32

سلېمان ماکو د (تذکرة الاولیاء) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

سليمان د بارک خان زوی په قوم ماکو صابزی د (۶۰۰ هـ) په شاوخوا کي د کندهار په ارغسان کي اوسېدی.دا مؤرخ، سیاح او گرزند سړی و، دی په خپله ليکي چي په ( ۶۱۲ هـ) تللی وم او د پښتونخوا په غرو او رغو گرځېدم او د لویانو مراقد مي ليدل او پلټل.

. داسي ښکاري چي سليمان تر دغه مفید او گټور سفر وروسته موفق سو چي د پښتنو د نوموړو بزرگانو په احوال کي يوه (تذكره الاولياء) وليكي او د دوی ويناوي او اشعار په دې کتاب کي خوندي کړي. دا کتاب متاسفانه اوس ورک دی خو لومړي اته مخه يې ما تر ۱۳۱۹ ش کال دمخه خوشبختانه په کندهار کي وموندل او د هغو مخو عکسونه مي د کابل په سالنامه او په پښتانه شعراء لومړي ټوک کي خپاره کړل.

سليمان ماکو د پښتنو پخوانی مؤرخ دی او د ده د نفیس او گټور کتاب دغه څو صفحې د پښتو د ژبي او رجالو د تاريخ لپاره داسي مفيدي ثابتي سوي چي د ادب او پښتو تاريخ به يې تر ابده مرهون وي.

 سلیمان ماکو پوه سړی او سترگه ورمؤرخ ښکاري، دی د هر پښتانه لوی او نوميالي سړي سوانح او احوال ليكي، وروسته يې د شعر او وينا نمونې هم راوړي، نو د ده کتاب یوازي د وليانو تذکره نه، بلکي د پښتو د شعر او ادب يو ډیره گرانبها مرقع هم ده، وگورئ ذکر سوي سالنامه او د پښتانه شعراء لومړی ټوک.