32

اسپه Aspa

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

د باختر په تاريخ کي دا کورنۍ ډير شهرت لري او په اوستائي نومو کي د آس په نامه تسميه خورا ډیره ده د هغه وخت خلقو ځانونه د حيواناتو مخصوصاً د آس په نامه یادول او تر اوسه هم دغه آريائي رسم په پښتو کي سته مثلاً ډیر خلق خپل نومونه سکاڼ، کورنگ، او مشکي، بورخان ږدي، چه د آسانو اقسام دي. 

ځکه چه په باختر کي تر اوسه هم ښه اسان پيدا کيږي، نو له قديمه دا رسم عام دي او د بلخ پاچهانو يوه مشهوره کورنی داسي ده، چه د اکثرو پاچاهانو د نومو په پاي کي اسپه کلمه راځي او دا نومونه اکثر هم پښتو دي. 

پخپله اسپه د آس مونثه كلمه ده، او تر اوسه هم په پښتو کي دا عام رواج دي، چه د مالدارۍ حساب په مؤنث جنس كوي مثلاً داسي وايي، فلاني زر اوښي لري يا زر ميږي لري، نو ځکه په قديمه زمانه کي هم د آس پر هر ځاي اسپه مستعمله شوې ده. له دغو پاچهانو څخه دغه نومونه چه ټول اوستائي دي کټ مټ پښتو دي: مثلاً خواسپه يعني ښه اسپه چه لومړۍ کلمه ئې هغه (خو=هو=ho) ده چه د پښتو ښه او خه تر اوسه په هغه معنا سته. يا لهر اسپه چه لومړی جزو ئې لهر دي، دا کلمه په پښتو کي د موج او تند او چابک معنا لري، چه کټ مټ ئې دغه معنا په اوستا کي هم درلوده ځکه چه دا نوم په اوستا کي په قدیم ډول اورت اسپه Aurat Aspa هم راغلی چه معنا چابک آس دي. اما لهر په پښتو کي په لوړه معنا داسي مستعمل دي لکه خوشحال خان چه وايي:

     خوار خوشحال ئې لکه خس هسي لاهوکړ    

      چه د عشق سیلاب را وخوت لهر لهر

عبدالقادر خان وايي:

      گوره خو عالم به ورک څو به خراب کا       

      لور په لور د غمو سند وواهه کا لهر

 دغسي هم په دغه عصر کي چه اوستا د زردشت له خوا راوړله کيږي موږ ډير دغسي نومونه وينو: مثلاً د اوستا بيان له قراره د زرتشت څلورم نیکه هچتسپه Haechataspa دي او دا نوم هم دوه جزوه لري هچت - اسپه. ځني پوهان وايي چه د لومړي جزوه معنا (نم زدن او د اوبو پاشل) دي نو ځکه د هغه لومړي جزو د دوهم سره مناسبت مشکل دي مگر که موږ وگورو دغه لومړي جزو ښکاره بښتو (وچت) دي چه اوس ئې (هـ) په (و) يا (او) بدلوو، او اوچت هم وایو نو اوچته اسپه یعنی جگه او قوي او مشهوره اسپه.