ده، چی ځینی پتانه یی وایی نه کرده، مګرواړ – کوچنیان ـ هلکان داسی کلمی دي، چي هر څوك په پوهيزي، چه اصیله پښتو کلمه وي، ولی به داسی کلمه استعمالوو، چی هغه د چارپاي معنى ورکوي ! ايا دا د انسان د مقام سپکاوي نه دي ! که یی عوام ووایی له هغوڅخه، خه ګله نسته مگر دليك او رادیو ژبه باید مهذبه وي.

۳ـ کله کله غلط ترکیبونه هم په نوشتو او دبازارپه لوحوكى ليدل كيږي، مثلاً د حبیبی لیسه ـ دحربیی لیسه ـ چی پخپله هغه د نسبت معنا په حبيبيه او حربيه لیسه کی پرته ده، او بايد حبيبيه ليسه ـ حربيه ليسه وليكل سی، نه اضافی دال ته ضرورت سته اونه د هغه گرامري عمل ته. البته که به ترکیب کی ترعامل لاندې راسی هلته د عامل اثر په ښكاره كيږي لكه له حبيبي ليسه څخه راغلم. اما په مجرد اضافی شکل کی حبیبیه لیسه کافی ده.

 په بازاري لوحوكى ليدل کیږی: دپاچا ګل سلمانی ! دا اضافي تركيبونه خودا ښیئ، چی سلمانی صاحب فقط پاچاګل او احمد ته مخصوص دي. دلته اضافی دال بالکل زايد دي. اود پاچاګل او احمد شخصیت نه ښیی، بل ځاي ليکلي دي : د مرکزي قوا ـ چی په خپله مرکزي قوا اضافی مفهوم لري د بل اضافي دال، ضرورت نسته. دغسیی هم ـ دا نوري درملتون ـ يا انوري درملتون فرق لري. که د سړي نوم انوروي. نو وایو انوري درملتون اوکه د مالك نسبت انوري وي. نو وایو د انوري درملتون.

۴ـ کله په وینا او خبروکی د کلماتو اکسنټ یا حرکات وراړ وي، چي معنا ورسره اوړي. مثلاً بڼه ( پر مرغ) بڼه ( رنګ روي) چی اول یی دوه زورکیه اودوهم یی دوه زوره لري چی د اول جمع بڼی ( په معروفه ي ) او د دوهم دا بڼی( به مجهوله ي ) ده دغسی هم اغيزه ـ بشپړ، جوله غلط دي. دا باید اغيزه  (حج پردوهم سيسڼ) اویشی پړ (د ب. پ په زورکی ) اوجوله (ص. په زور ) ووايو. کله د حروفو او اصواتو په تغییر د کلمی معنا بالكل اوړي، مثلاً د ش ـ ښ - خ په اړولو سره معانى داسى تغييركوي : 

ښره ( شوره) خره (توده)  شور (روږ)  خور (خواهر) ښور (لانه مور ) دغسی هم شارـ ښارـ خار درې كلمى دي، اوبيلى معنا وي لري. ږغ  مطلى صوت دي، حال دا چي ژع ـ ګغ دوه اسم صوته دي، چی هریو دخاص ږغ حال ښکاره کوي، او غږ هم خاص اسم صوت دي، چی پرهر ږغ نه اطلاقيږي. ژغهار - ګغهار غږهار درې خاص خاص حالونه ښیی، او ږغ چی جلا لغت دي. ژغهار او ګغهار یا غږهار نه ځنی جوړيږي. 

 5ـ کله کله د بعضی جملو هم معنا غلطه وي، او هم یی الفاظ غلط وي، مثلاً، يو ليكوال صاحب دخپلى تاريخ د انۍ ثبوت داسي کوي او په دې الفاظو : 

(( دکابل لومړنى اخبار شمس النهار نومیده، چی مالیاریي علامه سید جمال ـ الدین افغان و، او د شیر علی خان په وخت کی خپریده ( ١٨٦٣ - ١٨٧٩)  )).

لفظی او ادبی کمزوری یی داده، چی یوسړي څنګه د شمس النهار مالیار کیږی ؟ دا خو یو اخبارؤ، چی باید چلوونکی يا ليكونكي يا مدير يا مالك ولري. که یی ځلوونکی لیکلی ؤ، بیا به هم موږ ویل، چی د لمره سره څه تلازم لري. مالیار او لمر يا اخبار څه تناسب سره لري ؟ د جملو معنا هم غلطه ده، هغه وخت چی شمس النهار خپريدي، سيد جمال الدین کورټ په افغانستان کی نه و، اونه یی د شمس النهار سره کوم تعلق در لود نه یی مالیار ؤ اونه چلوونکی امیر شیر علی خان لومړۍ که پلا دجون په دوولسمه ١٨٦٢م پرتخت کښینوست اوپه ١٨٦٦م له تخته ولاړ سو، اوپرځای یي امیر افضل خان پاچا سو. په دې څلورو کلو کی شمس النهارنه ؤخپورسوي، دوهمه پلا بيا دغه امير له ١٨٦٨م څخه تر ۸۷۸ا م  پوري شاهی کړي ده،چی په دی دوره کی شمس النهار خپريدي، او دا ۱۲۹۰ ه =۱۸۷۳م  کلونه و. خو تردې دمخه سید جمال الدین به ۱۲۸5 ه كال  له قندهاره بمبئ ته تللی، او د شمس النهار پروخت دي په مصرکی ؤ. نو داسی ښكاري چي ښاغلى ليكوال هم تاري ندي لوستی، اوهم یی دپښتولیکنه نه ده زده، او د ((خط غلط ـ معنى غلط، انشاء غلط، املا غلط)) ژوندي مصداق دي.

اوس به نوزه د دې وينا په پاي کی د پښتو ليکني لپاره يوه څو کلیات وړاندي کم،چی زما په فکر د لیکوالو لپاره یی رعایت ضروري دي.

۱- د جملو په جوړښت کی باید د ژبی محاوره ـ ادا ـ او ترکیبی لوازم هیرنسی اوپه دې کارکی به وسیع نظر دگر دي پښتونخوا د محاورې جوړښت په یوه ترجیحی ذوق او قریحه به نظرکی وي، د لانده اووچ فرق سره وسی، او هغه ترکیبونه غوره وګټل سی، چی دپښتو گرامري ساختمان یی منی، اوسلیم ذوق یی پر غوره توب حکم کوي.  

٢- دکلماتونه استعمال کي دي هغه غوره سی، چی پښتو وي، او اصالت ولري او که د نورو ژبو کلمات اخلو، هغه به هم هغه کلمات وي، چي د نورو افغانی ژبو سره مشترك وي، مثلاً دكان يوه داسي کلمه ده چی هم یی پښتانه استعمالوي اوهم دري ژبي خلك په پوهيږي. د دې پرځاي هټۍ يوه خالصه هندي کلمه را وستل، اوپه دې فکري په استعمال کی ټینگار کول چی داخو پښتو ده، مناسبه نه ښکاري.

۳ ـ که د کوم مطلب لپاره پښتو کلمه نسی پیدا. نودلته به هغه کلمه اخلو، چی دمخه په پښتو ادب کي له دري يا عربی څخه استعمال سوي وي، مثلاً که د الیکشن انگریزی کلمی په مقابل کی کومه پښتو کلمه مینده نه کوه نوهه عربی مستعمله كلمه انتخابات هم ليکلاي سو، ځکه چی دغه کلمه اوس په همدغه معنا خلکو منلی او پیژندلی ده، لکه د اولسی جرگی انتخابات د ښاروالو انتخابات. یا که دپارټۍ اروپایی کلمی په مقابل کی د پښتو ګوند وا نخلو، نو هغه عربی حزب هم استعمالولای سو، ځکه چی زموږ په دوهمه ژبه دری کی انتخابات د حزب کلمه د سیاسی پارټۍ لپاره پیژندلی سوي ده. 

۴- پښتو ژبه په نغښته پښتونخوا کی خاص خاص اصطلاحات او په انگریزی ـ تعیبر Terms لري چی په لیکنو او د مقاصد و په ښکاره کولو کی خورا په کار راځی او پرخپل ځای ئی استعمالول يو مهارت او فصاحت دي. 

مثلاً خاشی پکی ماتول خاصه اصطلاح ده، چی څوک د یوه کار په نه کیدلو کی به مهارت ممانعت کوي، مگربه داسی ډول چي څوک نه به وپوهيږي، نوكه موږ داسی ولیکو چی پلانی ملت خو خپله آزادی غواړي، مگرها بل حکومت په دہ کی خاشی ماتوي، دا تعبيرهم خوږ اوهم ادبی اوهم د ژبی له مزاجه سره برابر دي.

5ـ کله په نورو ژبو کی خاص اصطلاحات وي. چی خالص مطالب به څرگندول کيږي او که هغه کټ مټ راواخلواو استعمال یی کو، نوموږ به او لیکنه بی خونده كيږي. مثلا که وليکو. چی د انگلستان رول د مشترك بازارپه تأسیس کی دیر دي. ښه به داوي چی ووایو : د انگلستان برخه یا زیار د مشترك بازارپه جوړولو کی ډیره ده ـ يا دیر دي، د دري خاصه اصطلاح ده (( بدست اوردن )) دا که موږ وغوارو چی کټ مټ یی واخلو نو په پښتو لاس ته را وړل ځنى جوړيږي. بلکه (( په لاس راوړل )) همدغه مطلب لري، په خبرو کی  وایی : 

د پلانيو لښکرو قوماندان داسی امر لاسته راوړي دي، دلته عيناً د (( بدست آورده است )) ترجمه کوي سهوده،باید ووایی : دلښکرو قوماندان ته داسی امر رسیدلئ دي یا داسی امر ورته سوي دي.

۶ ـ دپښتو پر لیکنی زموږ راډیوئی  ژبه خورا ډیر اثر اچوي، سمعي تلقين د یوه نو کار مترجم لپاره بهترینه او مؤثره وسیله ده، زموږ راډیوگانی هره ورځ دپښتو مضامین او خبرونه خپروي، مگر د دوي ليکوال د پښتو پوښتۍ ورماتوي. او باید سړي ورته ووایی: ((ستاپښتو خو د پښتو پوښتئ کړې ماتي )). خلك داسی گمان کوي، چی د راډيو ژبه ثقه او صحیحه ژبه ده، نو یی تقليد كوي او ناوړه تعبیرونه او اداوي په ژبه کی ناپو هو نطاقانو او ليكوالو له خوا خپريږي، نوله دې جهته باید د راد یو ژبه تل ثقه او صحيحه وي، چی اوریدونکی ګمراه نکی، د راډیوگانو ادارې باید به هفته یا میاشت کی د ژبی یو پروگرام هم ولري او مسلم استادان دعوت کی، چی د ژبی ځنی غلطی اوناوړي په انصاف اودرنه لهجه تصحیح او انتقاد کی، اوبيله دي چی د چا نوم واخلی. د نطاقانو اولیکوالو ادبی اوژبنی نواقص وروښسئ، چی نور اوریدونکی ده هغو تقلید ونه کی، صحيح او سقيم سره بیل سی، دا يوازي دپښتو لپاره مفید کار ندي، بلکه دري هم دغسی توجه غواړي. 

پښتو ژبه او د دې نثر ليکنه اوس مخ پر انکشاف ده، که په دغه اوسنۍ مرحله کی احتیاط وسی، او معياري لار ورته وټاکله سی، ښایی چی موږ په اینده کی ښه  او خوږ اومتين نثر ولرو، او ښه لیکوال هم د ژبی د پالنی لپاره وروزو. 

باید چی دپښتو لیکن ماهر استادان دې خواته توجه وكى، اوژبه له يوه خطرناکه ادبی انحطاطه وژغوري.

د ګوهر خان ختک د قلب السیر نثر

دخوشحان خان به زامنو کی موږ گوهرخان دمخه لا پيژندلي دي. د ي دخان په فاضلو زامنو کی د قلم خاوند او شاعر او ادیب سړي تيرسوي دي. گوهرخان لکه خپل وروڼه عبد القادرخان، اشرفخان هجري، سکندرخان دخټکو دعلم او هنر په درنه کورنۍ کی دخپل پلارخوشحال خان تر سيوري لاندي د پښتو ادب په سمسوربڼ کی پالل سوي، اودپښتو منثور او منظوم آثار ځنی پاتي دي، اودپښتو ادب په تاریخ کی ښه مقام لري. 

دمخه ماته د گوهرخان کوم کتاب یا دیوان نه ومعلوم، نو ځکه می د پښتانه - شعراء په لومړي ټوك كى د ده آثار او اشعار ضبط نکړل او بیاموهم دخوشحال خان د درنی کورنۍ په ادبی ارکانو کی د ده نوم نه واخیست او تراوسه د پښتو د دغه هنرمن ليکوال او شاعر آثار چاونه پیژندل. 

څو کاله مخکی ما د پښتونخوا د پیښور به موزیم کی دگوهر خان يو ورك كتاب وموند، چی په دغو کرسو کی د پښتو ادب پلټونکی ته معرفي كوم : داورك كتاب قلب السير نوميږي. تقريباً (۴۰۰) پاڼي او اته سوه مخه دي، غټ اوبنډ كتاب دي،  موضوع یی د حضرت پیغمبر (ص) سیر او احوال او غزوات دي. 

دیرش با به لري. د حضرت رسول (ص) اجداد او انساب او د ده دعمر سوانح له تولده تروفاته پوري په تفصیل بیان سوي، او بيا دراشدینو خلفا وو احوال اود قیامت علامات او دحشر او نشر او صراط او جنت اودوزخ بيانونه لري، او هر ځای دخیل شعر رباعی او قطعات او غزل او قصايد د نظیر په ډول راوړي. ددي کتاب په ترتیب او ليکنه کی عربی او فارس كتابوته حوالی سته اود محمد بن اسحاق روایات را نقلوي او نور ماءخذیی دغسیي کتابونه دي : 

تمهيد المعرفت، اخبار الآخرت، لطايف قصص، مصابيح، مشارق، صحيحين او نور....

د کتاب املا د خټکو د پښتو املا سره برابره ده، خط یی نستعليق دي، ا و داسی به حمد ونعت سره شروع   کیږی :

حمد بيحد اوستایش بیعدد دهغه پیدا کوونکی چی کسوت د وجود دعالم د ده له كامل قدرته دي، شکر سپاس بیقیاس د هغه پروردګار، چی حلیت د  عقل د بنی آدم د ده له انوار حكمت دي، هغه پادشاهان چی دشمنان به صاعقه د بعد له خپله دره دورکا، او دوستان په جرقه د تقرب لکه موسی به طور کا وجود د ده مقارن درمان نه دي، او ذات د ده مقابل د مکان نه دي، پخپل قدرت بی علت یی اوه اسمانه مدورکړل، او به چهره یی دخاورو  لك در لك بدايع اوصنایع مصور کړل، د جمله مخلوقات یی بنی ادم برگزیده، اوله بنی آدم نمی انبیا وته صلوات الله عليهم رفعت او درجه رسالت ورکړ، اوله همه وونه یی پیغمبر زموږ صلى اله عليه وسلم به مزید منزلت اوکرامت مخصوص کړه. ختم د نبوت یی په ده وکړ اورتبت یی د دعوت ثقلین، خاص وده ته عنایت کړ، فلاح یی د عالمیانو  د ده په متابعت کی کړ، افعال یی د ده مفتاح د سعادت زموږ کړو، اقوال یی د ده سبب د هدایت زموږ کړ، درجه د کمال چی چا بیامونده په سنت یی د ده اقتدا وكر او اعتراف او اقبال یی در، هغه چی په سیرت یی د ده همتا اوکر، صد هزار صلوات تحيات زکیات په روضه د مقدسه منوره د ده همیشه اوسه. حمد و ثنا دباری تعالی او نعت ستایش د محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم هونيره نه دی چی که د جمله مخلوقات هرویښته په تن ژبی شپه دا هونیره ژبو تر قیامته به ستایش د ذات د صفات ګویا شی. پمثال به له دریا به څاڅکی حاصل نکا، دا قصیده به ثنا د باری تعالی جل شانه او په نعت د سرور عالم صلى الله عليه وسلم، او د ده د اصحابو او مناجات و پروردګاروته خپل موافق د قدربیان کړي ده :

قصیده

که ویښته یی په تن ژبی صدهزارشی

بياثنا د حق پرې څورنګه تکرارشی

هم می عمر شی په زر لکه کالونه

د بیحد ثنا بیعده نه به شمار شی

که سیاهی قعر دریاب شی نور سیندونه

يا قلم د جهان کلواړه اشجار شی

که کاغذ شی دا وو مزکو مخونه

بیا پر یو صفت رقم د لوي دا دارشی

دا به واړه شی تمام کاغذ به تور شی

ناتمام به وي که زر ځلیه در کارشی

نه د خیال دعقل کارشته ستا وذات ته

انبيا دي سرگشته په دا اسرار شی

څه عجب خرگاه یی روغ کر بی ستونه

پکښی نور کارون ۰۰۰ رفتار شی

څه عجب فرش ترولاندې غوړولی

بیا پر جوړ جبال، اشجار، دریا، شمارشی

دیر تاثیریی په آفتاب مهتاب کی یښی

هم له نوره یی روشن ليل ونهار شی

رنگ او بوي گل د مهتاب په تاثیر اخلی

رنگ به رنگ چی را ښگاره به نو بهار شی

رنگارنگ فرزندان وزيږوي مزکه

چی په وقت د نو بهار باندې امطار شي

بی حسابه ستاره چی په آسمان کی

د خفتن په وقت همه درته اظهار شی

همه واړه سرگردان دی په خدمت کی

خالی نه دي يو زمان چی دوي بیکار شی

ترسما سمكه پورې چی پیدا دي

هم هغه کا چي پري حكم د قهارشی

به قیام ورته شجریه سجود وينی

په هو هویی به تسبیح واړه د مدار شی

يو قالب کار څلور عنصروجمع

بیا د ده په امر روح پکښی انبار شی

له يوه څاڅکی او بو د مور په نس کی

جور صورت کا هر اعضا باندې تيار شي

غاښ او سترگی، پیزه غوږ خوله یی وگوره

لاس ویښی گوتی چی درست سره نگارشی

تمامی جهان ثابت زما به تن کی

دا صفت به په یوه پروردگار شی

د چا زړه په معرفت په علم پور کا

خوك كافر كاندي محكم لايق د نارشی

به صخره کی رزق روزي رسی جمجي ته

بیهوده سري د رزق روزي غم خوار شي

محمد یی کر پیدا له خپله نوره

عرش و فرش یی کل روشن پدا انوارشی

دي سلطان دي اولوالعزم دانبیا وو

د آدم او د حوا پري افتخار شی

په جهان د صفی زوي راغلی ښکاره شوي

نور، د تا د همه کل پیدایش پلار شی

به احمد نامه دي خلاص آدم حواشول

په نامه د تا شفیع گوره څو کارشی...

ستا کمال صفت به څوك نكاته سره

که سړي، پيري همه سرپه گفتار شی

د سرور صفت می وکا پخپل قدر

څه خولږ صفت یی اوس د چهار یارشی....

د سرور اصحاب همه دي لکه ستوري

تحيات له موږ په واړو په بار بارشی

اقتديتم اهتديتم دا حديث دي

ورك بشي چي هرڅوك نه د دوي په لارشی

پس د دوي له ثنا رب ته مناجات كرم

که قبول دا مناجات ځما خوار زارشی

په حرمت د پاک نبی دچهار یارو

که می داویل قبول ستا په دربار شی

د شیطان له وسوسو نه یی وژغوره

چی می زړه مشغول همیش ستا په ازکارشی

تل می ژبه په رشتيا ويل عادت کره

دین ته ښه په دنیا قدر اعتبار شی

بد عادت او بدگويى له ما واخله

چيري نه چی می په ژبه څوك آزارشی

ذمیمه خويونه لرې کړې له مانه

چی آواز می په جهان د نيك كردار شی

د دنیا په محبت می اخته مکره

هرچی مینه په دنیا کا نا هنجار شی

په سخاکی می مشهورکړه په دنیاکی

چی داخوي عالى لري هغه كبارشی

توکل، شجاعت دواړه وما را كره

به دا دوه خویه کی ډیر سړي رویدارشی

بل توفيق د تقوا راکړه پدنیا کی

تل نزول د خدای رحمت په پرهیزگارشی

د دې قصيدي په پاي کي وایی : 

ښه یی وییل گوهر په تارد نظم

آفرین دي په داهسی شان اشعارشی

تردي حمد اونعت او قصيدي وروسته گوهرخان د قلب السیر دتاءلیف سبب داسی لیکی:

تاء ليف دكتاب :

داچی اکثر کتابونه له عربی فارسیانو بزرگانوو خپل عالم وته چی په تازي ژبی کی به یی فهم پرې ښه نه کیده، فارسی ئی د دوي د پاره ترجمه کړل - سهولت ئی ښه وشه،مینه به یی پرې پیدا کړه، مطالعه به یی کړه ډير کتابونه د فقه د مسایل د اخلاق وغیره بزرگانو فارسیانو بیان کړل، چی معلوم دي. 

په پښتو کی دا رواج نه وه، اخون درویزه یو کتاب مخزن ويلي دي، حق تعالى دي و بخښی، اکثر خلق تري فيض بياموند، بیا د موږه پلار مرحوم خوشحال ختك الله تقدس و تعالی دې په قبر نورکا، هرگونه کتابونه ئی تصنیف کړل. داد ئی د بلاغت و فصاحت دپښتو ژبی ورکړ، فارسی وته ئی په لذت نژدي کړه، غزل، رباعی، مخمس، ترجیع بند، ترکیب بند وغيره مصنایع شعر یی وکړ، د فارسی د شعر رواج ئی ویښتو ورکړ. په عروض په قافیه ئی درسته وې، د نظم و نثر ئی ښه کتابونه بیان کړل، چی خود په عالم مشهوردي.  اگرچه پښتو ژبه په علت د دور نیشنو هونبره لذت نلري، چــی عربی، فارسی سره نسبت شی، لیکن از راه ضرور پښتنو ته هم په پښتو ویل بهتر دي او سنت الهی هم په دا چاري دي،هرکتاب چی یه نازلیده، هم دهغه قوم په ژبه به نازل شوه دا په دا چی د هر چا پخپله ژبه فهم کیږی. رباعي :



دوه یاران چی راز د زړه تربله نمائی

بايده دي چی پخپله ژبه وائى

د فارسیانو کن مکن ویل څه سود کا

پښتنو ته کړه مکړه ویل ښه ښائی

نوربل سبب د کتاب داوه :

چی افضل خان زوی د اشرف خان مرحوم نمسی دخوشحال خان خټك كرلانـــــی غفر الله چی سن زرسل شل دي، د پلارو نیکه په ځای قایم مقام دي.  ښـه سرداري لري، نظرئی به نیکنامی په ابادانی دي، په دا قحط الرجال دي غنيمت دي. 

اللهم تود احسانه، حق تعالی دې شرم وساتی، نورسعیه کا چی دی پښتو كتابونه له هره قسمه لکه فارسیانو کړي دي مرتب شي.

 دنیکه شعرئی واړه په بیا ضو نو هرځاي متفرق وه، د ده به تالاش چی څــــو مدت پدا سعی کښی و، له هر چا به ئی جمع کړ، دیوان ئی مرتب کړ، بلکــــــــه کلیات د شعرش چی څه وه، په نظم، نثرلکه دستار نامه، فراق نامه فضل نامه.دیوان وغیره کتابونه ئی واړه به کاتبانو په څوڅو ځله وکښل، په اطراف به ئی د شهرت دپاره و هر چاوته استول، حق تعالی کی توفیق د نیکۍ رفیق کړه، په مجلس کښی به ئی همیشه ویی، چی که دچا په طبیعت نوت وي، چي پښتو کتابونه لکه فارسیانوله عربی په فارسی ترجمه کړل، څوک ئی له فارسی په پښتو ترجمه کاڼي، وماته به ئی اکثر اوقات مخ را جاریوست، اگرچی ځماقوت هونیره نه و، لیکن چی نظر می په تصنييع داوقات وكړ، ومی ليده چی عمر گرانمایه ضایع درومی، په هر حال می ودې محنت و ته ملاوتړ له،نورمی اکثر دکتابونو مطالعه کړه،چی که یو کتاب چی په قال اوحال مضبوط او معتبروي. له فارسی ژبی نه ئی په پښتو ترجمه کړم. دا کتاب می بیا موند، چی نهایت په افعال په قال په حال دموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پخته او معتبرو، چی تعریف ئی دپختگۍ مصنف به فارسی کښی نهایت طولانی کړي دي، چې که په داکتاب کښی ئی راوړي گنجايش ( نلري )نورئی شغل ورسره واخیست، چی داشغل هم عظیم نعت دي، له فارسی په پښتو ژبه ترجمه کړ، نوم یي قلب السير كښيښ شو، نظم :

(( دا کتاب په پښتوژبه غنيمت دي

په لوستونی یی نازل دخداي رحمت دي

چی ئی لولی پائى كينه مادي يادكا

په تکبیر په فاتحه می دی ډیرښاد کا ))


د اکتاب گوهرخان له فارسی څخه په پښتو د ( ۱۱۲۰هـ ) په حدود کی ترجمــــــه کړي دي، اوله لوړه بیانه داسی ښکاري.چی گوهرخان دخپل وړاره افضل - خان خټک په خواهښت به دې کارلاس پورې کړي دي.

افضل خان پخپله دادبی لوړ ذوق خاوند و، تاریخ مرصع او پښتو کلیله - او دمنه علم خانه دانش د ده ښکلی تاریخی او ادبی آثار ديو د قلب السير - له لوړي مقدمى څخه داهم ښکاره سوه، چی د خوشحال خان د اشعارو دیوان هم پخپله خوشحال خان نه ؤ ټول کړي، بلکه دا کارهم افضل خان کړي دي اوله بیاضو څخه یی د خیلی نیکه مختلف اشعار را ټول کړي، اود دیوان په شكل یی ليکلي دي.

 داسی ښکاري، چی افضل خان د خوشحال خان، د د یوان دراټولونی اولیکنی له لپاره په اکوړه کی خاص کاتبان كښینولی وو، او ددغه ديوان د یرې نسخی یی ليکلی وي ما پخپله درې داسی نسخی لیدلی دی، چی دافضل خان په امر په اکوړه کی کښلی سوي وې، اویوه نسخه یی اوس د کابی په خطی کتب خانه کی سته،او ماچی په قند هارکی لیړۍ پلادخان بشیر کلیات چاب گئ یوما خذ می همدغه نسخه وه. 

د خوشحال ترنثر وروسته د ده په زامنو کی د عبد القادرخان گلدسته اود گوهر خان دغه قلب السير ډیر مختنم آثار دي،چی وروسته نو د افضل خان تاریخ مرصع اوعلم خانه دانش دريږي.

دپښتو ادب پلټونکو او د تاریخ ادبیات تکمیل کوونکو ته داښایی، چی ګوهر - خان ته دنظم او نثر په تاریخ کی خپل مناسب ځاي وركى.نوزه د ده د شعر او نثر نمونی لاندې ليکم، چی د ښاغلو پلټونکو لپاره تیاري وي او ګوهرخـــــــــان پس له دې دغسی نوم ورکی پاته نی سی :

رباعی

مال چی دي وخوړ هم هغه ستادی

چی لتا پاتوشی، نورد نورچــادې

که دې څه ونبنده دخداي په لوري

مال دي همدادي، مال دي همدادي

داریاعی که دخوشحال او هجري


اوسکندر به آثارو کی نه وي راغلی، نوضرور به دګوهرخان وي، اما دغه غزل خو يقيناً د ده ده :

چی به مهردي نظر شی هرانسان ت

به بهانه بهانه ئی وبولی خپل ځان ت

چیرته فارس چیرته به شام یا مدینه وه

چی دي وښيله راسته لاره سلمان ت

مجوس آتش پرست يارد احمد کړې

چی هیڅ نه رسيږي عقل او گمان ت

عجمى له اهل بيت سره حساب کړې

سکه تره د احمد خوشی کړي شيطان ت

په کله کی بولهب څرنګ ګمراه کړې

له ملکونو سلمان راولی ایمان ت

بوالحکم دمکی څرنګ دوزخـــی کـــــــړې

له حبشه بلال ورولی رضوان ت

ځای ددم وهلو نشته هرڅه کاندي

حیرانی ده په هرکارکی وسبحان ت

و خاکئ بنده ت څومراتب ور کړې

دملك غوندي ئی گنبت و شی اسمان ت

شفيع كړي می سليمان دي ستا ودرت

ما ګوهر ایمان دار بیا به بل جهان ت


د ګوهرخان دنثر یوه نمونه :

بنام غزا د بدر الكبراده، او ددې غزائی په دا سبب بدر الكبرا نوم کښیښ،چی اوله فتحه چی اهل اسلام و ته ظاهره شوه د اغزاده.

په دغه ورځ صنا دید دقريشو يعني تتخدایان د قریشو په قتل ورسیده، او مهتران ئی اسیر بندي شول او دا حکایت داهسی و، چی چاخبره ومدینی ته را وړ، چی ابو سفیان بن دحرب د قریشود قافلی سره د شام له لوريه ګذرکا، په لـور دججاز دروسی، ډ یرخلق او ډیر مال ورسره دي.

چی پیغمبر صلى الله عليه واله وسلم وته ئی خبر راور، مهاجران او انصاری ئی را وبلل، ورته ئی ووې چي اي ۍما اصحابو ! وقت هسي دي چی لینده در جلیت په بازو کی دمردۍ واچوي. دکنار و جهادته ملاچست و چالاك وتړي. كوښښ کاڼئ. ترهغه پوري (چی ) حق تعالی دارد اسلام له اهل شركو واخلـــــــــــى. او نصرت د دین حق وركا، اوس دادي ابو سفیان بن دحرب چی سره دمشرکا نو دي د قريشو له قافلی سره تيريږي.مال بسیارله عدد بی شمارله ده سره دي. راشئ چی په غزاد ده ور ووزو. یا به بیا مو مو ظفر او غنیمت یا به مشرف شــــــــــو په غزا به شهادت.

رباعی

په دواړه لوريه مه بخت سعادت دي.

که پکښى ومري. ځای مه جنت دي

که ظفر بیامومئ، کفارو باندي

موجود وتاشی حلال دولت دي

نورواړو صحابه و و عرض وکړ چی زر ځانونه ځموږ، دخداي درسول الله صلى الله عليه وسلم ترحكم فدا شه،هرچی څه راته فرمایی او حکم کړي، حکم روا او فرمان برداریو. ترتیب ئی دجهاد وکړ. تیر (۳) سودیارلس خوانان له پیغمبره صلى الله عليه واله وسلم سره په غزا له مدینی وه وتل، او ما بقيه ووچی تخلف وکړ، پدا سبب چی پیغمبر صلى الله على واله وسلم به له قريشو سره جنگ و نه کا، پدا سبب چی د ده عزیزان دي، پس چی پیغمبر صلى الله عليه واله وسلم له مدينى و ه ووت،ابو سفیان پخپله خبر داري کړه خبر ئی اخست.

اول شی داکار وکړ، چی همیشه به د پیغمبر صلی الله عليه واله وسلم، د ده اصحابونه خبر ګیران و. او یو سورئی دخبرو دپاره دمدینی و ته استولی و. چی هغه سور دمدینی و ته ورسیده و پوهیده چی سردار عالم صلى الله عليه واله وسلم له اصحابو سره له مدینی به قصد دابو سفیان دکاروان وتلي دي. 

همغه سورهم به هغه ورځ له مدينى بيا وجارووت. بیائی په تاخت لاړ. توقف ئی چوته ونکړ و قافلی ته ورسیده ابو سفیان ئی خبر کړ، چی محمـد خود به قصد ستا قافلی راوتلی دي. اوس تدبير دخپل کارچی پو هیږی هسی کړه! 

نورد ابو سفیان ملاخظ وشوه.زرئی یو سور تندرست چابک دست طلب کر و مكى و ته ئی په بیړه واستوه. چی قریش را خبر كا له لشکر سره د قافلی دمخی ته راشی، وده وته وصیت وکړ، چی وقریشو وته ووایه چی که تاسی توقف وکـــــــــــر، او لشکرمه ( كذا) زر راروان نکر، امید له خپله ماله قطع کاڼئ،چی محمد له ډيره لشکر سره قصد دكار وانه لري، نور هغه سور ډير ګړندي لاړ و مکتی ته او پخوا ترد هغه سواره چی لادي ومكی وته رسيدلی نه و. عانکی ترور - د پیغمبر صلی الله عليه واله وسلم خوب لیدلی و چی شرح دهغه خوب په دارنگ ده....(دقلب السير له قلمی نسخی څخه )

پښتو نثر په تاریخ مرصع کې

دپښتو د نثر په تاریخ کی لسم قرن له دې جهته مهم ګڼل کیږي، چـی دپیر روښان په لاس دفنی نثر تیږه ایښوولی سوي ده. تر هغه ځایه چی موږ ته ښکاره ده، تر بایزید روښان دمخه د پښتو نثر ساده او روان اوله فنی تکلفاتو څخه تش و، چی نمونه یی دسلیمان ماکو په تذکرة الاولیاء کی سته او داهغه نثر دي، چی د ٦١٢هـ په شاوخواکی کښل سوي دي. 

د پښتو په ادبی تحول کی سیاسی وقايع ډير قوي اثر لري، پخوانی فاتحان خوپه پښتونخوا کی نه پاتيدل، دوي به له دې غرنۍ ماځكى څخه دهند خواته تيريدل او ډیر فرهنګی او اجتماعی اثرونه به ئی نه پریښوول. چنګیز او تیمور خودپښتونخواله سیمو څخه یه بیړه تیر سول، مگرتر ۹۰۰ هـ را وروسته چی بابر له فرغانی څخه افغانستان ته را تیرسو، دي دلي ډيـــــــــر پاته سو، اوپه کلوکلو دلته د پادشاه په ډول و، اوبیاچی هند ته ولاړهم دافغانستان سیمی دوه قرنه د ده او د ده داولاد و ترتسلط لاندې پاتی سوي اوپر غربی خواووباندې هم د صفوي سلطنت له سیاسی تسلط سره ادبی اثرونه هم دلته راورسیدل.

شرقی خواته د بابر دکورنۍ او غربی لورته د صفویاتو زمانی ادبی اثرونه حتماً بر پښتونخواهم لویدل، او ځکه چی په دغو زمانو کی دهند او ایران به دربارو او علمی حلقو کی فنی نثر ليكل يوكمال ګڼل كيدئ، كله چی پیر روښان دپښتو ليکلو لپاره په خیرالبیان کی قلم و چلاوه، دلته ده د پښتو نثر ليكلو يوه نوي شيوه او لاره غوره کړه چی هغه د پښتو د قديم ليك پر ډول نه وه، بلکه ده دعربی او فارسی دفنی نثرپه تقلید خپل خیرالبیان به مسجع دول ولیکه.

 کله چی خوشحال خان یو قرن بعد وغوښتل چی په پښتو نثرخه ولیکی. ده دروښان او اخوند درویزه او د دغه ادبی مکتب تقلید نه وكئ، بلکه دخپل ذوق او خداداد استعدادئی کار واخست، او فنی نثرئی بيرته عادي نثر ته را وګرزاوه، او داد خوشحال خان یو مهم ادبی ګټور اقدام و.

د خوشحال خان په کورنۍ کی د نثر لیکلو دعادي او ساده طرز رواج دوام وکئ، ګوهرخان قلب السير او افضل خان تاریخ مرصع په داسی نثرو کښل، چی د پښتو د اینده نثر لیکلو لپاره ډير ګټور و.

البته د دوي نثر هم ځینى نواقص او خامۍ درلودي، چی وروسته ورو ورو سمى سوې او موږ ګورو چی د محمد هوتک پټه خزانه د نثر يوه غوره نمونه ده، او دا ښکاره کوي چی ترخیرالبیان دوه قرنه وروسته د پښتو نثر ډیر اصلاح سوي و.

 د محمد هوتك معاصر نثر په کوزه پښتونخوا کی د افضل خان خټك تاريخ مرصع دي او هم د دغه افضل خان په غوښتنه د ده اکا ګوهرخان قلب السيرکښلی دي او د پښتوکلیله و دمنه هم پخپله افضل خان ترجمه کړې ده. 

دا درې کتابونه چی په یوه کورنۍ کی په یوه عصر کي کښلى سوي دي، دخټكــو د نثر نګارۍ نمایندګی پس له خوشحال خانه کوي.

داسی ښکاري چی په پښتو نثرکی یو اصلاحی حرکت په کندهارکی تر پیر روښان وروسته ژر شو رو سوي و، او کله چی د هوتکو دربارته خبره را رسیده، نودژبی نثر داسی شکل پیدا کړي وه، چی دپیر روښان او درویزه له سجع سازۍ  څخه سادګی ته رارسیدلی وه، او لیکوالو به غوښته چی د وينا اوليك ترمنځ توپیر لږ سی.

په دې وختو کې د ارغنداو او هلمند او فراه او هریرود پر پراخو سیمو باندي د صفوي او هندي مغلو د سلطنتونو ترمنځ د اوداليانو دوران حکمرانی وه. دوي خپله داخلی آزادي ساتله، او یو مثمر حرکت د دې لپاره موجود و، چی ګوندي پښتانه دپردو له سیاسی او نظامی او فرهنګی اثرونو څخه آزاد پاته سی.

دا حرکت په شمالی پښتنوکی هم ليدل كيدي، او د پیرروښان تر کورنۍ وروسته اوس قیادت ایمل خان او خوشحال خان ته رسیدلی و. 

سیاسی تحولات هر کله پر ادب او ژبو باندي درانه اثرونه لري. پـه کندهار کی خود ابدالیانواوبیا د هوتکو د آزادۍ غوښتنی غور جنگونو دوام وکئ. اوبه لره پښتونخواکی هم د مومند و او خټکو او یو سفزو حرکتونه د ډهلی د مغولو پر خلاف جاري وو. دغو اوضاعو د پښتو پر ادب او فکر اود پښتو پرنثر باندې داسی اثر کاوه، چی له تقلیده ئی خپل آزاد ډول ته را ګرزاوه، ا و دنورو ژبو د تقلید له کړیو څخه ئی رایوست. مګر دغه اثر په کندهارکی د محمد هوتك پر نثر ډیر ښکاري او نسبتاً په خټکوکی لږ دي يعني : د محمد هوتك نثر قوي او ساده او خوږ دي او د فارسی له تقليده څخه نسبت و تاریخ مرصع ته  آزاد دي.

 اما د تاریخ مرصع نثر لږ لږ هندي رنګ لري اود هندي مغولو د زمانی د فارسی اثرپکی ښکاري، لكه اولسات – صوابدارـ امرګانان....

 د تاریخ مرصع ژبه جمله سازي ـ اود كلام سياق هم تر پتی خزانی د فارسی ژبی اغيزي ډيري لري، خوبيا هم يو قوي او ساده نثر ګاڼه سی. 

د تاریخ مرصع خطی نسخی په پیښور اولندن کی سته تراوسه ئی کومه خطی نسخه په افغانستان کی نه ده لیدلی سوي. یوه نسخه ئی په پیښور کی لس کاله د مخه له ښاغلی دوست محمد کامل سره وه، دوی غوښتل، چی دغه کتاب تصحيح او تحشیه کړي، چی خوشبختانه دا کار اوس تر سره سوي  او تاریخ مرصع د ده به همت چاپ سوي دي.

د ادبياتو اوبشري علومو پوهنځی ته څو کاله دمخه يو څو ما يكروفلمونه له لندنه رارسیدلي دي. چی په هغو کی یو د تاريخ مرصع مايكروفلم دي. 

دا نتیجه د لندن دپوهنتون په کتابخانه کی ده، او په خورا ښکلي نستعليق د محمد حسن پيښوري په خط په ۱۲۸۹ هـ  ليکلي سوي ده، چی ۱۲۰۴ مخه لري، او يوښه غونډ لوي كتاب دي.

له دې څخه ځينى اقتباسونه د راورتی به ګلشن روه ١٨٦٠م اود پادري هیوز په کلید افغانی ۱۸۷۲م کی چاپ سوي و، مګر د کتاب اصلی او پشپړه نسخه نه وه خو اوس زه له دغه مايكروفلمه څخه په دې مقاله کی استفاده کوم. محمد حسن پيښوري د دي نسخى ليكونكي د نستعلیق ښه استاد دي. خط ئی ښکلى او د هندي نستعليق ښه نمونه ده مګر دي فقط خطاط دي. اوپه دي نسخه کي ډيري غلطي کړي دي یا به دا وه چی دي په پښتو نه پوهيدي يا به ئی اصلی منقول عنها نسخه غلطه وه، نوځكه كه څوك  وغواړي چی د تاریخ مرصع يوه مکمله او بشپړه ثقه نسخه ومومی، بايد يواري پردغی نسخى باندي اكتفا ونكړي، اوله يوي بلی نسخی سره ئی حتماً مقابله وکړي، چی نواقص او غلطی ئی لري سي.

دلته زه د تاریخ مرصع هغه فصل له دغه مايكروفلمه اخلم، چی افضل خان د میرویس خان پر احوال ليکلي دي او دا ځکه اهمیت لري چی :

۱ــ په تاریخ کی د یوه معاصر پښتون مؤرخ ليك دي د حاجی میرویس خان په باب، موږ خود پردو مؤرخانو لیکونه د میرویس خان په احوال کی کتلي دي.

 اوس به و ګورو چی یو پښتون معاصر مؤرخ څه وایی ! او البته دا يو مهم سند دي.

۲ــ د افضل خان د نثر یوه مکمله نمونه ده او د تاریخ مرصع د نثر خصوصیات ښه څرګندوي. 

۳ــ هغه څوک چی د پښتو نثر تحقیق کوي، بيا له هغی ټوټی چی په گلشن روه کی اته نوي کاله پخوا چاپ شوي ده، یوه بله بشپړه نمونه به هم ولري. چی د انتقادي څيرنو لپاره ئی په درد وخوري. ( دا خبره د تاریخ مرصع ترچاپ پخوا ليکلي سوي وه، اوس خو ګرده کتاب زموږ په لاس کې دي.)

ذکر د میرویس غلجی

په اصل اوتك  دي. په اطراف او جوانب د قندهار، اولسونه د پښتو لکه اودل  او غلجی او ترین میشته دي. د ایران د بادشاه د لور په يوه واجبی  په دې او لوساتو مقررشته. د قندهار صوبه دارئی  له دوينه اخلی. قديم الايام اریایی په اولس کی داود لوده د خدکی سلطان په کاله کی، هرگاه چی ارباب داود لومستقل و او اولس داود لو زور ور و. دي نورو اولساتو د پښتنو به عمل ومغل ته  پواقعی ورکاوه.

هغه چار چی حق تعالی ورانۍ ته پیښوي، حکاموو ته رهنمونی دغیر قانون ا و غیر دستور وښیی. د         خدکی سلطان سره د قندهار صوبه دار مخالف شو اوسبب ئی د مخالفت دا ؤ چی خدای تعالی ده ته هسی تعصب د دين وركړي و، ا و زورور هم و، چی ایرانی څه به مخالف وویل، د صوبه دارپه دربارکی به  ئی مړكړ. 

دا واقعه د ایران و بادشاه ته لاړه، حکم د ایران د بادشاه په صوبدار راغئ، چی خدکی سلطان مړکاڼئ په فریب ئی وباله چی مهم د بلوخ پيښي دي. مصلحت کړي بويه، صوبدارته ورغى، بالښت ئی د ده په خوله کښیښل، خفه کړ مرئی کړ، بیا د ده له اولاده تربورئی و، هغه ئی سلطان کړ.

د ده مشر زوي و، قلندر سلطان  نومیده. هندوستان ته لاړ، ډیرمدت ئی په نوکري د شهزاده دارا شکوه تيركړ، هغه صوبدارد قندهارومړ.  بل ئی په ځای صوبه (دار)  شو، داد سلطان خدکی په ځاي چی سلطان شوي و، د ده له لاسه بندوبست نه کیده، قلندر سلطان چی خبر شو چی هغه صوبدار مړ شو  اود ده د لاسه بندوبست نه کيږي، راروان شو، وطن ته راغئ، ملازمت ئــی د صوبداروکړ دا واقعه ئی و بادشاه ته د ایران و کښه،چی قلندر سلطان راغئ. د ده په باب څه حکم دي ! بادشاه په حضور وباله ډیره مهربانی ئی پروکړه، فرمان ئی سلطانۍ اوخلعتونه ئی ورکړه، رخصت ئی کړ وطن تـــه راغئ، د ير مدت ئی سلطانی دلته وكړه، ښه بندوبست ئی وکړ، د ې صوبدار هم بیاپه یو سبب د ده سره کاوش واخست. یو تربورئی د ده غر ض ګوي، هغه ئی وپوښتیده، چی د ده څه فکربويه ! هغه ورته ووي، چی ته ئی را وبوله ورته وایه چی دمايو واده په دا پښتنو کی بویه، د ده پیغله لورده، هغه ورځنی وغواړه، که دائی قبول کړه بهتر، او کنه عذر به دي ورته جوړ شي. قلندر سلطان ئی وباله، دا حقیقت ئی ورته ووې، ده قبول نکره. نورئی په قید کړي و ٠ ( يوه ) شپه ئی له قيده وباله. ورته ئی ووې : چی دا امر چی ما ويلې دي. شونى دي كنه ! ده ورته ووې : دا کار شوونی  ندي. نور هرچه ستا رضا. صوبدار شراب څښلی ناست و توره ورڅخه پرته وه، پخپله ئی په توره وواهه، مړ ئی کړ.

دا واقعه د ایران بادشاه ته لاړه، صوبدارئی په حضور طلب کړ، چی حضورته ورغئ بادشاه ورته ووي: چی سلطان قلندردي په څه مړكړ!ځواب ئي له هيبته پاتوشو، آدم خواره سپی د بادشاه به سرکارکی وو، په هغو سپیوئی مات کړ.

د قلند ر سلطان بل ورور و، هغه بادشاه حضورته وباله. د قلندر سلطان مراتب ئی هغه ته ورکړه. کورته ئی را رخصت کړ، سلطانی ئی  ورکړه د ده کشر ورور و. حیات سلطان نومیده، د ورور سره چی به ښکارته روان شو، ورور به نه پریښ، چی د تا وقت د علم د كتاب دي، ښكارمه کوه. په ما پسی مه راځه !

 يوه ورخ ئی حكم مات کړ، په ورورپسی په ښکار روان شو، چی وئی لیده. ورته وقهريده، به ستنه ئی        را وجاریوست، حیات سلطان د خواوباشو سره مصلحت وکړ، چی مادې خپل عيشته نه پريږدي، راځئ چی مړ ئی کړو. هغه اوباش اوسلطان حیات ورپسی سواره شول، ده شاهین به کلنګ پسی اچولئ و. کلنگ (ئی)  نیولی و، د شاهین د سیرهونی د پاره کوز شوی و.

سپاه ورڅخه په ستنه ولاړ وه، حیات سلطان ورغی ده ورته ووې : چی څه لره راغلی ؟ اس ئی پر وزغلاوه. سورئی کړ هغو نورو او با شوواهه مړئۍ کړ. 

دا واقعه بادشاه ته لاړه، بادشاه حیات سلطان په حضور وباله عرض  وشو: چی حیات سلطان چی قاتل د ورور دي راغئ. حكم ئی د قيد وشو، قید ئی کړ، شپږ کاله په قید کی پروت و، هسی سبب خداي پیش کړ چی قافله د ایران له ډیره مال متاع سره هندوستان ته روانه شوه. کاکړ لوي اولس دي، چی په حدد دوي قافله ورغله، تاخت و تاراج ئی کړه. واقعه بادشاه ته ورغله. بادشاه امروکړ، چی څوک شته هم د دوي علاج وكـــــا ! عرض وشو چی علاج د دوي قديم الايام په سلطان داود لودي سلطان مړ دي. او ورور ئی په قيد دي. حکم ئی وکړ، چی حاضرئی کړي، حيات سلطان ته بادشاه ووي، چی د دې واقعی تدارك تلافی څرنگ کړي بويه! حيات سلطان عرض وکړ چی په اقبال د بادشاه اسان کاردي. سلطاني ئي وركړه. په مهم ئی د دوي رخصت کړه.

هغه قاتلان چی د دسره د ده ورورئی مرکړي و، هغه ئی مړه کړه. چی تاسی په دې مصلحت دما سره ولی اتفان کاوه ؟  لښکرئی پسی وکړ، مهم ئی د کاکړ و ( ختم کړ) ډیر کاکړئی مړه، تاخت و تاراج کړه، مال او متاع ئی د سوداگرو ډیر وصول کړ.

سلطانی ئی خپله کوله، پس له هغه شی د قندهار دصوبدارسره کاوش وشو درې امرګانان  صوبدار، د حیات سلطان په مهم حکم کړه، جنگ سره وكړ  مغل ئی مات کړ، درې واړه امرګانان ئی مړه کړه، نورخانه کوچ روان شو درې زره کوره ورسره ملتان ته لاړ شه. له ملتانه اورنگزیب بادشاه ته لاړ شو عرض ئی وکړ چی که قندهارپه کاروي، په اقبال د بادشاه اخستل کي اسان دي.

بادشاه پانصدي منصب ورکړ، چی ته ملتان ته ورځه. دا مهم کړونۍ  دي، اورنگزیب په نورو مهمو نو پاتو شو، دي تراوسه په ملتان کی ناست دي، خپل منصب خوري.

 د قندهار صوبدار میرویس چی په اصل غلجي پـه غلجي كي اتك دي. په سرداري هسك كړ  د ايران بادشاه تمئ سفارش د ده وکيښ. ورئی ستاوه، بادشاه فرمان د سردارۍ ورکړ، را رخصت ئی کړ. څو مده ئی سرداري وکړه، بيا د قندهار صوبدار ځنی ازرده شو، شکوه ئی بادشاه ته و کښه. بادشاه په حضور وباله، څو مده بادشاه څخه و  تقاضائی د رخصت درله ، اما رخصت کی نه ورکوه. د بیت الله رخصت ئی ځنی وغوښت. رخصت ئی کړ بیت الله ته لاړ، د هغه نه چی را جارووت، به سپاهان راغئ. اما بادشاه ئی ونه لیده، هم بیخبر راروان شو، علجیو ته راغئ. سرداري ئی خپله کړه. اماله مغل  نه په وسواس.

 په قندهارکی شاه نوازخان ګرجی  صوبدارو. دوه فريق متعینه په قندهارکی وو : گرجی بل قزلباش، نقل کا چی: شاهنواز خان او هغه فريق دګر جیانو چی ورسره وه.  ډیر ظلم او تعدي به ئی هم په قزلباش هم په پښتو کړه. شاهنواز خان ته مهم د بلوچ ورپیښ شو فوج ئی خپل په مهم د بلوچ واستاوه، خودئی له قندهاره مدد له میرویس دغلجیو وغوښت. میرویس د غلجيو سره مرکه وکړه، بلکه د قندهار قزلباش هم په مرکه ورسره، چی وقت دي د پریښوونه دي، لښکر د غلجی د میرویس سره قندهار ته راغئ، نورمیرویس شاهنواز خان ته ځواب واستاوه، چی اوس ته هم راووزه.

لښکر د شاهنواز خان اکثر په مهم د بلوچ لاړوه، دلږه جمعیت سره ورته را وه ووت شهنواز خان ئی مرکړ. هله ئی په قندهاروکړه. څه لږ ډیر غلجی په هوښره هله کی پریووت نورئی قندهار واخست. درې زره ګرجی ئی په قندهار کی مړه کړه، او هر چی ترك او قزلباش په قندهارکی وو. هغو ته ئی امان ورکړ، هغه لښکر چی شهنوازخان په مهم د بلوچ استولی وه. چی له دي واقعی خبرشو، را وجارووت اما زورئی پرنه لیده د مشهد اوهرات ولورته لاړ.

هرچی به قندهارکی مال او خزانه چی وه، واړه د میرویس په لاس راغله. د شاهنواز خان د کوریی سره ئی سړي کړه رخصت ئی کره. هرچی د قندهار قزلباش وو، امان ئی ورکړ، هغه یی د ده د کوړ موسره رخصت کره. اورنگزیب په هندوستان کی چی دا واقعه کیده وفات و، بهادرشاه په تخت ناست و وراره ئی د سوغات سره بها درشاه ته راستوه، په سرهندئی ملازمت وکړ. د اسم د پاره ئی سه هزاري منصب د ده وراره ته ورکړ، اوپنجهزاري ميرويس ته حکم ئی وکړ: چی قندهاردي حواله هم په ده وي. د ماسكه او خطبه دي پکښی ولولی. دوه دري ځله د ايران عظیم فو ځونه چی دیرش دیر تن څلویښت څلویښت زره سواره و، دلویو امرګانانو سره لکه خسروخان وغيره پر باندي راغله شکست ئی ورکړ، د يرعالم ئی قتل کړ، ډير غنایم ئی په لاس راغله.

تردا تاریخ چی سنه زر سل شل څلور دي. په قندهار ناست، خپل حکومت او سرداری کا، توفیق شه ! ښه پښتون دئ (ص ۸۲۰ خطى ).


ژبي او د  تکامل قانون

 که څه هم دغه مقاله دپښتو نثر له دغی رسالی سره نیغه اړه نه لري. خو بیا یی هم محتویات د پښتو نثر له ودئ او تکامل سره بی ارتباطه نه دي. نوځکه ولی را وړل سوه.

دژبو د مطالعی یو نوي ډول او علمی لارهم داده چی ژبه اودهغۍ لفظونه اوکلمی په داسی نظر مطالعه سی، چی داژبه هم یوه اجتماعۍ او طبیعی پدیده ده، او دنورو ژوندیو مخلوقاتو په څیر دژوندانه مخصوص نوامیس او قواعد لري، او د فطرت احکام هغسی پرجاري کیږی، لکه پرنــوروپیدا سوو شيانو باندي. 

موږ به یو سړي فرض کو، چی په یوه سړه ماځکه کی اوسی نوکه دي له دغه ځایه تودې سيس ته وليږدي، دغه نوي دژوند محيط او هوا اواقلیم خامخا پرده اغیزه کوي د ده رنګ او څیره او کالی او دژوندانه ډول، له نوي چاپيره سره سميږي که سپین ؤ. نوئی نسل ورو ورو توريږي، او که تورؤسپينيږي. لکه د ده په مادې او جسم او بڼي باندي چی دغه اغيزت کیږی دغسی هم دهغه پر اخلاقو او عاداتو اوروحى خصايصو باندي دغسی نوي اثرونه کیږی، او هغو ته تبديل او تحول وركوي.

ژبی دانسان له ارتقایی سیره سره يوځاي دغسی په دایمی تحول او اوښتنو کی دي او دا باید ومنو، چی دغه دلورتیا وخواته یون،طبیعی حرکت دي.

خودانسان عقل او اراده هم پوره برخه لري،چی دغه حرکت او طبیعی جریان پرسمه لاره واچوي،او د ژبی او اجتماع په ګټه فایده ځنی واخلی.

لکه نن چی علم او پوهنه، درود و او دغرو او درو داوبوطبیعی جریانونه پخپل کنترول کی راولی، او د بشر دگټی لپاره یی استعمالوي، دغی هم دژبو د طبیعی ارتقایی جریان دکنترول لپاره لاري اوچاري سته،وچي دهغو په وسیله ژبي خوندي کیږي اوکه د تنازع للحیات پرمیدان، نوري غالبى ژبى وغواړي، چی یوه بله ژبه محو او نابوده کړي،نو انسانی سعی او تدبيـــــــر كولاي سی، چی په علمی توګه هغه ژبه له محوكيد و او زوال څخه وساتی.

 دنوي علم دغه تدبیر او چاره سنجی، پر دقیق علمی تحلیل بناده،اوتطبيق ئی هم دژبنیو پوهنو د متخصصانو کاردي. هلته چی یو ماهر انجنیردیوه رو د مدهش جریان اوسیلاب مهاروي او تركنترول لاندي ئي راولی، دلته هم (( ژب پوهاند )) پر علمی اساسونو برابر دژبی د چمتو کولو او روزلو لپاره په هغه مهارت او پوهی کارکوي :

 ما دمخه وویل: چی ژبی هم لکه نور کاینات،ارتقایی یون لري مګر دغه یون خو یو مجدد ارتقایی سیر ندي، بلکه ډیر نور عوامل او مؤثرات سته،چی پر دغه سیر باندي هم اثركوي اوډ یر اثرونه داسی هم دي، چی هغه ژبى وژنی اویائی داسي ورستوي چی سبا د نورو مړ و چو ژبو په مخ کی نښی دريد لاي. او مقابله هم نه سی ورسره كولاي. 

يوه ژبه که څه هم ډير قوي بنياد او وسعت او صلاحیت ولري، مګر که د فرهنگی او کلتوري تعملل وسیله نه وي،دیوي بلی فرهنگی ژبی سره مقابله نسی کولاي او هغه غالبه ژبه د فرهنگ او ثقافت په وسیله دغه خپله مقابله ژبه له منځه باسی. 

دپښتوژبی د تقویت لپاره تر اوسه د یرڅه لیکل سوي، اوډیري لاري ښوولي سوي دي، خو اساسی خبره داده:څو پښتو د ثقافت او فرهنگ ژبه ئی او فرهنگی عناصرئي قوي ښیی اوفكري ذخاير ونلري او دکلتوري تعملل او فعالیت عراده نسی او د اجتماعی په فرهنگی مرکزنو کی داخله نسی، ترهغود اژبه، ژبه کيداي نسي. نوکه موږ وغوار و چی پښتو د ثقافت پرډګرله نورو ژبو سره ودر رو. باید په دغه ژبه کی دفرهنگی تبیین او توضیح قوت پیداکو. دعلم او ثقافت دقبولولو لپاره په دغه ژبه کی استعداد پیداکو،دانسان دفکر او پوهنی ګرانبها ذخایر دي ژبی ته را نقل کو،او هموطنانو ته داسی یوه ژبه وړاندي کو، چی هغه د فرهنگ او ثقافت تنيسر جميــعانه وي. د تهذيب اوښکلا خاونده وي، دمترقی او عالى ادب قبیلوونکي وي دانسان د اوسنیواړتیا و و او اجنیاتی اواقتصادي احتياجاتو سره سمه وي.

د ژبو لویه ذخیره او اساسی د توضیح او تشریح وسیله هم دغه الفاظ او کلمات دي. چی دژبی خاوندان ئی دخپلو روزمره مقصد و نوڅرګند ولو لپاره استعمالوي.

الفاظ اوکلمات هم ترطبیعي قانون لاندي دي :

ځینی ژبی چی له تاریخی حیثه له يوې کورنۍ څخه دي دغسی ژبى بعضى مشترك كلمات سره لري او کله ځینی تاریخی حوادث ژبوته نوي مواد او کلمات ننباسي اوله یوه محیط نه مهاجرت په کوي. 

هر څونی چی دانسانانو اقتصادي روابط سره ډيريزي، یاد سیاسی او ثقافتی تسلط دایره پراخيزي، دغسی هم د ملتونود ژبو سره ګډیدل، اوددوي د ژبو اثريو پربل باندي ډيريږي، او هر لغت چی په دغه اقتصادي او فرهنګی جریان کی خپل نوي محیط ته ځی، دهغه ځاي شكل پيداکوي، او ځانته مخصوصه بڼه مومی اوزوړ رنګ له لاسه باسی، یائی لږ څه بدلوي. 

د انتقال او اقتباس قانون چی په نوروکايناتوکې جاري اوساري دي په کليات و کی هم کټ مټ ليدل کیږی،لومړي يوه كلمه نوي محيط ته انتقال کوي وروسته نو مطابقت ورسره مومی او دا هغه د (( محیط سره دسمیدلو)) قانون دي چي بیله ژبود انسانانوپیراکثر وحیاتی شیانو باندي تطبيق کیږی.

د پښتو او دري او هندي ژبود يرلغات سره مشترك ياسره نزدي دي. داځكه چی یوڅوپه ریښه کی سره شریکی دي،اوبل داچي د دغو خلقو په منځ کی تــــــل اقتصادي او تجارتي او فرهنګی روابط او تګ را تګ موجود ؤنوډیركلمات له غربه شرق ته نقل سوي،ياله شرقه غربی خواته تللي دي.

د پښتو آس، د دري اسپ، د سنسکریت اشوڅونی سره نزدې دي : دپښتو ډیوه اود سنسکریت  یومره مشترك دي د پښتولس او د هندي د س اود ري ( ده ) د تبدل تر خاص قانون لاندي دي، ا وځكه چی هیڅ ژبه له مشتركو لغاتو اوكلماتــــــو څخه نه ده خالی، نوايا د يوې ژبی تخلیص د نوروژبوله اثره څخه ممکن دي ! 


زما په عقیده به ! 

اما دلته باید داخبره هم وکم چی دژبی سوچه کول خوبالكل ممكن نـــــــدي مګرد ژبی بنياد قوي کول او روزل او پالل ښه کاردي.

به ژبه کی چی کوم کلمات اوس مستعمل دي، هغه په دې ګنا ما ایستل، چی له بلی ژبي څخه راغلی دي، معقول كارنه ښکاري، مګر دغه کلمات به ثقافی تعامل کی اچول اوله هغو څخه کار اخیستل ډيرښه        کاردي.

د دنیا ژبی خوکورنۍ کورنۍ دي، او هره ژبه په یوه کورنۍ پوري اړه لری. دهري کورنۍ ژبی بیا ځانته ریښه او بنسټ لري، چی هغه بنسټ ديوي کورنۍ ژبو لپاره مشترك دي، اوډيري ژبی په ځينو خصوصیاتو کی سره نښتی وي، نو که موږ دغه نښتون او اشتراك پرعلمی اساس باندي ومنو، نودژبی د خالصتوب دعوي به پریږ دو.

مثلاً : آریایی ژبی چی په هند ــ افغانستان ــ پارس ــ خراسان کی ويلی کيدي، ټولى له یوی آریایی ریښی څخه راټوکیدلي دي. نوځکه اوس د دخوژ بو اکثریت لغات سره مشترك اونږدې دي. په دغو ژبو کی پښتو له سنسكريت او ستا او پهلوي او دري سره ډیره خپلوي لري، بلكه ددغـــــــــو ژبو ډیرزاړه او لرغونی کلمات اوس لاهم پښتو ساتلي دي. 

دپښتو اوسنۍ اویجه هغه دپخوانو آریایانو ويجه ده، د پښتو اوسنۍ ورشو دپخوانو تاریخی ژبو ( ورشه ) ده. دپخوانۍ دري(ايرــ هير ) دپښتو اوریا ایر دي دپښتو هټ.له هندي ژبو سره مشترکه کلمه ده.

دغسی هم :رود - دیوال - بڼه پیغاره ـ او داسی په سو و کلمات ئی له دري سره مشترك دي بلكه ـ  بنه اوپیغور اوس دري زبانان نه وایی، مگر پښتانه ئی وایی.

د امشترك لغات زموږ دي، او کوزټ ئی موږ له ژبی څخه نه باسو، دغسی هم له عربى څخه ډیر مفغن كلما ت لرو، چی اوس زموږ سويدي، او خاص دپښتو مال دي، او نه ښایی چی پردي وګڼل سي. كيس ی- باتا ـ میراث - ناره تپوس – ماشوم- له دي ډلی څخه دي، چی اوس پوره پښتو بلل کيږي. 

دلغاتو د انتقال په دوره کی له يوي ژبی سره ډير ليري کلمات هم ګډيږي. او داسی الفاظ هم ورته را دروسی، چی اصلاً دهغی ژبی له کورنۍ څخـــــــــه هم نه وي مثلاً سنسکریت چی یوه آریایی ژبه ده،او عربی چی له سامی کورنــــــۍ څخه ده. پخوانو تجارتی روابطو کی دلومړۍ ژبی ډیر الفاظ عربو تـــــــــه تللی او په عربي ژبه ګډ سوي دي، لکه ایت - چندن – مشكا – كيور- نانبول چی په عربی کی افت صندل مسك -كافور- ننبول ځينى جوړ سوي دي. 

اوس چی موږ گوروو دغه لغات په پښتو کی هم سته، ایت ـ چندن ـ مشك

کاپور ټول مستعمل دي، نو دا الفاظ دسامی عربی ژبی اودآریایی ژیــــــــــو ترمنع مشترك ګڼل کیږی، او په فارسی کی هم بيرته په عربي شكل مستعمل دي. خو فقط عربی ژبی دونی کارکړي دي، چی دخپل احتیاجه سره ئی سم شکل اورنگ در ګرزولی دي، معرب كري ئي دي، يعنى له نوي محيط سره ئى تطابق وركړي.

داسی کلمات چی په ژبو کی یوله بله سره اقتباس سوي دي، خوراډيردي او هر ځاي ئی پخپل نوي محیط کی د تابعیت پوره حق هم موندلي دي. دمثال په توگه په زه دلته فقط دیوې کلمی ( پوز ) سرگذشت ولیکم :

په هره ژبه کی اصوات او حروف ځانته یو طبیعت او خاصیت لري، چــــــــــی زه دغه طبیعت ته د اصواتو لغوي خاصيت وايم، او قصد ئی دادي : ډیر ځله چی يو څو توري (اصوات) سره يو ځاي سي. ددغه يو ځاي کيدلو په اثر دوي يو لغوي مفهوم مومى او دغه مفهوم په اکثرو ژبو کی مطرد وي، نو دغه حرو ف چی په طبیعت کی یوه معنا پرته وي، ديوه مفهوم لپاره عنصري توري بللاي سواي. مثلاً د(س - ت ) په طبیعت کی د توقف او بودن معانی پراته دي. نو دغه عنصر په اکثرو آریایی ژبو کی د دغه مفهوم لپاره مشترك دي، دپښتو هستیدل – سته – دپارسی هست - ایستادن دانگلیسی standel stay او نور د پرلغات دغه عنصر لري. نو گویا ( س - ت ) د توقف او بودن لپاره په آریایی ژبو کی عنصري توري دي دغسی هم ( پ. ز ) دلوړي اوجگی لپاره عنصر توري ګڼل کیږي. په پښتو پوزه - پو، ځکه بینی ته وایی، چی په مخ کی لوړه ده پوزه د ( ز ) په فتحه لوړي ته وایی، چی غوندی ئی هم بولی.

به پارسی هم (پوز) دانسان اوحیوان دمخ راوتلی برخی ته وایی. لکه پوزسگ پوز شغال چی ددغو حیواناتو (پوز ) راوتلی وي. پوزه هم په پارسی دغه معنا لري، اوپه پهلوي کي هم ( پوز ك ) په دغه مفهوم مستعمل وو، په نورو آریایی ژبو کی هم ؤ لکه :

كردي : پوز   pug

سنگلچی: پوزك     fugik    

منجی : پوسکهfoska     

اوستی : فنجهfinja        

ارمنی : پنص pinc     

دري: پوز - پزه

پښتو : پوز- پزه - پوزه

له دغی مطالعی څخه ښکاري، چی : پوز- پوزه - پزه او نور له آریایی ریښی څخه دي، او عنصري توري هم ( پ ــ ز ) دي.

د آریایی کلمه ډیره پخوا په عربی ژبه ګډه سوې، او د انتقال ترقانون لاندي تللی ده پیړۍ پیړۍ تيري سوي،او تراوسه هم به عربی کی سته. 

یاقوت حموي پخپل معجم الادباکی لیکی : (( شبهت مولاي الشيخ وهو يتحدث وبقول ببوزه كذا وبيده كذا بقر درائية اليوم...)) يعنی هغه شیخ چی په پوزئۍ یو څه ویل او په لاس بل څه،داسی ښكاريدي لكه بيزو.

نو د آریایی (پوز ) په عربی کی مستعمل ؤ، او عربو لغت ليكونكو هم دقم الكلب په معنا راوړي دي او اوس هم په فلسطین کی دا کلمه رواج ده، مثلاً که وغواړي چی سړي د توهين په ډول له خبرو څخه خاموش کړي، نو ورته وایی (سدپوزك ) یعنی خپله پوزه وتړه !

 داما يومثال دعربی او پښتو او پارسی داشتراك لپاره راوي، حال داچی عربی ژبه د سامی کورنۍ څخه ده او پښتو او پارسی له آریایی کهوله دي، مګر سره له دي ډير مشترك كلمات سره لري، نو كه عرب اوس د پښتو اوپارسی پوز - بیط تعين (له هما نا څخه ) تاریخ (له ماه روز څخه) جرم (کرم ) (صرد، سرد) او جمع ئی     ( جروم صرود) له خپلی ژبي څخه نسى طرد كولاي. موږ هم باید د دري - سنسكريت - اوستا، عربی – ترکی هغه کلمات چی زموږ په ژبه کی اوس ځای نیولی او دنوي محیط سره ئی تطابق هم کړي دي له زبی څخه ونه باسو او پخپلو ثقافي او فرهنگی اړتیاووکی استعمال کومثلاً دترکی سره مشترك كلمات لرو،لكه اولس - جرګه - ترنك ـ خان چـی زموږ دژبی پخوانی اجزا دي.له عربي څخه ډير كلمات لروچی مفغن كري مودی.

لکه کمیس – سهار- وخت یا هغه لغات چی عیناً را اخيستل سوي دي،لكه قیامت - نسیم،زكات - قبر او په زورونور کلمای دغسی هم د دري ژبی سره په زرو مشترك لغات لرونو که موږ دغسی کلمات اوس له ژبي څخه وباسو يقيناً ژبه خورا محدوده او تنګه راته پاته سی.

کله چی په ابتدایی ملتوکی دژوند حرکت پید اکیږي، نوپه نوو ځوانانو کی دژبی د سوچه کولو او تخلیص کاذب شوق هم د هوس په توگه پیداسـی. چی کوم پوخ اساس نلري مگر کله چی پوهان سترګی ورغړوي،او هغه ملت هم د تعقل او تدبر مرحلی ته ورسيزي، بيرته له هغه هوسه اور يه،چنانچه دغه مرحلی ترکیه او ایران دواړ و طی کړي دي واو اوس معلومه سوه، چی هغه فکر و نه دفطرت له سیره مخالف تش هوسو نه وو.

ژبه مو په حقیقت کی فقط دافهام او تفهيم اله ده، نوچی یوه ډ له خلق به ځينو الفاظو ښه سره يو هيزي،او هیڅ مشکلات نه وي ورته. څه ضرور ي دي چي دوي په نوي لغات او كلمات له ځانه تراشی، او ځینی وحشی از و نامانوس الفاظ به دمدنی او منلو الفاظو پرځاي دروي !

 ښه به داوي،چی ژبه د ثقافت په ذخیرو ډکه کړي،اوټول هغه الفاظ او کلمات به کارکی واچوي، چی ژبی پخوا له نورو څخه را جذب کړي دي.