32

ملا مست زمند د (سلوك الغزاة) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

ملا مست زمند د (۱۰۴۰ هـ) په حدودو کي په يوسفزو کي اوسېد، او روحاني او عالم سړی ؤ، دی د اخوند چالاک نومي روحاني پير ؤ او په خپل عصر کې ډېر روحاني نفوذ وموند اخوند چالاک د اباسین په لتو کي د مغولو پر خلاف ډېر ملي حرکات وکړل او ملامست هم په دغو جگړو کي لاس درلود. 

ملا مست د پښتو ژبي لیکوال دى او يو کتاب يې د (سلوک الغزاه) په نامه کښلی دی چي قلمي منحصر بفرد نسخه يې په پښتو ټولنه کي سته په دې کتاب کي ده د خپل عصر تاريخي احوال ليکلي او مشاهیر او د پښتو مشران يې ښوولي دي د ډیرو جگړو بيان يې کړی او د خپل عصر هغه احوال یې کښلي دي چي په نورو تاريخو کي نه سو موندلای.

ملا مست عالم، ادیب سړی دی په فقه، تفسیر، عقايد، اخلاق کي ښه معلومات لري او د پښتو ژبي له پخو ليکوالو څخه گڼل کیږي، که څه هم د ده کتاب يوازي تاریخ نه دی خو بیا هم ډېر تاريخي حوادث ځني څرگندیږي او دی د مؤرخينو له ډلي څخه نه سو ایستلای. د مست زمند قبر تر اوسه د ننگرهار د شينوارو په غرو کي مشهور دی او خلک يې پېژني. د ملا مست په کتاب کي د سلطان محمود گډون پښتانه قايد په خصوص کي هم ښه معلومات لاس ته راځي او د اخوند چالاک جهادونه بیانوي. له (سلوک الغزاه) څخه د اوسني عصر پر ذوق او تاريخي تدقيق برابر لاندنۍ پيښي اخیستلای سو :

۱. دهغه عصر د پښتنو ځيني مشران او خوانین راښيي.

۲. د هغه عصر د پښتنو اوضاع په مشرقي خوا او پېښور کي ښکاره کوي.

۳. ابنیه او اماکن او د کلیو او مشهورو ځایو نومونه راښکاره کوي. 

۴. هغه حوادث او وقايع چي د مست په عصر کي تېر سوي دي لږ لږ او څه څه بيانوي.

۵. د هغه عصر عمومي د پښتنو روح او اخلاق او عواطف ځني ښکاره كيږي.

په اصل کي کتاب تر ديني احساس لاندي ليکل سوى دى، اكثري برخي يې هم ديني او اخلاقي او وعظي دي خو ځای ځای د قوم د تخضيض لپاره تبلیغ کړی نو د غازيانو نومونه اخلي، وقایع هم ليکي، مشران او قايدين هم يادوي، د ځايو نومونه هم څرگندوي، د عصر عمومي اخلاقي رجحان هم ځني ښکاریږي. موجوده نسخه ډېره ناقصه او بې پايه او له منځه پرې پرې او ډېره پرېشانه ده، ډېر مطالب مبهم او ناڅرگنده پکښي پاتيږي  او داسي ښکاري چي بله نسخه دې هم نه وي، د دې ټولو نواقصو سره هم ډېره غنیمت او قيمتي ده او بې له تاريخي بها ادبي پلو هم لري چي پر هغه بحث کول دلته نه ښايي.