32

سریزه

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک

بسم الله الرحمن الرحيم


پیل

د لوي څښتن په مرسته د پښتو ژبی د ادبیاتو تاریخ لومړۍ پلا زه لیکم. پوهان پوهيږي چه دغه کار دمخه چا ندي کړي، او نه پخوانو موږ ته څه ابتدائي مواد د دې چاري لپاره را پريښي دي، نو ځکه به دغه زما ليکنه هم بشپړ نه وي او ښائي چه ډيري ماتي گوډی ولري، خو سره د دې هم ښائي چه پوهان ما وبخښي، او دغه لومړۍ سعى که څه هم ناقصه ده په ښه سترگه وويني!

زه په دې کتاب کي د پښتو د ادب دورې پر څلور ډوله ويشم او د هری دورې لپاره يو ټوک ليکم نو به دغه د پښتو د ادب تاريخ هم څلور ټوکه وي په دې ډول:

١. لومړۍ دوره او لومړی ټوک

په دې دوره کي به دا وښوول شي، چه تر اسلام دمخه پښتو ژبه وه که یه ؟ د ژبي موقعيت په پخوانو آریانانو کي څه ؤ؟ او پښتو د زړو آريائي ژبو سره څه نسبت لري؟ دا لومړی ټوک تر اسلام دمخه زمانه را ښئي، او هر څه معلومات چه د پښتو ژبي په خصوص کي په لاس راغلي دي پکښي ليکل کيږي!


۲. دوهمه دوره یا دوهم ټوک

د پښتو ژبي دوهمه دوره د اسلام د آبتداء څخه شروع کيږي او تر ۱۰۰۰ هـ کال پوري رسيږي، په دې زر کاله کي چه هرڅه پر پښتو ژبه راغلي وي، په دغه دوهم ټوک کي ليکو، د پښتو ژبی لومړني شاعران او نثر ليکونکي چه په دې زر کاله کي تیر شويدي يو يو د دوي د ليكونو او کتابو او آثار سره مفصل راوړو.

لنډه دا چه دا دوهم ټوک د ژبي د زرو کالو تاریخ څرگندوي، مشاهیر، ادبی مکتوبونه او مسلکونه، د ژبي

اوښتني او تطورات ټول را ښيي. 


۳. دریمه دوره، او دریم ټوک

دا دوره له ۱۰۰۰هـ څخه شروع کیږي تر ۱۳۰۰هـ پوري را رسیږي، نو زموږ کتاب دریم ټوک د پښتو ژبي د ۳۰۰ کالو يعني درو پیړیو تاریخ دي، په دې دوره کي د پښتو ادب ښه وده کړیده. او په نظم او نثر کي ډیر تحولات پيښ شوي، او نوي نوي مكتوبونه او مسلکونه پکښي موندل شويدي، نو ځکه دا ټوک ډير مهم دي او د ژبي د خورا پخو پخو خبرو بیان کوي، او د ادب مهم اړخونه ئي راښيي.


۴.څلورمه دوره یا څلورم ټوک

له ١٣٠٠هـ څخه شروع کيږي او د ژبي دور ورستنيو ٦٠ کالو پر مخ تگ او لوړتيا را ښيي. د نوي ادب او نوو تحولاتو څرگندونه کوي، د ژبي د عصري نهضت تاريخ بيانوي، هغه نوی حرکت چه د پښتو ادب په دې نوي دوره کي مخ پروده کړي دي، سره له ادبي خصايصو او مزاياو څرگنده وي. د څلورم ټوک لومړۍ برخه خو دغه ده، دوهمه برخه ئي پښتو ادب ته د مضمون او محتوياتو لامله يوه عمومي گڼه ده، يعني د پښتو شعر اقسام، عمومي مزايا ټول دلته د مثالو سره راوړل کيږي په دې ډول به د لوي خداي په مرسته د پښتو د ادبياتو تاريخ په څلور ټوکه کي وکاږم او هغه مواد او ابتدائي معلومات به سره را غونډ کړم چه تر اوسه لاس ته راغلي دي. زه دا منم، چه زما کار او سعی به خورا ابتدائی وي مگر هیله لرم چه وروستنی پښتانه به دا چاره ښه بشپړه کړي. او دا بڼ به د پلټني او تحقیق په گلونو ښه ښکلي او سمسور کړي، خو:

باغ د گلو به سمسور وي موږ به نه يو

د بلبلو به پرې شور وي موږ به نه يو