32

د پخوانو نومونو خپل ځانگړي ډولونه

پښتو مقالات

د هیواد د کلتور (ژواک) په ساتنه او ژغورنه کی اوس د هر ځای خلک او خنی نړیوال (بین المللی) بنډارونه هم ډېر سپارښتونه کوی او غواړی چی دتلی اولس خپلی بیلی کلتور گ٨ی و ھر ځای ځیور ڼیوره. او هغه د انسانتوب د گډ کلتور په مشترکه پانگه کی خوندي سي.

 د پوهني او ژواك نړيوالي ټولني (يونسكو) په خاصه تـو گــه آسيايي اولسونو ته دا سپارښتونه كړي دي چي د خپل ژواك (كلتور) گټور توكي په لپاره ډول ژوندي وساتي او د. زیار ونه سپموي.

 زموږ د پخواني كلتور او ژبنيو پانگو څخه راپاته سوي مواد د ځايو او ښارو او كليو پخواني نومونه دي چي د هيواد د تاريخ په پړاوونو كي يې ډول ډول يوناني تركي او عربي شكولونه وراوښتي دي. 

د تاریخ او جغرافیا په زړو کتابو کی هم دغه نومونه یــو راز نه دي؟ بلکي د ليکوالو د ژبي د رواج او قاعدو سره سم کښل سوي، او كله كله له شناخته هم وتلي دي. نو اوس زموږ لیوالو او څېړونکو ته دا په کار ده چی د زاړه کلتور دغه راپاته سوئی مواد پر اصیل شکل باندي سم


. وساتي، او هغسي يې وليكي چي پخوا بل كېدل، يا يې اوس خلك څنگه. بولي.

 مثلاً د پښتون نوم په ويد او هندي آثارو کي پکهت، او په يوناني در پکت، پکتوبس او د دوي هيواد پکتيکا راغلي دي، خو اصل او اوسني. بیان پختو او پختیا ده. 

هندیان تر اوسه هم د (ښ- خ) تلفظ (که کوی خان کهان وایی، د خانپور نوم پ هند کی کانپور سوئ دئ.یونانیان چی ۲ سوه کاله پخوا له اسکندره سره آربانا ته راغلل، دوی د (ښ یا خ) مخرج. په خپله ژبه کی نه لاره نو یې باختر بکتر یا پختیا، پکتیا وبلل او پښتون. خوا یې پکتیکا کړه. 

 عربو د خپلو فتوحاتو سره دیرلس سوه کاله دمخه ډېر زموږ مقامی نومونه معرب کړل، مثلاً گرمسېر یې جروم، او سرد سیر صدود او سکستان یې سجستان او سمنگان یې سمنجان او گوزگان . غرستان یی غرجستان او گرزبوان یې جرزیوان کړل. نو اوس چی موږ برته د خپل فرهنگ زاړه مواد را ژوندی کوو، ښایی چی د پخوانو کلماتو اصالت هم وساتو موږ خو د یونان بکتر یا غوره نکړه او خپل مقامی شکل باختر مو واخیست او د پکتین پر ځای پښتون پخت وایو. بیا پکتیا ولی اخلو؟ دا خو د عامي قاعدې څخه وتنگ دئ. تاسي و گورئ ! د پښتو قدیمه کلمه (غر) چی تر اوسه پوری لا هـم ژوندۍ ده، له سدیو او سدیو څخه راه راه د ځایو سړیو او قبیلو پد نومو کی ريښه لری دا کلمه په سنسکریت کی گیر په لره پوه پاړی او هوم یشت کی هم هم درگیري راغلې


، ده، او دونی زړه کلمه ده چی په بابلی او آشوری ورکو ژبو کی لا هم گر ، د غره په معنی څلور زره کاله تر میلاد دمخه په سومری الفبا کی یووه خاصه علامه او بڼه لری چی لومړی یئده بیهرو معنا در دې جهته چی د سومریانو ټاتوبی غرنی و، نو تعمیماً گرد مملکت په مفهوم هم مستعمل و .  ( د لندن روزگار نومجله) لکه دوه چی اصلاً غر و بیانو د مملکت نوم سو.

 په افغانستان کی د غور غرچه غلچه غلجی، گردیز، گربش نومونه د د کلمې د مختلفو شکلونو ریښې لری او د مملکت یوه خورا مشهوره برخه هم غرستان و چی عربی جغرافیا لیکونکو مور اوخـارشـانو دغه کلمه په یا غاربی. اړولې او بیا نو فارسی لیکوالو هم غرجستان کښلی دئ. دا خو د عربي ژبي درنه كلتوري اغيزه وه چي د پښتو په قديمه شاعري كي هم جروم او غرج چي د گرم سير او غر معرب شكلونه دي د امير کروړ جهان پهلوان په و باړنه کي د (140 ق حدود) استعمال او اوس هم موږ د غرستان پر ځای معرب غرجستان لیکو، خو اصله خبره دا ده چی غرستان د خراسان یو پخوانی ولایت و چی لودیځ ته :، چی لودیځ ته یې هرات او مرو رود، او ختیځ ته یې غور پروت و مقدسی او یاقوت عربی جعایی. یا غرش غرته وایی او دغه ځای پاچا هم غرج الشار یا ملك الغرجه بلل كبدئ البشاری هم وایی چـی غـرج الشار د جبال الملك معنى لری. یاقوت د عرب شاعر بحتری دغه بیت د مثلا په توگه راوړی دی :

 بالغرش او بالغور من رهطه 

اروم مجد سندتها الفوء


هغه مولفان چی دې سيمي وو، او نومونه يې په خپل اصلي ډول له خلگو څخه اورېدلي و كله كله د كلمه اصلي بني ساتي، مثلا منهاج سراج جوزجاني چي پخپله د افغانستان سړي او طبق دلته گرز. غرستان نوم هغه راز چی اوردلی و لیکلی دئ، او عربی سوى غرجستان نه لیکی.

 منهاج سراج هره غرنی سیمه هم غرستان بولی، په طبقات کی وایي تا او را در حدود سمرقند و قصبه کیکرب که غرستان و کوهپایه : سمرقند بگرفت ... وگورئ دلته غرستان د کوهپایه معنی لری او دغه شکل یې په عربی کتاب کی هم پاته. سوبدئ چي لي، استربنج يې پخپل كتاب د خلافت شرقي (سيمي كي هم رانقل كوي او د هرات). خ سيفي هروي يې هم په تاريخ مورنامه هرات كي مكرراً غرستان ليكي. پر ځینو نومو باندی زموږ میرزایان او لیکوال هم ظلم کوی او د کلتور نخښی ورانوی، لکه لغمان چی لمقان یا پغمان لمقان یا پغمان چی پمقان لیکی، د قندهار تیری مکرراً په تاریخ نامه هرات ملفو. ضبط سوئ دئ. خو ميرزا ​​صاحب يې خامخا تيرين كاري او روزگان له اوسني ملفوظه شكله اړوي، ارزگان ځني جوړوي. سپیروان پښتو نوم ضرور سفید روان کوی او تورباس هم خامخا طره باز کوی، چی هایه معنی نه لری. په سراج التواريخ كي تاريخي نوم اجرستان يا وجيرستان چي په تاري كتابو كي راغلئ دئ د حجرستان په بڼه معرب سوئدئ، چي كورټ داسي نه دئ او له شناخته ايستل سوئي دئ. په کلو کلو میرزایانو او کاتبانو دغسی نومونه او تاریخي کلتوري مواد داسي مسخ کړي او پر بل


مخ را اړولي دي چي له پېژندني وتلي دي نو کلتوري مقامات يا د تاريخ او جغرافیا پلټونکی باید د میرزایانو او معربانو برای نوشتو اكتفاء ونه کړي او وگوری :

    (1) که د یوه ځای یا سړی نوم د افغانستان په تاریخی زړو آثارو کی. ضبط وي د هغه مقامي او اصيل شكل دي وسائل سي لكه

 د سجستان پر ځای سیستان یا سکستان 

د بقلان پر ځای بغلان

 د فروان پر ځای پروان 

    (2) که د یوه ځای نوم په پخوانو آثارو کی مونده نه سي، نو دي د. خلکو اوسنی اجرای معتبر وگڼل سي لکه :

 د قلات پر ځای کلات

 د حجرستان پر اجرستان یا اوجیرستان

 د پمقان پر ځای پغمان

 د على شنگ پر ځای الیشنگ 

د طور خم پر ځای تورخم

 د طور غندی پر ځای توره غوندی

 د کوتل تیره پر ځای تیره کوتل ... او نور ...

 تاريخي نومونه یو ډېر ویر لړلی داستان لری، یو وخت عربی فاتحان راغلل په خراسان کی یې یو ښار ولید چی خلکو پنجده باله. دوی ژر (پ) په (ف) بدله کړه فجده او فجنديهي ځني جوړ کړل. په دې یې لا زړه نسو سوړ، وروسته یې خمس قری عربی ترجمه نوم پر کښېښود او منسوبات یې خمقری وبلل اوی به نو که موږ د عربو د رجالو په کتابو. او انسابو کی د پنجده مشاهیر و خوار و باید د فنجدهي یا خمقري تر


عنوان لاندې وگورو، خو په تاریخ او جغرافیا کی که دغه لیکو، ښــانی چی اصیل نوم یې پنجده و کاږو نه فنجده نه خمس قری، چی منسوب یې هم پنجدهی دئ نه فنجدهی نه خمقری

 د کندهار غربي جنوبي خواته مشهور ځاي پنج وايي دئ چي تر اوسه په همدغه نامه و دان پاته دي په عربي جغرافي کتابو کي دا ځاى پنجواي سو ورو ميرزايانو پنج هندي، کيفوري. اوس يې بايد حتماً د قديم كلتور د ساتني لپاره بيرتــه تصحیح کرو او پنجوائی اوسنی ملفوظ شكل يې غوره سي. قدیم تاریخی ځای شاپلان خو اول شاه فلان سو، بیا د خلکو ورته فکر سو هغه یې شافلان ولیکلی حافظ ابرو په جغرافیه او په د چی. مشخص سعدين او اكثر و تاريخي كتابونو كي راغلي دئ. بیا نو بل چا دغه شکل هم نکی خوښ او پښتو ټولنی ته یې ویلیکل چی اوی نوم پر کښېږدی، دې ټولنی ورته ولیکل چی بنام پښتو - زرغون نامیده شود هغو دغای مکتوب هم په غور و نه. سو که اوس وغواړو چی په هرات کی تاریخی شاپلان - شافلان پیدا کړو نه یې سو زرغون یې موندلای.

 دغه داستان اوږد او کله هم د تاسف و دی ما دلته یو څو مثالونه تاسی ته واندی کړل.

 (1) والسلام علی تابع الهدی !