پښتو نوی شعر په افغانستان کي
په افغانستان کي د استقلال له غورځنګه سره د ژوندانه نوی تحول په ښه توګه ليدل کيږي، د دې نوي حرکت تاداو تقريباً يو قرن پخوا د مرحوم امیر شېر علي خان له زمانې څخه د ستر سياسي مفكر سيد جمال الدين افغاني په ظهور او په بالاحصار د نوي مکتب په تأسيس او د شمس النهار په تنکیو پلوشو په خپرېدنګ ايښود سوئ و، خو دوهم جنګ او د استعمار هولناکو څپو دا ملي حرکت د فکري خوا څخه پر ځای ودراوه او زموږ ملت له استعمار سره په خونينه مبارزه لاس پوري کړ او تقريباً نیم قرن وروسته، چي کامل سياسي استقلال بیا مونده سو، نو هغه فکري تجلاوي بيا زموږ د وطن پر کوډغلو چي له استعمار سره په اول او دوهم جنګ کي بالكل وراني سوې وې بيا وځلېدې. موږ استقلال وګاټه، خو پنځوس کاله له فکري پرورښته او له نوي پيشرفته څخه تر شا پاته سوو. په اول او دوهم جنګ کي زموږ ملت دا ثابته کړه، چي موږ دا وطن ساتلاى سو، او د خپل ملي موجوديت له پاره د دنیا له قويترين او غښتلي سازمانه سره هم ډغري وهلای سو او په هر حال کي خپل مركزيت خوندي کوو.
مګر يو قوم چي د خپلي خاوري او خپل ملي موجودیت په دفاع کي يو قرن توره په لاس پر ډګر ولاړ وي او په سرو وينوكي رغړي، هغه خو د فکر او ادب او علم او پوهني، روزني ته ابداً فرصت نه مومي.
په پښتو ادب کي د شعر په شکل نوي افکار او نوي محتويات په زاړه فورم او ډول، موږ لومړۍ پلا په سراج الاخباركي وينو، چي عبدالعلي مستغني او غلام محی الدین افغان او پرېشان او مولوي صالح محمد او ملا محمد افغاني نويس ځيني اشعار نشر کړي دي په دغو ادبي ټوټو کي د وطن خواهۍ نوی احساس، د افغانیت او ملیت نوی فکر او د عصري تجدد نوی حرکت ښکاري او دغه افکار وه، چي د استقلال د نهضت له پاره يې ډېره ښه زمينه برابره کړه.
زما ښه په يا دي، چي د استقلال تر جنګ درې څلور کاله دمخه ښاغلي پرېشان (اوسني داوي) د بلبل ګرفتار مسدس په فارسي ژبه نظم کړ او د استقلال له پاره يې د خپل ملت آمال د يوه ګرفتار بلبل په ژبه تصویر کړل او عين دغه ادبي ټوټه مرحوم مولوي صالح محمد په پښتو نظم کړه. دې دواړو ادبي ټوټو پر باسواده طبقه باندي داسي اثر وکړ، چي د بلبل ګرفتار منظومه به په کندهار کي له سراج الاخباره څخه ښځو هم لوسته. هغه وخت زه کوچنی وم، خط نه سوای لوستای، مګر دغه ادبي سندره مي اورېدلې وه، چي ښځو به په پښتو لوستله، خو سترګي به يې له اوښکو ډکي وي، ساړه اسويلي به يې له سينو څخه راختل، اما د وطن د آزادۍ قدر په دغو مجلسو کي پېژندلی و.
په دغه وخت کي ځيني نور پښتانه شاعران هم وو، چي د دوی آثار په سراج الاخبار كي نسته، مګر نوي افکار، او د وطن مينه، او ملي درد لري، لکه د کندهار سيد محسن آغا او ملا عبدالباقي افغان، چي خپل پښتو کتاب يې په تقریباً پنځه زره بيته کي د امير حبيب الله خان په نامه اهداء کړى دئ او ډېري اصلاحي او انتقادي او ملي برخي لري.
د وزن او ظاهري فورم په لحاظ خو د دغو شاعرانو په آثارو کي کوم نوی توب نه ښکاري، مګر په فکري لحاظ یې مضامین نوي دي، له نوي ژوندانه څخه ږغیږي، ملي دردونه بيانوي او غواړي چي شعر د ژوندانه سره ونښلوي، او په دې لاره کي موفق هم دي، ځکه چي هم د دغي ډلي مقبوله سعيه او نېکمرغه فكري حرکت و، چي ه د استقلال د بيا موندلو هنګامه یې توده کړه، او موږ کورټ د دوی دغه ادبي جهاد او زيار هېروو، او هم د دوی دغه فکري سلسله ده، چي په اوسني نسل پوري نښلي.
د استقلال تر بیا موندلو وروسته، موږ ډېر شاعران لرو، چي په فکري لحاظ نوي، او د فورم له خوا زاړه دي. مګر په دغه ډله كي مرحوم حاجي ولي محمد مخلص د خاص امتیاز خاوند دئ. دې سړي په کندهار د پښتو شعر نوی مکتب پرانیست، ډېر اصلاحي او انتقادي اشعار يې و ویل. خو ده ځان د پخواني مکتب په قيد او وزن پوري پوره مقید نه کړ. خپل افکار يې په داسي قالبونوکي واچول چي د عوامي ادب له اوزانو څخه اقتباس سوي وه.
مخلص د عصر او زمان سره ځيني تعابير او نوي استعارات وموندل، چي د ده شعر ته يې عوامي رنګ هم
ورکړ، مثلاً په بين المللي لومړي جنګ کي چي عثماني ترکانو د اروپا حکومتونو ته د المان په طرفداري د جنګ اعلان ورکړ، مخلص له دغي واقعې څخه په عشقي دنياكي الهام واخيست، او داسي تعبير يې ځني جوړ کړ:
توركان سترګو دي بيا ماته اعلان کړی د جنګ
مژګان دي زما و قتل ته ولاړ تيار يكرنګ
په دغه ډله کي مرحوم سید حسین سید او رحمت الله پوپلزی، او ملا جانان کاکړ او خواجه محمد زهير هم د يادولو وړ دي، ځکه چي د دوي اشعار هم اصلاحي او وطني رنګ لري او مسلسلاً ما څو کاله په طلوع افغان کي خپاره کړي دي.
د اعليحضرت محمد نادرشاه غازي تر دورې وروسته، چي د پښتو ادب کوم انکشاف او پرمختګ موندلى دئ، دا تنکی نهال ښه روزلی دئ. پخوانی انجمن ادبي او اوسنۍ پښتو ټولنه د پښتو شعر او ادب روزنتون سو، او په هغه دوره کي موږ لكه : أمين الله زمريالی، غلام جيلاني جلالي، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، ګل پاچا الفت، عبدالشکور رشاد او محمد ارسلان سليمي غوندي شاعران لرو، چي په فکري لحاظ خو بالکل نوي دي، اما د فورم له پلوه د دوی په ځینو آثارو کي د نوي توب څرکونه وينو.
د پښتو ادب په تاريخ کي دغه درنه ډله د پخواني كلاسيك مكتب او نوي مكتب تر منځ د منځګړو حيثيت لري. دوی د ګذشتګانو د ادبي رواياتو حامل دي او هغه زوړ ادبي ميراث يې نوي نسل ته رانقل کړى دئ او د پښتو ادب تاريخ هيڅکله د دوی مشكوره سعيه نه هېروي. دوی د خپل عصر او زمان سره مطابق په پښتو شعر کي نوي افکار داخل کړل. دوی نوی نسل له وطني او ملي حقايقو سره آشنا کړ، دوی د پښتو شعر تنکی نهال وپاله. په ادبي رواياتو کي چي کومه وظیفه د دوی پر غاړه وه، هغه په لکه غاړه اجراء کړه او د پېشقدمی عالی مقام يې وګاټه. مګر د زمانې خو نه دريږي او په کايناتو کي د تجدد او تحول قوي لاس خپل کار کوي او د بشر فکري کاروان هر وخت روان ښکاري، نو که اوس د نوي نسل زلمي ځانته د نوي شعر نوې دنيا جوړوي، دوی هم په هغه اندازه حق لري لکه دېرش کاله پخوا چي موږ ځانونه له پخواني فکري جریانه څخه وايستل او په پښتو شعر کي اصلاحي او انتقادي او عصري مواد داخل کړل.
یو مثال : پنځوس کاله پخوا زمانه در په یاد کئ! هغه وخت چا پښتو شعر نه وايه، او كه به څوك په دې فكر كي و، هغه به د خوشحال او رحمان پيروي کوله، د تورو زلفو په شکنجه کي به نښتی او د باڼو په غشي به ژوبل و، د شعر موضوع او محتوی يو زر کاله دغسي راغلې وه او خلک هم پر دغه لار تلل، یو وار ناببره غلام محی الدین افغان د شعر مجراء بدله کړه او په (۱۳۳۳ هـ . ق) يې په سراج الاخبار كي دکوم خيالي محبوب د اوږدو زلفو او ښکلي مخ او هلال آبرو د ستايني پر ځای د وطن په حقیقي دلبر پوري داسي سندره وويله :
زړه زما ډك دئ له ميني د وطن
خپل وطن ماته عزيز دئ تر خپل تن
هر يو ګل مي د وطن پر ما ډېر ګران دئ
تر کشمیره، تر پاریسه، تر لندن
که څه ډېر دي په جهان كي عزتونه
ډېر عزت دئ په خدمت کي د وطن
دا موضوع اوس موږ ته نوې نه ښکاري او ښايي چي ډېر زلمي يې د بيان يو مبتذل او فرسوده طرز وبولي، او له فکري پلوه يې هم خوښ نه کړي، مګر په هغه وخت کي بالکل نوې وه، او ښايي چي شاعر به د پخواني خيال او د زاړه مکتب پيروانو ډېر غندلی وي، چي ولي د رحمان بابا لاهوتي فکر، په داسي زميني موضوع تبديلوي؟
نو که موږ په هغه وخت کي مرحوم افغان د دغه نوي فکر په راوړلو نه پړ کوو، بلکي د نوي عصر په فکري تحول کي دی د پیش قدمانو په ډله کي دروو، ښايي چي د اوسني عصر نوي شاعر ته هم دغه حق وركو.