واصل
د ده نوم پخوا موږ اروېدلی و، خو ښه مو نه پېژاند. په (۱۳۵۳ ش) کال ښاغلي پوهاند رشاد د ده څو نظمونه خپاره کړل، چي د ارزاني او دولت او انصاري غوندي يې سړی په فکري لحاظ د روښاني فکر یوه کړۍ ګڼلای سي. خو په کلام کي يې هنري او شاعرانه ارزښتونه لږ دي.
په دغو خپرو سوو نظمونو کي يو څو اوږدې غزلي سته، چي د قصيدې تر تعريف لاندي نه راځي، خو په (٣۵) مخ کي :
هر چي يو سړی افګار شي
ځيني دی غواړي ارمان کا
عیال درست پسې بيمار شي
څوك د خپل صورت په ډار شي
قصيده ده چي (٣۵) بيته لري او په پای کي يې داسي ختموي :
نصیحت د کاملا نو
په اسلام باندي اقرارکه
هيڅ حيوان په لاري نه ځي
وجود ونه د چندڼ ده
د نادان علاج په ډار شي
چي يې سر په ذوالفقار شي
څو علاج يې په اوسار شي
نوس يې عین تور د ښامار شی
"واصل" واړه اجاره کړه
تر حضور ديدن يې جار شي
دا سړی که څه هم د خوشحال خان معاصر او د لسم قرن ژوندی ښکاري، مګر په کلام کي يې کټ مټ د روښانيانو د نظم کړو قصيدو خصايص ليدل کېږي، او په هغه ژبه ګډ دئ، چي ميرزا او دولت او ارزاني مو دمخه وليدل.