32

افغانستان د اسلام د پیدایښت په وخت کښې

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

د ميلادي اوومې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کښې چې د اسلام لمر د د بطحا له څنډې څخه راخوت ، د افغانستان هېواد د محلي حکمرانانو تر ادارې او د ختيز او لوېدیز ادیانو تر اغېزې لاندې و . د هېواد لوېدیزه سیمه سیستان ، هرات او د هغه شاوخوا د ساسانيانو د دورې تر سياسي ، ادبي او ديني نفوذ لاندې وه ، چې ژبه يې پهلوي ، او دين يې زردشتي و . خو په منځنۍ - غریزه سیمه ، زابلستان او د کابل سيند د ناوې په ګندهارا ، دارغنداو او ترنك په ناوو كښې د هندوکوش د غرو تر لمنو ، د هغه شمال ته او د سند تر غاړو پورې د کوشانيانو او يفتليانو د پايڅوړ د داخلي حكمرانانو کورنیو او د دغه هېواد نورو خلکو حکومت کاوه ، چې بودايي او برهمني دينونه يې لرل ، د دوی ثقافت ، دين او ائين بېخي محلي بڼه موندلې وه ، داسې ښکاري د د ميلادي پېړيو له پيله په دغه هېواد کښې د عقيدې او نمانځنې خپلواکي وه ، هرې خواته د راز راز دیانتو معبدونه ودان وو ، او په ميلادي لومړنيو پېنځو پېړيو کښې د ګريكو بوديك صنعت ، مدنیت ، که تمدن او اديان د خپل تقاطع او نښتون په ځای کښې يعنې د ټکسيلا او د هلمند د ناوې د سيمو تر منځ او شمالاً تر بلخ او تخارستان پورې موجود وو ، دافغانستان خلکو د دغه ګل مدنيت په موندلو کښې لاس درلود ، تر اوومې پېړۍ او د اسلام د دين تر راتلو پورې په هېواد کښې بودايي - زردشتي - لمر پرستي - شيوايي - مسيحي - نسطوري ديانتو او د ځينو ارباب انو اعواو محلي معبودانو نمانخلو دود لاره . د هغه مهال ليکدودونه خر و شتهی - پهلوی - سره دا ناگري سنسکريټ ، يوناني منګولي وو ، چې د دغه هر يوه ليکدود نخښې له ځمکې څخه موندل شوې دي د د د همدغه عصر له ژبو څخه دری ( تخاری ) پښتو ، پهلوی او پراکریت ژبې وې چې د هغوی د تاريخي رواياتو او آثارو د کتنې له مخې يې په افغانسان کښې څرك موندلای شو . چيني او بودايي ګرځندوی هيون تسنګ چې پر ۹ هـ کال افغانستان ته راغلی و ، د دغه هېواد د ختيز او شمالي سيمو د خلکو ټولنيز سياسي او فكري اوضاع په تفصيل سره ليکي ، او وايي : په دې سيمو کښې د بودايي لوی او کوچني مذهب دواړو پیروان خورا ډېر وو او په زياتو ښارو کښې د دغو دواړو مذهبو معبدونه ودان وو ، هرې سيمې يو . حکمران درلود ، چې د مرکزیت د نشتوالي له امله او د ملوك الطوايفۍ د اغېزې له کبله ددې سيمو ټولنيز ، سياسي ، اقتصادي او فکري اوضاع دومره ښه نه وه ، اوپه ديني چارو کښې او هام او خرافات کد شوي وو . د هيون تسنګ د پېښور ، هډې ، لغمان ، کاپیسا ، بامیان ، غزني ، بلخ او د هندوکوش د نورو شمالي ښارو د بودايي معبدونو په تفصیل سره نوم اخلي او چې پر ۲۴ هـ کال چې له هنده بېرته را ګرځېد د کاپيسا د جنوب په ۲۳ میلۍ کښې یې د ارونا په غره کښې د اسماني روح ( سونا ) معبد ليدلي او وايي چې دا معبد د زابلستان سونا گير ته وړل شوی و او دا همغه دزمینداور د زرو ( زون ) غره بودتون ( پرستشگاه ) وه ، چې د البلاذري په وينا پر ۳۰ هـ کال د اسلامي فاتح عبدالرحمن بن سمره له خوا تسخير او د سرو زرو یاقوت سترگی بت یې مات کړی شو . د دې دورې بل مشهور بودتون د کابل شاهي بهار بودتون و ، چې د هيون تسنګ د کابل د شمال د يو څو شاهي معبدو يادونه کړې ده او د کابلستان یو لوی بودتون غالباً د هندوکوش د اوسني شيبر په شاوخوا کښې و ( شیبر هم د شابهار لنډيځ دی ) چې عرب مورخ يعقوبي هغه د غوربند او د باميان د سرخ بد ( سارخود ) په سلسله کښې ياد کړی او وايي چې پر ١٧٦ هـ كال د فضل بن يحيى برمكي له خوا تسخیر او بت يې وسيزل شو . د دې دورې د معلوماتو مهمه سرچينه د چيني بودايي زايرانو ليکنې د دي چې د بودايي بودتونو ( معابدو ) د زيارت له پاره راتلل ، او له هغې جملې څخه پر ۳۹۹ م کال شي فاهيان ، پر ۵۱۷ - ۵۱۸ م سونگ ین ، ( له ٦٢٩ څخه تر ۶۴۵ هيون تسنگ پر ۶۶۰ م وانك هيون - تسو - سفیر ، پر ٦٦٤ م هيون تچاو او پر ۷۵۱. م وو کنګ د افغانسان ځمکه ليدلې ده او ښه معلومات : را ټول کړي او ليکلي دي . هیون تسنګ چې د هجري لومړنۍ پیړۍ په لومړۍ نيمايي کښې د افغانستان د ښارو اوضاع په خیر او بصیرت سره ليکلې ، په هر ولایت کښې ، له ملوك طوايف څخه د یوه پاچا اود کشتریانو له طبقې څخه يو لښکر ښوولی دی ، تر هغه وروسته د عربو مورخان او جغرافيا ليكونكي هم وايي چې په هره سيمه کښې په بیل نامه حکمرانان وو ، چې له هغې جملې څخه : سجستان شاه ، مروشاه - قفص شاه ، مکران شاه - کابلان شاه - قیقان شاه - داوران شاه - قشمیران شاه نخشبان شاه - کنار نشاپور - مرو ماهویه - د سرخس رادویه - دا بیور دبهمنه - د نسا ابراز - د غرجستان برزاینده - دد مرورو د کيلان - د زابلستان فیروز - ترمز شاه - شیربامیان - د سغد فيروز اخشید ، دیو شار گوزگان خذاه ، ختلان شاه باشیر ختلان ، بخارا د فرغانې خداه د سمرقند طرخال ، د سیستان اور خج او د اور رتبيل - د هرات او پوشنګ او د باغيس برازان - دماواراء النهر كوشانشاه - د غرجستان شار د بادغيس او تخار نيزك - د تخاريبغو - د سور او غور جهان پهلوان - د غز يې او ګرديز لويك دى - چې فردوسي د مهراب كابلي او سام او زال زابلی د کهاله خواږه نکلونه لري . د د غزني لويكان لرغونی کهول و ، چې د یوه نیکه نوم يې د بغلان د په ډبرينه ليکنه کښې لويك بوسر راغلی دی او د ١٦٠ م په شاوخوا کښې د کوشانیانو فریستار آب ( د اوبو رسولو وزیر ) و ، د دغه کهاله پایڅوړ په ګردیز او د غزني په دربار کښې د يعقوب ليث او سلطان مسعود تر وختو موجود و . بل مشهور کهول د زابلی رتبیلانو دی ، چې ل له کابل شاهانو سره يې خپلوي او خېښي درلوده او پر زابل يې له غزني . څخه تر سیستانه حکومت کاوه ، د بيهقي په وينا شهرستان رتبيل د ارغنداو پر غاړه په كوهك كښې و چې د ډبرليکونو عربو هندی او چيني مورخانو د يادونې له مخې د دغه کهاله ډېر شاهان پیژندلی شوي دي ، دوی افغانستان ته د اسلامي لښکرو د راتګ پر وخت له اعرابو سره جګړې او مقاومتونه وکړل ، څو چې د د ۲۵۸ هـ په شاوخوا کښې د يعقوب لیث صفاري له خوا له منځه ولاړل . بل غښتلی او نامتو کهول د کابل شاهانوو ، چې پر لومړۍ اسلامیپېړۍ او د عربو د فتوحاتو په وخت کښې يې له کابله تر پنجابه حکم کاوه ، د البیرونی په وینا د برهتګين له اولادې څخه دی چې د دغه کهاله د وروستني پاچا لکتورمان د پاچهی په وخت کښې د هغه وزیر کلرد تاج او ونیو سامند ، کملو بهیم ، جیپال ، انندپال ، او ترو جنپال د ده له اولادې څخه برهمني پاچهان دي . تخت د البيروني پر روایت سربېره د " : د کابلشاهانو ځينې نومونه د دوی له هغه سکو څخه چې لاس ته راغلي څرګنديږي لکه خودویه که - سپاله پتي پدمه - ونکه دیوا . د تاریخ سیستان مؤلف ، د ٣٦ هـ په شاوخوا کښې د کابلشاهانو د دوو نورو پاچهانو نومونه یادوي چې لوی کابلشاه د کوچني کابلشاه تر ماتې وروسته د عبدالرحمن ابن سمره په مقابل کښې مقاومت کاوه او ۲۸ زره وسله وال او پیل لرونکی لښکر یې درلود . عربي مورخ اليعقوبي يو كابلشاه د " خنجل " په نامه يادوي ، چې د ١٦٤ هـ په شاوخوا کښې د المهدي بن منصور عباسي هممهالی و . دا کابلشاهان د کابل تر پرېښودو وروسته د اسلامي فتوحاتو په اثر د پېښور - ويهند - تکسیلا او پنجاب خواته پرشا شول ، سلطان محمود دوی د سند د سیند له غاړې ويهند څخه ها خوا وشړل او د ( ۲۹۰ هـ ) په شاو خوا کښې د کشمیر پاچا " کوپاله ورمن " هم د سوات د پېښور د شمال مردان مخکې له دوی څخه ونيولې ، د دوی پایڅوړ تر ( ۴۹۰ هـ ) پورې په کشمیر کښې د شاهي پوتره ( شهزاده ) په نامه اوسېدل.له په همدې دوره کښې د افغاني محلي اميرانو يوه کورنۍ د نپکی = ملکانيکي شاهانو په نامه هم د هغو سکو له مخې پېژندلې شوې چې غزني څخه لاس ته راغلي او د يفتلي او کوشاني محلي اميرانو پايڅوړ به د هندوکوش په شمال کښې هم ځينې پاچهان د تګينانو په نامه وو ، چې نيزك ، شاد او جبغويه له تخارستانه تر بادغیسه حکومت کاوه ، عربي مؤرخان پر ( ۹۱ هـ ) کال د عربي فاتح قتیبه پر وړاندې د نيزك كلك مقاومت په تفصیل سره راوړي . د بامیان شیران هم د دغه عصر واکمنه کورنۍ وه ، چې تر ۹ هـ وروسته د هیون تسنګ د سفر په وختو كښې او بیا ورپسې پر ۱۶۴ هـ کال يې هم واکمني درلوده او د منصور عباسي (۱۳۳۶- ۱۵۸ هـ ) په وخت کښې لومړنی شہر بامیان مسلمان شوی و چې د ده زوی حسن د ١٧٦ هـ په شاوخوا کښې ژوندی و . په غور کښې هم د سوریانو کهاله چې د هغې سيمې ځايي خلك وو ، حکومت کاوه ، چې سوری ماهوي د ( ۳۵ هـ ) په شاوخوا کښې د حضرت علی معاصر و او د ( ٣٦ هـ ) په شاوخوا کښې شنسب د خرنګ زوی ، د ( ۱۳۰ هـ ) په شاوخوا کښې امیر پولاد ، ( له ۱۳۹ څخه تر ۱۵۴ هـ ) پورې جهان پهلوان امیر کروړ د امیر پولاد زوی ، او د ( ١٦٠ هـ ) په شاوخوا کښې امير ناصر د امير کروړ زوی ، د ( ۱۷۰ هـ ) په شاوخوا کښې امير بنجي د نهاران زوی ، د ( ۲۵۳ هـ ) په شاوخوا کښې ، امیر سوری د محمد زوی د دغه کهاله له قدماوو څخه بلل شوي ديچې د غور پاچهانو کورنۍ هم دغه کهاله ته منسوب دد .په دې توګه د افغانسان خلکو د اسلام د پیدایښت په وخت کښې د دغو پاچهانو تر حکمرانۍ لاندې د ګډو ادیانو - افکارو او فرهنګو تر منځ ګډوډ ژوند کاوه ، که څه هم د دوی ديني ژوندون وروست او په چټياتو ککړو ، خو له خپلې ملي بڼې ، آزادۍ او فرهنګ سره یې مینه درلوده.