اريايي اقوام
کله چي څلور زره کاله تر میلاد دمخه اریایی اقوام د باختر ځمکو او د هندوکش لمنو ته راغلل دوی پسله ډېره وخته څخه دلته ډېر سول او د شرق او غرب خوا ته يې هجرتونه وکړل، د شرق په خواکي تر اباسين تېرسول او په شمالي هندوستان کې خپل مدنیت خپور کړ، هلته دوی په هغه ژبي چي له اصلي اريايي ژبي څخه جوړه سوې وه يو کتاب وليکه، چي (ويدا) نوميږي او اوس يې څلور برخي موجودي دي :
١. ريګويدا
۲. سامه ویدا
٣. يجورويدا
۴. اتهرواويدا
دا اريائيان چي د ويدا سندري يې ويلې له افغانستانه هلته تللي وو، نو په ويداکي د افغانستان د ځايو اوخلکو او قبيلو او مشرانو او غرو او دريابو نومونه راغلي دي، چي د دغو ټولو مطالعه د پښتو ژبي په تاريخ کي زموږ سره كومك كولاى سي. دوهمه ډله غربي خوا ته تلونکي اريايان وو، چي دوی د افغانستان په غربي خواکي تر استانبوله پوري خپل مدنیت خپورکړ، له دوی څخه په دوو ژبو ځيني نوشتې پاته دي، يو د اوستا کتاب دئ، چي زرد شت له بلخ څخه خپور کړ او په ټول اېران کي ومنل سو، داکتاب ټول (۸۱۵) فصله او (۲۱) نسكه و، په اوستا کي هم ډېرد افغانستان د ځايواو پاچاهانو او خلکو نومونه راغلي دي، اوډېرکلمات يې د پښتو ژبي سره نزدې دي، له دې جهته اوستا هم د پښتو په ادبي تاريخ کي زموږ په درد خوري.
بله ژبه چي دغوغربي اريايانوله خپلي قديمي ژبي څخه جوړه کړه هغه زړه پارسو بولي، چي ځيني نوشتې يې پرډبرو باندي پاته دي او مطالعه يې د پښتو په ادبي تاريخ کي مفيده ده، د افغانستان په شمالي خواووکي د دریای امو پرها بله څنډه له اريايي ژبو څخه سغدي او خوارزمي هم داسي ژبي دي، چي د پښتو سره نزدېوالی لري نو د دغو ژبو مطالعه پښتو له پاره ګټوره ده.