32

مولانا محمود د (تاریخ ابراهيم شاهي) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

محمود د ابراهیم کالواني زوی یو مؤرخ دی چي د (۹۰۰ هـ) په شاوخوا کي ژوندی ؤ. ده د سلطان ابراهيم لودي په نامه (تاريخ ابراهيم شاهي) لیکلی او د هغه پښتون پاچا او د لودي کورنۍ احوال يې پکښي راوړي دي. دا کتاب هم د نعمت الله په ماخذو کي دی او د مخزن افغاني په ليکنه کي استفاده ځني کوي.  او شیخ امام الدین هم په تاریخ افغاني کي دغه کتاب خپل ماخذ بولي، د خواجه نظام الدین احمد د طبقات اکبري په ماخذو كي هم شامل دی.