32

ټولنه یا اجتماع

از کتاب: پښتو او پښتنواله

په دې لاندي کرښو کي زه د خپل وسه سره سم د پښتو اجتماعي روحیات، پسیکولوژي او عقليت څه نه څه څرگندوم او هغه شيان چي د پښتو او پښتنوالي څلي ځني اوڅاريږي، تر څېړني لاندي نيسم:

ټولنپوهان يعني اجتماعيون او د اجتماع علما Sociologists وایي: ټولنه یا اجتماع په موجوداتو کي يو خاص ناموس دی، چي هيڅ شی له دې څخه نسي وتلای، یو ژوندی جسم که انسان وي که حیوان، که کوچنی ذره بيني مكروب، دا ټوله له خورا وړوکو کيمياوي ټوټو څخه جوړ سوي دي، او دا ټوټې له هغو بېخي کوچنوټو ذراتو څخه مركبي دي، چي په پښتو یې كك او په عربي يې جوهر فرد او په اروپايي ژبو يې atoms بولي، دا ککونه په طبيعت کي د ټولني خاصيت لري او دغه خاصیت یو د بل سره نښتون د ژوندون حرکت پکښي پیدا کوي. کوچني او لوی ژوي(حیوانات) ټوله په دغه اجتماعی خاصیت د ژوندون مجموعې لري، چي د دوی اجسام ځني ترکیب سوي دي، لکه د ژونديو شيانو اجسام چي د ژوند له مجموعو څخه جوړیږي، دغسي هم هر جسم او هر فرد له نورو سره نښت او یو ارتباط لري، په خزندو او چنجیانو او لويو حيواناتو کي هم دا خاصیت سته ، هغه حيوانات چي نباتات خوري، بېلي ډلي لري او الوتونکي هم شخړ_شخړ الوزي ، پیلان په زنگلو کي تر ۱۵۰ پوري یو ځای په ټولنه کي گرځي، دغسي هم نور هگان يعني وحشي حيوانات لکه د افریقا بېزوگاني توکم-توکم دي او یوه نوعه بېزو چي سيرکوپیتیکوس cercopithicus نوميږي ډله  ډله د خپلو مشرانو تر ادارې لاندي ژوندون،کوي مشر یې گوماري یا یې ژغوري، گوریلا او بابون تر دې لا ښه اجتماعي ژوندون لري.

مگر انسان خو په یوه مصنوعي او عقلي اجتماع کي ژوندون کوي، او دا خپل اجتماعی حیات هم تر یواځني ژوندون ښه گڼي او اجتماعي نظامات او افعال يې پر مقایسه او استدلال او استنتاج ولاړ دي. پرته له دې څخه د انسانانو ځيني وحشي قبایل هم د ټولني روح لري، هره ټولۍ یې له څو کورنیو څخه جوړه سوې، لکه د اسټراليا، جنوبي افريقا او سيلان ځيني ټولني.

د موجوداتو دغه حال ته چي څوك ځير سي، نو داسي ورته ښکاره کیږی، چي "ټولنی ژوندون" د انسانانو دپاره طبيعي او حتمي دی او زړو پوهانو چي انسان مدني يي بالطبع باله، هم مطلب دغه و، چي اجتماعي احساس يې پر طبیعت او خاوره ور اخښلی سوی دی او د ده د ژوندون لوازم او اړتیاوي هم په يوازيني ژوندون کي نسي بشپړېدلای، د خپل ژوندون دپاره اړ دی، چي د نورو كومك او مرسته ځانته ومومياو د ټولني په سيوري کي ځان وژغوري.

په حقيقت کي د انسان سعادت او کمال او نوري ټولي ښېگړي په اجتماعي ژوندون کي حاصليږي او د ژوندون ټوله مزایا هم بېله اجتماع لاسته نه راځي، ولي چي انسان د نورو په مرسته د ژوندون فواید او منافع لاس ته راولي او د سعادت ژوندون ته رسيږي او يو انسان يوازي او بېل ټوله ښېگړي نسي ميندلای