32

مناقب

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 د صوفيانو، روحانیونو، د طریقت د مشرانو او نورو صاحب حال خلکو په مناقبو کي د شرقي ژبو ادبيات ډېر کتابونه لري، پښتانه او پښتو ادب هم په دې خصوص کي تر نورو ژبو پاته نه دي، بلکي دغه ډول مناقب ډېر پکښي ليکل سوي چي د ټولو په تفصيل سره راوړل به دلې بې ځایه وي،مگر هغه مناقب چي تاريخي مواد لري او د تاريخ په مطالعه او کتنه کي د هيرولو نه دي، دلې د ياد مناسبت لري، خو د ليکني د لنډ تنگ چوکاټ له مخي زه دغه ډول مناقب هم ټول نه سوای معرفي کولای او صرف د شېخ رحمکار (۱۰۶۳ ق مړ)، كاكا صاحب فقیر جمیل بیگ، میا عمر څمكني (۱۰۸۴ - ۱۱۹۰ هـ ق) او اخون الياس مناقب یاد