32

راغه Raga

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

په اوستا کي چه د شپاړسو هیوادو نومونه راغلي دي، له دغو څخه دولس مملکت راگه ragha ياد شويدي درې قومه پکښي اوسيدل.

که څه هم د دې ځاي د جغرافيائي موقعيت په تعين کي پوهان مختلف دي، ځني ئې ري او آزربایگان بولي، ځني وائي چه د بدخشان راغ دغه ځاي دي مگر دلته ئې زموږ له جغرافیائې موقعيت سره هيڅ اړه نسته، فقط د يوه اوستائي لغت په حيث ئې اخلو او په پښتو کي ئې مومو.

کټ مټ دغه راغه اوس په پښتو کي د وښو شين دښت ته وايي، چه په پونده و خلقو کي دا لغت ډير مستعمل دي، خوشحال خان وايي: 

         چه تل مي ځاي شول غرونه رغونه      

         زه دا په چا پسې مجنون صفت یم