سلطان محمود گدون او باگوخان (۲) او اخوند څالاک
گدون د پښتنو له کاکړو څخه يو قوم ده، چې د اباسين او مهابڼ د غرو ترمنځ د پښتونخوا. ضلع هزاره په پاسه شمالي څنډه کې اوسي د ۹۸۰ق کال په شاوخوا کې د گدون له اولسه يو لوی آزادی خواه مشرسلطان محمود گدون راووت، چې هم پوه سړی او هم د ښو اخلاقو خاوند و، او ډیر شاگردان او د روږ يان يې د تقوا او جهاد او آزادۍ په فکر له سواته ترمهابڼ اوچچ هزاره او پکهلۍ پورې وروزل.
د سوات له شمالي غره څخه را نيولې د کونړ تر نورستانه (چې پخوا کافرستان و) داسې خلک پراته وو، چې د اسلام دین هلته نه و منل شوی او خلکو یې زاړه عقاید او بوتان اوديني دودونه او د ژوندانه لارې چارې درلودې. د سلطان محمود گدون غورځنگ هم د دغو جگو غرو په ورسره نښتو لمنو کې د اسلام د خپرونې لپاره يو ((جهاد)) و، چې دیني رنگ يې درلود، او د ضلع هزاره او سوات په شمالي غرونو او لمنو کې محدودو. د دغو ځايو خلک د بابر تر تیریدو ۹۳۲ق را وروسته آزاد او سیدل له سياسته او درباري شخړه او د بابرد زامنو او لمسو له کورنيو جگړواو ډ غرو سره يې ډير لږ پيوستون لاره. و خپله ټوله سعیه او وسه يې د دغو کافرانو مسلمانولو ته ټاکلې او د جهاد پر ډگرو لار غازیان وو. افضل خان خټک د دغه مکتب فکر د یوه تکړه شاگرد اخوند څالاک ترین احوال داسې کاږي:
«اخوند په سبب د حاثات يوسفریو ته ولاړ، هور ته یی له غازیانوسره جهاد کاوه... ډيره ملکونه، ډير گوتونه د ده له برکته خالی له کفار وشول. اوس واړه اهل اسلام پرې ميشته دي. نقل کا چې شاه جهان پادشاه فرمان و استاوه، دا آیت یې پکې و کيښ: اطیعو الله و اطیعو الرسول و اولی الامر منکم. مطلب دا چي دغه عالم باغې دی، ته پکې استو گنه مکړه، د پادشاه ملک لره راځه. مطلب دا و چې هغه ملک د يوسفزيو دى يوسفزي زورور اولس دی، مبادا دی په پادشاهي و نيسي. ده په ځواب ورته وکښل چې دا خلق که له تا باغي دي، له خدایه باغي نه دي زه او دوی شب و روز په غزا د کفارو مشغول یو.ته پادشاه یې. که مدد رارسي، گنجایش لري. که نه! ما څه لره له دې ښه کاره ځان لره بولې!» ( تایخ مرصع ۵٩٢)
د سلطان محمود دغه پاڅون خو په خپله سیمه کې محدود پاتې و. نو ځکه مورخان د ده نوم او کار نامې نه څرگندوي، خو د ده د شاگردانو له کړووړو څخه د ده عالي مقام او ديني غورځنگ ښه ښکاري.
ډ دهلي دربار شاه جهان ته پښتنو ډغړې د اکبر له غښتلي شاهنشاهی سره ښکاره وې، او هم هغه ناوانو نه چې اړو دوړکې د پښتنو له لاسه ور رسيدلي وو. نو يې ځکه دا کوښښ کاوه چې بيا د غالبو زو په ښور لاس و نه وهي او پخپله د پښتنو مشران په جاه او منصب او پيسوو غولوي او هم د دوی په منځ کې نفاق و اچوي، چې هر وخت د خپلو سیالانو د وهلو لپاره د پاچا ملاتړ ته ولاړ و خو د ډهلي دربار ته به گرده ایل وو.
د یوسفزو په سیمه کې د مند زو د اتمان خیلو د سدوزو له قبيلې څخه خدوخيل یوه غټه او غښتلې پښه وه. چې يو مشهورملک یې ماموخان د زرم هجري کال په شاوخوا کې ژوندی و. او د ده زوی باگو خان خدو خیل د شاه جهان معاصر د يوسفزو مشر و. له پنجتاره يې د يوسفزو ملکي چلوله.
باگو خان د خپل ډله ييز خاصيته سره سم له درباره سره لاس یو کړ، او له بلې خوا يې د سيمې د اسلامي غازيانو سره چې مشر يې اخوند څالاک ترین و ملگري و کړه، او په دې توگه يې ځان په دربارهم و پېژاند, څو چې د شاه جهان يو فرمان د ده د مشرتابه د رسمی پیژندلو لپاره اولیږل شو. او یو اس د مر وزرو د زینه سره هم له شاهي درباره ورو ښندل شو، چې په دې ډول له سواته ترسمې و یا د اباسین له خاړو څخه ترحسن ابداله او پکھلی پورې د ده حکم جاري وو د اخوند څالاک په ملگري يې په لوړه غرنۍ سيمه کې له ډوما سره چې د کافرانو پاچا و غزاوې وکړې. او له بونيره تر تناوله گرده غرو نه او سمې يې له کافرانو څخه ونيولې او يوسفزو پخپله جرګه کې سره ووېشلې نو په دې ډول باگو خان د گرد و یوسفزو په مشرۍ ومنل شو او: شاهزاده داراشکوه د شاه جهان زوی په یوه فرمان کې دی « زبده الاشباه والاعيان، قدوة الامثال والا قران » بھاگو خان یوسفز یی وباله او وعده یې وکړه چې که دی دربار ته ور شي، نو هر څو نه زر چې غواړي ده ته به و یخښل شي.
باگو خان خو د سمې او غرو د یوسفزو جاگیر داري د داراشکو شاهزاده په مرسته له خوشحال خانه و اخيسته، نو د پښتنو د دغو دوو لويو خانانو تر منځ میرڅی ولوېده او په وارو وارو د مخه لا هم د شهباز خان د خوشحال خټک د پلار او باگو خان ترمنځ خو نړي جنگونه شوي وو. او په اخرني جنگ کې شهبازخان پر سر داسې غشی وخوړ، چې په ۵ شوال ۱۰۵۰ق مړ شو.
د همدغه کال په دوهمه خور کله چې شاه جهان د پښتونخوا په سیمو کې و، نو د باگوخان زوی هم د دارا شکوه په وسیله د تا بین منصب و موند، او د باگوخان او خوشحال خان د میرڅۍ نغری ښه تود شو د دوی وروستنی جنگ هغه و، چې د سوابۍ د جلبۍ پر میدان په ۶ رجب ۱۰۷۰ق باکوخان مانه و کړه او خپل خانه يې قتل شوه، او د مخه لا د ده ورور سیداخان او وراره يې داؤد و لي شوي وو د شاه جهان په پاچهي کې خو په سمه او هواره کې د باکو او خټکو ډغرې مرد روانې وې، خو په حقيقت کې یو منلی حکومت هم نه وه شاه جهان چې په ۱۰۵۰ق کال دلته راغی. نو خوشحال خان د دغې سیمې راپور داسې ورکړ: « په سمه کی یوولس زره کوره يوسفزي اوسي چې خانان يې حبيب باکو او ظريف دي. له دوی څخه درې نیم زره سپاره راوزي او د سوات د يوسفزو هلکان کچی، حميد او کاچو دي چې پنځه زره سپاره لښکر راخو ځولای شي. »
له دې څخه د سوات او سمې د يوسفزو د کاملې خپل اختیارۍ حال څرگندیري خو دا حال تش د شاه جهان تر بندي کيدلو ۱۰۶۸ ق پورې دغسې و ، کله چې اورنگ زیب عالمگیر خپل پلار ونيو او ورور دارا شکوه یې مړ کړ دگر د هندوستان غټ واکمن (شاهنشاه) شو، نو ده د پښتنو سر ټکولو ته هم ملاو تړله. او لومړۍ پلا یې د باکو خان غاړې ته لاس ور واچاوه، چې هغه د خپلو پنځو زرو لښکرو سره د پکهلی د چهاچل کلا نیولې وه. په ۱۰۷۷ کال د کابل صوبه د ارميرخان د۴۰ زرو ولاړو شوو افغانانو سره ونښت، څو چې پاچا خپل زوی شهزاده محمد اعظم د شلو زرو سپرو او ډيرو لښکرو سره را واستاره (۱۰۷۸ ق ).
اوس نو باکو خان مړ شوی و او نورو پاتو ملگرو یې خپل گرده زور د غرو له کافرانوسره پرجهاد او د هغو پر مسلمانولو اچولی و، له کابله نور لښکر هم د شمشیرخان په قیادت راورسید. په سمه کی خو څو ځايه يوسفزي پرسرو ټکول شول، هند او شاهباز گړ، شاهي لښکرو وران کړل، بيا يې نو د محمد امین خان به قیادت پر باجور او سوات پریدو کړ او ډېرې ورانۍ يې پيښې کړې. خود پښتنو له پیرې ژرسمې او هند ته راستانه شول (۱۰۷۸ق).
خوشحال خان په سوات نامه ١۶۹ بیت کې ېوې واقعې ته اشاره کوي چې: کوم بل چا پر ځان د مغل شاهزاده شجاع نوم کېښود او يوسفزي يې پر ځان راټول کړل، د اټک فوجدار کامل بیگ دی د شوال په میاشت ۱۰۷۷ ق د هنډ په مقابل کې د سیند پرها بله غاړه سره تاش په تاش کړل. او هغه د شجاع په بڼه راوتلی سری سوات ته وتښتېد څو چې هورې مړ اوښخ شو.
د شاه جهان دربار د پښتنو د ځځېرلو لپاره د زین خان په حکمرانۍ په باجوړ او سوات کې لښکري چوڼۍ جوړې کړې، او د شهبازخان خټک، اما د ده د زوی خوشحا خان په وسیله یې د گردو یوسفزو څخه د ولس زره روپۍ مالیات اخیستل.
تر دې وروسته په امان زو کې جیون خان او د د زوی مسري خان او صاحب خان د مسري زوی او په خټکو کی مشهور توریالی شاعر خوشحال خان د ایمل خان مومند او دریا خان افریدي په ملگري له اټکه تر خیبره داسې حال جوړ کړ، چې د اورنگزیب لښکراه حاکمان په خان پورې اریان شول. نو پخپله پادشاه د خپلو غښتلو او بې شمار وپوځونو اور سلو او توپونو سره د پښتنو مقابلې ته رارهي شو او په دوهمه خور ۱۰۸۵ ق ۱۶۷۳م يې پر حسن ابدال واړول. او تر ۱۵ شوال ۱۰۸۶ ق پورې يې له پښتنو سره سخت جنگونه و کړل.
په دغه وخت کې سوات او د يوسفزو سمه اوغر، د اورنگزیب له حکمه آزاد وو. ځکه چې د هماغه کال ۱۰۸۶ق په دريمه خور کې خوشحال خان له اکوړې څخه سوات ته ولاړ، او هلته شپږ اوه میاشتې د يوسفزو سره دوغې په خبرو اترو کې تيرې کړې، چې گرده پښتانه د اورنگزیب سره په (می څۍ= دا برخه ونه لوستل شول) کې ودروي (وگوری د سوات نامې ۸۷ - ۸۸-۸۹-۹۰ بیتونه )
خوشحال خان په سوات کې بابي زي، خوا جوزي يوسفزي يادوي (سواتنامه بيت ٣۵) چې بابی زي د ده خسر خیل وو، او له هغو څخه ملو خان ده نه لور واده کړه، چې د صدر خان مور وه ( بیت ۶) نور لوى ملکان يې او دل، همزه، تا لی او د کاچو یو لمسی و:( بیت و نه ۱۷۹ تر ۱۸۲) خو تر ټولو نکړه یو شيخ و، چې ميان نور نومیده او د اخوند درویز پیر و او د روږی غوندې و د دې شيخ نما او نا پوه اخونده سره میاخان، ماڼکی، سنگر غوندې ملکان هم ملگري وو ( بيت ٢۵۹) دوه مفتيان يې در لودل چې الله داد او دوست محمد نومېدل ( بیت ۲۱۲) دا گرده د لنگر خټک په کلي کې د خوشحال خان مناظرې ته راغلي وو ( بيت٢۶۰ ).
داسې ښکاري چې د سوات پرو گړيو باندې دغو ملکانو او اخوندانو حکمراني کوله، او د خان خانۍ دوره هم په دغه ډول شروع شوې وه، چې يوسفزیو په کلو او بانډو کې په کرهڼه لاس پورې کاوه، او نور وگړي هم د کوچ اوپونده گلوۍ په حال کې وو، او کله چې به د اورنگزیب د گومارلو حاکمانو لاس بر شو، نو به یې تر باجوړ او سوا ته پردوی باندې زغل کاوه، د دوی غیلې اوگورمونه به یې تا ړاکول.
دلته دا هم د هیرولو وړنده، چې د سلطان محمود گدون د مجاهد ینو د ډلې پاتو ملگرو په شما لي وه کې د اسلام خپورلو په نامه له کافرانو سره جهاد کاوه، دوی به کله کله د سمې خلکو سره په سیاسي او قبیلوي اړو دوړ هم ننوتل. مگر د ډهلي دربار په دې خوښ و، چې دغه « غازیان » پخپله غزا به غرو کې بوخت وساتي، چې د سمې په سياسي شخړو کې گډ نشي، او د خوشحال خان، دریاخان، ایمل خان غوندې درانه بیټي د دربار پر اوږو وانه چوي.