پارتيان
(هیرکانیا) او (پارتیا) د آریانا د شمال غربی ولايتو څخه دوه ولايته دی چه ځينی وختونه په جلا جلا نومونو (هیرکانیا) او (پارتیا) او ځینی وختونه په یو لوی نوم (پارتیا) سره یاد شوی دی او د هری رود له حوزی څخه د خزر د بحیری تر سواحلو پوری په منطقو باندی مشتمل و چه له دغه ځای څخه د (مدیا) سرحد شروع کیده، په بل عبارت (پارتیا) د دامغان، شاه رود، جوین، سبزوار، نیشاپور، طوس، نوی ښار، ترشیز له سیمو او د اترک او هریرود له حوزی نه مرکبه وه:
لکه چه د لومړی جلد په دوهم فصل کښی د آریانا حدود بیان شوی دی (اراتوس تنس) او (استرابو) چه د هغه د خولې نه خپل نظریات بیانوی د آریانا حدوده غرب خواته داسی ټاکلې دی چه (پارتیا) او (پارتا کنه) د آریانا جز شمیرل کیدل او (مدیا) او (فارس) ورځنی د باندی پاتی کیدل له دې کبله د دغو اساسی او صحيحو تقسیماتو له مخی ویلی شو چه پارتيا د آريانا په شمال غرب کښی یو آخرنی ولایت ؤ چه د (مدیا) د خاوری سره ئی تماس درلود، د همدی کبله هرودوت په دریم کتاب (۹۳) او (۱۱۷) بند کښی پارتیان د خوارزمیانو، سغدیانو، آریایانو (د هریرود د حوزی د خلکو) هیرکانیانو د (گرگان د خلکو) سرنگیانو (زرنجیانو) او د تها منيانو (تيمنيانو) سره چه دغه ټول د آریانا د اوسیدونکو جز دی یو ځای یاد کړی دی، او (داریوش) هم د فارس د خاورې نه د باندی د خپلو فتوحاتو نه وروسته په هغه رویه چه د آریانا د بیلو بيلو ځایو د اوسيدونکو د نومو په یادولو او ذکر کولو کښی ئی درلوده او جلا جلا د هغوی نومونه یادوی پارتیائی په سرنجیا، آریا، سگرتیا، او هیرکانیی پوری تړلی او یو ځاى ئې د هغوی نومونه یاد کړی دې او له دغو بياناتو نه واضحه معلومیږی چه پارتیا د زرنج د ولایت او د هامون د علاقې او د هریرود او هرکانیا د حوزی په شان د آریانا د خاوری جز او د مدیا او فارس د حدودو نه د ناندی پرته وه.
پارت او پارتیا یعنی د هغه قوم او ځای نوم چه د هغو په نومونو شهرت لری د یوی لويې ډلې مدققینو توجه ر اگرځولی او د هغه په باب کښی ئی په مختلف او متناقض صورت نظريې ښکاره کړی دی خو عموماً په دغه عقیده دی چه دوی د باختر له خلکو څخه او د باختر د آریائی کتلې له جمالی څخه دی. پارتیان لکه چه د نوم نه ئی او د هغی خاورې له نوم څخه چه د دوی په نامه مشهوره شوی ده، واضحه معلومېږی چه د آریائی باختری (پکت) یا (پخت) قوم یوه څانگه ده (پکتیان) یا (پختیان) یعنی (پختی) چه نوم ئی په اوستائی کلمه (بخدی باندی) د بلخ ډیر پخوانی نوم دی تاثیر کړی دی، هماغه مشهور قوم دی چه د ویدی سرود له پخوانی کتاب یعنی (ریگوید) څخه تر نن ورځی پوری په ټول آريائی مأخذ کښی د هغه نوم او نښان او موقعیت څرگند او بیان شوی دی، پښتیان د باختری کتلی د آریائی نورو لويو قبیلو په شان هغه وخت چه لوی مهاجرتونه د ۲۰۰۰ ق م کلونو په شاوخوا کښی شروع شول دوی څانگی شوی دی چه یوه څانگه ئی د هندوکش جنوب ته راښکته شوه او بله څانگه په بخدی کښی پاتی شوه.
هغه څانگه چه د هندوکش جنوب ته راښکته شوه د یو ټولگی نورو قبائلو سره چه په ټوله ویدی دوره کښی د هغی سره ملگری او متفق وو د سپين غر د دواړو خواؤ په لمنو کښی د آریانا په جنوب شرقی علاقه کښی میشت شوه او د ریگوید سرود په بیلوبیلو ځايو کښی له دوی څخه د (پکهت) یا (پښت) په نامه یاد او ذکر کړی دی او د دوی د ځینو پادشاهانو نومونه ئی هم اخستی دی. هغه علاقه چه دوی پکښی واوسیدل یعنی د جنوب شرقی آریانا ټوله برخه چه د (سپیتا گونا گیری) لوی او ښکولی غر (سپین غر) ئی په منځ کښی پروت دی د دوی په نامه (پکتیا) یا (پښتیا) سره مشهوره شوه. لکه چه (هروت) هم دغه خلک د (پکتويس) په نامه او د دوی د استوگنې خاوره ئی د (پکتیکا) یا د (پکتیا) په نامه یاده کړې ده چه د سند تر برخو او حدودو پوری خپره او پراختیا ئی درلوده، باید دا وویل شی چه دغه نومونه که د ویدی زمانی په تلفظ کښی وی او که د هرودوت په لیکنو کښی په (ک) سره ئی نوشته او تلفظ نه کیده بلکه د (ش) او (خ) ترمنځ په یو حرف سره ئی ادا کیدله چه د پښتو (ښ) ئی په ښه شان سره نمایندگی کرلی شی. نو له دی کبله ويدی شعراو او که هرودوت ؤ د دغه نوم صحیح صورت ئی اوریدلی او پخپله ويناوو او لیکنو کښی ئی ثبت او قید کری دی.
په دغه اساس دغه نوم (پښت ؤ چه په فارسی رسم الخط کښی يو شکل ئی (پخت) او (پختی) کیږی، او (پکتیا) (پختیا) هم د همدغی قاعد دې لاندی راځی او اوس ښه معلومیږی چه (پخت) او (پختی) او (پختیا) د (بخد) او (بخدی) (پارت) او (پارتی) او د (پارتیا) په کلمه باندی تاثیر کړی دی او یا په بل عبارت دغه ټول نومونه او کلمی له یوې کورنۍ او د (پښت) له ریښې څخه مشتقی شوی دی.
په هر حال د (پښت) د قوم يوه څانگه همدغه وه چه له بخدی نه د هندوکش جنوب ته راغله او د (سپين غر) د غره شاؤخوا علاقه د دغی څانگی په نامه (پختیا) سره مشهوره شوه. بله څانگه ئې د هندوکش په شمالی برخو کښی ډیره موده پاتی شوه او ویدی او اوستائی دورې ئې په دغه ځای کښی تیرې کړې او حتی ځینی کورنۍ ئی د یونان او باختری دولت خپلواکۍ تر زمانې پوری (۲۵۰ ق م) په بلخ کښی اوسیدلې، د دوی مهمه برخه اوستائی دورې په آخرو، وختو کښی د هريرود د حوزې په شرق کښی خپره شوه. نو (پارتیان) د (پښت) یا (پخت) هماغه د باختری آریائی قوم يوه څانگه ده چه نسبتاً په نوې زمانه کښی له بخدی نه لمر پریواته خواته خوځيدلې او د خزر د سواحلو او هریرود تر منځ علاقه کښی ځای ونیو او خپل د استوگنې ځای ئی پخپل نوم (پارتیا) سره مسمی کړ لکه چه د(پختیا) او (پارتیا) د جنوبی او غربی څانگی د استوگنی د ځای نوم نه یواځی یو وزن او يو آهنگ لری بلکه یوه کلمه ده او د یوې کلمی څخه په یو ټاکلی شکل او صورت جوړه شوی ده د (پارت) د کلمی معنی ځینی پوهان (تبعید شوی) وائی دغه هم ښکاره کوی چه د پارتیا خلک په اصل کښی د دې علاقې اوسیدونکی نه وو، بلکه له د باندی څخه یعنی د باختر له برخو څخه دغه ځای ته راغلی او خپاره شوی دی. د پارت او پارتیا اصلی او پخوانی تلفظ د بیستون له ليکنو څخه هم معلومیږی او په هغه ځای کښی دغه کلمات نه په (ت) بلکه په (ث) د (پرثو) او (پارثيا) په صورت راغلی دی چه زیاتره د (پښتو) او (پښتیا) شکل ته ډیر نزدې دی.
لکه چه د ارمنی مدارکو څخه معلومیږی دوی په (پارت) ته (پهل) وایه.
او دغه نوم د (بهل) (بخل) (باخل) (بخلی) نومو ته چه په منځنۍ (متوسطه) دری ژبه کښی بلخ ته ورکول کیدل، نژدی بلکه یو شی دی. او له دې نه هم معلومیږی چه بخدی سر بیره پدی چه د پخت، پختی، او پارتی د پخوانیو نومونو سره ئی ډیر شباهت درلود پهل؛ بهل، او پخل د باختر او پارتيا نومونه د دوی ژبی په منځنۍ دوره کښی هم یو شی ؤ، او د باختر او پارتیا تر منځ ارتباط ډیری پيړۍ دوام وکړه وروسته تر دې چه د پارتی حکومت د ثقل مرکز لمر پریواته خواته د دجلی د سیند شاؤ خواته ورسید او د آریانا له حدودو څخه وووت بلې څانگې د (ونونس) تر زمامدارۍ لاندې د هیرمند او ارغنداب په حوزه کښی جلا سلطنت جوړ کړ. چه د آريانا په تاریخ کښی د ( پهلوا) په نامه یادیږی.
پارتیا په جغرافیائی حدودو کښی چه د مخه مو بیان کړل د (۶ ق م) پیړۍ نه پخوا د آریانا د ډیر غربی ولایت په حیث موجوده وه او له همدغه جهته د هرودوت په ليکنو او د داریوش د مفتوحه ولایت د نومونو په فهرست کښی ئی نوم ياد شوی دی خو مملکتی او سیاسی موجودیت ئی تر هغه وخته پوری په پرده کښی پت ؤ چه (ارساس) له هماغو پارتی کورنیو څخه چه په بلخ کښی پاتی وې د (۲۵۰ ق.م) په شاو خوا کښی د غرب خواته راغی او د شامی یونانیانو د سلطی په ضد ئی د خپلواکۍ اعلان وکړ. د (ارساس) یا (ارشک) د بلخی والی په باب کښی زیاتره پخوانی او کلاسیکی مؤرخینو په یوه نظریه او په يوه عقیده دی استرابو په ۱۱ کتاب نهم فصل دریم بند کښی و ائی چه: (ارساس) یا (ارشک) یو باختری سړی ؤ، له دغه ځای نه ئی مهاجرت وکړ او پارتیا ته راغی او خلک ئی د سلوسیانو په ضد پورته کړل، اریان وائی چه «ارشک» او «تریداتس» (تیرداد) د (فری یاپت) زامن وو او د «ارشک» نومی نمسی دغه دوه ورونه له باختر نه پارتیا ته راغلل په دغه وخت کښی د پارتیا یونانی حکمران «فرکلس» « Fherecles نومید. هر کله چه «تری داتس» یو پیمخی، خوش رنگ او خائسته هلک ؤ نو یونانی حکمران غوښتل چه د دغه هلک له جمال او ښکوليتوب نه استفاده وکړی ارشک د «فرکلس» له دغه وضعیت نه بد ويوړل او متنفر شو د «پارتيا» حکمران ئی و واژه او د سلوسیانو په ضد پورته شو، ژوستن وائی چه ارشک يو مجهول او بی نام ؤ نشان سړی ؤ وروسته تر دې چه (دیودوت) په باختر کښی چه یو زر ښارونه ئی لرل د خپلواکۍ اعلان وکړ، نورو شرقی علاقو د ده پیروی وکړه، او ارساس هم د خپلو یو شمیر تابعینو سره پارتيا ته راغی او د دغه ځای والی (دروگرس) ئی وواژه او گرگان ئی ونیو او د سلطنت د نظام او د قوی اردو په تشکیل ئی پیل وکړ، لومړی له سلوکوس او د باختر له پاچا نه په ویره کښی ؤ خو د(دیودوت) مرگ دی بیغمه او هوسا کړ او د باختر د پاچا د زوی سره چه د ی هم (ديودوت) نوميد متحد شو.
موئیز دوخورن (موسی خوری) ارمنی مؤرخ چه په پنځمه پیړۍ کښی ئی ژوندون کاوه د پارتیا د پیښو او د سلوسیانو سره د دوی د جنگونو د بیانولو په ترڅ کښی ارسا س په اصل کښی بلخی بولی نو په دغه ترتیب د ارساس يا ارشک په باختری والی کښی کوم شک او شبهه نشته او د ځينو هغو کسانو په باب کښی چه دی ئی له (داهی) قبیلی نه بللی دی ویلی شو چه (داهی) د باختر د(پارتی) یا (پختی) د لویی کتلی او ټولنی یوه قبیله او عشیره وه د ارساس د زمانی د مسکوکاتو او ليکنو نوشته یواځی په یونانی ژبه او رسم الخط وه او د ده په مسکوکاتو کښی چه د پارتیا په خاوری پوری مخصوص وو او د هغه ځای د ضرب نښه او علامه لری بله ژبه او رسم الخط ليدل شوى ندى خو په یوه سکه کښی چه په افغانستان کښی پیدا شوی ده او په غالب گمان د سیستان په غاړو پوری مخصوصه وه او د هغی په مخ باندی د پاچا نوم او د سکی لیکنه او نوشته په دوو ژبو لیکل شوی ده چه یوه ئی خروشتی ژبه او رسم الخط دی چه د هندوکش په نیمه جنوبی برخه کښی معمول وو.
د ارساس کورنۍ د مسکوکاتو په یوه خوا کښې بیله کومی نوشتی نه د پاچا سر نقش شوی دی او په بل مخ باندی یو داسی ناست هیکل لری چه غشی ئی په لینده کښې ایښی دی او څلور واړو خواته ئی په یونانی ژبه او رسم الخط داسی نوشته شوی ده چه د سکی په مخ باندی یو مربع تشکیلوی.
پارتی پادشاهانو ارساس نه یواځی د سلطنتی کورنۍ موسس باله بلکه په یو لوړ مقام ورته قائل وو حتی له ده څخه ئی د خپلی کورنۍ دپاره يوه حامی او ساتونکی رب النوعه جوړه کړی وه او په همدغه رویه چه د پلرونو او نيکونو د احترام د مفکوری حکایت کوی ټولو په مسکوکاتو کښې د ده نوم تکرار کړې دی او د بازيلوس یعنی (پاچا) او د (بازیلوس بازیلون) یعنی د شهنشاه عنوان ئی د لوی او عادل، کبير مشهور او د نورو مختلفو صفتونو سره پخپلو مسکوکاتو کښې ضرب کړی دی. پارتیان د افغانستان په پخوانی تاریخ کښې له ډيرو جهتو څخه شامل دی لومړی پدې علت چه د (پارتیا) علاقه په جغرافیائې لحاظ د آریانا د خاوری جز وه، دوهم ، پارتیان د پښتیانو یوه څانګه وه چه له باختر نه ئې هغه ځای ته مهاجرت کړی او هغه علاقه ئی پخپل نوم (پارتیا) سره مشهوره کړه، دریم: ارساس د پارتی سلطنت موسس د خپل ورور او کورنۍ سره د باختر له خلکو څخه و او له دغه ځای نه پارتيا ته تللی اوسلطنت ئی جوړ کړی دی څلورم: تر هغه وخته پوری چه د پارتیا د حکومت مرکز له (هکاتو مپی لوس) نه چه (د دامغان د جنوب په اته ميلی کښې ؤ) د ډجلی غاړی ته نقل شوی نه و، پارتې پادشاهانو زیات و کم زمونږ د مملکت په غربی او شمالې غاړو کښې نفوذ او حاکميت درلود پنځم: (ونونسن) یو پارتی حکمرا ن د «۱۲۰ ق م» په شاؤ خوا کښی د هیرمند او ارغنداب د حوزی په ځمکو کښې يو مستقل او خپلواک سلطنت جوړ کړ او د پهلواد مستقل سلطنت او کورنۍ په نامه کامله د آریانا د تاریخ جز دی، نو په دغو جهتونو چه ذکر شول د د پارت د سلطنت د تاسیس له زمانی څخه تر هغه وخته پوری چه د هغوی د حکومت مرکز او د حاکمیت د نقل کانون ئی د غرب خواته وړل کیږی په دغه باب کښی په لنډ صورت بحث کوو او وروسته بیا د پهلوا کورنۍ تعقیبوو: لومړی ارساس: (٢۴۸ – ٢۴٩ق م) دا سړی لکه چه پورته وويل شو باختری او د پکت له قبیلی یا د بلخ د «داهی» له کورنۍ څخه وه پس له دې چه (دیوډوت) د (٢۵٠ ق م) په شاوخوا کښی د خپلواکۍ اعلان وکړ د یونان او باختری خپلواک سلطنت بنسټ ئی کښیښود، د ځینو روايتو له رويه يوازی او د ځینو نورو مدارکو په شهادت د خپل ورور تری داتس (تیرداد) نامی سره د هریرود د حوزې خواته ولاړ او له هغه ځای څخه پارتيا ته راغی او د باختریانو د خپلواکۍ غوښتلو د رويې په تعقیب د خپلواکۍ غوښتلو په ځينو اقداماتو بوخت شو، لومړی کار ئې چه وکړ دا و چه د خپل ورور او د خپلو طرفدارانو او د هغو وگړو په مرسته چه د ده پر خواوو «فرکلس» د شام د سلوسی دولت یونانی حکمران ئې په پارتيا کښی وواژه او د شامی سلوسیانو پرضد ودرید د پارتی سلطنت د تاسیس کال (٢۴٨ – ٢۴٩) یعنی د يونان او باختری دولت د خپلواکۍ تر اعلان تقريباً يو کال وروسته ټاکل شوی دی، د پارتی سلطنت مرکز د هکاتومپی لوس Heca Tompylus ښار ؤ.
(راولنسن) د دی ښارو موقعیت «جاجرم Jajorm» ته نږدې ټاکلی دی اپولودوروس «ارتمیس» د پارتیانو پای تخت (۱٢۶٠) استاده يعنې ١۴۴ میله د شرق خوا ته د خزر په بندر کښې ټاکلی دی ځینی نور لکه (ويليم جکسن) د (هکاتومپی لوس) ښار د «کومی Komis» پخوانی ښار ګڼی او موقعيت ئې د اوسنی دامغان د ښار د جنوب په (۸) میلی کښې بولی، ځینی نور هم بیا عشق آباد د پارتيانو لومړنی مرکز بولی.
لومړی دیودوت او لومړی ارساس چه يو په باختر کښې او بل په پارتيا کښې د شامی سلوسیانو پر ضد تقریباً د يو کال په فاصله د خپلواکۍ اعلان وکړ.
دواړه تر څو چه ژوندی وو په خپل مقصد بریالی پاتې شول، ارساس لومړی د یونان او باختری دولت او د سلوسی سلطنت تر منځ له خپل موقعيت څخه په ویره کښې ؤ مګر د شرق له خوا نه د ده پریشانی په داډ او امید بدله شوه او د باختر او پارتیا د خپلواکو پادشاهانو تر منځ موافقه وشوه او سلوسيانو په هغو بی اتفاقيو سره چه په دی وخت کښې ئی په خپلو منځو کښې درلودلی دوی ته کوم ضرر- و نه رسولی شو.
تری داتس: د پارتی دوهم پاچا «تری داتس» د ارساس ورور ؤ، چه معمولاً د دوهم (ارشا ک) په نامه هم یادیږی، د پارتی دولت اساس په تری داتس سره نور هم پسی قوی شو، که څه هم په لومړی سر کښې ئې د(سلوکوس کالی نيکوس) له لاسه ماتې وخوړله، مګر سمدستی د اکسوس او ایګزارت تر منځ علاقی ته وخوځېد او له هغه ځايه ئی د ځان د تقویې د پاره وگړی راوستل او خپل و ضعیت ئی ښه ټینګ کړ، دی د دوهم ديودوت د یونان او باختری دوهم خپلواک پاچا معاصر ؤ او دغو دوو پادشاهانو د سلوسی دولت پرضد پخپلو منځو کی یو اتحاد او تړون وکړ، تری داتس د یونان او باختری دولت د تړون او اتحاد څخه خورا خوښ ؤ. ځکه په دی ډول ئی زړه د شرق له خوانه هو سا او ډاډه شو او کولی ئی شول چه په آرامۍ سره د شام د سلوسيانو د بريدو او حملو مخه ونیسی.
تری داتس د لوی پاچا عنوان غوره کړ او ښار یا کلائې هم د (دارا Dara) يا (داريوم Dareium) په نامه جوړه کړه چه موقعيت ئې د ګرګان په دره کښې (ابیورد) ته نژدی ټاکل شوی دی.
ارتبان ١٩۶-٢١۴: تر ده وروسته زوی ئې ارتبان چه د دریم ارساس په نامه بلل کيږې پر تخت کښيناست، ده (اکبتان) یعنی همدان و نیو مګر دوهم انتيو کوش د ده له قلمرو څخه تیر شو او تر هیرکانیا پوری ولاړ او هلته ئې په ايوتيدم د يونان او باختری پاچا باندی حمله وکړه ځينو دغه انتيو کوش دریم انتيو کوش بللی دی او رښتيا هم داده چه دریم انتیو کوش پر پارتيا باندی حمله کړی ده او د ارتبان د قواو تر وهلو او زپلو نه وروسته باختر ته راغی مګر په پای کښی ئی د ایوتیدم او د یونان او باحتری دولت خپلواکی و پیژندله او بيا بيرته شام ته ولاړ.
فری یاتس: ١٩٨ - ١٩۶ ق م: دا سړی یا څلورم ارشک تر پلار وروسته پر تخت باندی کښیناست، دی د ایوتیدم او دمتريوس چه د یونان او باختری خورا مقتدر پاچاهان دی معاصر ؤ په دی وخت کښې هغومره چه د یونان او باختری دولت په خپلو فتوحاتو سره د نړۍ په څلورو واړو خواو کښې لوی او غښتلی شوی ؤ پارتی دولت د سلوسيانو د تعرضاتو او بریدو له کبله ضعیف او بی طاقته شوی ؤ په دغه سبب لکه چه د باختر د یونانی دولت په فصل کښې مو وويل ايوتيدم د یونان او باختری دوهمی خپلواکی کورنۍ موسس د غرب خواته متوجه شو او د (تراگزیان) او (تپوریا) ایالتونه ئې چه د پورتنی اترک له حوزی او د کشف رود له حوزی څخه عبارت دی د پارتياله خاورو څخه را جلا کړل او د هغه څخه ئی دوه باختری ولایتونه تشکیل کړل د پارت دولت په دی وخت کښی د یونان او باختری دولت د لوړتیا، غښتلوالى او قدرت څخه په ویره کښی ؤ او پس له دی چه د ایوتیدم او شامی دریم انتيو کوش تر منځ روغه و شوه ارتبان او (فری یاتس) هغو ناوړو او ضاعو ته چه ورباندی اخته شوی وو غاړه کښیښودله او تقریباً تر (٢۵) کالو پوری ئی چه تر (۱۸۱ ق م) پوری رسیږی څه و نه ویل او دا موده ئی په آرامۍ او چپوالی کی تیره کړه تر (فری یاتس) وروسته ورور ئې فرهاتس (لومړی فرهاد) پاچا شو، وائی چه ده ماردیان (Mardes) د (تپوریا) په علاقه کښی محکوم کړل.
میتری داتس: (١٢۶-١٧۴ق م) د پارتی پادشاهانو په ډله کښی (میترداتس) يا لومړی مهرداد خورا مشهور دی، ده په ځینو جنگی اقداماتو سره پارتی نفوذ او قلمرو د شرق او غرب خواته پراخ کړ، د ده معاصر په باختر کښی (ایوکراتیدس) ؤ چه هلته ئی حکومت کاوه، که په ځیر سره حقایقو ته وگورو نو څرگندیږی چه مساعد وضعیت ده ته موقع ورکړه چه د شرق او غرب خواته نفوذ پیدا کړی ځکه چه د شرق خواته د یونان او باختری دولت په هند کښی د ځمکو په نیولو بوخت ؤ، او په غرب کښی سلوسی دولت د روم د جگړو له کبله خورا ستړی او ستومانه شوی ؤ، په هر صورت هغه وخت چه ایوکراتيد د يونان او باختری پاچا د هند په سرحداتو کښی یا لکه چه ځینی وائی په پنجا ب کښی بوخت ؤ (میتری داتس) د یونان او باختری دولت په شرقې ولایتو باندی حمله وکړه او د (تپوریا) او (تراگزیان) ولایتونه ئی چه د (ایوتیدم) په وخت کښی نیول شوی وو بیرته ونیول او د پارتیا جزئی و گرزول، هر کله چه اسکائیانو هم په دی وخت کښی د شمال خوانه د یونان او باختری دولت تر تهديد لاندې نيولى ؤ او ایوکراتید هم په دغه وخت کښی ووژل شو، نو میتری داتس له پخوا نه زیات زړه ور شو او مروه ئی و نیوله، په دی وخت کښی هلیوکلس سمدستی د پلار پر ځای د سلطنت او پادشاهۍ اعلان وکړ مگر میتری داتس د باختر خواته را د مخه شو او دی ئی له نفوذ او اقتدار څخه وغورځاوه او درانجیان او اراکوزی ته متوجه شو هلیوکلس خپلی قواوى راغونډی کړې او د څو مودی دپاره لانور هم په باختر کښی پاتی شو او ټینگارئی وکړ مگر اسکائیان ورباندی را پاسیدل او دى ئې د هندوکش جنوب ته و شاړه.
وائی چه میتری داتس د یونان او باختری دولت د اداری نظام له دغو ويجاړتیاوو څخه زیاته گټه واخسته او د اراکوزی له لاری ئی پر کابل او د سند پر حوزه باندی هم نفوذ وموند تر دغو پیښو وروسته میتری داتس د پارس او بابل خاورو ته مخه وکړه او هغه ځايونه ئی هم و نیول او د سلوسی دولت سره ئی په داسی جگړو لاس پوری کړ چه شرحه ئی زمونږ د تاریخی چوکاټ څخه د باندی ده.
دوهم فرهاتس او دوهم ارتبان: پس له دی چه لومړی مهرداد د سلوسیانو سره د خپلو جگړو لمن پراخه کړه ده او د ده جانشينانو یعنی دوهم فرهاتس او دوهم ارتبان د دغه اړؤ دوړ څخه ځان خلاص نشو کړی هغه ؤ چه د دوی توجه د غرب خواته خورا زیانه شوه په دی وخت کښی د یونان او باختری دولت د هندوکش په جنوب کښی د خپلو قواؤ او نفوذ په ټينگولو بوخت ؤ او د شمال په برخو کښی اسکائیان او تخاریان باختر ته راغلی وو، هر کله چه د یونان او باختری دولت قواؤ او د هندوکش ډ بربن سد او ديوال د جنوب خواته د دوی لاره بنده کړی او نیولی وه نو طبعاً د باختر په غربی خو او کښی د هری رود د حوزی او د دغه ځای هغی خوا غربی مځکو ته متوجه شول او د پارتیانو سره ئی تماس وموند د اسکائیانو او پارتیانو تصادف مو لکه چه د یونان او باختری دولت په فصل کښی هم بیان کړ په مختلفو انواعو تعبیر شوی دی او یو بل تعبیر ئی هم دادی چه پارت سره د هغو مشکلاتو چه د غرب خواته ئی د سلوسیانو سره درلودل له اسکائیانو څخه چه په دغه وخت کښی باختر ته رسیدلی وو وغوښتل چه د دوی سره مرسته وکړی او د دوی د مرستی په واسطه راشی په هر صورت د پارتيانو سره د اسکائیانو مرسته په عملی ډول سره نه ده معلومه، مگر هغه شی چه ښکاره دی او ټولو منابعو ویلی دی هغه جنگ او جگړی دی چه د دوی تر منځ پیښی شوی دی او په پای کښی دوهم فرهاتس د اسکائیانو له لاسه او دوهم ارتبان د تخاريانو له لاسه ووژل شول لکه چه ژوستن په ۴٢ کتاب او دوهم بند کښی د دغو پیښو څخه په ښکاره دول بحث کوی.
د پارتی دوو پادشاهانو تر وژل کیدو نه وروسته د پارت د دولت وضعیت ډير نازک شو او په څلورو کلونو (١٢۰ -۱٢۴ ق م) کښی د آریانا په غربی غاړو او برخو کښې د پارتيانو اهمیت او نفوذ خورا لږ شو.
دوهم متری داتس: متری داتس یا دوهم مهرداد د پارت د لويو پادشاهانو څخه دی، هر کله چه اسکائیانو د پارت د دولت قلمرو او سیمه د شرق له خوانه تر سخت تهديد لاندی نیولی وه نو تر ټولو لومړی دی خواته متوجه شول او د اسکائيانو سره ئی کلکی جگړې وکړی او هغو ته ئی وار او موقع ور نه کړه چه پارتیا ته ننوزی نو اسکائیان د هريرود له حوزې څخه د جنوب خوانه و خوځيدل او مخه ئی وکړه او د هیرمند او هامون په حوزو کښی میشت شول.
او لکه چه وروسته به وویل شی دا علاقه د دوی په نامه په (ساکستانا) یا (سیستان) سره مشهوره شوه، متری داتس څو موده وروسته بیا خپلو غربی سرحداتو ته متوجه شو او د روم د دولت او ارمنستان سره ئی یوه سلسله جگړی وکړی چه بیان ئی د آریانا د تاریخ له چوکاټ څخه د باندی دی.
باید چه دومره وویل شی چه د ارمنستان او د روم د دولت جگړو له پخوانه زيات د پارتی دولت توجه او د عملیاتو د ثقل مرکز د غرب خوا ته یووړ او هغو دوه درې پادشاهانو چه تر دوهم مهرداد نه وروسته پاچاهی ته رسیدلی دی زمونږ د مملکت سره ئی کوم تماس او ارتباط نه درلود تر څو چه (اورودس Orodes) د پارتی دولت پایتخت (استزيفون) د دجلی غاړی ته یووړ، له دغه وخت نه راوروسته پارتیان د آریانا د تاریخ له چوکات څخه ووتل نو د دی فصل لومرۍ برخه په دغه ځای کښی پای ته رسوو او په دوو نورو برخو کښی د هغو اسکائیانو څخه چه د هغو (سیتی) قبيلو څخه يوه څانگه ده چه په دی وخت کښی زمونږ د مملکت د تاریخ په صحنه کښی راغلی دی او د ارغنداب او هير مند د حوزی له پارتيانونه چه د اسکائیانو په گډون سره ئی د پهلوا کورنۍ منځ ته راوايستله.