32

ماسټر عبدالكريم

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د پېښور د سيمي په سياسي بيداري کي د خدايي خدمتګارانو له ډلي څخه د ماسټر عبدالكريم سياسي او ادبي شخصيت هم د هېرولو نه دئ.

نوموړی د چارسدې په اتمانزو کي په (۱۹۰۸م) کال زېږېدلی او د پلار نوم يې منتظرخان و، په (۱۹۳۰ م) د ډهلي په جامعه ميله کې خپل تحصیل پای ته ورساوه او په اتمانزو کي د آزاد سکول سرمعلم سو، د ده ژوند د يوه معلم په ډول شروع سو خو دى يوازي معلم نه و، بلكي يو سرګرم سياسي سړی هم و.

د آزادۍ په جنګ کي لومړی سپاهی او د سياسي ليکوالو په ډله کي هم پېشقدم و، او په وارو وارو په خپلو سیاسي فعالیتونو کي محبس ته تللی او عمرونه يې په قيد کي تېر کړي وه، څو چي په پای کي په همدغو بنديخانو کي مريض سو او له دغو ناجوړيو څخه د ځوانۍ په عمر تر دنیا تېر سو.

ماسټر کریم د پښتون مجلې د نننۍ دنیا تر عنوان لاندي ډېري سياسي مقالې ليکلي دي، دى يو سياسي او اجتماعي ليکوال په دې معنی ګڼل سوی چي په خپله هم تر مرګه پوري یو رښتینی د اجتماع خدمتګار او سياسي سړی و. د ماسټر د نثرونو يوه مجموعه چي "ځولۍ ګلونه" نوميږي په (١٩۵٧م) کي له پېښوره نشر سوې او د ده د نثر ښېګڼي دا دي :

دا چي سادګي لري، يعني په داسي ډول خپل مطلب ليکي، چي عام خلك په وپوهيږي او په نثر کي يې ډېر لږ د نورو تاثير ښکاري او سړی داسي ګومان کوي، چي د چارسدې په بازار کي دوه پښتانه خبري کوي.

د ماسټر نثر د پرديو ژبو نامانوس لغات نه لري او د عربي يا فارسي يا اردو هغه لغتونه استعمالوي، چي په پښتو کي رواج لري.

د ماسټر کریم د نثر نمونې :


بې ګناه

داسي خو چي به څوك د جېل په تورو تنبو را دننه شو ما به ترېنه تپوس اوکړو، چي دا په څه، نو ویل به یې خدای شته اول به وې چي نه خبر نه اتر خالص په دښمني راسره شوي دي، ولي په نوروز غریب خو ډېر زیاتی شوی و، تش په دریو مړوکي پوره لس کاله راغلی و او مړي يې هم خپل مړي وو، یو مړى يې سکه د تره ځوی و او خور چي غله کاسره نه وي نو هم څوك وژني او ماشوم خوريي له به څنګه د چا لاس ورشي، پښتانه هسي بخت بد نام خلق دي، بادام کاکا څه د واره د لاسه مړ شو، چي بس اوس به خلق نور څه نه کوي. خو تره، تربور به وژني، تربور خو سړیه د سړي مټي دي په غم ښادي کي ورته همه جا ولاړ وي.

نوروز ګورئ ډېر قابل سړى و، د مزكي نه يې ځان خلاص کړی و ګني په زمينداري د نوروز نه څوك ښه نه پوهېدل او ولي جايداد څه د خپلي حيا نه ګران دئ څه؟ چي خلقو به په جواري کي شرمولو نو خود به يې مزکه خرڅوله او چرس؟ دا خو د سړي غم غلطوي او چي سړی خدای په چرسو راواړوي شپږ اته چیلمه د ورځي وهي او کار کسب نه کوي. نو اخر دا پيسې به د کومه راځي، د چا کور کي څه د روپو مشین خو نه وي لګېدلی، چي بس روپۍ دي چي جوړيږي به، او چي خدای د سړي په کمي شي نو خود به ځان د ګور کفن نه خلاصوي د پلار نیکه هډوکي به خرڅوي او پوکلی برغی به ګرزي.

د نوروز د تره ځوی ښه په معاش مزو کي ګرزېدو شپېته منه جوار، څلوېښت منه غنم، شل څټي ګوړه به يې اوچته کېده، ښځه يې هم د خپل کاکا لور د نوروز خور وه، نه پخپله چښړخوره وه او نه یې خاوند بې ځايه خرڅ ته پرېښودو، دوه درې لنګي به یې هر وخت په اخور ولاړي وې، که ډېر غوړي، ډېر بسيار پيو مستو کي به يې غړغړې کولې، ژرنده، جوړه، روپۍ، کالي هر څه سل سل وو، نوروز چي خدای څه وخت په لعنت کړو نو ده به پکښې هم کله ناکله د وسه وهله خو چي يوه ورځ يې د ماشوم خوریي د غاړي اوږې کوزه کړه او په جواري کي يې پرېښوده نو د تره ځوی ي بهر په هوجره کي راګیر کړو، حيا يې ترېنه ټوله کړه، ګرېوان يې ترېنه كوز واچولو او ورته يې ووې، چي په کوڅه مي رانه شې.

 وايي د جواري ډېر بد تا و وي او لا چي سړی په هوجره جماعت کي د خلقو مخکښي ملامته شي او بيا د خپل تره، تربور د لاسه نو راشه که يې ګورې. شپه له د چم ګاونډ د خلقو ډزي د غوږه شوې او چي صبا شو نو نوروز ږيره په موټو ويستله وئيلې چي ورور، خور او ماشوم خوریی مي بېگاه چا ظالمانو اوويشتل د نوروز د تره ځوی يو بې ازاره غوندي بنيادم ود چا ملاسته غوا یي پاسولی نه وه. د کلي په پروجنبو خو هډو د سره پوهېدو نا، بس د مزكي يو غویی و او لکه د جهانگیر شادولا کاکا دی يې يو خپل کور پېژندو او بل خپل پټی، نو د مرګ ورسره د چا څه و، جنازې اوچتي شوې، مړي سنبال شوو، نوروز په زړه کي پټ پټ خاندل وئيلې ماموته! بيا دي موته څه لوی فضل درباندي خداى اوكړو ښايسته ډك په ډك كور درته سره د شپېته جريبه مزكي پاتي شو، بې د خدايه او بې د نوروز نه نور د مړو غریبانانو څوك وو؟ ته راځه ځه راځه نوروز ته لاس نیوه کوه، نوروز خان د مشرۍ په ځای ناست هر چا سره به يې د خبري دنبال رانيوو، چي خدای دې اوبښي او بښلي به يې وي په غريبانو ډېر لوی ظلم شوى دئ سخات اووته، خيرات ورکړی شو فقیر فقرا خپله برخه هم یوړه، شپې له نوروز د ماښام پولاو ورکړ غوړي يې لکه د اوبو اوبهول پر دې غوږ هسي هم لکه د ټکوري شلیږي او چي داسي بې کړاوه چا ته پاتي شي نو هغه يې په قدر څه پوهېږي، زر خو په هغو خلقو ګران وي چي ګټلي يې پخپل ځان وي او چي د ملا صاحب د څنګلونو نه غوړي اوبهېدل نو د بیلمازه غلچکي او جوارګر نوروز نه ښه سړی په كي بل چرته و؟ 

څوکيدار لاړ تاڼه کي رپوټ اوشو څه د دېواله د سرڅپياکه خو نه وه د رب العلمين روغ درې تنه اشرف المخلوقات مړه شوي وو غونډ ربوبیت خدای خبر چي څومره موده لګيا وو دې خړي مزكي او دې شين اسمان نه، پوهيږم چي څومره سنبالي کړي وو، نوروز څه خبر وو چي د يو پلیت مطلب دپاره ده څومره لویه ګناه کړې وه، خو رښتيا چي پټ غل باچا وي د شپې مرګ و د موقعې ګواه شاهد هم نه و، بل نوروز له څه لږ مال خو په ګوتو نه وو ورغلی. شپه په شپه په تاڼه تحصیل د "سپین ږیرو" جرګې اوګرزېدلې، مقدمه خو افسرانو ډېره اوزنګوله خو اوښ چا چرته په بډه وهلی شو، نوروز جرګه شو، په دویم گذار بيا په جرګتيانو د "سپین ږيرو" جرګې اوشوې او نوروز په دریو مړو کي ايله لس کاله قید شو، دی لا په دې هم خفه و، وئيلې خپل مړي مي وو، د بل چا راسره څه کار وو، ګوتي يې مروړلې، وئيلې که زه خبر وی چي د مسلم لیګ باچايي را روانه ده نو لږ وار به مي کړی و، د تره ځوی به مي نور حساب هم جمع کړی وو، څوک شمس الحق به مي چا قيوم له کتلي وو، نو سپین باز به ګرزېدم. د مسلم لیګ په حکومت کښي به مي په مقدمو دومره ډېر څه لګېدلي هم نه وو، تاڼو بېل سپین کړم، قچرو کي خو خلق په لږ څه نه رضا کېږي او جرګتيان خو د سړي نه سمه څرمن وباسي، اوس خو د خداى فضل دئ، د مسلم لیګ حکومت خو ځمونږ خپل حکومت دئ، غونډ د محمد ۲ کليمه ګو يو، غټ افسر وي او په لږ څه رضا شي، دا یو نیم بدنيته هسي د مسلم لیگ بد غواړي.

نوروز کال نیم په جېل کي ډغري اوخوړې خو ډېر ژر پرې د جېل افسران مهربانه کړل، ټیمکی غوړي، بورۍ نيمه اوړه، شپږ اته چرګان به په بهر دنيا د چا د نظره څه راځي، ناولي په جېل دننه ډېر لوی برکت دئ. ورانه په هغه چا شي چي په جېل دننه شي او د ملاقات درك يې نه لګي د جېل په ژبه کي د قيدي ليدو ته ملاقات نه وايي، ملاقات هغه ه وي چي د قيدي خپلوان د جېل د چاوړوکي لوی افسر سره د هغه په کور کي درنه ځولۍ او ډکه منګل وويني. کال چي تېرېده نو نوروز د جېل وړوکی، لوی افسر هر یوه ته ځان ښودلی وو، نوروز د اسپتال په لنګر کي د لنګریانو مشر (چارجي) لګېدلی وو، او ښه دروند پړ يې هم چلېدو، په جېل دننه د اوښيار سړي خود ډېر ژر سر له راشي، او پنځه واړه بیا پخپله خوله نه ورمنډي، دی پوه شي چي د جېل دا تنګه تُرشه دنيا يواځي د ده نه ده، دې کښي ورسره د شین پوښ نه واخله تر صاحب بهادره پوري ټول شریک وي، نوروز به ټولو افسرانو ته خپله خپله نصیبه ور رسوله، په جېل دننه سړی ځان له هم ښه ګلدار شي، د جېل نه بهر چي کوم څېزونه ستا دپاره روا وي، هغه په جېل دننه ناروا شي، دلته خو هر څه بُرو خو عادت نه برو، نو که بهر چا په خطا هم غلا نه وي کړې په جېل دننه به يې بې د غلا نه ګذاره چرته کيږي ځکه چي د کلونو عادتونه خو به ارو مرو پوره کول غواړي، نو خود به يې په غلا پوره کوي، بس په لږه موده کي د سړي نه پوخ غل جوړ شي نن سبا ځيني ډېر سم خلق څه د کلي د پروجنبو او څه د حاکمانو د ښه انتظام د لاسه په ناچاري جېل ته لاړ شي ولي ځار شم په جېل دننه د افسرانو د ډېر ښکلي بندوبست نه چي د سم دم سړي نه مکمل بدمعاش جوړ کړي او چي بهر راځي نو په ځای د دې چي څه سړيتوب يې زده کړی وي په کلي اولس کي د خدای د مخلوق دپاره یو لوی افت جوړ شوی وي او چي د نوروز غوندي حلالي جېل ته لاړ شي نو د هغه نه خو څه سم شی جوړ شي، ځکه خو د نوروز د پړ سره سره د چرسو او اپیمو ښه غرق دوکان هم چلېدو.

خبره دا دنیا کور په بهر د شته مندو ده، نوروز له خدای په بدو کي ښخ کړي وه هر ځای به ئې بې كړاوه د سوك د سره مونده خو دا وه چي هر چا ته به یې لاس سوری ساتلو، کال نیم د جېل معافي کال دوه د پاکستان معافي او ډېره د جېل د افسرانو مهرباني، نوروز چي په جېل زړه کېښوده نو قيد يې خلاص و، د مړو لا د چا په شان د تختې اوبه هم نه وې اوچي شوي چي"بې ګناه" نوروز د خپل ښه ځلمیتوب په برکت پوره په دریو مړيو کي ايله پنځه کاله پس کور ته راغی.



په افغانستان کي د سياسي شعر نمونه

دمخه مو وويل چي د لومړي جنګ په وخت کي د سراج الاخبار او د اخوان افغان د ډلي په واسطه د افغانستان د کامل استقلال تحريك په پښتو ادب كي هم ښکاره سو او له همدغه وخته څخه په پښتو شاعري کي اصلاحي او سياسي افکار داخل سوه. له هغو اشعارو څخه د مرحوم مولوي صالح محمد قندهاري يو شعر دئ، چي د بلبل ژړا نوميږي. 

دا سري چي دمخه يې د پښتو په نثر کي د خدمتونو بیان وسو د فیض محمد زوی په قوم هوتك او په (۱۳۰۷ هـ ق) د کندهار په ښار کي زېږېدلی او په (۱۳۳۹ هـ ش) کال په کابل کي وفات سوى دئ. دې سړي لکه د پښتو د نثر درسي کتابونه چي تألیف کړي وو ښه او روان شعرونه يې هم ويلي دي.

دی په (۱۲۹۹ هـ ش) کال د طلوع افغان د جريدې مؤسس او په کابل او کندهار کي د ابتدايي مکتبونو لومړنى مدير و، کله چي په کابل کي په افغاني ځوانانو کي د استقلال د ګټلو فکر خپور سو نو د هغه وخت حکومت د خپلو منافعو له پاره دا نه غوښته، چي د انګرېزانو له سیاسي تسلط څخه ځان وژغوري، مګر په خلکو کي د خپلي آزادۍ له پاره تاوده جذبات موجود وو، په هغه وخت کي افغانستان فقط يو اخبار درلود او هغه هم د حکومت تر سخت سانسور لاندي و، نو هیچا داسي نه سوای کولای چي په ښکاره د استقلال غوښتنه وکړي.

مولوي صالح محمد د ملت دغه د زړه خواهش او آرزو په يوه منظومه کي په سمبوليك ډول نظم كړه، چي د يو ګرفتار بلبل له خولې يې د آزادۍ له پاره د ده د زړه هيلي تصوير کړلې او هم دغه موضوع په فارسي کي ښاغلي داوي هم نظم کړې او نشر کړې وه.

دغه دوې منظومې په پښتو او فارسي په سراج الاخبار کي خپرې سوې او په هغه وخت کي يې اثر دوني و، چي په کندهار کي به ښځو هم لوستلې او د انګرېزي استعمار پر کار يې هم دوني اثر کړی و، چي د هغه وخت حکومت يې له دغسي نشریاتو څخه منع کی او کله چي په سراج الاخبار کي يوه سرمقاله د حى على الفلاح تر عنوان لاندي د افغانستان د کامل استقلال په غوښتنه کي نشرېده نو امير حبيب الله خان هغه مقاله سانسور کړه او د سراج الاخبار مدیر یې تهدید کی، د مولوي صالح محمد دغه تاريخي منظومه په دې ډول ده :

يو سحر زما تر غوږ سوله بلبله

چي بندي سوم د صياد له سخته دله



چي قفس کي يې ژړل دا يې ويله

ولي نه پوښتي څوك حال زما يو له بله



ولي نسته بې فغانه کار و بار زما

ولي حبس ابدي راغی په وار زما



نه محرم چي د زړه حال ورته بیان کم 

نه ملګری چي چمن ته يې روان کم



نه مي وس چي خبرداره بلبلان كم 

بيا بيان ورته د ګل و د ریحان کم



خپل ډك زړه د ارمانو ورته خالي کم

ټول مرغان د چمنو په ځان حالي كم



چا ته وژاړم پر چا باندي فرياد کم 

چا ته وګورم په څه شي زړګی ښاد کم



چا ته خاوري پر خپل سر باندي باد باد کم 

د صياد له لاسه چا ته عرض و داد کم



څه راوسوه چي د تور فقس بندي سوم

نه خلاصیږم په دا بند کي ابدي سوم



ولي زه له خپله سیله راجلا سوم 

ولي زه په ویر اخته په واويلا سوم



ولي زه له خپل وطنه راجدا سوم 

کور و کلی مي سو پاته خوار تنها سوم



كم ظالم كړمه بندي خداى دې بندي کي

خداى دې زما غوندي اخته په جدايي کي


اوس به زه لکه ها نور په هوا تلمه

پر غنچو به د ګلانو مسېدمه



په هوس د آزادۍ به بالېدمه 

روځ په روځ به غوړېدمه لویېدمه



چا بندي کړم خدايه تې په ځان اخته کې

په قفس کې د زندان جگر سوخته کې


اوس به ګرزېدم آزاد په چمنو کي 

ښه به ګرزېدم خوشحال په شګوفوكي



الوتم به په صحرا او په باغو كي 

ولي اوس یم په غمو په اندېښنو کي



چي بندي دي د قفس کړمه صياده

خدای دي ما غوندي بندي کړه اې آزاده



الغرض چي ده وهلې دا نارې 

چي ناګه د چمن باد راغی د کښې



د قفس له لاسه و په غلبلې

چي پر ونښت دا يې وواته له خولې



مګر دا باد د وطن د خوا راغلی

چي زما صبر و آرام یې راڅخه وړی



یو ساعت متفکر و حیران پاته 

چي بيا باد د چمن راغی د ده خوا ته



نه يې شکر و شکایت کاوه و چا ته 

اه يې وکيښ عرض يي وکي خپل مولا ته



لکه زه هسي بندي سي اي صياده!

د وطن په جدايي سې اې صياده!



زه چي فخر د چمن زېب د بوستان وم 

د باغو د ښو باغچو روح روان وم



نغمه خوان د خپلي ځالي او اشيان وم 

د سرو ګلو پر ښاخو به نغمه خوان وم




د پولادو په پنجه کي دي بندي کړم

د هرکس و د ناکس دي ريشخندي کړم



زه به تل د باغ پر سر ښه په هوا وم 

د ګلانو پر سرو به په خندا وم



ښاخ پر ښاخ به بیا په څه ناز و ادا وم 

په خالی کی به وم ناست يا په صحرا وم



نه بندي وم د قفس نه مي هيڅ غم و

نه مي اوښکي بهېدې نه مي ماتم و



چي سحر به زه له ځالي په هوا سوم 

چي له پورته به پرګل باندي راتا سوم


په ګلشن کي به د عشق نغمه سرا سوم 

و سمن و یاسمین ته به ګویا سوم



آيا څوك لري دا عیش و عشرت نن زما

چي نديم مي ګل خانه ده په چمن زما



د نرګس او شګوفو ګرم بازار دئ

په چمن کي د بلبلو چورهار دئ



هغه ګل هغه پسرلی هغه بهار دئ 

د طوطیانو په ګلشن کي چغهار دئ



پر ګلانو الوته کا په خندا

زه بندي يم د قفس او په ژړا




خدايه ژر مي خلاصوې له دې زندانه 

بيا مي ورسوې ژر تر خپل بوستانه



زړه مي ډك دئ سره چوي له ارمانه

نور مي مه پريږدې په دې ځای کي سبحانه



که دي زه يمه قفس ته پیدا کړی

بيا وزر دي ولي ما ته دئ راکړی



څو تر څو به یم په دې جوروستم کي 

څو تر څو به په ژړا يم او په غم کي



څو تر څو به یم په اه و په الم كي 

څو تر څو به يم دا رنګه په ماتم کي



چي امید مي د خلاصی نسته هیڅکله

نو بهتر دئ مرګ تر دې ژوند یو په سله



بیا نو چپ سو يو ساعت په تامل سو 

بيا يې ناري کړه همرازه د سورګل سو



زما خيال سو چي د غم متحمل سو 

ویل اه چي د صياد لا تغافل سو



ځان که مړ چي له ذلته نجات مومې

په ګوښه کي د عدم به حیات مومې



که څه نه دی ښه و ماته په دا شان مرګ 

خو د ژوند له پاره ښه دی ناگهان مرگ



ولي ځوان يم او د ځوان وي د ارمان مرګ

په هزار ځله بهتر دی تر زندان مرګ




چي دا هر سهار خپل مرګ په قفس وينم

ولي نه مرم چي به بيا زه قفس وينم



په  حسرت او په افسوس يې دا ويله 

د قفس و دروازو ته یې ځغستله



و گلشن ته يې کتل بيا يې ژړله

لار يې نه وه وزرونې سرپوله



په هوا سو سر يې ونښت له قفسه

ويني توی سوې سوړ پوړ ولوېد له هوسه



سر تر پايه په سرو وينو كي غرقاب و 

یا بېهوښه یا پر هوښ په اضطراب و



ځان بایللی زړه زخمي حال يې خراب و 

چي پر هوښ به سو ګويا په دا اسباب و



سر مي بايلو په هوا د آزادۍ

شکر شکر سوم فدا د آزادۍ



یا

په هوا د آزادۍ ميوزر پرې سو

شکر شکر آزاد سوم که مي سر پرې سو

یا

ښه چی زه د آزادۍ په هوا مړ سوم

نه چي پاته په ذلت د ټولو پړ سوم