126

زه شاعر نه يم خو دا لیکم داكتر فاروق اعظم ته

دیوان ، غزل
28 April 2016

ې د قام د درد او غم ځینې خبر شي

 پوه لارښود شي د ټولنې ښه رهبرشي


د حالاتو پیچ او خم  ناکام وختو کې

خدمتګارپه صداقت د قام نوکر شي


په چوپړ کې  دخپل قام  او ولسونو

استواره، پا بر جا په شان د غر شي


بد حالت کې د ولس په غم،غمجن  وي

د دښمن مکر، فریب ته لکه سپر شي


قربانې ته شي حاضر د خیر په لار کې

په چوپړ کې دخپل قام  د خیرمصدر شي


چې د قام او د ولس په درد دردمند وي

دهیواد دهر خیر خواه د زړګي سر شي


شته اخلاص او علمیت یې په وینا کې

د فاروق اعظم لار ښود ته که نظر شي