126

نا اهله

دیوان ، غزل
03 June 2015

 صاحب چې د مقام شي بیا خپل ځان ورځینې هیرشي

د کور او کلی دود او تیر  دوران  ورځینې هیرشي


هرڅه ورځینې هیر شي د دولت دونیا په حرث کې

حرام ،حلال ته نه ګوري ایمان ورځینې هیرشي


پرونی  که یې د پلار کورکې هوسا اوارام ژوند وه

بیا ورسته د نیکه ها دسترخوان ورځینې هیرشي


دوکه کوي هرچا سره د خپل مطلب اشنا دی

معیار د انسانیت عهد او پیمان ورځینې هیرشي


صادق او پاک انسان ته د چوکۍ موخه خدمت دی

  نا اهله پرې مغرورشي  خپل خپلوان ورځینې هیرشي


وختونه تیرینه تیر شي  ټول عبث فریب، دوکه کې

د پلار، نیکه عزت او خپل وجدان ورځینې هیرشي