32

د خوشحال خان خټك كليات

د خوشحال خان خټک مرغلری

دا د پښتو لومړی ادبي اثر د پښتون ټولواک اعلحضرت محمد ظاهر شاه په عصر کښ په امر د ع ش سردار محمد داود خان د قندهار ملكي او لسكري مشر په هغو مصارفو چه د دارلحکومگي په واک کښ دي د قندهار په مطبعه کښی په تصحيح او تحشيه او احتمام د عبد الحي حبيبي مدير د طلوع افغان چاپ او خپور شو. دا كتاب له خاورو قلمي او ټولو چاپي نسخو څخه په ډیر زیار نقل شوي او تر پخوانیو چایی نسخو خورا بشیر او ډېر دي.

قندهار غوبی ۱۳۱۷


له ويونکو سره يو څو خبري


د خوشحال خان خټك مرغلرى يعني د پښتو د يوه نامتو او توريالي مشر ويناوي او اشعار لکه د پښتو ژبې نور خواړه او گرانبها ادبی آثار چه ورک او په هر گوټ کښ چه پاته دي دغه کتاب هم ورک او د پښتنو څخه لیري پاته و که کله هم په پښتونخوا کښ هري خوا ته د دي مرغلرو لارونه يعني د خوشحال خان قلمي كلياتونه او دیوانونه ډېر وه مگر بشير أو صحيح د پښتنو له خوا نه وه چاپ او خپاره شوي. د پښتو د اوسني نسل كلمو او د ملي ژبي پوهانو او قدر پیژندونکو چه دا د ژبي گرانبها ادبي اثر ور معلوم و، هر کله بی زره غوښته چه نشر او خپور شي او ما دا ډېر کلونه دغه ارمان په زره کی درلود. د ١٣١٦ په دوبي کښ يوه ورځ د دغه اثر ذکر به قندهار کي د دې ځاي د حلمي او پښتون مشر والاحضرت سردار محمد داود خان په مخ کښ وشو، ځکه چه دوي د پښتو ژبي د ژوندون او خپورتیا سره د زره مینه لربي، تو تي امر وفرمايه . چه دغه کتاب د چاپ شي او مصارف د چاپ تي هم له خپلي خوا ورته منظور کړه. ما چه په کلو کلو دغه ارمان به زره کی درلود ژر مي د دغه کتاب ډير قلمي او چاپي نسخې له هره خوا سره را تولي کړی چه تفصيل بي په لمربو مخو کښی د كتاب وكرم او تقريباً يو کال مي د شپې او ورځي زيار وكيښ، چه ټوله نسخې مي سره مقابله کړي او يو جامع او بشير اثر مي پښتنو ته وړاندي کي که څه هم دغه کتاب به له او يا کلو څخه څو واره په هند کشی چاپ شوي دي مگر بو بشير او صحیح نه و. دغه نسخه چه | اوس پښتنو ته وراندي كيري حتى المقدور بشيره دهاو يو بيت هم له قلمي نسخو څخه ندى پاته شوي، چه دلته نه وي راغلي به تصحیح کښ نی ما هم ډیر زیار وکسل ردیفونه می برابر کړل املا مي حتى المقدور سمه کړه او ځني گران لغات مي حل کړل هغه چه زه نه په پوهیدم هغه می پښتنو ورونو ته پریښووه دا دی چه زه امری خوشحال خان په تاسی پیژنم او د ده د ادب مقام در نیم وروسته نو د ده مرغري در وړاندي کوم که چه غلطی را څخه پیښه شي، ښاغلي پښتانه چه بخښنه او ښندنه د دوی د پښتونوالي پلارنی میراث دي ما به وبخښي د پښتونوالی په رونه دنیا کښ ما ته دغه خوښي او افتخار بس دي چه د پښتني لمړی ادبی اثر پښتنو ته وړاندي کوم او د پښتو او پښتونخوا په ادب کښ په یوه کوچني خدمتكوني ویاړم او له دې ځایه د پښتو د پلار خوشحال خان رخ په هغه شپیلی کی پوکم چه یو وخت نی پښتانه په خواړه رخ د مبني په نظا او این کښبوته او د لويو غرونو په درو کښ به ئي د خپلي مبني د عشق سندري ويلي، او د خپلي پښتونوالی انگروزه بی پر جهان پری بسته هیله لرم چه ښاغلي پښتانه دغه زما زیار او مشود د منځني په سترگو وویني او د پښتنوالي په دود ني ومني ولي چه ما د دغه ادبي اثر به نشر کښ ډيري شپي وهلي او ورځي مي تيري کړي دي.

قندهار د خواجه کلی د کب شلمه شپه ١٣١٦

عبد الحي حبيبي د طلوع افغان مدير او ليكونكي



هغه قلمي او چاپي نسخې چه دا کتاب خني بشير شوي دئ:

د دي ادبي اثر د بشپړتيا او تکمیل دپاره موږ هري خوا ته پلټنه او پوښتنه وکړه او چاپي او قلمي نسخې مو را قولي کړي، په چاپي نسخو کښ خو اساس او اصل هغه نسخه ده چه په ٦٠٧ مخ کښ تقریباً او یا کاله دمخه په ۱۸۷۰ عيسوي کال له ۱۲۸۷ هجري د ډاکتر بلیو انگلیس مستشرق له خوا د ده په تصحيح به اهتمام د سلطان بخش را روغه د پېښور په جبلخانه کښ د بوي قلمي نسخې له رویه چه د افضل خان خټک په تصرف كښ وه، طبع او نشر شوې ده. تر دغه وروسته چه ټولي نوري نسخې په پیښور کښ د دغه له رویه چاپ شوي دي هر چا له خانه لاس پكښي وهلي او تقريباً اصل کتاب ني ورک کړي دي موږ دغه نسخه اساس و گرزوله او جناب امين الله خان زمريالي د کابل د پښتو ټولني عضو چه دغه نسخه ئې درلوده، موږ ته ئې راکړه دغه نسخه موږ د څلورو نورو قلمي او خوشخطو نسخو سره مقابله کړه زوائد مو ټوله وليکل او هر ځاي مو زائد بیت ته چه په چاپي نسخه کښ نه و، په دې علامه (x) اشاره وکړه او زياتي بدلي او رباعيات موبيل بيل د کتاب په حاشیه کښ وښوول، اختلاف د نسخو مو حتى المقدور به حواشي کښ وليکه د قلمي نسخو تفصيل دا دي: 

(۱)مهمه نسخه چه په تقریباً ۱۵۰۰ مخ کی پر اعلا زاره کاغذ خورا خوشخط په ١١٤٢ هجري کال په اتلسم د جمادي الثاني د شيخ محمد اعظم نو مسلم به خط په امر د اسد خان ليکلي شوي او بيا ملا عبد الحليم نامي حاشيه پر ليکلې او مشکلات في حل كړي دي. دا نسخه به ترتیب کښ له نورو سره سمه ده، د ليکلو ځاي ئي ندي معلوم په املا کښ هم له نورو قلمي نسخو څخه فرق نلري د ځنو لغاتو په حل کښ موږ له دغي نسخې څخه كومك اخستي او حواله مو ورته کړې ده، دا نسخه څلویښت کاله پسله وفاته د خان ليكلې شوې ده.

(۲) دوهمه قلمی نسخه به تصرف د ع. ج ، اما نشان محمد گل خان وزیر صاحب داخله ده چه ډېره خوشخطه او صحت ته نیژدې ده دا نسخه به قندهار کښ ليكلي شوي ده، اما د ليكلو كال او ليكونكي تي ندى معلوم ډیر زواید هم لري به خط او املا او ترتيب كښ له نورو قلمي نسخو فرق نلري.

(۳) دریمه نسخه به تصرف د پښتانه فاضل جناب مولوي ابو الوفاء صاحب قندهاري ده چه موږ ته ئې له حیدر آباد دکن را ولیږله دانسخه که څه هم په خط کی تر نورو پاته ده اما ډیر زوايد لري او اکثر بیتونه ئې په نورو کښ نشته او بشير ښکاره کیږي، د دې کتاب قطعات په غره د شعبان ۱۱۷۰ کال ، او رباعيات ئې په ۲۷ د ذيقعده ۱۱۷۱ کال او غزلیات تې په ۷ د ذیقعده ۱۱۷۱ کال او قصايد ئي په ٢٤ د شعبان ۱۱۷۰ هجري كال ليكل شوي دئ، د كتاب ليكوني ندى معلوم مگر د شاهجهان پور په ښار کښ ليكل شوي دي او دا ښکاره کیږي چه کاتب ئې په پښتو نه پوهېدي، محض في نقل اخيستي دی، ولي چه ډېر ځابونه سهو او خطا لري.

(٤) څلورمه نسخه به تصرف د جناب حاجي احمد على خان هوتك د قندهار وه چه خورا خوشخطه او صحيح وه. ترتيب او ليك او املا ئي لكه نوري قلمي نسخي هغسي دي فرق نه سره لري د کتاب د ليکلو کال او كاتب تي ندى معلوم


تشكر

دلته به یې وړه نه وی چه موږ له دغو محترمو پښتنو څخه چه خپلي قلمي نسخې ئې د نقل او مقابلې او سمون دياره مور ته را لېږلي دي تشكر وكړو او دا د دوي كومك په احياء كښ د دې اثر د پښتنوالي او پښتو غوښتو له پلوه د خوښی او تشکر په سترګه ووینو چه د دې کتاب په نشر كښ دوى لو برخه لري.


د کتاب توكونه

د خوشحال خان کلیات په اصلو قلمي نسخو کښ هم څلور تو که دی موږ هم پر هغه اساس سم چاپ کي لکه له فهرسته څخه چه څرگندېږي، لمړی ټوک ني غزليات دي، دوهم ټوک قصائد دي دريم ټوک رباعیات او څلورم ټوک قطعات او متفرقات دي.


تعداد او زوائد

په دغه کتاب کښ د ډکټر ډبلیو بلیو انگلیس تر چاپي نسخه ٨٤ بدلي، او ۲۰۷ رباعيات او د قصائد او مجموعاً ټوله ١٤٠٠ بیتونه تر چاپي نسخه زيات له قلمي نسخو څخه را نقل شوي دي. له دغه جهته نو موږ دا وبلاي شو چه دا نسخه بشپړه ده، او تر اوسه د خان کلام په دغه بشپرتیا چا ندی نشر کړي او نوري ټوله نسخی علاوه پر غلطی او اړولو د اصلي الفاظو لي او كمي هم دي. او دغه نسخه له هره حيثه بشيره گڼله كيږي.


غلطنامه

حني سهوي او غلطی چه په مطبع کښ پېښي شوي دی په پای کښ د کتاب ني موږ غلطنامه هم ترتیب کړې ده. پښتانه به امری کتاب د غلطنامې له رويه سم کړي، بیا به ئې نو ولولي.


ځني گران كلمات

د كتاب حتي كران لغات او كلمات مور حتى المقدور حل کړه او حاشيه مو پر ولیکله د ع. ج، وزیر صاحب داخله سيند او د جناب راحت الله زاخيلي پښتو لغات او د پښتو مرکې د قاموس یوه برخه چه زموږ څخه شته او زموږ خپل له لغوي پښتو یاداشتونو څخه خلاصه به هره تو که چه کوم لغت حل کيدي، ترجمه مو ورته وكښله. سره د دغه هم خني بيتونه او حني كلمات دغسي حل طلب پاته شوه چه بیتو ته مو (ح) ليکلې ده او په پای کښ د کتاب مو يو د نادره جدول هم زياتي كي او هغه لغت چه د کتاب په ټولو مخو كښي راغلي دي موږ يې مخ وښووي او د حل طلبو لغاتو ترجمه مو پښتنو ته پرېښووه گندي پښتانه دا ابيات او لغات حل کړي او په دوهمه طبع کښ بیا ترجمه سره وليكي هيله لرم چه پښتانه له دي قصوره ما معاف كاندي.



د کتاب املا او رسم الخط


تر اوسه چه ما د خوشحال خان یاد دده د کورنی د ادباو قلمي ديوانونه ليدلي، ټوله په متحد رسم الخط او املا ليكلي شوي دي داسي ښکاره کیږی چه په هغه وخت کښ دغه املا مروجه وه دوي د پښتو مخصوص حروف داسي ليكلي دي:


ټ= ط                                                           مثلاً -ټول = طول


 څ=څ                                                                څوک = چوک


ځ=ځ                                                                 ځما = حما


ډ= د                                                                  ډېر = دبر


ر = ز                                                             زړه = زره


ن = ن                                                               رڼا = رنا


علاوه پر دې د (ښ) او (ر) حروف لکه پارسي (ش) او (ژ) ليکي او د كاف او كاف فرق هم نه کوي، د خوشحال خان توله قلمي دواوين او د عبد القادر خان او علي خان او كاظم خان او اشرف خان هجری چه ټوله له خان پښته دی دیوانونه ني ټوله په دغه املا ليكل شوي دي او رسم الخط د ټولو هم پارسی نستعلیق دی نه عربی علاوه پر دغه د کتاب د املا په خصوص دا لانديني ملاحظات وكوري

(۱) نی چه ضمير د غایب دی په همزه بي تكو ليكل شوي او (ى) يعني هستي چه له افعال ناقصه څخه ده مخاطب

مخصوص دي په ټكو بي همزه ليكل شوي دي، مگر په ځنو ځايو کښ د مطبعي خطا په سبب د دغه کلمې سره گډ شوي دي. ځکه چه له موقع څخه ښکاره کیږي نو به گندي ویونکو ته اشکال نه پېښوي، په نورو ځايو کښ د دې دوو کلمو د شکل تميز شوي دي (ني. بي).

(۲) مفغن كلمات ټوله په پښتو املا او مفغنو حروفو ليكل شوي دي لكه كميس كيسه وخت او نور، چه په پیریو پیریو پښتنو دغه کلمات پخپله ژبه کښ را اړولي دي او په قلمی نسخو کښ هم دغسي ليك دي. 

(۳) کلمه د کښ د پښتو له ظرفی کلماتو څخه ده په ټولو قلمي نسخو کښ په يا کښي) ليکلې ده، مگر اوس بی یاء مروجه ده، نو په هغه ځاي کښ چه قافیه نه ورانېده، موږ کښ بي يا وليكله او د یا په قافیه کښ مو مجبوراً كښې د ياء سره ولیکل چه ترتیب نی وران نشي.

(٤) حني كلمات په اختلاف د محاورو لږ څه تغيير کوي. يا ني املا ډېر فرق نه کوي نو ئي املا پر یوه ډول نده راغلی. مثلاً کوته، کته ،خو سو جنگی چنجي ورخه وروحه رویبار رببار توکي توکي ځکه چه دواړه محاوري ني صحيحي دي نو زما په عقیده دا اختلاف د املائي هم پروا نلري. 

(۵) کلمه د خپور کله کله پر جلا محاوره برابر خور) ليکلى او جمع نی خواره راغلې ده چه له موقعه ښکاره کیږي. ځکه چه خور دوي معناوي لري او مورد د اشتباه لوېږي، نو موږ ئي املا خپور غوره کړه که کوم ځاي خور ليكل شوي وي. تصحيح دي وشي. دغسي هم سپور په معنا د سوار كله كله سهواً سور ليکلي ده ځکه چه د سپور کلمه غوره ده، نو که پښتانه تصحیح وکړي ښه به وی ولی چه سپور وضعي او سور تقريباً د مفغن شكل لري. دغسي هم کلمه د زر يعني زور که څه هم د خټکو محاوره ده مگر په خنو ځايو کښ چه اشتباه پیښېده، موږنې د قندهار محاوره ژر ولیکله چه محل د اشتباه نه و، هلته زر هم راغلې ده.