32

چغانیان امیران - آل محتاج

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

چغان (معرب) یې صغان تر آمو ها خوا يو ځای دی چې اوس د شوروي تاجکستان جمهوريت جنوبي برخه ده په نوموړي ځای کښې له پخوانیو زمانو څخه یوه سلطنتي کهاله د چغان" خدات" په نامه حکومت کاوه، چې له آريايي تاجيكو عناصرو څخه و ؛ د اسلامي درېيمې پېړۍ په سر کښې امیر محتاج نومي هلته حکمران او چغان خدات ته منسوب و، چې تر هغه وروسته يې کورنۍ په تاريخ کښې د آل محتاج" په نامه مشهوره شوه، له دې کورنۍ څخه عادلان او پوهان امیران منځته راووتل، د سامانیانو او غزنویانو په وختو کښې يې د آمو سيند پر دواړو غاړو بلخ او تخار باندې د هندوکوش تر شمالي لمنو پورې حکومت کړی دی. د محتاج د پلار دا یادونه چې احمد نومېده د یا قوت په معجم الادباء كښې راغلې ده، ژوند يې پر ( ۲۵۰ هـ) اټکلېدی شي - د دې کورنۍ نور غړي دا دي:

 ۱ - له محتاجه يو زوی د ابو سعد مظفر په نامه پاتې شو چې د ۳۰۰ هـ په شاوخوا کښې یې ژوند او حکومت کاوه، زوی يې ابوبکر محمد بن مظفر د ساماني نصر بن احمد د دربار امیر او پر ۳۲۱ هـ کال د خراسان حکمران او د خراسان د ټولو عسکرو سپه سالارو تر هغه د مخه د ۲۹۸هـ کال پر محرمه د اسمعیل ساماني د زوى احمد له درباره د سيستان د نیولوله پاره استول شوی و او په ګرګان کښې حاکم شو، په خراسان کښې د ده د واكمنۍ ورځې له (۳۲۱) هـ کاله د ده د مړينې تر کاله (۳۲۹هـ) پورې وې، دغه سړي د خراسان په پیښو کښې تل د يوه غښتلي او اغېزمن واکمن په توګه لاس درلود او په چغانیان کښې ښخ دی.

 ۲ - ابو علي احمد د محمد زوی او د مظفر لمسی چې پر ۳۲۷ هـ کال د پلار د ناروغۍ پر وخت د خراسان سپه سالار او حکمران و، پر ۳۲۹هـ کال په جرجان اوری کښې له ماكان بن كاكي سره وجنګېد او هغه يې وواژه خو پر ۳۳۳ هـ کال چې د امیر نوح بن نصر ساماني د دربار له خوا د خراسان نو سر یې له اطاعته وغړاوه، نوح يې خلع له حکمرانی څخه لرې کړی شو، کړ، په خپله يې د خراسان د چارو واګې په لاس کښې ونيولې او د ژوند تر پايه يې د سامانیانو له دربار سره اخ و ډب درلود ، څو چې د ۳۴۴هـ کال د برات پر ۲۹ مړ او په چغانیان کښې ښخ شو. – 

۳ابو العباس فضل د محمد زوی او د مظفر لمسی پر ۳۳۳ هـ کال د خپل ورور ابو علي له خوا د بلاد جبل عراق عجم) پر حکومت مامور شو او تر هغه وروسته د ساماني عسکرو لوی سپه سالار و چې له خپل ورور سره یی هم جنګونه وکړل او پر ٣٣٦ هـ کال په بخارا کښې بندي شو.

 ۴ - ابوالمظفر عبدالله د احمد زوی د محمد بن مظفر لمسی چې تر ۳۳۷ هـ وروسته د ساماني امير نوح په دربار کښې در هین په توګه اوسېده، پر ۳۴۰ هـ کال له آسه ولوېد ، مړ شو او په چغانيان کښې ښخ دی.

 ۵ - ابو منصور د احمد زوی د محمد لمسی چې پر ۳۴۰هـ کال د چغانیان د حکمرانی نایب و.

 ٦ - ابوالمظفر طاهر د فضل زوی د محمد لمسی، د مظفر کړوسیچغانيان والي او ادب پالونکی فاضل سړی و. منجيك تر مذى د ده له د ستایونکیو څخه و او پر ۳۷۷هـ مړ دی. 

۴- فخر الدوله ابوالمظفر احمد د محمد زوی ادبپال والي، د دقيقي او فرخي ستایلی و چې د داغگاه مشهوره بولله "تا پرند نیلگون بر روی پو شد مر غزار د ده په ستاينه کښې ده، سکه يې هم وهلې وه. د آل محتاج امیرانو عموماً د سامانیانو او غزنويانو له سلطنتي کورنیو سره خپل ښه اړيکي ساتل د هغو د ساتنې او ملاتړ تر سيورې لاندې يې د هندوکوش د شمالي ولاياتو حكمراني له بدخشان او تخاره نیولې تر بلخ او جوزجان پورې کوله، دا کورنۍ د دری ادب له پالونکيو څخه ګڼله كېږي. د نسب شجره دې وکتل شي - ۴۷ لمبر) 

اخخ 

تعلیقات چهار مقاله د دكتور معين - معجم الانساب زمباور - ابن اثیر - تاریخ یمینی - معجم الادباء - رودكي د سعيد نفيسى . ابن خلدون . روضة الصفا - دايرة المعارف اسلامی - دیوان فرخی . د عروضی سمر قندی چهار مقاله