32

صدر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

 د خوشحال خان دکورنۍ يو بل ځلاند ستوری صدر خان د ده زوى دئ، چي پخپله خوشحال خان د ده توره ستايي او دی د پښتنو په داستان ليکونکو شاعرانو کي محترم مقام لري او د پیدا کېدو کال 

د يې (١٠۶۵ هـ) څخه بیا تر (۱۰۷۰هـ) پوري تخمين کيږي. صدر خان علاوه پر دېوان چي هر راز اشعار لري دوې قصې يې هم په پښتو نظم کړي دي، چي لومړۍ قصه یې (آدم او درخانۍ) ده او په (۱۱۱۸ هـ) يې نظم کړې ده.

دوهمه قصه يې (دلی او شهو) ده، چي په (١١١۵هـ) يې نظم کړېده. په دې دواړو قصو کي، چي د پښتنو له قديمو رومانو څخه ګڼلي کېږي صدر خان خپل ادبي تکړه توب ښکاره کړی او دغه قصې يې په ادبي ګېڼه ښکلي کړي دي. 

صدر خان خپل تربیت د پلار په سیوري کي داسي بيانوي :

        تربيت يې ډېر زما کړ

       هر تعليم يې و ما راکړ

       په تعليم يې سخندان کړم

       په ويل يې سخنران کړم

       چي يې درست په دا فنون کړم

       په ويل يې نور ماذون کړم

خوشحال خان دا اراده کړې وه، چي د آدم خان او درخانۍ داستان پخپله نظم کړي مګر په دې کار کي موفق

نه سو، ، نو يې خپل زوی صدر خان ته وویل چي دغه قصه په نظم کي وساتي، صدر خان د خپل پلار له خولې داسي وايي :


له کارباره فرصت زما وي

 بويه ښې سخنرانۍ

یاد ګار پاتو په ستنه شي

زه روان شم له جهانه

دا قصه په ښکلي نظم


که د عمر څه وفا وي 

له آدم له درخانۍ

چي منظوم يې يوه قصه شي

او که پاتي شي له ما نه

ته منظومه کړه بالجزم


دی د خپل کتاب (دلي او شهی) په سركي دغه معشوقه داسي ستايي:


په نامه حیات خان و ښه افغان و

میشته په مېنه د ټوپۍ مېني دی و

په نامه مسمی وه شهی ګلرویه

خوش خرامه آهو چشمه نېکفرجامه

په ګفتار هر ګور فصیحه وه بې عده؟

شوه به سروه سرنګونه زر غلتانه

 په ښه بوی به یې نسيم واړه بويا شو

 چي هم درد وه د وګړي هم درمان وه

 په وحشت يې شاګرداني كل آهو وې

هم فتنې هم غمزه کري هم شهلا وې 

د صاف تن يې د وېښته وه ډېره وېره

رسېده به يې آزار و باريك تن ته

 شايد دا د دې له رشکه پرې پيدا ده

 د سرو لعلو په دبلي کي تل پنهان و

 دواړه شونډي يې پيالې وې د شرابو

 ويل کړل به همېشه په څو څو شانه

 په ښه مخ کي بنفشه هم سمن زار ده 

بنفشه یې توري زلفي يا سنبل دي 

دواړه سترګي يې نرګس غنچه دهن ده

تر ښه قد یې ناڅېزونه د شمشاد وه

په ښايست کي پخپل دور يګانه وه 

پرې ژوندی به شو مرده د سلو کالو

 تا و ځنځیر به د عشاقو شو په غاړه 

کله ژيړي زعفراني كله ورېښميني 

بې سوختن به پاتو نه شوه چېرته خونه

هغه وخت په يوسفزو کي یو ځوان و

لوی سردار د ملېزیو بنیری و

زوی يې نه و يوه لور يې وه نېکخويه

شهي نامه سهي قده ګل اندامه

په رخسار هر ګوره (ښکلې) وه بې حده

چي به دا په لاري شوه سمه روانه

 په ښايست به يې د ځمکي مخ زېبا شو

 په چشمانو په لبانو هسي شان وه

 دواړه سترګي يي استادي د جادو وې 

هم يې سترګي جادوګري هم بلا وې 

ملا یې وه لکه وېښته بلکه لاغره 

که ګل پاڼه یې خت شوې واى بدن ته

د سپوږۍ په مخ سياهي چي هويدا وه

 غاښ يې دودېرش ملغلري درخشان و 

لینګی یې دواړه ګل وه د ګلابو

له ښايسته يې وګړي د زبانه 

چا به وې شمعه يا باغ د نوبهار ده 

اننګي يې ياسمن يا ګلاب ګل دي

 سپینه پوزه يې کلي د نسترن ده 

پابسته يې تر قیامت سرو آزاد وه 

غرض دا چي د خوبيو خزانه وه

 چي آواز به يې پيدا شو د خلخالو

چي  اوږۍ ځنځیر به پوري کړه دې واړه

ښې جامې به يې اغوستې تل ميني

چي به دا په سرو جامو شوله ګلګونه

ورسره به رنگا رنگ جوني طنازي

مجلسي وې طربناکي خوش آوازي

په دې ډول صدر خان د ادبي تصوير په فن کي استاد ښکاري او دی یو سحرکار شاعر او داستان ليکونکى دئ، چي خپل هنر يې په دغه فن کي په اعلی درجه ښکاره کړی او حقاً يې ځان د پښتو په لوړه درجه شاعرانو کي درولی دئ.