الله يار د (تحفهء صالح) لیکوال
تحفه صالح هم د محمد هوتک له ماخذو څخه ده او دغه کتاب ملا الله يار الكوزي د خپل استاد او مرشد شیخ محمد صالح الكوزي په نامه کښلی او په هغه کي يې د خپل او نورو پښتنو مشاهیرو احوال او اشعار راوړي وو. شيخ محمد صالح د خپل عصر عالم او زاهد سړی ؤ چي د کندهار په جلدک کي يې عمر په تدریس او ارشاد تیراوه او دوی د شاه بیگ خان د کندهار د صوبدار معاصرين دي. د تاريخ له مطالعې دا راته ښکاريږي چي شاه بیگ خان کابلی په (۱۰۰۳ هـ) د جلال الدین اکبر له خوا د کندهار حکمران او تر (۱۰۱۴ هـ) پوري هم هوري و نو د الله یار د ژوندانه اوقات هم د (۱۰۰۰هـ) حدود تخمین کولای سو. محمد هوتک په خپل کتاب کي له تحفه صالح څخه یو د شیخ محمد صالح احوال او اشعار اقتباس کوي او بل ځای د علي سرور لودي احوال او اشعار هم ځني را اخلي له دغه اقتباسه ښکاري چي تحفه صالح د پښتنو د رجالو او اديبانو پر احوال او اشعارو مشتمل ؤ او الله يار د پښتو ژبي يو مؤرخ او تذکره لیکونکی مؤلف دی.