اتاریزم
جلال بك نوري يو تورك اجتماعي پیاوړی عالم وايي:
"دغه ملي روحيات او اخلاق او موروثه صفات او د نيکونو مزاج او طبیعت ډېر ځله زامنو ته په وينه کي راځي اوس تورکان داسي ډېر خويونه لري چي دوی له نیکونو څخه اخيستي دي، د ملتونو د انقراض او انحطاط او لوړتيا او کښته والي اسرار هم په اخلاقي توارث کي دي چي په فرنگي ژبه يې اتاریزم Atarism بولي. "
دا ملي روحيات او خصوص صفات چي د هر ملت د ښايست گېڼه يا وياړ (عيب) گڼل کيږي له پلرو او نيکونو څخه زامنو ته رانقليږي او ورو_ورو ټوله وروستني پښتونه نيسي او سوکه_سوکه د ملت په ټول نفوس كي استقرار مومي.
د ملتونو صفات، لکه جسماني صفات ټينگ دي، او په وراثت سره پر یوه ډول تل له يوه پښته بل پښت ته ځي، د پلرونو او نیکونو آثار په روح کي د هر ملت دايم او كلك پاتيږي.
د هر ملت تاریخ او ژوندون، خاصه نظامات،آداب،فنون، فلسفه او د وطنیت جذبات، ذكأ، اخلاق او نور ملي خصوصیات د دوی له ملي پسیکولوژي، څخه زېږي او دغه پسیکولوژي هم په وراثتي اصولو جوړيږي، زانه او محیطونه که د ملتو روحیات او د ژوندون لاري اړوي، په دغو تطوراتو کي هم د ملي روحياتو اغېزه څرگندوي، خپل ارثي نظامات او تقاليد ساتي او په الیشولو کي خورا سوکه وي په دې ډول ارث د یوه ملت د روحياتو ټينگه سټه گڼل کيږي.
په پښتو او پښتنواله کي ارث لوی عامل دی، ډېر د پښتنوالي عناصر او ارکان موږ ته په ارث له پلرونو څخه پاته سوی دی، د زرو_زرو کالو اخلاق او ملکات اوس موږ په ځانو کي وينو. زاړه پښتانه، خو پر پښتو او پښتنواله ډېر ټینگ وه، د دوی ډېر ښه_ښه او غوره راسخ ملکات او نور خویونه پښت پر پښت زامنو ته رانقل سوي دي.
د مثال په ډول به زه دلته يوه تاريخي مطالعه تاسي ته وړاندي کم:
دوکتور گیگر الماني مشهور او معروف شرق شناس د زړو آریانانو پر اخلاقو داسي تبصره ليکي:
"دوی ته دا ښکاره وه،چي موږ له يوه ملته يو، نژادي او پښتي روابطو دوی په خپلو نيکو او پلرونو پوري نښلول، دوی خپله ژبه، دودونه او پښت مشترك سره باله،نو يې خپل ځان (آرین) بللی،چي معنى يې نجيب او شریف او اصیل ده، دوی هر ښه خوی او د خوښولو اخلاق د ځان مخصوص ارث گاڼه او ځانونه يې لوړ بلل، پردو ته يې په سپکه سترگه کاته."
دې مستشرق په دې لوړو کلماتو کي کټ مټ د پښتنو سجیه ښکاره کړې ده، ملي غرور او د پښتنوالي ښاغلتوب او په دغو صفاتو کي ویاړل د پښتو او پښتنوالي رکن دی.
اوس چي ځيني خارجي محققين راځي او د پښتنو د خويونو او روحياتو کتنه او پلټنه کوي، ټوله په پښتنو کي دا خاصیتونه ویني،یو ایرانی مدقق لیکوال او نقاد په دې باره کي داسي ليکي:
"هر فرد افغاني اول خودش و بعد قوم افغان را برگزیده خدا میداند، و هیچکس را در روی زمین، برابر افغاني نمي پندارد،که اعتدال این فضیلت را نگارنده برای ملت ایران ارزو میکند،وقتي يك فرد افغاني طايفه و قوم خود را برای نگارنده میشمرد، بیاد سخن (داریوش کبیر) افتادم،که با چه لهجه پر از مباهات نژاد خودش را مینویسد... پارسي فرزند پارسي_ايراني فرزند ايراني "
په دې ډول، لکه ملي غرور چي له خورا زړې زمانې څخه پښتنو ته له نيکونو څخه ميراث پاته دی، او خارجي پوهان يې هم مني، دغسي نور ټوله د پښتنوالي عناصر په ارث راغلي،او د زړو پښتنو روح دی، چي اوس ځليږي، ملا عبد الباقي افغان څه ښه ويلي دي:
بل توکم که د کافر مدح کوي له هر قسمه
نه پوهیږي، کل فرنگ دي د افغان تر سپي سي څار