د پکهت ویشنه
په دغو آريائي قبايلو کي موږ د ژبي لامله فقط له لومړۍ يعني پکهت سره اړه لرو، او له دې تفصيله مو مقصد دا دي چه د پښتون ملت لومړۍ تاريخي وثيقه هم دغه ده، چه نوم ئې په ريگويدا کي ياد شوي دي، او دا څرگندوي، چه دا اولس تر میلاد ١۴٠٠ کاله دمخه لا هم موجود و، او په آريائي کورنې کي نوم او نښان درلود.
د پکهت تاریخ په هغه وخت کي هم ډیر روڼ دي، او هر څوک ئې پيژني، دوي چه له بخدي څخه تلل، څو ډلي شول: يوه برخه ئې پخپله په باختر او بخدي کي پاته شوه، چه دوي وروسته د پارت Parth په نامه بلل کیده، او د قبل الميلاد د دريمي پیړۍ په شا او خواکي يو د دوي مشر ارساس پارتي د غرب پلو ته ولاړ، او د هري رود غربي خوا ته ئې د خزر تر څنډو پوري مدنيت جوړ کړ، او هغه مځکه ئې هم پخپل نامه پارتیا Parthia وبلله، او هلته دوي د پارت په نامه سلطنت او روڼ مدنیت او بيل ثقافت وموند (د ٢۵٦ ق،م حدود) يوه بله له دغو پښتنو څخه د ارمنستان غربي خوا ته ورسیده، او هورې هم د پکهت = پکویس په نامه مشهور وه، او هغه ځاي د دوي په نامه (پکتیکا) بلل کیدئ.