32

د صولت افغاني ليکوال محمد زردار خان ناغر

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا مؤلف د نولسمي سدۍ په منځ کي له هغو افغانانو څخه و چي په هند کي يې ځای او جایگیر درلود. ده په اردو ژبه د پښتنو پر تاریخ باندي صولت افغاني وکيښ چي په ۱۸۷۶ میلادي کي چاپ سو. دا کتاب خصوصاً د هندي افغانانو له مشاهيرو او غټو کورنیو او قبيلو چي په هند کي ميشته سوي دي غوره معلومات راکوي. ناغر کاکړان چي په هند کي يې نسلونه پاته دي ښه راښيي، او هغه سياسي اقدامات چي د د انگرېزي استعمار په وختو کي د پښتنو آزاد و قبیلو او د افغانستان په خاورو کي د انگرېزانو په گټه سوي دي بيانوي او گرده معاهدې ليکي چي انگرېزانو په زوره په قبايلي مشرانو یا د افغانستان په حکمرانانو امضاء کړي وي.