32

کاشي راج پنډت د (احوال جنگ بهاو و احمدشاه دراني) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د جنوبي هند ؤ چي د نواب صفدر جنگ او د ده د زوی نواب شجاع الدوله نوکر ؤ، چي دغه شجاع الدوله د پاني پټ په جنگ کي احمدشاه ملگری و، ځکه چي کاشي راج د اودهـ په دربار کي څلوېښت کاله منشي و، او رسمي سندونه یې هم کتلای سوای، نو د ده (بهاونامه) ثقه تاریخ کتاب گاڼه سي. او خطي نسخې يې د هند په کتابخانه کي سته، چي جيس براون په ۱۷۹۱ په کلکته کي په انگرېزي ترجمه او چاپ کی، او بیا په اکسفورد کي په ۱۹۱۶ م کال هم چاپ سو، او دوهمه ترجمه يې سرجادونا ته سرکار په ۱۹۳۴ م خپره کړه.