32

شیخ قاسم د( تذکره اولیاء افغان) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا عارف او عالم هم د شېخ متى له علمي کورنۍ څخه دی، چي پلرونه يې شېخ کټه ته داسي رسي : قاسم د شېخ قدم زوی د محمد زاهد لمسی د میرداد کړوسی د شېخ سلطان کوسی او لکه دمخه چي ذکر سوه سلطان د شیخ کټه زوی ؤ. 

د شيخ قاسم مور نېکبخته نومېده، چي د شیخ الله داد مموزي لور او د پښتو شاعره او ډېره لویه عارفه وه چي محمد هوتک د دې اشعار رانقل کوي او ليکي چي په (۹۵۱ هـ ) د شېخ قدم په نکاح راغله او په (۹۵۶ هـ) يې شبخ قاسم وزېږاوه او په (۹۶۹ هـ ) يې (ارشاد الفقراء) نومی کتاب ولیکه. د دې کتاب نسخه د محمد په روايت د ده پلار داود خان هوتک لیدلې وه او علاوه پر دغه محمد هوتک د (اولیای افغان) له كتابه چي شيخ امام الدین متى زي ليکلی دی هم د دې عالمي مېرمني احوال را نقل کوي.

 نعمت الله ليکي چي شيخ قاسم د شیخ عبدالقادر جيلاني (رح) د اولادې له مريدانو څخه وو، او د (۹۵۶ هـ) کال په پسرلي د بډنۍ رود پر غاړه د (پېښور مشرق ته) وزېږېد او په (۱۰۱۶ هـ) وفات سو.

  شیخ قاسم په پېښور کي په معرفت او روحانیت مشهور سو او ډېر کلک نفوذ يې وموند،  د میرزا محمد حکیم مامورين ځني وبېرېده او ويې غوښتل چي دا پښتون عالم او عارف مړکړي، شادمان خان هغه وخت د پېښور حکمران ؤ او د شېخ قاسم د وژلو نیت یې وکړ، شېخ مجبور سوله پېښوره کندهار ته ولاړ او له دې ځایه د حرمینو په زیارت مشرف او په قادريه طريقه كي داخل سو. تر دې وروسته بیرته د پېښور د واوي ته راغی او خپل علمي او روحاني اقتدار يې ټینگ کړ او په شيخ قاسم سليماني مشهور سو. د مغولو پاچهانو بیا دا شیخ نه پرېښود، د عیسی نومي په چغلۍ اکبر پاچا دی لاهور ته وغوښت خو شیخ قاسم په لاهور کي تر پېښور لا زیات نفوذ وموند نو جهانگیر دی د چنار گړ په کلا کي بندي کړ، او هم هورې له دنيا څخه تېر سو، او مزار يي هم تر اوسه هورې مشهور دی. شیخ قاسم مؤلف او مؤرخ هم دی، د ده تاريخي کتاب (تذکرة اولياء افغان) دی چي د پښتنو روحانیونو احوال يې پکښي لیکلی و، دا کتاب متاسفانه ورک دی او تر اوسه يې په کُتب خانو کي درک هم نسته او نه له چا څخه ما ليدلی دی.