قاضي عطاء الله خان
عبدالغفار خان د سیاسي حرکت یو تکړه ملګرى قاضي عطاء الله خان و، دی د مردان د يوې درنې کورنۍ څخه د سیاست میدان ته راوتلی او د پښتنو په علمي حرکت کي هم د ډېري برخي خاوند و، قاضي عطاء الله خان د (۱۹۰۰ م) کال په شاوخواکي د قانون درس تمام کړ او د وکالت پېشه ئې لرله، مګر د فخر افغان په سیاسي ډله کي هم د يو غښتلي کارکن په حيث شامل و اوکله لومړی پلا په سرحد کي سرخ پوشانو انتخابات وګټل نو ډاکټر خان لومړۍ کابینه جوړه کړه، په دې كابينه کي عطاء الله وزیر معارف و، ده د خپل وزارت په دوره کي دوه مهم کارونه وکړل :
اول دا چي په ټول سرحد کي يې ابتدايي مکتبونه پرانیستل.
دوهم دا وه چي د پښتو ژبه يې په ابتدايي تعليم کي داخله کړه او درسي کتابونه يې ورته جوړ کړل.
د قاضي عطاء الله خان د عمر ډېره برخه په سياسي جد و جهد کي تېره سوې او د انګرېزانو حکومت په وارو وارو دی محبوس کړی و، مګر د ده د حبس دوره تر سياسي جد و جهد لا ډېره مهمه وه، ځيني بنديان وي چي په بندیخانو کي لمونځونه کوي او یا قرآن يادوي دا خو به د هغه بندي شخص له پاره ښه وي، مګر قاضي عطاء الله خان په بندیخانه کي هم يو لوى اجتماعي خدمت کړى دئ، ده له انګرېزي مهمو کتابو څخه يو د پښتنو تاریخ په څلور جلده کي ليکلى دئ، چي په پښتو تألیفاتو کي لومړۍ درجه لري، داکتاب دوې لويي ښېګني لري : اول دا چي ژبه يې روانه او خوږه او عام فهمه مګر د ادب پر اصولو برابره پښتو ده. دوهم دا چي دکتاب موضوع هم د تاریخ لیکلو پر عصري معيار برابره ده، يعني دى له ځانه تاريخ نه جوړوي، بلکي د مستندو کتابو په حواله خبري کوي، د پښتنو مفاخر او د پښتونوالي ښېګڼي په ښه ډول په دې تاريخ كي ساتي، نو دى که له يوې خوا د عصري علومو سره اشنا محقق او مؤرخ دئ له بلي خوا پښتون هم دئ نو ځکه د ده تاريخ د پښتنو په دنيا کي ډېر ارزښت لري، ژبه يې داسي روانه او خوږه ده چي فارسي زبانان هم له هغې څخه ښه استفاده کولای سي او دا يګانه کتاب دئ، چي د فارسي وانانو په کورنيو کي لوستل کيږي اوس به د دې کتاب څخه يو څو کرښي د نمونې په ډول رانقل کړو:
"د دوست محمد خان د قید په ايامو کي انګرېزي حکومت په هغه باندي د خپل فوځي او مالي طاقت او د انتظامي جاه و جلال د رعب اچولو په غرض هغه ته په کلکته کي خپلي ټولي جنګي او صنعتي کارخانې، جنګي نندارې، جهازونه، اسلحه خانې، فوځي پرېډونه، توپخانې وښودل هر کله چي هغه د هندوستان انګرېزي عدالتونه، محکمه، بلديات او دفترونه، د پولیسو انتظام او د امن و امان واقعات او حالات وليدل نو د هغه په زړه کي رښتيا د فرنګیانو د قوم يو لوى رعب او هیبت او خوف کیناستو او د خپل قوم د خلکو نه یې يو ګونه په زړه کي حقارت پيدا شو، تر اوسه پوري د پرنګیانو پولیټکل ایجنټان (سياسي نماینده) په دې پالیسي باندي پابند دي او خودمختاره علاقو نه چي کومي د هغوی د لاندي دي د هغه ځای لوی لوی والیان، ریاست، ملکان او خانان ښکته ملکونو ته بيايي چي پر هغوی باندي د خپل حکومت د زور او طاقت او د څه انتظام رعب او دبدبه کینوي، هغوی د خپل فوځونو پرېډونو تماشې ته د توپ او ټوپکونو او د کارتوسو جوړولو کارخانې ته بيايي او د دې غرض دا وي چي د هغوی په زړونو کي د فرنګیانو دومره وېره کیني، چي بيا هغوی د مقابلې او د مخالفت خیال هم په زړه کي رانه ولي.
څه وخت چي دوست محمد خان کابل ته واپس راغلو، نو هغه به د خپل قوم د مشرانو په مخکي هم کله دا شان خبري وکړې چي د هغه نه به دا معلومېده چي هغه ته د خپل قوم تهذيب، استوګنه او اخلاق د پرنګیانو په مقابله کي ډېر لاندي ښکاري. هغه به په دې سلسله کي د پرنګیانو د طریقه زندګي ښه او د خپل قوم د ټولو عادتونو بد ويل، ورو ورو د افغانستان په ټولو خودمختاره قبايلو کي دا خيال پيدا شو، چي د دوست محمد خان په زړه کي د هغه د قید په سبب د پرنګیانو رعب ناست دئ او ځکه هغه په هره موقع کي د هغوی مدحه وايي، مګر د دې په مقابلې کي چونكه دې قبايلو انګرېزي فوځونو سره ډېري مقابلې کړي وې او په جنګونو کي يې هغو له شکستونه ورکړي وو نو د هغوی په زړونو کي د پرنګیانو خلاف نفرت او حقارت پروت و، له دې کبله د دوست محمد خان دا قسم خبري به په هغوی باندي بالکل ښې نه لګېدې او هغوی ورو ورو په دې سبب هغه ته سپك كتل شروع کړل، اکبر خان هم د نورو عامو پښتنو په شان د انګرېزانو نه متنفر و او په دې خبره کي د هغه او د هغه د پلار په رايه كي اختلاف و، هغه به دا ويل چي اګر که پرنګیان د جنګ او د حکومت په انتظامي امورو کي ډېر ښه ماهران دي مګر هغوی د نورو ملکونو آزادي په زور باندي سلب کوي او د هر چا په زړه کي د خپل رعب او خوف کینولو کوښښ کوي، په دواړو کي د دې اختلاف رای نتیجه دا شوه، چي هر کله دوست محمد پرنګیانو سره په هر حالت د دوستۍ او د مصالحت تعلقات اوسېدل غوښتل نو د اکبر خان دا منشا وه، چي هغوی سره په هر حالت دوستي ساتل او په هغوی باندي په قومي معاملاتو کي پوره اعتماد کول د پښتون قوم تباه کول دي. په دې راى کي محمداکبر خان په حقيقت کي د ټول قوم د رای ترجماني کوله او هم دغه وجه وه، چي د خپل پلار په مقابله کي هم هغه ته د اولس په خلکو کي زياته هر دل عزيزي حاصله وه او د هغه په خبره باندي به خلکو په نسبت د دوست محمد خان زيات غوږ ایښوده. د محمداکبر خان په زړه كي دا شك پاى ته رسېدلی و، چي پرنګیان به یو ځل بيا په افغانستان کي د خپل اقتدار د قایمولو کوشش کوي ځکه چي د هندوستان انګرېزي مقبوضاتو ته د روس د سرحد رانزدې کېدل هغوی په هیڅ شان نه شو برداشت کولای او په دې کوشش کي همېشه شپه او روځ مصروف وو، چي د روس ټول ګاونډي حکومتونه دې زير اثر وي. پس اکبرخان هغه وخت په دې کوشش لګيا شو، چي هم د قوم او هم د فوځ په سپايانو کي دا خيال پيدا کړم چي د پښتنو د آزادۍ د برقرار ساتلو دپاره دا ضروري ده، چي په يوه مناسبه موقع کي د انګرېزانو دا شان زور مات کړی شي، چي هغوی بیا په افغانستان باندي د فوځي پېش قدمۍ خیال پريږدي".