متن
بسم الله الرحمن الرحيم
وایم حمد و سپاس د لوی خاوند او درود پر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم چی دی بادار د کونینو او رحمت د ثقلینو، لوی لوی رحمتونه دی وی د هغه استازی پر آل او يارانو چي دواړه جهانه په دوی دی روښان اما بعد زه غریب خاوری سلیمان زوی د بارک خان ماکو سابزی چی په ویاله د ارغسان هوسیږم او په دی مځکو پایېږم، په سن دولس شپږ سوه د هجرى تللی وم او د پښتنخا په راغو او کلیو گرځیدم او مراقد او اولیا او واصلینو می پلټل، او په هر لوری میکاملان موندل، او د دوی په خدمت کی خاکپای وم او هر کله په سلام ورته ولاړ.
چی له دی سفره په کور کی کښینستم او تڼاکی می و چاودلی د پښو، بيا پاڅیدلم او له څښتنه می مرستون سوم چی احوال د هغو کاملانو وکاږم او د دوی چی هغه ویناوی پاته کړی دی او پښتانه به لولی اوس.
ذكر قدوة الواصلين شيخ مشايخ بيټنی
چی د خدای په پیژندگلوی تر ټولو لوی، او بزرگ، نقل کاندی چی شیخ بیټنی هوسید په غره د کسی باندی او هلته ډیره او ده به هر کله څښتن باله او روزه به و، په شپو به د خدای په عبادت بوخت و.
نقل هسی کاندی یارانو چی په روزگار د شیخ بیټنی کی د ده ورور چی سړبن نومید، او پر شیخ هم خورا گران و، سړبن نه درلود زامن او هر کله به ویل خپل ورور ته، بیټنی خپل زوی اسماعیل ورکاوه او لوی سو د سړبن په کاله. خدای مهربان د اسماعیل په برکت سړبن ته نصیب کړه دونی زامن چی اوس تر وس تیر سو گڼون د هغو، د اسماعیل مرقد مبارک واقع دی د کسی پر غره، چی زه هلته تللی وم.
نقل کاندی چی بیټنی سپین ږری سو، نو ده به هر کله څښتن ستایه، او رب ته به یی درخواست کاوه چی زما په کاله او د سړبن او غرغشتی په کول کی برکت کښیږده، بادار قبول کړه د ده درخواست، او ډکه سوه زمکه د پښتنخا د دوی په کول.
نقل کاوه سی چی شیخ بیټنی به ډیر تر ډیر دا سندری لولی او د کسی غره کی به گرځیده په شپی:
لويه خدايه، لويه خدايه
ستا په مینه په هر ځایه
غر ولاړ دی درناوی کی
ټوله ژوی په ځاری کی
دلته دی د غرو لمنی
زموږ کیږدی دی پگی پلنی
دا وگړی ډیر کړی خدایه!
لویه خدایه، لویه خدایه!
دلته لږ زموږ اور بل دی
ووړ کورگی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کی موږ میشته ېو
بل د چا په مله تله نه یو
هسك او مزکه نغښته ستا ده
د مړو وده، له تا ده
دا پالنه ستا ده خدایه!
لویه خدایه، لویه لویه خدایه!
نقل کاوه سی چی په روزگار د غازی شهاب الدين چي پر کفر يرغل و، شیخ ملکیار چی د غرشین ستانه و هم ملگری و د شهاب الدین چی په ډېلی کی هغه ستر واکمن ټاټوبی وروښانده، او هم هوری مړ سو.
نقل کاوه سی چی په جوبله کی مسلمانان تر شا ولاړه، او کفارو بری وکړ، لیری نه و چی مسلمانان سی د کفارو په کټارو پپنا، او دښنه بری وکړی، چی ناڅاپه شېخ ملکيار راغی، او پر دښن (يى ) يرغل وكاوه او ډیر زښت (یی) ووژل.
نورو مسلمانانو هم د ملکيار تر اړخ توری وکښی او سره ومروړل (یی) دښنه. ستر څښتن دوی ته په مړانه د شيخ وركړه لو سوبه او بری چی پخوا هم نه و په برخه سوی د چا هيڅکله، په هیڅ ځای کی په جوبله کی ملکیار دا پارکی وویل، چی غازیان وپاریدل، او په څير د زمرو ور توی سول:
څښتن مو مل دی
اوس مو يرغل دى
ایواد د بل دی
غازیانو گوری
څښتن مو مل دی
توری تیری کړی
دښن مو پری کړی
منگولی سری کړی
څه له به تښتو
څښتن مو مل دی
گه ټینگ کړو زړونه
پر بری یونه
چی زمری یونه
اسلام را څخه دی
څښتن مو مل دی
غازيانو راسی
ټول شا و خوا سی
د شهاب په ملا سی
د شهاب په ملا سی
څښتن مو مل دی
نقل کاوه سی چی شیخ ملكيار ستانه به تل تتله د شيخ اسماعيل ستر ستانه پارکی ویل او ږغ به (یی) کاوه داشیخ د سړبن زوی و:
تښته وکړه له ابليسه
چی ابليس لعين ښکاره سی
هلته ورکه پلوشه سی
ټول نړی توره تیاره سی
سړی وران سی له ابليسه
غوڅ د پس په کټاره سی
که هر چا ابلیس خرڅ کړ
نو بی هلته ننداره سی
که سړی ابلیس ته پر سو
نو پر کور د ویر ناره سی
نقل کاوه سی چی بختیار می سترستانه و، له د نه څرگند سوی دی، هغه کرامات چی مو وگروهید او وویل موسی چی ستر پلار و د قطب تللی و له بختيارانو څخه او میشت و پر ایواد چی سند باله سی، لرغونی برخه زوی د موسی شیخ احمد ته لوى ستانه ورکړ سوی (و) د سنزر لاس (یی) ونیو وگروهید او پر نړی (یی) د ستن ږغو وه، او د خدای وگړیه به (یی) را بلل په سمی څو چی بمیا سو د وگړېه. بختیار په پښتو سندری کړینه، اوښی تویوینه، خدای ته ناری کړی، غلبلی کړي، پارکی لرینه چی یو یی دا دی:
ویر می زړه سوری سوری کړ
راته وگوره ملوکی!
په بیلتون کی دی وباسم
له خوږ منه زړگی کوکی
راته وگوره ملوکی!
راته وگوره ملوکی!
د بيلتون اورونه بل دی
هر گړی می زړگی سوځی
لیونی یمه د مینی
سوځم زه لکه پیلوځی
راته وگوره ملوکی!
راته وگوره ملوکی!
غوړولی دی اوربل دی
اور زما په زړگی بل دی
زه بختیار خاوری ایری شوم
په اور سوی می کوگل دی
راته وگوره ملوکی!
راته وگوره ملوکی!