دعلی اکبر اور کزی په گلشن افغان کی قصیدی
داتحاد جماهیر شوروي د ارمنستان د جمهوریت د مرکزی ښار ایروان به کتابخانه کی یوډ پر خوشخطه او ښکلی او منقوش او مذهب (طلا کاری) او مصور دیوان سته، چی په هغه کتابخانه کی یې نمبر ۵۳۸ دیء.
نه پو هيږم چی دغه قلمی ښکلی او مصوره نسخه څنگه له پښتونخوا او کشمیره ارمنستان ته وړل سوې ده؟ د دې نسخی یومیکرو فلم د کابل په عامه کتابخانه کی سته.
د نسخی خط ښکلى نستعلیق دی او ځینی مصور مخونه هم لري د تصویرا و تذهیب سبک یې کشمیری او متأخر دی خو د ښکلا او رنگ او تصوير او تذهیب اټکل یې تور میکروفلم کی ښه نه کیږي او فقط دونی ښکاری چی یوه ښکلې ا و ښه خوشخطه نسخه ده. علی اکبر په قام اور کزی دی، دا پښتون قام په تيرا او د کورمی په سیمو کی له قدیمه اوسی او دا هغه وادي ده، چی تر اسلام د مخه د کوشانيانو وروستنی شهزاد گانو او د کابلشاهانو په لاس کی وه، او اکثرد هندوستان تجارتی کاروانونه او د فاتحانو لښکر به له دغو سيمو تيريدل.
کله چی امیر تیمور لنگ به ۸۰۰ هـ د هندوستان د نيولو له پاره له دغو سيمو څخه تيريدیء د دې ځايو مشران شیخ احمد، خواجه اوغانی او ملک محمد او لشکر شاه اوغانی او شیخ عبدل وو او مؤرخان د دی ځای داير ياب او شنوزان درې یادوي، چی هلته يوه اوغانی قبیله اورکزۍ اوسیده.
له دې تاریخی سنده ښکاری چی اور کزی اوغانانان اووه اته سوه کاله د مخه لا هم په دې ځای کی اوسیدل. علی اکبر اور کزی له دې ځایه د ۱۱۶۵ هـ ق په حدود کی هندوستان ته تللی او په اکثرو ښارو گرزیدلی دی د ده وظیفه غالباً عسکریت دی، خو په پښتو او دري ژبو ښه شاعر او لیکوال هم ؤ. د ده دیوان مردفی پښتو او پارسی برخی لري اویوسنی مذهبه حنفی اود نقشبندی طریقی پیرو با ذوقه او اديب پښتون ښکاري. د خپل ديوان مقدمه يې په دری داسی لیکلی ده: «سپاس و ستایش بی پایان و حمد و ثنای فراوان، مرمتکلمی را سزاواراست، که زبان هر حامد به چندین لغات مختلفه گویا گردانید، و هر قومی را معنی لغات تازی و دری وافغانی دانا یند... این فقیر احقر مولای سید بشر، على اكبر بن قاسم خان اور کزی قوم افغان ساکن تیرا خیبر در حداثت سن و آوان طفلی، که طبیعتش مانند کف مفلسان، از نقد فن شاعری عاری بوده... به فرمایش سلطان شوق به تسوید غزل چند، بزبان افغانی که محاوره اسلاف و مانوس الاستعمال بود، چند صفحه را سیاه ساخت و براقعات متفرقه مرقوم شد ... بعد ازان در عنفوان شباب در تعلیم و آموختن این فن نزد اکثری از اولوالا لباب معي وفور بكار برده... و چون این گلدسته مشتمل پر ازهار الفاظ رنگین و متضمن اشعا رمعانی شیرین است، به اتقای حضرت یزدان به «گلشن افغانی» موسوم گشت...
د گلشن افغان لومړۍ غزله
زړه می بل هغه دلبر په اور د غم کا
چی می ورک په دغه اور د سترگو تم کا
هسی ما غوندې یې ډیر عالم خراب کړ
کر شمه و ناز پیشه چی یې صنم کا
د عالم په باب ژوندی له مړو بتريم
که څوک شما رز ما په عين د عالم کا
سرو مال تالا کوی پر وایی نشی
که جهان سره بر هم په یوه دم کا
لکه دی کاندی د هر عاشق په باب کی
دازل حكم نه لوحه، نه قلم کا
په دغه ساعت یی زړه له مانه یو وړ
اوس په خلپه غلا انکار راوړی قسم کا
دسپین مخ په عکس هرشی ته به گوري
د مضمون په نمایش یې جام د جم کا
هر ساعت به د یار ذکر کا په ژبه
که «اکبر» د زړه د زخم څوک مرهم کا
اکبر د هند په ښار وگرځیدلی، او هلته هم د پښتنو سره محشور و اوله هیواده یی خپل سلامونه د وطن يارانوته را استول. دی په یوه اوږده قصیده کی خپل یاران یادوی. چی څو بیته یې دادي!
با ده والوزه وطن ته په رفتار شه
دهر چا له حاله بیل بیل خبر دار شه
لكهنو له ښاره کوچ و کړه بها وته
به کتھیرو پښتانه باندی گذار شه
دسردار سر فراز خان پرسش لازم دی
چي څښتن یې هم یاورهم مددگار شه
د حاجی اخون په قبر دعا وکړه
د يوسف په حال دانا او خبردار شه
وروسته د پیښور د سیمی ځینی یاران یادوی او د میا عمر څمکنی دوه زامن داسی ستایی:
کشر میان ته په دوه لاسه تعظیم وکه
محمدی صاحب ته هم په تعظیم پا رشه
د اکبر سلام په هر چا باندې وايه
په د عامی یادویء چی برخوردار شه
اکبر چی د تیرا د غرو او بڼو خوشنوا بلبل و، په هند کی له ژوندونه په عذاب سوی، او خپل وطن بی داسی یاداوه:
نور توبه میله پنجابه هم له هنده
په نصيب زما كه خپل ملك و وطن شي
له دی لاندی بیته ښکاری چی په کابل کی هم څوعمر اوسیدلی دی:
چی خاطر می دی بندی په تو را وربل کی
ځکه نه می شی استوگه په کابل کی
اورکزی د پښتو شاعرانو له کلامه سره اشنا دی، ډېر شاعران یادوی، او خوشحال خټك داسی ستایی:
نور د شعر مزه مه غواړه له چانه
پوهنده د هر کلام ښه سخندان ولاړ
د خوشحال خټک ارمان به اکبر یوسی
چی د مینی دا خلاص كان له جهان ولا
د اکبر په دری او پښتو اشعارو کی د ده د عمر ډېر وقایع ذکر سوي دي، دی په پښتو ژبه کی د متوسطی درجی شاعر گڼل کیږي او کله نا مانوس الفاظ هم راوړي.
اکبر په خپل دېوان کی شاہ عبدالرحیم نقشبندی خپل روحانی پیر ستایی او بل خپل استادشاه معظم ښیی چی د هغه يوه موعظت نامه په دري نثر هم ليكي. په دې ډول اکبر اور کزی زموږ د ادبیاتو د تاریخ د دوو ژبو شاعر او لیکوال او با ذوقه سړی دی، چی د ده د غه مستانه بیت د ده د ذوق ښه نمایندگی کوي:
هر ساقی چی د طرب پیانه که پورته
میخواران به واړه و دانگی دی لورته
او دا غزل د خواجه محمد بنگښ د هغی غزلی جواب دی، چی يو ښکلی بیت یی دا دی !
گوتی تورې کړه په ما يې کړه را پورې
زه حیران یم ستا د سپینو گوتو تور ته
د اورکزی دیوان قصیدی، غزلی، مثنویات، ترجیع بندونه او رباعیات لری. د شعر قالب او محتوى ئې دواړه کومه خاصه ښېگړه نلری، په دوهمی دَرجی ناظمانو کی درېدلای سی. کله کله عشقی، اخلاقی حماسی او صوفیانه مضامین د ده نظمونو ته تنوع وربخښی خو قصيدې ئې اکثره د واقعه نگاری ډول لری، اودا هغه یو راز بیان دیء، چی خوشحال خان او د ده زامن هم کله کله د ژوندانه د واقعاتو په څرګندونه کی کارځنی اخلی، بې له دې چی خپل نظم د شعر په ښېگړو او هنری گیڼو ښکلی کی. مثلا پ ه یوه قصیده کی دخپلی
زیرېدنی وخت داسی ښیی، چی فقط يو نظم دىء نه شعر:
زه چی راغلم په دنیا کی
له عدمه په اظهر
پادشاهی د نادر شاه وه
په عالم کی لکه لمر
په دی ډول د ده د تولد نیټه د۱۱۵۰ هـ ق حدود ټا کله کېدای سی، چی د تیمور شاه تر زمانې پوری ۱۱۹۰ هـ ق هم ژوندی و:
سن زرسل نوی وایه شه
چی له کوره شوم روان
(خطی دیوان)
په دغه قصیده کی یې له کومه تشېیبه رډ بډ پخپل حال داسی شروع کوی:
نن به وايم يو يو حال درته د ځان
ته ئی واوره په نامه د پاك سبحان
نوم د خدای او د رسول می درته واخیست
غوږ پرې کښېږده که بنده یی د رحمان
دا خبره وه مشهور په عالم کی
هرڅه وکرې بیا رېبې هغه شان
دلته وزن هم سپکېږی، او ناظم ئې په بل ډول په هغه قافیه پسی ځی:
د نیکۍ عوض نیکی ده
بدی وی د بد خواهان
د ښه خدای څه ښه قدرت دیء
چی له چا نه شی بیان
ښه کارونه په قدرت کا
دی پرې ښه رسی یکسان
ځای د گفت و شنود نشته
په رضا د پاك يزدان
که له خاورو گل پیدا کا
يا له گل پيدا خا ران
مدعا غرض خپل وايم
غوږ پرې ونیسیء دوستان
دښه خدای له شفقته
هم له فضله د دیان
په کشمیر کی وم څو كاله
و حاکم نورالدین خان
په قسمت می نصیب (و) شو
ښه د بدن د بزرگان
په زیارت د پیر مرشد می
خدای عطا کړ دین ایمان...
داسی ښکاری چی علی اکبر د اورکزو مشر و، اوپه لښکری لامو کی به ئې د عسکری یا ملکی حکمران په څير برخه لوله:
له وطنه را روان شوم
د لښکرو په سامان
لک می کړ د خدای په فضل
په كا مراج کی خپل نښان
د سلطان اسانی وشو
په دښنه شولم ډیر گران
د تیمور شاه له درباره حاجی کریمداد خان ( د کشمیر خان د احمدشاه بابا د دربار د عرض بیگی لمسی دکهندل خان زوی ) د کشمیر حکمران مقررسو او على اكبر ورسره ملگری و، خو چی کریمداد خان ولاړ، نو دی هم خپل وطن تیراه ته راغیء:
بل د ورستو می ږغ را غیء
چی حاجی کریم داد خان
شو سردار کشمیر ئې واخيست
شوم اسیرته لوی آسمان...
امیر بیا شو په ځای پاتو
بيارته لاړ كريم داد خان
زما هم دا ملک تر فهم
نها يت شو، ډیر ویران
ځينى لا ړمه وطن ته
په فراق، غوغا، گریان...
على اكبر دوه کاله په کور کی و، څو بیا تیمورشاه وغوښت، او د اور کزو د لښکرو سره ئې په۱۱۹۰ هـ ق
کال د کشمیر خواته واستاوه:
آخر بیا پس له مدته
سلطان شو را پسی پښیمان
په طلب ئې کړ ځان ستړی
هم سړی کې خپل ستومان
زما هم پرې خدای وار جوړ کړ
دامی غوښته له سبحان
د لښکر سامان می ساز کړ
ښایسته، ښکلی سپایان...
چی کامراج ته ورسیدیء نو ئې جنگونه شروع سوه، د يوه جنگ مناظر داسی ښیی:
يوه ورځ له همه راغلو
په موږ باندی دښمنان
جنگ ترمیان شولو صاحبه !
د تو پکو، د سنان
بيا په توره شوه تمامه
كل لښکر را ته حيران
ر فیقان را څخه وتښو
موږ ئې پر يښوو په ځان
بې له خدايه څوك مل نه و
یا مدد وو بزرگان
که میدان یا رانو بای کړ
خوموږ بيا لک كړ نشان...
په دې ډول د اور کزی قصیده په حقیقت کی د واقعه نگاری يوه نظم کړې او بې خونده منظومه ده، چی هیڅ شاعرانه هنر کاری او د تخیل او لطافت او عاطفی رنگینیو څخه برخه نه لری.
اوس نو تاسی پخپله ووا یاست، چی دی شاعر بولیء او که تش يوناظم ؟
بايد دا هم وویل شی، چی د ده فارسی او پښتو غزلی دونی بې خونده نه دی، لکه قصايد. موږ د ده په پښتو غزلو کی د ځينو غزلو نمونې دمخه ولوستلې، او د پارسی غزلو دغه نمونه ئې هم ولولیء!
به مشتاقان رویت قصه هر جا میتوان گفتن
حديث حسن يوسف با زلیخا میتوان گفتن
چو احوال شهیدان از طبیبان کس نمی پرسد
ز بیمار نگاهت با مسیحا میتوان گفتن
فتاده نیم بسمل بر سرره همچون صدها
جفای ابرویش تیغ قضا را میتوان گفتن
چمن گل گل شگفته از نسیم صبح نوروزی
ز حال غنچه دلها کسی را میتوان گفتن
خراب بادهٔ لعل تو شد امشب اگر بخشی
که حال اکبر بدست فردا میتوان گفتن