32

احمد شاه بابا اوملی وحدت

لوی احمدشاه بابا

احمد شاه با با دملت په درد خبر یوسړی وو ده لیدلی وه چه هروخت دافغانستان ملت تریوه جندی لاندی د ملی وحدت به سیوری کنې ټول شوی دی؛ هغه وخت نودغه ملت دلوړتیا او نهضت پر آسمان لکه لمر داسی خلیدلی ، او هری خوانه بریالی شوی دی احمد شاه با با یو جهاندیده بلندی چقری او ښاغلی پوه مشر وو، ده ته دپښتنو د تاریخ لوړی ژوری د تو له ښکاره وي نو ځکه دغه ننگیالی او بریالی پلار دملت حدت په لار کې ډېرز یارو كنبل ، ده د افغا نستان یا ساکنان هستېدونگی بې له امتيازه خپل زامن گنل ، او ملت هم دی « بابا » باله ؛ داحمد شاه بابا په لوړو کار ناموکنې دافغانستان دخلقو ملی وحدت » دی چه ده واره اولس په یوه نامه سره ټول کی او د هغو تفرقو او جگړو څخه چه دغلجی او درانی؛ یا پښتون او تاجيك په منځ كښې وي، وئي خلاصی کرد ژغورلی که موز دافغانستان په تاریخ کنې پلټنه وکړو ، دا به را ښکاره شی چه د احمد شاه بابا دغه دملی وحدت » فکر خورا پوخ فکر وو، او دده ټوله بری او فتوحات هم ددغه ملی وحدت په برکت مونده شو. یافتہ دافغانستان ملت ، چه هر وخت دملی وحدت لاس سره ورکړی دی نوئي ددغه په برکت ډېر سعاد تونه نصيب شوی دی، دغزنوی شاهنشاهانو په وخت کښې چه د زا بلی محمود به مجاهدت دافغانستان ملت دو حدت او یووالی نعمت و موندی، نو هغه وو چه د کنگاله غاری بیاد دجله او فرات تر غار و پوری خلقو دغزنی تر بیرغ لاندی ژوندون کاوه اوددي وطن برم هری خواته موجود وو تر دې اندازې چه دغزنی د شاهنشاه محمود زوی سلطان مسعود چه دخیل پلار له خواه دهرات دخواو و نائب الحكومه وو غوښته ئي چه ټوله ایشیا دغزنی تر یا چهی لاندی کی او ولارسی بغداد هم ونیسی چه ټوله د اسلام دنیا ، د پښتنو تر بيرغ لاندی په سوانی ژوندون و کی ، مگر افسوس چه ددغه لور عزم سره دده پلار په غزنی کن وفات او د پښتنو د ملی وحدت رسمی بیا و شلېد . تردغه وروسته هم دیښتنو دغوری سوری اودين هو تكو شاهنشاها نو فتوحات ټوله دملي وحدت په برکت شوی دی احمد شا با با چه دپښتنو پاچا شو، دده لمړی کار دغه و و چه دافغانستان ټوله ملت او هستید و نکی ئې سره راټول کړه . او او دوی دوی ئې ټو له بی له کومه امتیازه او بیله کومه فرقه زا من و بلل هغه وو چه دې ملت بيرته د ورور گلوی » لاس سره و رکی او دخپل مهربان او خوا خوزی پلار په هدايت ئي بيرته خپل بایللی مجد او برم لاس ته را و وست . د احمد شاه با با دملی وحدت وصايا او هدایات چه ډیر قیمتی دی دده په کلام کې په ښه ډول ذکر شوی دی په دی پېړۍ کې چه زموز د تجدد او نوی نهضت پیری د. موز ته ښایی چه ددغه لوی پلار نصائح بيا عملي کړو


او په ښی غوزئي وار وو . احمد شاه بابا و خپلو زامنو او گران اولس ته د ملی له سر چینی څخه ورکوی، هغه وحدت درس دملی عشق وخت چه د عشق اومینی او ر په زړه کښې بل سي دغه دملیت مینه» توله افراد دسړی په نظر کښې بې له امتیازه پوشی کوی او ټولو ملی و رونوته په یوه ستر که گوری: 


قافله عشق راغلي له كه له کم خوا ده

 پر زرگی باندی میشته کاخه غوغا ده 


د مليت د عشق جو به چه د زړه پر کور کښته سی . به هغه زړه کښې ټوله د مليت ارکان ځای نیسی ، او دملت ټوله لوی او واړه بېله امتیازه پکن منل کینزی ، او په یوه ډول مينه او محبت ور سره کینزی ، ځکه نو احمد شاه با با هم د طوائفو تقسيم ، او د قامو بیلوالی بد رشتی محمد بندم په یوه ملت كني فقط د ( انا جعلنا كم شعوبا وقبائل لتعارفوا ) په سترگه وینی او دده په صائب نظر کنی . هغه څوك محترم او ښه بلل کینزی ، چه و جامعي ته مفیدوی ، ځکه نو وائی :


ټوله بودی که غلجی دی که او دلی

ښه هغه چه ئې د زړه ښيښه صفا ده


د احمد شاه با با توجه معنویاتو ته ده نه ماديا توته ! یعنی د انسان د پاره د شرف او لوړتیا مقیاس نه قومی امتیاز ، گنی ، او نه ظاهری کالی او لباس ، بلکه دده په نظر کن مېره هغه دی ، چه به اجتماعی ژوندون كنې ئې وجود ملت ته ګټه رسونکی وی ، او د ښو اخلاقو او مفيدو عملو نو خاوند وی :


چه عمل ئې د نېکۍ وی مېره هغه

 که اغوستي ئي كد له دخمت ده


 تر د غه و روسته چه مهربان پلار ، خپلو زا منو ته د ملی وحدت او د انسان د حقیقی امتیاز او لور توب اصول وښوول ، اوس نو ټوله ملت ته دویښتوب او اتحاد میخواهد ز کوی ، او دوى د ملي وحدت خوا ته را بولی ، چه توله به کده د ملي لوړتيا د میندلو د پاره زیار و کازی ،او د ورور گلوی لاسونه سره ورکی : 


پښتانه دی ټوله لاس سره یو کاندی کنند

چه مو نن غزا هر لوری شاوخوا ده


دغه و د احمد شاه بابا د ملی وحدت زغ ، چه موز اوس په د غه پېړۍ کښې د پښتنو غوزو ته ورساوه ، ځکه چه اوس تر پخوا لا ډېر موز و ملی وحدت ته اړ او محتاج يو .

پښتانه ښایی چه د خپل تاریخ دغه مشعشع عصر و نه تل په یادو لری ، او د ملی وحدت » په ښکاره او لویو کټو پوه سی ! او په دغه وپوهیزی که سلطان محمود و و ، که غوری که لودین و که سوری ، كه هو تك و كه درانی ټولو ، د « ملی وحدت » په سیوری کنې لوړتيا موندلې وه و بس ! 


د اور توب او بری لار

رحمت احمد شاه بابا په ژوندون کښې ډېر زیار او منبود پر خوادی ، دی پر جدا و جهد ، دژوندون اساس ایزدی او په دنیا کښې دټولو لوړ تياوو او نهضتو عامل دغه زيار او جهد ګنی احمد شاه با با پخپله هم یوز یا ر کښونکی او جاهد سری و و اولان ئې دزیار په سیوری کسب دشاهنشاهی حدثه ورساوه او د دنیا په لویو مېړو کښې وگڼل سو احمد شاه با با پخپل کلام کس ، د جدا و جهد او زیار او منبود ، تلقین په خورا ښه ډول کوی او دغه حقیقت پښتنو ته په ښکاره ډول ښیی چه په دنیا کښې بې له زياره بله د بری لا رنسته ، اونه څوك بېله منبوده اورېدلای سی احمد شاه با بادژوندون فلسفه تو له پر دغه تنیگه تیزه بنا کوی او خپله ټوله لوړتیا او د شاهنشاهی عظمت دخپل زیار له بر کته بولی او د جدا وجهد ثمره ئې کمی لکه چه وایی :


بی زحمته راحت چیری مونده نشی

 د احمد ځکه په هر لوری غزاده


 دنیا داحمد شاه بابا په نظر ، یو بازار دی ، چه داور تیا قسمت ؟ هر راز متاعونه پکن پیرو دل کینزی ، مگر قیمت لي فقط دانسان سعی او زیار او سربازی ده :


احمد شاهه دلته جوره سربازی ده

داور نیا خرید کوه له دې بازاره


بل ځای په څه ښکاره ا لفاظو دغه فلسفه رونوي :


بې زحمته را حت ندی چا موند لی

 قم دمچی به دو دله خانه خوره رطب


احمد شاه با با توله عمر په وطنی جهادا او دپښتنوالی د لور نیا په لارکښې تېرکی ، ده یو کړی بې کاره په تنبلی او عیاشی کښ نه کی ضائع ، ځکه نو دغه خپل حال داسی تصویر کوی : 

احمد شاهه خودی کارپه لاس دی مت کره

 می بالد حیف هغه چه په تېر کار موزى لاسونه


په دې ډول دبری لار ، او د ظفر سر داحمد شاه بابا نظر کښ فقط " زیار او منبود » دی و بس .