32

د میرزا احمد علی کتابچه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا هم يو خطي کتابگوټی دی چي يوه نسخه یې د قلات په کتابخانه کي وه مؤلف يې احمد علي د خداداد خان د وختو د شاغاسي ولي محمد د مخ سړی دی. (۱۸۵۷ - ۱۸۹۳م) دغه کتابچه له ۱۸۱۷ تر ۱۸۹۳ پوري د کلات د خانانو محراب خان او دوهم میر نصیر خان او خداداد خان احوال لري، مؤلف يې په سنده کي ملازم و، په فارسي يې شعر هم وايه خطي دېوان لري. دا کتاب د قلات د بلوڅو خانانو روابط له افغانستانه سره هم نيسي.